حـــــیــا بـــــربــــــنـــډې لــــــــوپـــــټــــې ښـــــــــکـارې
اوس ئـــې د کــور ډیــوي هــم مــړې ښــکارې

ســــر تــــــوره مــــــور خــــاورې پـــــه ســـر ګرځې
د ظـــــلـــم زور زیـــــاتــــــي لـــمـــــبـــې ښـــــــکـارې

دا ګــــنــهـــګـار چــــــې دوې وژلـــــــی نــــــــشــــی
د بــــــــــې ګـــــــنــــاوو هـــــــــدیــــــــــــرې ښـــــــکـارې

چـــې ئـــې وجـــــــود بــــانـــدې تــــیـــری وشــــو
وړی مـــــاشـــومــــــې بــــــې اســـــــری ښـــــــکــارې

دا د غـــــــــــــلام ژونــــــــــدون غــــــــــلام دور
د عـــــــدالــــــت ســـتــرګــی ړنـــــــــدې ښـــــــــکــارې

نـســـیــمه ســــــتــوریـــه ، زمـــــــونــــږ هـــیـــواد کــــې
د پــیـــــغــلـــــو جـــــنــو جـــــنـــازې ښــــــــــکــارې