ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د پاکستان وزيراعظم د مهمو چېلنجونو په موضوع ټول ګونديز کانفرنس بللی

د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف په اوومه فرورۍ د مهمو چېلنجونو په موضوع ټول ګونديز کانفرنس بللی او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان په ګډون یې ټولو سياسي ګوندونو ته په کانفرنس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

03.02.2023 ډیوه

د افغان نجونو د زده‌کړو په تړاو د منير اکرم څرګندونو ته د افغان او پاکستاني ساستوالو غبرګونونه

په ملګروملتو کې د پاکستان د استازي څرګندونې د یو شمېر افغان او پاکستاني سیاستوالو او فعالانو له تُندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي. په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي چې، د طالبانو له لوري د نجونو د زده‌کړو مخنیوی د پښتنو له کلتور سره تړاو لري. د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، افراسیاب خټک، د پاکستان د ملي جرګې د بهرنیو اړیکو رئيس محسن داوړ، د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح د سولې د نوبل جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار او د تعلیم د حقونو مدافع ضیاالدین یوسفزي او ګڼو نورو د پاکستان د استازي څرګندونې مغرضانه بللې دي. د پاکستان د ملي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د دې موضوع د سپیناوي لپاره منیر اکرم خپلې راتلونکې غونډې ته احضار کړی دی. په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازي مُنیر اکرم د چهارشنبې په ورځ په ملګروملتو کې د افغانستان په اړه په یوه ناسته کې وویل، پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه له دین سرچینه نه اخلي، بلکې د پښتنو له عجیب و غریب کلتور سره تړاو لري. د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار په ملګروملتو کې د پاکستان د استازي څرګندونې ځوروونکې او شرموونکې بللي او له هغه څخه یې غوښتي چې په دې خاطر د پاکستان له پنځوس میلیونو پښتنو بښنه وغواړي. ښاغلي يوسفزي په ملګروملتو کې د پاکستان استازي ته په خطاب کې پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "تاسو لا پیدا نه وئ چې غازي امان الله خان په ۱۹۲۱ کې، د نجونو ښوونځي پرانیستل، د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې څلور میلیونه نجونې په زده‌کړو بوختې وې. په خیبرپښتونخوا کې د نجونو زرګونه ښوونځي او لسګونه پوهنتونونه شته. ستا نظر مغرضانه دی. په حقیقت کې دا له دین څخه ستاسو ځانګړې ناوړه استفاده ده چې موږ یې تباه کړي یوو." د پاکستان د ملي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر محسن داوړ وايي، چې د ده تر مشرۍ لاندې کمېټې پرېکړه وکړه چې منیر اکرم د خپلو څرګندونو د سپیناوي لپاره احضار کړي. ده په ملګروملتو کې د پاکستان د استازې څرګندونې د نه منلو وړ وبللې. نوموړي ويلي: "نو موږ د بهرنیو اړیکو کمېټې راتلونکې غونډې ته یوازې د همدې موضوع لپاره راغوښتی چې باید دی د خپلو الفاظو یا څه چې ده ویلي دي د هغو وضاحت وکړي. ده په یوه دومره مهم ځای کې د ټول هېواد په استازیتوب د یوه قوم هویت په ناسم ډول بیان کړی دی. ده د یوه ملت د هویت د خراب ښودلو هڅه کړې ده." د پاکستان د سنا جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک د منیر اکرم څرګندونې پښتنو ته سپکاوی بللی او پوښتنه یې کړې چې ایا پاکستان د طالبانو استازیتوب کوي؟ د افغانستان د دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل هم د پاکستان د استازي پر څرګندونو توند غبرګون ښوولی او ویلي یې دي، چې د ډیورند کرښې دواړو خواو ته میلیونونه نجونې ښوونځیو ته ځي. ده ویلي، چې متعصبه طالبان د پښتنو د ټولنې استازي نه‌دي. تر دې وړاندې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان هم ادعا کړې وه چې اکثره طالبان پښتانه دي او کلیوال پښتانه نه‌غواړي چې نجونې یې ښوونځیو ته لاړې شي. د عمران خان پر څرګندونو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ډېرو افغانانو توند عکس العمل وښود. د پاکستان د استازي پر څرګندونو په ملګروملتو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیراحمد فایق، چې له منیر اکرم سره په غونډه کې حاضر و، عکس العمل وښود او ویې ویل، طالبان هم د کلتور په پلمې د ښځو د کار او زده‌کړو مخه نیسي، خو حقیقت دا دی چې دا د افغانانو کلتور نه‌دی. ده د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات له اسلام، افغاني او پښتني کلتور سره بې ارتباطه وبلل. فایق وویل، له بده مرغه په تېرو شلو کلونو کې په هغو سیمو کې، چې طالبانو په کنټرول کې لرلې، ښوونځیو ته یې اور اچاوه او نه یوازې نجونې بلکې هلکان یې هم ښوونځیو ته نه پرېښودل. فایق په عین حال کې وویل، حتی په وزیرستان کې، چې ټول اوسېدونکي یې پښتانه قبایل دي، هیڅکله نه‌دي اورېدل شوي چې نجونې دې چا له ښوونځیو منع کړي وي. طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې خو ژمنه یې وکړه چې په پسرلي کې به ټول ښوونځي پرانیزي. خو دوی د خپلې ژمنې خلاف نه یوازې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کړو ته پرې نه ښودې بلکې د پوهنتونونو دروازې یې هم پرې بندې کړې. طالبانو د ښځو خلاف د اقداماتو په دوام کې حتي په ناحکومتي مؤسسو کې د هغوی پر کاربندیز ولګاوه او تر ټولو په وروستي اقدام کې یې د پوهنتون لپاره د کارنکو په ازموینه کې د هغوی ګډون منع اعلان کړ.

