ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

05.02.2023 امریکا غږ

د پاکستان حکومت غواړي‌ په پوځ او قضا باندې انتقاد جرم وګڼل شي- راپور

د پاکستان فدرال حکومت داسې یوه لایحه ترتیب کړې ده چې په اساس یې د دغه هېواد د سزا قانون تعدیل کېږي او په پوځ او قضايي ځواک باندې به هر ډول انتقاد او ملنډې جرم ګڼل کېږي.  

05.02.2023 امریکا غږ

په چین کې د موټرونو د ګڼې ګوڼې او ټکرونو له کبله '۱۶ تنه مړه' شوي

په چین کې نن یکشنبه فبروري پنځمه (سلوغه ۱۶) مقاماتو وویل چې د دغه هېواد د مرکزي‌ ایالت هنان په لویې لارې کې د موټرونو د ګڼې ګوڼې او ټکرونو له کبله لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه شوي ‌دي.

05.02.2023 امریکا غږ

دمومندو ولسي پاڅون:وینا والو ویلي دترهګرۍ پرضد به پښتنو ته دقام په توګه ودرېدل وي

د پېښور نه وروسته د اتوار په ورځ د افغانستان سره پوله پرتې قبايلي ضلعې مومندو کې هم د امن پاڅون شوی دی اؤد پاڅون ګډونوالو ویلي په پښتنه سيمه کې بدامني يو ځل بيا زياته شوې ده، بايد چې رياست د دې بدامنۍ مخه ونيسي۔ امن پاڅون ته د باجوړ، مومند او نور سيمو نه ګڼ شمېر خلک ورغلي وو، ګډونوالو ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتون، د عوامي نېشنل ګوند دخیبر پښتونخوا عمومي سکتر سردار حسېن بابک ، د جماعت اسلامي سنېټر مشتاق احمد او ځايي مشرانو ویناوې کړې دي۔ دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتون وويل پښتانه د ډلو پرو ښکار دي، د ترهګرۍ مخنيوي د پاره به ټولو ته رايو ځايې کيدل وي او په يو ځايې به اواز اوچتول پکار وي۔ "بحثيت قام بحثيت پښتون به ددې جنګ مقابله کوو، دا بې اتفاقي وه چې دوي دلته وژنې کولې، د مومندو خلکو دمامد ګټ هغه ۳۷ لاشونه مو هېر شوي که درته ياد دي، څومره په بې دردۍ يې وژلي وو" تر دې وړاندې په پېښور کې هم د خيالي په ورځ ولسي پاڅون شوی و چې پکې دبېلا بېلو سياسي ګوندونو غړو، مشرانو، ټولنيزو فعالانو او د پي ټې ايم غړو ګډون کړی و۔ د احتجاجونو دا لړۍ د تېر کال د اګست د مياشتې نه راپديخوا د دير او سوات نه پېل شوې وه او بيا ټولې خېبر پښتونخوا ته وغځېده۔ د تیر ګل یا دوشنبې په رځ پېښور پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد نه وروسته چې پکې دحکومتي شمیرو له مخې 84 کسان وژل شوي اؤ تر 200زیات پکې ژوبل شوي وؤ،یو ځل بیا دې ولسونو پاڅونونو اؤ احتجاجونو زور نیولی دی. د جماعت اسلامي ګوند سینېټر مشتاق احمد وويل پښتون قوم د مايوسۍ ښکار دی، "مونږ له د ګېس منافعه نه راکوي، په ګېس کې ګټه نه راکوي او دې سره امن هم نه راکوي، نو دا بيا څنګه نظام دی؟ دا د ظلم نظام دی" دې پاڅون ته د لادرکه تنانو رونه، بچي او ښځې هم ورغلې وې. د يو لادرکه تن رور امير افضل وويل دوي ته دې د خپلو لادرکه خپلوانو پته ورکړل شي، چې څوک ګناهګار وي عدالتونو ته دې وړاندې کړل شي او سزا ګانې دې ورکړل شي۔ پېښور کې په 30مه جنورۍ په پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد وروسته په درېمه فرورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې وه او غونډې ته د یادې پېښې او امنيت په اړه احوال وړاندې کړل شوی ؤ. وزیراعظم شهباز شريف په ټويټر ويلي، "د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې سول او پوځي مشرتابه عزم څرګند کړو چې د پاکستان د خلکو ساتنه به په هر قيمت باوري کولی شي. چا چې په بې ګناه خلکو بريد کړی د قانون منګولو ته به راوستل کيږي. د ترهګرۍ پرضد لاسته راوړنې به بيرته په ناکامۍ بدلې نه شي"

