ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


"طالبان د اسلام ټېکه داران"، او د پاکستان “سره کرښه” که شنه؟

تېره ورځ چې د امریکې په سر ښار واشنگټن کې د پاکستان څلور دېرش کلن خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري وویل: "طالبان د پاکستان سره کرښه ده" نو د سفارت خانې په تالار کې د ناستو او د سیمې په چارو د نظر لرونکو خبریالانو وروځې ورپېدې او د سترګو ګاټي یې تاو شول.  دغلته ناست د ډان ورځپاڼې د خبریال انور اقبال ترمخه په کال 2021 کې د طالبانو د واکمنۍ ورستو دا په لومړي ځل کابل ته د اسلام اباد نوی او ښکاره  وینا وه : "دا یو پیغام ؤ". د وي او ای ډیوه دغه پوښتنه چې ایا د طالبانو خواخوږی گڼل کیدونکی پاکستان اوس په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په هکله خپلې تگلارې ته بیا کتنه کوي ؟ ښاغلي زرداري نزدې یولس مینټه اوږد ځواب وویلو: "مونږ افغان طالبانو ته مخکې هم دا پیغام ورلېږلی، زما په فکر پکار ده چې بیا هم ورته اووایو، چې پاکستاني طالبان زمونږ لپاره سره کرښه ده" انور اقبال وايي د بلاول بیان د هیواد تگلاره ځکه ده چې هغه د هیواد خارجه وزير دی. د ښاغلي اقبال په خیال  دا “وارنینگ (خبرداری) ؤ" ښاغلي زرداري چې د ډیوه د پوښتنې ځواب وویلو نو  د خپل "وارنینگ" وضاحت یې داسې وکړو:   "که چرې دويي (پاکستاني طالبانو) ته د افغانستان لخوا کومې مرستې یا سهولت رسیږي نو دا به زمونږ په اړیکو بد اثر پرېباسي" د پاکستان په خیال دا وخت تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې خوندي ځالې لري. د امریکا د مرکزي کمانډ مشر جنرل مائکل کوریلا د تورخم د سفر په وخت او د باندینوچارو وزير ایتوني بلینکن په امریکا کې د ښاغلي زرداري سره د لیدو کتلو پس هم پاکستان ته د ټي ټي پي  په ورپېښو گواښونو د ژورو فکر مندیو څرگندونې کړي. ښاغلي زرداري ډیوه سره د خبرو په وخت له طالب واکمنو څخه په سپینو ټکو کې ډیمانډ( غوښتنه) وکړه چې یواځې په اراده کار نه کیږي: "عملي گامونه واخلئ" ښاغلي زرداري دا هم وویل چې په افغانستان کې د پټو طالبانو په پاکستان د حملو نه پرته نور گاونډیان هم اندیښمن دي: " چین د اېسټ ترکستان مومنټ په اړه اندېښنې لری، القاعده هم هلته شته، افغان طالبان پخپله هم د داعش لخوا د بریدونو سره مخ دي" پښتانه هم کابل ته د پاکستان د خارجه وزير ورکړی "وارنینگ" د ریاست پاکستان تگ لاره گڼي؟ که څه هم انور اقبال گڼي چې د خارجه وزير بیان د ریاست تگلاره ده خو ایا په پاکستان کې د ترهگرۍ ښکار پښتانه هم کابل ته د پاکستان د خارجه وزير ورکړی "وارنینگ" د ریاست پاکستان تگ لاره گڼي؟ د پاکستان په قومي اسبملۍ  کې د باندینو چارو د کمیټۍ مشر محسن داوړ داسې نه گڼي. تېره ورځ د ډیوه سره د خبرو په وخت هغه وویل مني چې د پاکستان پارلیمان د دفاع او کورنیو چارو په تگ لارو جوړولو کې: "ازاد نه دی" د ملتپال عوامي نیشنل گوند د پښتونخوا صدر ایمل ولي خان هم ډیوه ته د ېوې پوښتنې ځواب داسې ورکړو چې: "د پاکستان د باندینو او دفاع د چارو تګ لاره په پارلېمان کې نه جوړېږي" نو دغه تگ لارې څوک جوړوي؟ د پروفیسر سید عرفان اشرف په خیال: د "پاکستان پوځ" ایا پوځ هم طالبان سره کرښه گڼي؟  پوځ داسې کوم ټکی د طالبانو لپاره خو کله نه دی کارولی البته په کال 2018 کې د دسمبر په اتمه د پوځ ترجمان اصف غفور د پاکستان د ترهگرۍ خلاف جگړې ته مشکوکه ویونکي تنظیم پښتون تحفظ مومینټ ته د سرې کرښې گواښ ورکړی ؤ: "که له سرې کرښې او خپل حده واوښتۍ نو ریاست به مجبوره شي چې له خپل واک څخه کار واخلي" د پي ټي ایم تر څنگ په نړیوالو اخبارونو او د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په گډون گڼ شمیر امریکایانو په خیال پاکستان د ترهگرۍ خلاف جگړه کې تل دوه مخي کړېده. "طالبان د اسلام ټېکه داران" په افغانستان کې په ښځو د طالبانو د تعلیم تمبې تړل افغانو میرمنو، جینکو او نړیوالو رد کړي. په دې هکله د پاکستان د خارجه چارو وزیر بلاول بټو زرداري د ډیوه یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل دا اندېښنې د وړاندې نه موجودې وې او له طالبانو یې غوښتنه وکړه: "جینکۍ د زده کړو او تعلیم نه محرومه کول بد ګام دی" هغه وویل په مذهب اسلام کې د ټولو انسانانو لپاره زدکړو یو شان حکم شوی دی: "دوي دې د ځان نه د مذهب ټېکا داران نه جوړوي" هغه وویل: "په قران کې دا نه دي ویل شوي چې سړي دې زده کړې وکړي او ښځې دې نه کوي" په کابل کې واکمنو سخت دریځو اسلام پالو طالبانو د پاکستان خارجه وزير ته تر دې دمه کوم عکس العمل نه دی ښودلی، خو دریځ لري چې د شرعي او اسلامي قوانينو ترمخه یې دغه ګامونه پورته کړي دي. د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزير شیخ الحديث ندا محمد نديم البته وايي دويي فرمایشي اسلام نه مني، هغه په یو ټویټ کې لیکلي دي: "د نجونو د تعلیم د بندېدلو په خاطر مجاهد ملت د ا.ا.ا مشرانو بیا خصوصا ماته په غصه دي، په داسې حال کې چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر دی، اسلام ښځې ته اجازه نه ورکوي چې د تعلیم په بهانه فحاشي وکړي. ښځه د نارینه وو مزرعه ده، او د نارینه خدمت ورباندې واجب دی نه تعلیم" که څه هم د ښاغلي زرداري په گډون گڼ شمېر افغانان او مذهبي مشران وايي طالبان د اسلام ټېکه داران نه دي خو د شیخ الحديث ندا محمد نديم په رنگ طالبان په وايي په اسلام کې تمامې فیصلې په قران او حديث کې شوي او د بحث گنجایش پکې نشته!