03.02.2023 ازادي راډیو

محبوبه سراج: که د سولې نوبل جايزه واخلم دا به د ټولو افغان مېرمنو د مبارزې پايله وي

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت د افغان ښځو د حقونو د فعالې محبوبه سراج او د ایران د بشري حقونو د فعالې نرګس محمدي نومونه د نوبل د سولې د جایزې د کاندیدانو د نوملړ په سر کې راوستي دي. افغانستان په ځانګړي ډول د نړۍ یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې د کار او تعلیم له حقه په‌کې محروم دي. له همدې کبله په داسې هېوادونو کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه مهمه ګڼل کېږي. په اوسلو کې د سولې د څېړنیز انستیتیوت مشر هینریک اوردل (Henrik Urdal) هم دې موضوع ته په اشارې ویلي، په افغانستان او ایران کې استبدادي حکومتونو په تېر یو کال کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، په افغانستان کې طالبانو نجونې له پوهنتوني زده‌کړو منع کړي او په ایران کې د جنسیتي برابرۍ لپاره مظاهره چیانو ته د اعدام سزاوې ورکړل شوي دي. محبوبې سراج د اوسلو د سولې د څېړنیز انستیتیوت له لوري د نوبل د سولې جایزې ته د کاندیدو په اړه ازادي راډیو ته وویل، خوشاله ده چې له دې سره یوه ایرانۍ مېرمن هم کاندیده ده ځکه چې، په دواړو هېوادونو کې د ښځو د حقونو موضوع مطرح ده او د دواړو هېوادونو د ښځو د حقونو موضوع د دنیاوالو پام ځان ته اړولی دی. نوموړې وويل: "دا موضوع زما لپاره ډېره مهمه ده، که خدای وکړل او زه جایزه وګټم او موږ دواړه جایزه ترلاسه کړو، دا به زما او د افغانستان لپاره یو لوی ویاړ وي ځکه چې دا به د افغان ښځو د هغو ټولو قربانیو او زحمتونو نتیجه وي. د هغو نجونو او ښځو د مبارزو چې واټونو ته راووتې، د هغو کسانو چې غږ یې اوچت کړ، د هغو کسانو چې ژوند یې په دې لاره کې وبایله، د هغو کسانو چې بندیان شول، د هغو کسانو چې وکړول شول، د دوی ټولو د هلوځلو نتیجه به وي." د سولې د څېړنیز انستیتیوت مشر ښاغلی اوردل وايي، د محبوبې سراج نوم یې د کاندیدانو د لېست په سر کې د دې لپاره راوستی چې هغې په افغانستان کې د ښځو د کار او زده‌کړو په ګډون د حقونو او د افغانستان په سیاست کې د ښځو د ګډون د حق لپاره هلې ځلې کړي دي. ۷۴ کلنه محبوبه سراج له اوږدې جلاوطنۍ وروسته په ۲۰۰۳ م کال افغانستان ته بېرته لاړه او لا هم په خپل هېواد کې اوسي. د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت پر خپله وېبپاڼه د محبوبه سراج په اړه کښلي چې، هغې له ۲۶ کلونو وروسته خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته د ماشومانو د روغتیا او زده‌کړو لپاره د هلوځلو ترڅنګ د فساد پر ضد او د کورنیو ناخوالو د قربانیانو د ملاتړ لپاره هلې ځلې وکړې. دې همدا راز د افغان ښځو غیر انتفاعي مؤسسه او د سولې په جرګه کې د ښځو د ګډون لپاره یې د سولې او پیوستون څېړنیز سازمان ایجاد کړی دی.