05.02.2023 ډیوه

کوټه:دوؤ بمي چاودنو کې اته کسان ژوبل شوي دي

دبلوچستان ایالت په سرښار کوټه کې په دوؤ بیلابیلو بمي چاودنو کې لږ تر لږه اته کسان ژوبل شوي دي چې پکې د دریوؤ حالت سخت ښودل کیږي. یوه چاودنه پوځي چیک پوسټ ته نزدې  شوې ده چې پکې شپږ کسان ژوبل شوي دي اؤ بله چاودنه دکوټې په منو جان روډ شوې چې یوه میرمن اؤ یو ماشوم پکې ژوبل شوي‌ دي  تحريک طالبان پاکستان دکوټې دپوځي امنیتي پوستې ترڅنګ دشوې چاودنې  پړه پغاړه اخستې او وایي دا یو ځانمرګي بريد ؤ خو امنیتي چارواکو یا ازادو سرچینو لا په سمدستي توګه ددعوې تصدیق نه دی کړی. د کوټې د پوليسو په وينا د یکشنبې په ورځ د کوټې پر جناح سړک د پاکستاني پوځي چاوڼۍ ګېټ يا دروازې موسی چیک پوسټ ته نژدې چاودنه شوې  چې لږ تر لږه شپږ تنه پکې ټپیان شوي دي۔ په پېښه کې ژوبل شوي کسان د کوټې سيول روغتون ته وړل شوي اؤ د سيول روغتون د پوليسو مرستيال ډاکټر عطاءلله شاه ډيوه ته وويل د پېښې شپږ ټپيان روغتون ته وروړل شوي چې پکې د دریوؤ حالت له خطر سره مخ دی. هغه وایي په ژوبل شوو کې دوه ټپیان سرکاري مامورین اؤ څلور ملکي وګړي دي خو واضحه یې نه کړه چې سرکاري مامورین عسکر دي که دنورو محکمو سره تړاؤ لري. دهغه په وینا" له 35 څخه تر 60 کالو د عمر شپږ تنه ټپيان يې روغتون ته راوړي دي، د دوی پر بدن چرې لګېدلې دي، د دریوؤ حالت له خطر سره مخ دی، او درې له خطره وتلي" پوليسو وايي دا لاسي بمي چاودنه ده چې د عسکري چيک پوسټ ته څېرمه شوې ده۔ ياده سيمه د کوټې په حساس ترينه سيمو کې ګڼل کېږي، دا د کوټې چاوڼۍ ده او دلته د پوليسو د لويو لويو دفترونو تر څنګ د هزاره قبيلې ابادي هم پرته ده۔  په ياده سيمه کې پر بېلا بېلو چوکونو د پوليسو او ايف سي چېک پوسټونه هم شته- تحريک طالبان پاکستان ددې بريد ذمه واري منلې او  رسنيو ته په لېږلي بيان کې يې دعوه کړې چې د منصور بلال په نوم د دوی ځانمرګي بريدګر دا بريد کړی چې په نتيجه کې یې د پاکستاني ارمي  لسو  او دايف سي ځواک  شلو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده - د تحريک طالبان د دې دعوې په اړه حکومت کوم وضاحت يا ترديد نه دی کړی. له پېښې پس د پولیس او ایف سي عسکر د چاودنې ځای ته رسېدلي خو د چاودنې په اړه له نورو تفصيلاتو ورکولو څخه لا هم ډډه کېږي-  پر ټولنيزو رسنيو په خپره شوې يوه