له ‌ډېرې مودې او انتظار وروسته د افغانستان په شمول د هند او ایران اقتصادي هیلې رښتیا او د اقتصادي پرمختګ لپاره يې نوی باب پرانیستل شو. د لومړي ځل لپاره د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د هند د ۱۱۰ زره مټریک ټنو مرسته شویو غنمو لېږد د درې واړو هېوادونو د هغو خبرو او غونډو مثبته پایله ده چې د سیمې او په ځانګړې توګه د دې هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا لپاره تر ډېره وخته روانې وې. چابهار بندر چې د ایران سویلي ولایت سیستان او بلوچستان ایالت کې موقعیت لري ۱۴۰ کېلومتر مربع ساحه تر پوښښ لاندې نیسي او د لویو بېړیو د لنګر اچولو ظرفیت لري. دا بندر چې د شمال لوري څخه افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو، ختیځ کې پاکستان او سهیل کې د هند سمندرګي سره تړلی دۍ د ښه اقتصادي موقعیت په درلودو سره کولائ شي راتلونکې کې د نړۍ د نښلوونکي مرکز بڼه غوره کړي. ياد موقعیت او د سیمې او نړۍ چټک اقتصادي پرمختګ ته په کتو چابهار د سیمې هېوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان، هند او ایران لپاره ځانګړي سوداګریز او اقتصادي سیمه ییز ارزښت لرلای شي.
افغانستان چې په وچه کې راګير هېواد دۍ او سمندر ته هم لار نلري، د چابهار پرانیستنه ورته ښه اقتصادي زیرئ دۍ. افغانستان ځینو وختو کې د پاکستان او د کراچۍ بندر په انحصار کې پاتې شوئ او له لویو خنډونو سره مخ شوئ، که څه هم په نړیوالو تړونونو کې د هغو هېوادونو چې په وچه کې ایسار دي حقونه تضمین شوي او هغه هېوادونو چې سمندر ته لار نلري؛ د دې تړونونو پر بنسټ یې باید ترانزیټي حقونه تر پښو لاندې نشي، خو پاکستان په دې برخه کې تل دوه مخي سیاستونه کارولي، چې کوئ شو د افغانستان- پاکستان ترمنځ د ۱۹۶۵ زېږدیز کال د لاسلیک شوي سوداګريز او ترانزیتي تړون یادونه وکړو چې پر بنسټ يې د افغانستان سوداګریز توکي د کراچۍ بندر له لارې او پرته له ګمرکي تعرفی د نړس نورو هېوادونو ته صادر شي، همداراز د پاکستان توکي بې له خنډه افغانستان ته را وارد شي. دواړه هېوادونه باید د ترانیزیټي خنډونو د جوړېدو مخنیوی او سوداګرۍ ته آسانتیاوو برابرې کړي. اوس چې چابهار د کراچۍ بندر په څیر يو بل بندر دۍ، د افغانستان تکیه به پر کراچۍ بندر راکمه او د پاکستان له اړتیا او اوږدمهال انحصار څخه به خلاص شي
هند او ایران سره د اقتصادي اړیکو ټینګښت او پراختیا، هند سره د سمندر له لارې نښلېدل، د هند او نړۍ بازارونو ته رسېدل، د داخلي تولیدي سکتورونه وده، د داخلي تولیداتو وده، داخلي افغاني تولیداتو ته بازار موندنه، د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د آسانې او ارزانې لارې پیدا کېدل،د سوداګریزو ستونزو حل، د سوداګرو په هر کانټینر واردېدونکي مال کې د اوسنیو بندرونو په پرتله ۵۰۰-۱۰۰۰ ډالرو سپما، د ایران د بندر عباس او پاکستان د کراچۍ بندرونو په پرتله د افغانستان مرکز ته د دې بندر ۹۰ او ۷۰۰ کېلومتره نږدېوالۍ، منځنۍ آسیا او اروپايي هېوادونو ته لاسرسۍ، افغان سوداګرو ته د چابهار بندر له لارې د وارداتو لپاره ۷۵ سلنه او د صادراتو لپاره اتیا سلنه تخفیف، په آسانه او ارزانه بیه د اړتیا وړ توکو واردول، د هېواد د لېږد رالېږد پر بنسټونو د هند پانګونې لپاره د فرصت برابرېدل، وزګارو افغانانو ته د کاري فرصتونو برابرېدل، د ملي عاید لوړېدل او نورې ګټې هغه څه دي چې د چابهار له لارې به يې افغانستان ترلاسه کړي.
