څه مي دخوب رنګه پر زړه يې څه مي نه يې په ياد
لږ دي يادونه راپر زړه که ښه مي نه يې په ياد
وخت هم عجبه فېصلې وکړي د زړونوتر ميان
ستا په کوڅه کې راتېرږم ته مي نه يې په ياد

12.03.2008
- kohar
( دا شعر مي هغه وخت ليکلی و چې کله دګران افغانستان پارلمان له درو لسيزو وروسته يو ځل بيا دخپل هيواددسباوون او پرمختګ په خاطر دوفادارۍ لوړه کړېوه .په دې کي چې هر څه دي دا زما خپل نظر او له ګران افغانستان سره زمادميني او درنښت انځور دی . که څوک له دې سره متفق نه وي نو هيله منديم چې رانه خفه نشي .)
راشه ته ما او زه به تا و بخښم پر تېر وتنو باندې کاڼي کښېږدو که مو په ګټه وای وهل د ولګو...
17.03.2008
- kohar
ډېرپه خواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړچې دپښتوژبي دلوي خدمتګار،ژورنالسټ او ليکوال ښاغلي مجيب الرحمان انګا ر مېرمن وفات شوېده .
داغلې مېرمن انګار پر مړينه خورا خواشيني شوى يو اوله ښاغلي مجيب الرحمان انګا رد ده له اولادونواو درنې کورنۍ سره ځانونه په غم کې شريک بولو.
لوى خداى (ج) دې نوموړې ته فردوس جنت او ښاغلي انګار او کورنۍ ته دې جميل صبر ور په برخه کړي! امين
&...