تازه ويډيو کې ليدل کېږي چې له ياد پوځي چيک پوسټ سره د چاودنې زيات لوګی پورته کیږي او هلته د ايف سي عسکر خلکو ته د نزدې نه ورتللو او بېرته د ګرځېدلو اشارې کوي- په عین حال کې دکوټې په منو جان روډ هم دیو لاسي بمي برید چاودنه شوې چې رسنۍ وایي پکې یوه زنانه اؤ یو ماشوم ژوبل شوي دي، ددې برید ذمه واري‌ په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې. په کوټه کې دا چاودنې په داسې حال کې شوې دي چې د کوټې په نواب اکبرخان  بګټي کرکټ مېدان کې د پي ایس ایل یا پاکستان سپر ليګ نمايشي لوبه نن روانه ده۔ دا لوبه د کويټه ګلېډيټر  او پېښور زلمي په نامه ټيمونو تر ميان ده چې پکې د ملک نوميالي لوبغاړي برخه لري۔  د حکومتي چارواکو په وينا په کوټه کې نژدې 26 کاله وروسته د کرکټ نړیوال لوبغاړي د کرکټ سیالي کوي چې په کې د پاکستان اوسني او پخواني لوبغاړي ګډون لري۔  وايي د دې موخه هم دا ده چې خلکو ته وښايي چې دلته امن دی- د شنبې په ورځ د کوټې د پوليسو مشر ،ډي ایي  جي اظفر میسر په خبري کانفرنس کې ویلي وو،  د پي ایس ایل نمايشي لوبي لپاره یې  درې زره پولیس عسکر د امنیت خوندي ساتلو لپاره ځای پر ځای کړي دي-     د پاکستان تجارتي کرکټ سیالیو لپاره د تېرو دوو اونیو راهیسي  په کوټه کې د امنیت خوندي ساتلو په موخه د بلوچستان وزیر اعلا عبدالقدوس بزنجو سره سره د امنیتي ادارو چارواکو له لوري هم ویل شوي وو چې  د خلګو د امنیت خوندي ساتلو لپاره یې مثبت ګامونه پورته کړي۔ د بلوچستان وزیراعلا میر عبدالقدس بزنجو  د شنبې په ورځ ویلي وو چې د کرکټ مېچ کتلو لپاره خلکو څورلس زره ټکټونه اخسيتي دي او په لوبغالي يا ميدان کې د خلکو ځای کم شوی- وايي حکومت ټولې امنيتي چارې نيولې دي- په کوټه کې د پي ايس ايل مېچ له اعلان سره سم د بېلا بېلو سياسي او مدني فعالانو له لوري پر ټولنيزو رسنيو د بحث روان و چې حکومت دې تش د دعوو پر ځای ریښتونی امن ټینګ کړي او  بې روزګاره ځوانانو ته دې روزګار ورکړي- په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده اؤ یوازې دتیرې جنورۍ په میاشت کې دپاکستان دننه 44 بریدونو کې 134 کسن وژل شوي اؤ 254 نور ژوبل شوي دي. په 30مه جنورۍ تر ټولو خونړی برید دپېښور دپولیس لاین په جومات کې شوی ؤ چې پکې دحکومتي شمیرو له مخې84 کسان وژل شوي اؤ د 200 نه زیات نور ژوبل شوي دي

