شاته

د افغان نجونو د زده‌کړو په تړاو د منير اکرم څرګندونو ته د افغان او پاکستاني ساستوالو غبرګونونه

په ملګروملتو کې د پاکستان د استازي څرګندونې د یو شمېر افغان او پاکستاني سیاستوالو او فعالانو له تُندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي چې، د طالبانو له لوري د نجونو د زده‌کړو مخنیوی د پښتنو له کلتور سره تړاو لري.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، افراسیاب خټک، د پاکستان د ملي جرګې د بهرنیو اړیکو رئيس محسن داوړ، د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح د سولې د نوبل جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار او د تعلیم د حقونو مدافع ضیاالدین یوسفزي او ګڼو نورو د پاکستان د استازي څرګندونې مغرضانه بللې دي.

د پاکستان د ملي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د دې موضوع د سپیناوي لپاره منیر اکرم خپلې راتلونکې غونډې ته احضار کړی دی.

په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازي مُنیر اکرم د چهارشنبې په ورځ په ملګروملتو کې د افغانستان په اړه په یوه ناسته کې وویل، پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه له دین سرچینه نه اخلي، بلکې د پښتنو له عجیب و غریب کلتور سره تړاو لري.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار په ملګروملتو کې د پاکستان د استازي څرګندونې ځوروونکې او شرموونکې بللي او له هغه څخه یې غوښتي چې په دې خاطر د پاکستان له پنځوس میلیونو پښتنو بښنه وغواړي.

ملاله يوسفزۍ
ملاله يوسفزۍ

ښاغلي يوسفزي په ملګروملتو کې د پاکستان استازي ته په خطاب کې پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "تاسو لا پیدا نه وئ چې غازي امان الله خان په ۱۹۲۱ کې، د نجونو ښوونځي پرانیستل، د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې څلور میلیونه نجونې په زده‌کړو بوختې وې. په خیبرپښتونخوا کې د نجونو زرګونه ښوونځي او لسګونه پوهنتونونه شته. ستا نظر مغرضانه دی. په حقیقت کې دا له دین څخه ستاسو ځانګړې ناوړه استفاده ده چې موږ یې تباه کړي یوو."

ده د یوه ملت د هویت د خراب ښودلو هڅه کړې ده."

د پاکستان د ملي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر محسن داوړ وايي، چې د ده تر مشرۍ لاندې کمېټې پرېکړه وکړه چې منیر اکرم د خپلو څرګندونو د سپیناوي لپاره احضار کړي.

ده په ملګروملتو کې د پاکستان د استازې څرګندونې د نه منلو وړ وبللې.

نوموړي ويلي: "نو موږ د بهرنیو اړیکو کمېټې راتلونکې غونډې ته یوازې د همدې موضوع لپاره راغوښتی چې باید دی د خپلو الفاظو یا څه چې ده ویلي دي د هغو وضاحت وکړي. ده په یوه دومره مهم ځای کې د ټول هېواد په استازیتوب د یوه قوم هویت په ناسم ډول بیان کړی دی. ده د یوه ملت د هویت د خراب ښودلو هڅه کړې ده."

محسن داوړ
محسن داوړ

د پاکستان د سنا جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک د منیر اکرم څرګندونې پښتنو ته سپکاوی بللی او پوښتنه یې کړې چې ایا پاکستان د طالبانو استازیتوب کوي؟

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل هم د پاکستان د استازي پر څرګندونو توند غبرګون ښوولی او ویلي یې دي، چې د ډیورند کرښې دواړو خواو ته میلیونونه نجونې ښوونځیو ته ځي.

ده ویلي، چې متعصبه طالبان د پښتنو د ټولنې استازي نه‌دي.

تر دې وړاندې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان هم ادعا کړې وه چې اکثره طالبان پښتانه دي او کلیوال پښتانه نه‌غواړي چې نجونې یې ښوونځیو ته لاړې شي.

د عمران خان پر څرګندونو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ډېرو افغانانو توند عکس العمل وښود.

د پاکستان د استازي پر څرګندونو په ملګروملتو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیراحمد فایق، چې له منیر اکرم سره په غونډه کې حاضر و، عکس العمل وښود او ویې ویل، طالبان هم د کلتور په پلمې د ښځو د کار او زده‌کړو مخه نیسي، خو حقیقت دا دی چې دا د افغانانو کلتور نه‌دی.

ده د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات له اسلام، افغاني او پښتني کلتور سره بې ارتباطه وبلل.

فایق وویل، له بده مرغه په تېرو شلو کلونو کې په هغو سیمو کې، چې طالبانو په کنټرول کې لرلې، ښوونځیو ته یې اور اچاوه او نه یوازې نجونې بلکې هلکان یې هم ښوونځیو ته نه پرېښودل.

فایق په عین حال کې وویل، حتی په وزیرستان کې، چې ټول اوسېدونکي یې پښتانه قبایل دي، هیڅکله نه‌دي اورېدل شوي چې نجونې دې چا له ښوونځیو منع کړي وي.

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې خو ژمنه یې وکړه چې په پسرلي کې به ټول ښوونځي پرانیزي.

خو دوی د خپلې ژمنې خلاف نه یوازې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کړو ته پرې نه ښودې بلکې د پوهنتونونو دروازې یې هم پرې بندې کړې.

طالبانو د ښځو خلاف د اقداماتو په دوام کې حتي په ناحکومتي مؤسسو کې د هغوی پر کاربندیز ولګاوه او تر ټولو په وروستي اقدام کې یې د پوهنتون لپاره د کارنکو په ازموینه کې د هغوی ګډون منع اعلان کړ.

اړوند مطالب