03.02.2023 ازادي راډیو

په پېښور کې د خونړي برید د څرنګوالي په اړه شکونه

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر یوه جومات له برید درې ورځې وروسته، د دغه برید د څرنګوالي په اړه شکونه په ډېرېدو دي. په دې راپور کې صفي الله ستانکزي همدې موضوع ته پام کړی او د دغه برید په اړه چې تر سلو زیات کسان په کې ووژل شول، وروستي جزییات راټول کړي.

02.02.2023 ازادي راډیو

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو له کمېټې د الهان عمر د اېستلو طرحه تائید کړه 

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې غړو د بهرنیو اړیکو د کمېټې څخه د دموکرات ګوند د مسلمانې غړې الهان عمر د اېستلو په طرحې رایه ورکړه او طرحه یې ومنله.

02.02.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

02.02.2023 امریکا غږ

د بریتانیا د دفاع وزیر اوکراین ته د جنګي‌ الوتکو د ورکولو احتمال رد نه کړ 

د بریتانیا د دفاع وزیر بن والاس نن پنجشنبه فبروري دویمه (سلواغې ۱۳) اوکراین ته د جنګي جټ الوتکو د ورکولو احتمال رد نکړ خو ویې ویل چې دا مرسته به له روسیې سره په جګړې کې کومه «جادويي امسا» نه وي. 

02.02.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

02.02.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

02.02.2023 امریکا غږ

افغان ښځينه قاضيانو او قانون پوهانو چې د جمهوريت سېمبول منل کېدې په سپېن کې پناه موندلې