05.02.2023 ډیوه

دپاکستان حکومت اوو میاشتو کې کاروباري بینکونو نه 377فیصدي زیات پورونه اخستي دي

دپاکستان مرکزي بینک وایي  د روان مالي کال په وړمبیو 7 میاشتو کې مرکزي حکومت د کاروباري بینکونو څخه پنځه چنده یا 377فیصدي زیات پورونه ترلاسه کړي دي. اقتصادي پوهان وایي مرکزي حکومت د لنډې مودې پالیسۍ خپلې کړې دي او دا قرضې به شخصي  کاروبارونه اغیزمن کړي ،د پرمختیا شرحه به کمه شي، روزګارونو ته به زیان رسوي او د خلکو په قوت خرید یا د اخستو توان به نور هم کمزوری کړي.  ورځپاڼې ډان په خپل رپوړټ کې ویلي، مرکزي حکومت د روان مالي کال په اووه میاشتو کې د کاروباري بینکونو څخه  1398 اربه روپۍ قرضه ترلاسه کړې ده چې د تیر مالي کال 2022 هم په دې موده کې 377 فیصدي یا پنځه چنده زیاته ده اؤ حکومت دا قرضې په 18فیصدي سود اخستې دي چې د شخصي څانګې په مقابل کې زیاتې محفوظ دي. داقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه ته وایي حکومت دغه پورونه د حکومتي خرڅونو دپاره اخستي نه چې په ملک کې پانګونې پرې وکړي. هغه وایي کله چې حکومت په خپله د کاروباري بینکونو نه قرضې اخلي نو بیا شخصي څانګې ته پیسې نه پاتې کیږي . "دې عمل سره سرمایه کاري راکمه شي، کاروبارونه ودریږي او روزګار کم شي او په امدن منفي اغیزیې وشي چې له وجې یې په مارکیټ کې کاروباري هلې ځلې په قلاره شي او د خلکو معاشي مشکلات زیات شي" د پاکستان مرکزي بینک وایي  روان مالي کال کې کاروباري بینکونو  شخصي څانګې ته نزدې 50فیصدي کمې قرضې ورکړي او په اووه میاشتو کې 416 اربه روپۍ پورونه ورکړی شوي دي. د بینک په وینا تیر کال هم په دې موده کې 520 اربه روپۍ قرضه ورکړی شوې وه روانه میاشت د پاکستان لوړ ایوان سینیټ ته ویل شوي وو چې په ټول هېواد پاکستان کې د کاروباری بینکونو له خوا زیاتې قرضې غټو صوبو سیند او پنجاب کز 98 فیصدي  ورکړی کیږي او بیا وړو صوبو خیبر پختونخوا او بلوچستان کې د 1 نه 2 فیصدو پورې کاروباریانو ته قرضې ورکړی کیږي. اقتصادي پوهان وایي د تیر حکومت په څیر دموجوده ایتلافي ګوندونو ګډ حکومت هم په عارضي ډول د حکومتي چارو د دوامداره ساتلو هڅې کوي اؤ دا راتلونکي وخت کې د هیواد دپاره مشکلات پیدا کولی شي. د اقتصاد ماهر محمد فهیم وي او ای ډیوه ته وایي  دا وخت مرکزي حکومت د بهرنیو هیوادونو او ملکي کاروباري بینکونو څخه قرضې اخلي او داسې ښکاري چې حکومت سره د اوږدې مودې دپاره هیڅ پلان نشته چې راتلونکي وخت کې به پاکستان چرته ولاړ وي. هغه وایي د موجوده حکومت ترجیحات هم د تیر حکومت په څیر دي چی سیاسی ګټی ترلاسه کړي. د مرکزي بینک د رپوړټ تر مخه حکومت پلان لري چې راتلونکو دوه نیمو میاشتو کې د5.7 اربو روپو نورې قرضې ترلاسه کړي او حکومتي اخراجات پوره کړي. دا وخت د پاکستان ملکي مجموعي قرضه نزدې 336 کهربو روپو ته زیاته شوې او په ملکي کچه د ګرانۍ شرحه 27.5فیصدي ده  او مجموعي د پاکستان قرضې د 50زرو اربو روپو نه زیاتې دي. پاکستان هڅې کوي چې د نړیوالې مالیاتي ادارې د پور پروګرام بحال کړي خو ایي ایم ایف غواړي چی په ملکي کچه پاکستان د قرضو د مصرف کولو دپاره مربوط د احتساب نظام جوړ کړي او د شفاف نظام لاندې اقتصادی اصلاحات وکړي .