22.12.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

22.12.2022 امریکا غږ

له پوهنتون څخه منع شوې نجلی له طالبانو پوښتنه لري

کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د عالي قابلګي محصله د هغې ورځې کیسه کوي کله چې طالبانو هغې او ټولګیوالو ته یې پوهنتون ته د ننوتلو اجازه ورنکړه. د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي خپل نوم شریک کړي؛ هغه د طالبانو له مشرانو پوښتنه لري. په دې ویډیو کې یې جزیات وګورئ.

22.12.2022 ازادي راډیو

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

22.12.2022 امریکا غږ

د جینکو د پوهنتونو په تعلیم د طالبانو د بندیز خلاف په کابل او نورو ښارونو کې مظاهرې شوي

د ترکي وزير خارجه ميولت کاوسوګلو ويلي چې دا بندېز نه اسلامي دی او نه هم انساني دی. د يمن د وزير خارجه سره په ګډ پرېس کانفرنس کې هغه په طالبانو غږ وکړو چې دا فيصله دې بيرته واخلي

22.12.2022 ډیوه

د طالبانو تازه حکم؛ له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره ښوونيز کورسونه منع اعلان شول

د طالبانو  حکومت د پوهنې وزارت د يوه رسمي مکتوب په خپرولو سره د روزنيزو کورسونو درسونه له شپږم ټولګي نه پورته د نجونو لپاره منع اعلان کړل. هغه مکتوب چې د پنجشنبې په ورځ د حبيب الله اغا له لاسليک سره د افغانستان د پوهنې وزارت له‌خوا خپور شوی او رسنيو ته استول شوی، ويل شوي دي چې، د طالبانو د کابينې د غړو د پرېکړې پر اساس د نجونو د ښوونځيو درسونه چې له شپږم ټولګي نه پورته وي او همدارنګه هغه روزنيز مرکزونه د نجونو لپاره چې له شپږم ټولګي نه پورته وي تر ثاني امر پورې منع دي. د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت يو مقام چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې ياد شي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه مکتوب محتويات تأييد کړل. د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وياند او د طالبانو نورو مقاماتو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه‌دي ويلي. د سه شنبه په ورځ طالبانو د يوه رسمي مکتوب په خپرولو سره د لوړو زده کړو خصوصي او دولتي مرکزونو دروازې د افغانستان د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې. د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي په ټول افغانستان کې وتړل شول شول، خو داسې راپورونه هم شته چې په بلخ ولايت او نورو شمالي ولايتونو کې ښوونځي د نجونو پر مخ پرانيستي و.

22.12.2022 ازادي راډیو

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

22.12.2022 امریکا غږ

له ښځو سره د طالبانو چلند ممکن 'د بشریت ضد جنایت' وي- جي-۷  

د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو جي-۷ د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دي‌ چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چال چلند ښايي د «بشریت ضد جنایت» وګڼل شي.