همداراز چابهار د هند لپاره هم ځانګړی اهمیت لري، د هند اقتصاد د نړۍ د پیاړو اقتصادي هېوادونو په کتار کې ډیر په چټکئ روان ده. خپلو تولیداتو لپاره د خامو موادو د ترلاسه کولو او د خپل نفوس د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بازارونه ته اړتیا لري. له پاکستان سره د سیاسي اړیکو د ترنګلتیا له امله نشي کولای چې خپله سوداګرۍ د کراچۍ او ګوادر بندرونو له لارې افغانستان او نورو هېوادونو سره وکړي. منځنۍ آسیا هېوادونه د نفتو نه غني هېوادونو دي او د هند د تولیداتو او خامو موادو د ترلاسه کولو لپاره ښه بازار کېدای شي، سربېره پردې هند غواړي په ماهرانه توګه په منځنۍ آسیا هېوادونو کې د خپل اقتصادي رقیب یعنی چین د زیاتېدونکي اغیز مخنیوئ او مقابله وکړي او اجازه ورنکړي چې ياد بازارونو چین ترلاسه کړي. نو یادو موخو ته د رسېدو لپاره چابهار اوسمهال د هند لپاره ښه فرصت ده. د چابهار بندر د پراخولو، د سرکونو او ریل پټلیو د جوړو لپاره هند هوډ لري چې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره مصرف کړي، چې دا خپله هند لپاره د دې بندر د اهمیت ښکارندويي کوي. د دې واړو ترڅنګ ایران هم هند لپاره د نفتو د لاسته راوړلو ښه او ارزانه سرچینه بلل کېږي، هند به د دې بندر څخه په ګټې اخیستنې خپل د اړتیا وړ نفت له ایران څخه وپېري.
چابهار چې په ایران کې پروت دۍ د ایران لپاره ښه او لوی اقتصادي فرصت ګڼل کېږي. ایران چې د نفتو له پلوه غني هېواد ده د خپلو نفتو د پېرلو لپاره د هېوادونو او بازارونو په لټه کې ده. دا د ایران لپاره ښه فرصت ده چې خپل نفت او نور تولیدات په هند او د منځنۍ آسیا پر هېوادونو و پلوري او له دې ترانزیټي لارې څخه په ګټې اخیستنې د نړۍ نورو هېوادونو سره ځان ونښلوي. له همدې امله ایران په دې هڅه کې دۍ چې یاد بندر کې نړیوالو پانګې اچوونکو لپاره د پانګې اچونې فرصتونه او د بندري خدمتونو آسانتیاوې برابرې کړي، له همدې امله يې چابهار یو آزاده تجارتي سیمه اعلان کړې ترسو چابهار د نړۍ او په ځانګړې توګه د آسیا او اروپا د نښلوونکي بندر په توګه کار وکړي.
افغانستان باید هېر نکړي چې چابهار د يادو ټولو ګټو ترڅنګ ځینې اندېښنې هم له ځانه سره لري. لومړی داچې چابهار د کراچۍ او د نړۍ د نورو بنادرو په شان تکمیل شوی ندي او ډېر کار او وخت ته اړتیا لري چې کوئ شو د معیاري هوايي ‌‌ډګر چې سترې الوتکې په هغه کې ناسته وکړي یا هم سترې بېړۍ چې په بندر کې لنګر واچولی شي د امکاناتو د نشتون يادونه وکړو. همدا شان د لوی بندر په توګه چې آسیا به له اروپا سره د افغانستان له لارې وتړلي، بنسټیز زیربناوو لکه د حلقوی سړکونو او ریل پټلیو جوړېدو ته اړتیا لري چې تر دې دمه په دې برخه کې د پام وړ کار ندی شوئ، بله اندېښنه داده چې په لنډمهاله کې به دا بندر وکړای شي د افغانستان، هند او ایران اقتصادي ستونزې حل کړي خو که چېرې اوږدمهاله کې یاد هېوادونو پیاوړي کېږي، د تجارت حجم يې زیاتېږي او د يو کمربند- يو لار پروژې سره يوځای کېږي، نو په داسې حالاتو کې اړتیا لري چې خپلې اقتصادي اړیکې د نورو بندرونو لکه کراچۍ له لارې پراخې کړي، خو که چېرې پاکستان د خپلو بندرونو له لارې یادو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو د تېرېدو اجازه ورنکړي، تاوان به یې دا ټول هېوادونو ګالي. بله مسئله د افغانستان او ایران ده، څومره تضمین شتون لري چې ایران به د چابهار په اړه پر شوي درې اړخیز هوکړه ليک صادق پاتې شي او له دې بندر څخه به د سیاسي فشار په توګه استفاده نه کوي، داسې نشي چې ایران راتلونکې کې د افغانستان سره د اوبو مسئله را مخ ته کړي او د بندر څخه د افغانستان د ګټې اخستنې په بدل کې د افغانستان د اوبو غوښتنه وکړي، همداشان بله اندېښتنه د امریکا- هند او افغانستان بلاک او د ایران- روسیې او چین بلاک ده، هند پر چابهار هغه وخت پانګې اچونه بیا پیل کړه چې امریکا پر ایران خپل سیاسي فشارونه را کم کړل، راتلونکې کې د دې امکان هم شته چې يوځل بیا یاد زبرځواکونه سره مخ شي او اقتصاد د سیاست قرباني شي. يادې او ورته نورې ستونزې او اندېښنې هم شته چې افغانستان او چابهار کې نورو دخیلو هېوادونو ته پر خپلو پالیسو او اقتصادي سیاستونو کې د فکر کولو مجال ورکوي. داسې نه چې چابهار بندر چې په دې وروستیو کې يې د سیمې هېوادونو لپاره نوې اقتصادي هیلې راټوکولي په سیاسي ډکر بدل شي او د سیمې او په ځانکړې توګه افغانستان لپاره نورې ستونزې او انديښنې راولاړې نکړي.