05.02.2023 ډیوه

د کيميا مضمون؛ اټوم څه‌شی دی؟

د اووم ټولګي د کیمیا مضمون په دې درسي ساعت کې اورو چې په کیمیا کې کثافت څه‌شي ته ویل کېږي او د کومو موادو کثافت ډېر دي؟ د اتم ټولګي د کیمیا د دې درس ډېره برخه د اټوم تشریح ته ځانګړې شوې، د اټوم په باب د ساینس د ځینو عالمانو د نظريو ترڅنګ به واورئ چې هسته څه‌شی ده؟ د نهم ټولګي په کیمیا کې د مادې په اړه معلومات وړاندی کېږي او د هغې په دوام به د کیمیا له یوې نوې برخې سره اشنا شئ او دا برخه عضوي کیمیا ده. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

05.02.2023 ازادي راډیو

طالبان ولې د نجونو او مېرمنو د حقوقو د ورکړې برخه کې څرګند ځواب نه وايي؟

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډېکر وایي، په کندهار کې د ناستو نارینه‌و له لوري د بشري مرستو له رسونې څخه د ښځو راګرځولو او له ښوونځیو څخه د نجونو د راګرځولو پرېکړې ټوله ټولنه له خوړو او راتلونکې بې برخې کړې. د نوموړې د دې څرګندونو په اړه مرسلین ارسلا، د سیاسي چارو له شنونکي حبیب الله هوتکي سره مرکه کړې. ښاغلی هوتکي د مرکې په پيل کې پوښتل شوی چې، د نړیوالې ټولنې له فشارونو او د افغانانو له غوښتنو سره سره ولې طالبان د ښځو او نجونو د حقونو د ورکړی په برخه کې څرګند ځواب نه وایي؟ دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

05.02.2023 ازادي راډیو

کرن ډېکر: پر نجونو او مېرمنو محدوديت افغاني ټولنه له راتلونکي بې‌برخې کوي

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر وايي، په کندهار کې د ناستو نارینه‌و له لوري له ښوونځيو او کاره د افغان مېرمنو منع کول ټوله افغان ټولنه له خوړو او راتلونکي بې‌برخې کوي. د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکرد امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر یو شمېر طالب مشرانو د وېزې وروستیو محدودیتونو ته په اشارې سره ویلي، طالبان د بانکي سکتور د ښه کولو لپاره هیڅ هم نه‌کوي خو له ښوونځیو نجونو او په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو د کار د مخنیوي لپاره ډېر څه کوي. اغلې ډېکر نن پر خپل ټویټر لیکلي دي، چې په کندهار کې د ناستو نارینه‌و له لوري له ښوونځيو او کاره د افغان مېرمنو منع کول ټوله افغان ټولنه له خورړو او راتلونکې بې‌برخې کوي. اغلې ډېکر مخکې هم ورته څرګندونې کړي، که څه هم دې مشخص د چا نوم نه‌دی اخیستی، خو د طالبانو مشر ملا هبت الله په کندهار کې اوسېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په غبرګون کې پر طالبانو د ویزې نوي بندیزونه اعلان کړل. په دې اړه د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې بندیزونو کې د طالبانو یو شمېر اوسني او پخواني غړي، د نادولتي امنیتي ډلو غړي او نور هغه کسان چې ګومان کېږي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو مسوول یا په‌کې دخیل دي، شامل دي. هڅه مو وکړه چې د اغلې ډېکر د نویو څرګندونو په اړه د طالب ویاندویانو غبرګون هم ولرو خو د دغه راپور تر خپرېدو یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، چې په جینوا کې یې د ملګروملتونو د کډوالۍ او روغتیا سازمانو له مشرانو سره کتلي. نوموړي ویلي، یاد سازمانونه او نور مرستندویه ارګانونه په افغانستان کې په ژوند ژغورونکو عملیاتو بوخت دي او له کډوالو او د ناورینونو له قربانیانو ملاتړ کوي. ښاغلي وېسټ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، جینوا کې یې له خپلو نورو شریکانو سره هم د طالبانو په وروستیو بندیزونو او هغو سیاستونو بحث کړی چې له امله یې ملیونه افغانانو ته د مرستو رسول له ګواښ سره مخ کړي. د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي همدارنګه ویلي چې په جینوا کې د امریکا متحده ایالاتو سیاسي استازولي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنېټ ورکوونکي سره په اړیکه کې ده. د هغه په خبره په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو سره، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، باید د ښاغلي بنیت د کار، او راپورونو څخه ملاتړ وشي.   نوموړي له دې مخکې په پاکستان او جرمني کې هم له ګڼو افغانانو او د یادو هېوادونو له چارواکو سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو په مسایلو خبرې کړې وې. پاکستان، جرمني او سویس ته د توماس وېسټ دا سفر د تېرې جنورۍ میاشتې په ۲۹ پیل شوی او د فبرورۍ په څلورمه پای ته ورسېد. طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسې پر افغان نجونو او مېرمنو ګڼ محدودیتونه لګولي دي. له شپږمو ټولګیو پورته ان تر پوهنتونه یې دوی له زده‌کړو او تحصیل منع کړي دي، په یو شمېر دولتي او نږدې په ټولو نا دولتي ادارو کې یې د دوی په کار کولو بندیز لګولی، له پارکونو، حمامونو، ورزشي کلبونو، او له محرم پرته یې له اوږد واټن سفره هم راګرځولي دي.