واشنګټن - د ميډرېډ ښار په يو لوبغالي کې پخوانۍ افغانه پراسيکيوټر عبيده شرر خپل زوی په ټال ځنګوي خو مطمينه ده چې د طالبانو د واک نيولو وروستو هغه د افغانستان نه وتښتېدله او په سپېن کې يې سر پناه موندلې. اغلې شرر د نولس نورو پراسيکيوټرانو سره ميډرېډ ته تللې او په دغه هېواد کې یې سياسي پناه موندلې څوک چې په پاکستان کې نزدې يو کال بې اسرې ناسته وه ځکه په ياد هېواد کې ورته د کډوالۍ اسناد نه ورکول کېده. هغې ته ځان په دې بد ښکاري چې پخپله خوشحاله ده خو د وطن نورې ښځې يې کړيږي. شرر وايي “اکثريت افغانې ښځې او جينکۍ حق نه لري چې تعليم وکړي لا په ټولنه کې مقام ولري. ښځې سينګار ځايونو ته نه شي تللی. زه نه شم خوشحالېدلی”. په افغانستان کې ټولې ازادۍ يو دم ختمې شوې د کله نه چې طالبانو واک ونيولو او د خپلې خوښې سخت دريځه اسلام يې په ټولنه وروتپلو. طالبانو اکثريت ښځې کارمندانې د روزګار کولو نه منع کړي او تېر کال يې په ښځو او جينکو د سکول او پوهنتون ويلو بندېز لګولی. د شرر او د هغې د همکارانو کار په افغانستان کې خطرناک وو ځکه ښځينه ججانې او پراسيکيوټرانې په دومداره توګه ګواښلې کېدلې او په دې په نخښه وې چې هغوی د سړو خلاف مقدمې کولې څوک چې په جنسي تېريو او جرمونو او مرګونو کې ککړ وو. هغه د 32 ښځو قاضيانو او سرکاري وکيلانو نه يوه وه چا چې افغانستان پرېښود او بيا په پاکستان کې د يو کال پورې بنده پاتې شوه. يوه بله سرکاري وکيله چې خپل پوره نوم د دې ويرې نه ښيي چې پېژندګلو به يې ژوند ته خطر پېښ کړي او يواځې په ايس ايم ځان پېژندل غواړي په ښځو او ماشومانو د تشدد د قانون ماهره ده او وايي: “زه په خپل ولايت کې يواځينۍ پراسيکيوټره وم. ما ته طالبانو او په جرمونو کې ککړو خلکو دړکې راکولې څوک چې ما جېل ته لېږلي وو”. خو اوس هغه او د هغې کورنۍ په سپېن کې ده او ډېرې افغانانې وايي غربي نړۍ او تنظيمونو دوی بې اسرې پرېښودلې.  ايګنيشيو روډريګويز چې يو اسپانوي قانون پوه او د څوارلس قانون پوهانو د ټولګي مشر دی چې د دې افغانانو ښځو وکالت کوي وايي دا افغانانې د جمهوريت د کاميابۍ څېره وه خو چا پرې نه ښودلې. یادونه:- د دې رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍاخیستل شوي دي.

02.02.2023 ډیوه

پاکستان: په جومات کې ځانمرګي بریدګر د پولیسو لباس اغوستی و 

په پاکستان کې مقامات وايي‌ چې د پولیسو په یو مرکز کې دننه جومات کې ځانمرګي بریدګر د پولیسو په یونیفورم [لباس] کې و او په موټر سایکل باندې یې ځان دغه ځای ته رسولی و.

02.02.2023 امریکا غږ

چارسده:پولیسو سره نښتو کې څلور وسله وال وژل شوي دي

پولیس وایي د چارسدې په «نسته» اؤ «پړانګو» سیمه کې پولیسو سره په نښتو کې څلور وسله وال ورانکاري وژل شوي اؤ یو تن بل نیول شوی دی. د زیارت- پنجشنبې په ورځ دچارسدې د ضلعي پولیسو ویاند ښاغلي صفي جان رسنیو په لیږلي بیان کې ویلي دچارسدې دنستې په ګوجر اباد سیمه کې پولیسو دشکمنو کسانو د شتون اطلاع ترلاسه کړې وه اؤ کله چې پولیس دهغوي نیولو پیسې سیمې ته ورسیدل نو شکمنو کسانو پرې ناتاره ډرې پیل کړې. هغه ویلي په دغه مهال پولیسو هم په ورانکارو ډزې کړي اؤ کله چې له ډزو وروسته پولیسو د لټونې عملیات وکړل نو د دریوؤ کسانو مړي ورته په لاس ورغلل. هغه وایي د ورانکارو نه پولیسو ته خودکارې وسلې هم په لاس ورغلي دي. په عین حال دچارسدې پولیس وایي په دپړانګو پولیس تاڼې په شابړه سیمه کې یې هم د وسله والو سره نښته شوې چې پکې یو وسله وال وژل شوی اؤ دیاسر په نوم بل تن نیول شوی دی. پولیس وایي د وسله والو په ډزو کې دپولیسو موبایل هم زیان رسیدلی رسیدلی خو پولیسو ته پکې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې. دچارسدې دپولیسو مشر یا ډي پي او سهیل خالد پخپل بیان کې ویلي دچارسدې پولیس د ترهګرو اؤ هر رقم ورانکارۍ په وړاندې چمتو اؤ بیدار ویښ ولاړ دي اؤ هیچاته فرصت ورنه کړي چې د ولس د سرومال ته زیان ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې په پولیسو بریدونه چټک شوي اؤ د دوشنبې یا ګل په ورځ هم دپېښور پولیس لاین جومات کې په ترسره شوي یو ځانمرګي برید کې 102 کسان وژل شوي اؤ تر 200 زیات نور ژوبل شوي چې زیاتره پکې پولیس دي. د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې وېلي چي د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018م د جولایي د مياشتې را په دې خوا تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې ده او د راپور تر مخه تېره میاشت په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده.