22.12.2022 امریکا غږ

څېړونکي:دپښتونخوا اسمبلۍ ماتېدل دسياسي عدم استحکام،ناامنۍ او معاشي ستونزو سوب جوړېدای شي

د ډان ورځپاڼې ترمخه، محمود خان په حیاب اباد کې د خبریالانو سره خبرو کې وویل د پنجاب اسمبلۍ د سرنوېشت وروسته به د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ په فېصله کولی شي

22.12.2022 ډیوه

د مکسیکو سرحد کې زرګونه پناه غوښتونکي امریکا ته د ننوتلو انتظار کوي  

د امریکا د متحدو ایالتونو او مکسیکو په سرحد کې زرګونه پناه غوښتونکي ‌او کډوال راټول شوي‌ او متحدو ایالتونو ته د ننوتلو شېبې شمېري.  

22.12.2022 امریکا غږ

د اشنا د پنج شنبې خبري خپرونه د ۲۰۲۲ د ډسمبر ۲۲ - مرغومي ۱

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

22.12.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

22.12.2022 امریکا غږ

په نابلس ښار کې د اسرایلي ځواکونو په ډزو فلسطینی تن وژل شوی 

اسرایلي ځواکونو په نابلس کې ځینې اسرایلي شهریان یو لانجمن مزار ته بدرګه کړي وو. اسرایلي پوځ وویل فلسطیني وسله والو چاودېدونکي مواد او په اسرایلي ځواکونو يې ډزې وکړې او اسرایلي عسکرو جوابي ډزې وکړې

22.12.2022 ډیوه

سعودي پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل بندولو په اړه د طالبانو پرېکړه وغندله  

د سعودي عربستان حکومت له طالبانو څخه غوښتي دي چې په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د بندولو په اړه دې خپله پرېکړه بدله کړي.   د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د طالبانو دا پرېکړه د «حیرانۍ او تاسف» وړ بللې ده. سعودي عربستان د اسلام مرکز بلل کېږي او د مسلمانانو قبله هم دلته ده.    بل مسلمان هېواد ترکیې هم د طالبانو د حکومت دا پرېکړه «غیر اسلامي او غیر انساني» بللې ده.    د دغه هېواد د بهرنیو چارو زیر مولود چاووش اوغلو نن پنجشنبه ډسمبر ۲۲ (مرغومي اوله) په یو خبري کنفرانس کې وویل: «د ښځو تعلیم ټولنې ته څه زیان رسوي؟ موږ دا پر ځای کار نه بولو. ان شاء الله، طالبان به خپله پرېکړه بیرته واخلي.»   قطر، چې د طالبانو سیاسي دفتر په کې دی، هم دا پرېکړه غندلې ده.   د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت په یو فرمان کې ټولو خصوصي‌ او حکومتي پوهنتونوته ویلي‌ دي چې تر «امر ثاني پورې» دې د نجونو زده کړې وځنډوي، خو کوم ښکاره دلیل یې نه دی ویلی چې ولې دا کار کوي.   د طالبانو دا پرېکړه په افغانستان کې دننه او د افغانستان څخه د باندې سیاستوالو، حکومتونو، بشري‌ حقونو ادارو،‌ لوبغاړو او نورو عادي افغانانو په کلکه غندلې ده.   د امریکا متحدو ایالتونو ویلي دي‌ چې د طالبانو دا پرېکړه هغوی نور هم له نړۍ ګوښه او منزوي کوي.   په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي ویلي‌ دي چې وزیر به یې په همدې اونۍ کې په دې اړه خبري کنفرانس ورکوي.   په ځینو ولایتونو کې یو شمېر محصلینو او استادانو د طالبانو په دغې پرېکړې اعتراض کړی دی، محصلینو د ازموینو له ورکولو ډډه کړې او یو شمېر استادانو بیا استعفاوې کړې دي.   بل لوري ته نن په کابل کې د ښځو د حقونو لسګونو فعالانو د دغې پرېکړ په ضد لاریون وکړ چې د راپورنو په اساس طالبانو یې په زوره مخه ونیوله او ځينې کسان یې هم نیولي دي.   لاریون کوونکو د نجونو د تعلیم او تحصیل د حق غوښتنه کوله او «یا ټول یا هم نه ،ازادي، برابري، امنیت او تعلیم» شعارونه یې ورکول.  

22.12.2022 امریکا غږ

داعظم سواتي دضمانت خواست رد،عدالت وایي دعمري یا اووه کلن بند سزا ورته اورؤل کیدای شي

که څه هم د بشرې حقونو تنظيمونه او تحريک انصاف د اعظم سواتي په ضد کاروايي د راېې د اظهار په ضد بولي خو هم د تحر يک انصاف ګوند د واکمنۍ په وخت د قامي اسمبلى غړى علي وزېر د رياستې ادارو په ضد دتقرير کولو په تور ګرفتار کړل شوى و او ټولو قضييو کې دضمانت باوجود لا تر اوسه دکراچۍ جيل کې بنديوان دى

22.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more