05.02.2023 ازادي راډیو

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف مړ شو

په پاکستان کې دایین ماتولو په جرم کې دمرګ دسزا سره مخ دپاکستان پخوانی پوځي امر جنرال(ر) پرویز مشرف د ورپېښې ناروغۍ له امله په متحده عرب اماراتو کې د79ؤ کالو په عمر مړ شوی دی. دهغه کورنۍ دنوموړي د مړینې پخلی کړی دی اؤ وایي پاکستان ته یې مړي په وړلو سوچ کولی شي. ښاغلی پرویز مشرف دتیرې مودې راهسې په یوه سخته ناروغۍ اخته د دوبۍ په امریکن هسپتال کې دعلاج لاندې ؤ. تېرکال په لسم جون د مشرف کورنۍ ويلي وو" هغه [مشرف] د یو مشکل وخت نه تېرېږي، اندامونو یې کار پرېښی او بچ کېدل یې ممکن نه دي، دعا کوئ چې د ژوند پاتې ورځې یې اسانې شي" دپاکستان صدر عارف علوي،وزیراعظم شهباز شریف،دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر اؤ دګډو ځواکونو دکمیټې مشر جنرال ساحر شمشاد د پرویز مشرف په مړینه خفګان ښکاره کړی اؤ دهغه کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده. پرویز مشرف په یولسم اګست 1943 کې په ډیلي هندوستان کې زیږېدلی ؤ. د هند د وېش په مهال د هغه پلار د پاکستان کراچۍ ښار ته هجرت کړی ؤ. پرویز مشرف د کال 2016م راهسې په دوبۍ کې ؤ، هغه وخت نوموړي ته دوبۍ ته د درملنې دپاره د تګ اجازه ورکړی شوې وه. مشرف دغه وخت په پاکستان کې ایین سره د غدارۍ مقدمې سره مخ و. پرویز مشرف په 1999 کې د هغه وخت د منتخب وزيراعظم نواز شريف حکومت نسکور کړی او په ملک کې يې مارشل لا لګولې وه . مشرف د وزیراعظم نوازشریف د حکومت خلاف د کودتا وورسته په شلم جون 2001 کې د هیواد د صدر په توګه سوګند پورته کړو اؤ‌ بیا او تر 2008م پورې په دغه څوکۍ ناست و. په 2001 کال کې په امریکا د یولسم سپټمبر د القاعده د خونړیو حملو ورستو پاکستان د واشنګټن په غوښتنه د ترهګرۍ خلاف په نړیواله جګړه کې شامل شو. مشرف په خپل کتاب ان دي لاین اف فایر(2006) کې اعتراف کړی دی چې پخپله واکمنۍ کې یې نزدې 350 پاکستانیان نیولي او امریکا ته یې سپارلي وؤ. هغه د مېن هنټ په نوم یو باب کې لیکلي دي چې امریکا ورته په میلیونونو ډالر ورکړل چې په بدل کې یې دويي په ترهګرۍ تورن کسان امریکا ته وسپارل. مشرف په دیرشم اپریل 2002 کې د ځان په حق کې لانجمن ریفرنډم وکړو او د خپل صدارت نیټه یې تر پینځه کلونو وغځوله. پہ کال 2003 کې پہ 14 او 25 دسمبر پہ مشرف دوه ځان ځانله ځان مرګي بریدونه شوي وؤ. په 2007 کې د مارچ په نهمه نیټه مشرف د هیواد ستر قاضي یا چیف جسټس افتخار محمد چوهدري له خپل منصبه لرې کړو. د هغې ورسته د مشرف د حکومت پر ضد لاریونونه وشول. د یو لاریون په مهال په کراچۍ کې د مئ په دولسمه 42 لاریون کونکي د ورځې په رڼا کې په ډزو وژل شوي وو چې زیاتره پکې پښتانه وو. ددغو حملو تور د مشرف په اتحادي جماعت متحده قومي مومېنټ پورې شوی ؤ. په شلمه جولای 2007 کې عدالت ستر قاضي بیا بحال کړی ؤ. په دریم نومبر 2007 کې مشرف په هیواد کې ایئن معطل کړو او بیړنی حال یې نافذ کړو. د مشرف په دور کې په نورو متنازعه پرېکړو کې د پاکستان په حدود آرډیننس کې بدلون ، د سرښار اسلام اباد په جامعه حفصه او لال مسجد کې پوځي عملیات، په دغو عملیاتو کې تر 100 زيات کسان وژل شوي وو. د کال 2019 په 17 ستمبر د مشرف پرضد د غدارۍ مقدمه اورېدونکي ځانګړي عدالت د ارټيکل شپږم لاندې د ملک سره د غدارۍ په جرم ثابتېدو هغه ته د مرګ سزا اورولې وه. د ياد ځانګړي عدالت مشر جسټس وقار احمد سېټهـ [مرحوم] د فېصلې په 66م پېراګراف کې ويلي وو چې پروېز مشرف دې راوستی شي سزا دې ورته ورکړی شي او که هغه مړ ترلاسه شو هغه دې راښکل شي او د اسلام اباد په ډي چوک کې دې درې ورځې وځړول (اوېزان) کړل شي. خو وروسته د مشرف د طرفه لاهور هايکورټ ته د يادې فېصلې پرضد خواست شوی وو، او په جنورۍ 2020 کې لاهور هايکورټ دغه عدالت لاقانونه ګرځولی کوم چې مشرف ته د مرګ سزا اورولې وه او ياد عدالت ویلي وو، چې د پخواني پوځي صدر پرضد د غدارۍ مقدمه هم د قانون ترمخه نه ده جوړه شوې.

