وخت دېوالونه وهي ماته تته څه پېښيږي
درځم به ستا تر ملاقاته  تته څه پېښيږي
زه بيا كېداي سي په دې لاره سبا نسم درا
سبا مالومه ده وچاته  تته څه پېښيږي
د زندګۍ هره لمحه دلته په شك ده ګورۍ
زوندي يو كومي كربلاته  تته څه پېښيږي
لكه زخمي مرغه له سېله يم سپاوتلى
پرې وزر پروت يم وهواته  تته څه پېښيږي
درقيب كار د عداوت دى چې پرې باق ونكړې
لاس په نامه ولاړ يم تاته  تته څه پېښيږي
كه سلامت ولاړم تر كوره نوخېرات به كوم
ده مې جذبه د اور له ذاته  تته څه پېښيږي
كه مې په دارځړوي هم كه مي سزا ته سپاري
مخه به نيسم وباچاته  تته څه پېښيږي
دهرفرعون ومخ ته تل لكه موسىٰ دى ولاړ
مسافر تللى ندى شاته  تته څه پېښيږي