چې څوك مين شي د كتاب په دنيا
نو هميشه ګټـي ثـواب په دنيا
ټوله دنيا يې په ورغـوي كـې شي
وايې به هر سوال ته ځواب په دنيا
پسرلى څه چې په خزان به اوسـي
تر و تازه لكـه ګـلاب په دنـيا
چې ناكام نه وي خپل سپيڅلي وجدان
نو بيا يـې وكـڼه كامياب په دنـيا
موسى ته لار د وړه په سر وركـوي
فرغون كړي ډوب هغه درياب په دنيا
د اللـه نـوم به په نـغمو يـادوي
چې غږوي د عشق رباب په دنيا
د اينځر ګل تشبيع به خود وركوم
چې شو ريښتينى عشق ناياب په دنيا
لكه راغلى چې وې داسې به ځې
كه هر څو دير لري اسباب په دنيا
چې كله مړ شې څه خساب به كوې
ولې؟ په ژوند نه كړې خساب په دنيا
سوچ پرې وهم خو سر مې نه خلاصيږي
چې ښه به ډير وي كه خراب په دنيا
مسكينه!ګوته خو صرف تاته نيسي
وايه! چې څوك نه دي كرياب په دنيا