02.02.2023 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

02.02.2023 امریکا غږ

د پروفیسر ارمان لوڼي څلورم تلين لمانځل شوی،کورنۍ یې وايي لا هم ورسره انصاف نه دی شوی

په مبینه توګه د پولیسو په تشدد د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي فعال پروفيسر محمد ابراهيم ارمان لوڼي د څلورم تلين په مناسبت د کوټې په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې لمانځغونډې جوړې شوې دي، د ارواښاد لوڼي کورنۍ اؤ ټولنیز فعالان وایي د ارمان لوڼي سره تر اوسه انصاف نه دی شوی. د لوڼي د تلین په اړه په قلعه سيف الله ښار کې د پښتو مترقي ليکوال تنظيم له لوري د راجوړې شوې غونډې تابيا کوونکي او د ارمان لوڼي سياسي او ادبي ملګري محب الله شيراز ډيوه ته وويل ، د دې غونډې مقصد د ارمان فکر ژوندی او تاند ساتل دي۔ " ارمان د پښتانه پر وطن د روانې نا امنۍ د مخ نيوي او د پښتنو افغانانو د يو والي ارمان درلود او په هم دې لاره کې يې عملي کار کاوه او هغه په خپل مرګ هم ثابته کړه او پر وطن يې خپله ککرۍ ورکړه" د2019م د فرورۍ پر دويمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړي پروفېسر ارمان لوڼي د مرګ پېښه د بلوچستان په پښتني سيمه لورالايي کې رامنځ ته شوې وه- محب الله شيراز وايي چې په هغه ورځ دوی د ارمان لوڼي په مشرۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر نظارت لاندې احتجاج کړی و او له احتجاج ختمېدو وروسته پوليسو ارمان لوڼۍ د ګرفتارۍ پر وخت د ټوپکو په کنداغونو وواهه او هغه بې هوشه شو چې بيا يې د روغتون په لار کې ساه ورکړه- هغه وخت پښتون ژغورنې غورځنګ او د ارمان کورنۍ تور پورې کړی و چې دا يو منظمه قتل دی او پوليس يې پکې تورن کړی و خو د بلوچستان د هغه وخت حکومتي چارواکو او پوليس دا تورونه رد کړي وؤ او ويلي یې وؤ چې د ارمان په پوسټ مارټم رپورټ کې د تشدد ثبوت په لاس نه دی ورغلی- د هغه وخت وزير اعلا جام کمال ويلي وو چې د ارمان لوڼي کورنۍ ته به ضرور انصاف ورکول کېږي- د ارمان لوڼي خور او د هغه سياسي ځایناستې وړانګه لوڼۍ وايي د مشر ورور ، ملګري او د کور د يو مشر په حېث د ارمان تشه هره ورځ ور محسوسېده خو په خبره يې چې دی که نشته فکر او لاره يې ورسره ده او دوی هم پر هغه لار روان دي، " ارمان د قول او فعل سړی و، هغه د پښتنو او افغانانو د يووالي او خپل اختيار ارمان درلود،هغه په دې مبارزه کې د نر او ښځې دواړو په ګډه سره د برخې اخيستلو عملي کار کولو، او پر هم دې لاره يې سر وشيندلو، د هغه هم دغه فکر اوس ډېر خور شوی، د نن قلعه سيف الله غونډه يې ښه مثال دی چې په دې غونډه کې په ګڼ شمېر ښځينه له نارينه و سره په