سحرګاه ګل وبلبل وه په چمن کي په صحبت
چلـېــده تـــازه وږمـه ووعــجـب راز دمــحـبـــت
ګل بلبل سره پــه راز وه ګـډ مـرغـان په تــرانــو
پـه چـمـن کـي ئـې نغمې یـوتربل ئې کړو الفــت
ځلـېـدې واړنـګـي د لـمرګل ئې راوست په خـنـدا
سرې خولې غوټۍ ولاړي مشاطه ګوره دطبعـت
بلبل ویـل وګل تــه نــاز دي ډېـر دی ای سـنبــله
ګل ویـل بلبل ته ترخه مه کړه پرمهال دمـحـبت