لومړي قطار کې ناستې دي" وړانګه لوڼۍ وايي چې کله په 2022 کې د ارمان د وژنې په پېښه کې تورن پوليس چارواکو ته د عدالت له لوري دنيولو له مخه ضمانت ورکول شو نو له هغې وروسته د دوی کورنۍ او پښتون ژغورنې غورځنګ دا باور نور هم پوخ شو چې انصاف نه ورته ورکول کېږي ځکه يې په اسلام اباد کې د پي ټي ايم له مشر منظور پښتون سره په ګډه خبري کانفرنس وکړ او وي ويل: " له رياست څخه د انصاف راکولو نوره تمه نه لرو او موږ دا قضيه د پښتون اولس عدالت ته پرېږدو" د ارمان لوڼي د وژنې د کېس اورونه د لورالايي په ضلعي عدالت سيشن کوﺭټ لوﺭالايي کې روانه ده- د اﺭمان لوڼي د کېس وکيل ظريف خان وي او اې ډيوه ته وويل، "د ارمان د وژنې د پېښې "درې چشم ديد ګواهانو" خپل بيانونونه په عدالت کې ورکړي دي او د ځينو نورو بيانونه پاته دي: "کومو دﺭو چې بيانونه وﺭکړي هغوی و عدالت ته وويل چی دوی په خپله وليده چې د ايس ايس په په ګډون د پوليس سرتېرو ارمان په د ټوپکو په کونداغونه وډباوه"- د وکيل په وينا د ارمان لوڼي په وژنه تورن د هغه وخت د لورالايي د پوليسو ايس پي عطاولرحمان ته عدالت بېل بېفور اريست ورکړی خو دوی و عدالت ته درخواست ورکړی چې د هغه ضمانت ځکه نشي کېدای چې تر اوسه د چشم ديد يا عيني ګواهانو پوره بيانونه ندي ثبت شوي، " زموږ د درخواست اورونه پر 6م فروري وه خو د عدالتونو چهټيانې يوه اونۍ نورې وغځېدې ځکه دا پېشې وځنډېدله بل تاريخ به بيا راکوي، او بيا به ګورو چې عدالت هغه ضمانت ورکوي او که کېنسل کوي يه"- محب الله شيراز هم ددې پېښې عیني ګواه دی او په دې اړه يې په عدالت کې خپل بيان هم ثبت کړی دی. هغه وايي که څه هم له عدالت څخه د انصاف تمه نه لري خو وايي د پاکستان د ايین او قانون مطابق بيا هم دوی د عدالت لاره نه پرېږدي او ددې کېس اورونه يې جاري ساتلې او د انصاف غوښتنه به کوي- د محب الله شيراز په خبره پروفيسر ارمان که څه هم په يوه سرکاري تعليمي اداره کې پروفيسر و خو هغه بيا هم د قام لپاره عملي سياست کاوه او ديوالي درس به يې و ټولو ته ورکاوه۔ د ارمان د تلين په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري په کوټه مرکزي دفتر او نورو ښارونو کې ياد غونډې جوړې شوي او هلته سياسي مشرانو او فعالانو د ارمان پر سياست ژوند او کردار ويناوې کړي او هغه ته يې د عقيدت پیرزوینې وړاندې کړي دي۔ د ارمان لوڼي قبر د د قلعه سيف الله په تلري هديره کې دی، نن هم هلته په ګڼ شمېر سياسي او مدني فعالان، او شاعران په ګڼ شمېر ورغلي او عقیدت یې ورته وړاندې کړی

02.02.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

02.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more