05.02.2023 ډیوه

ویسټ: د طالبانو سیاستونه میلیونونو افغانانو ته د مرستو رسولو بهیر ګواښي

د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي سویس ته د سفر په ترڅ کې د کډوالۍ نړیوال سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان او یو شمېر نورو مرسته کوونکو بنسټونو له استازو سره لیدلي دي او ویلي یې دي چې د طالبانو سیاستونه په دغه هیواد کې د مرستې رسونې بهیر کمزوری کوي.

05.02.2023 امریکا غږ

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف مړ شو

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پرویز مشرف یکشنبه فبروري ۵ (سلواغې۱۶) د ۷۹ کالونو په عمر د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په ښار کې مړ شو.

05.02.2023 امریکا غږ

امریکا د چین د جاسوسۍ بالون ویشتلې او نسکوره کړې

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي د امریکا یوې جنګي جیټ الوتکې شنبه فبروري ۴ (سلواغې۱۵) د جنوبي کاریلونا ایالت په ساحل کې د چین یوه جاسوسي بالون ویشتلې او نسکوره کړیده.

05.02.2023 امریکا غږ

د پاکستان حکومت په پوځ اؤ عدلیه د تورونو لګولو لپاره د پینځه کلن بند قانوني مسوده تیاره کړې ده

مطبوعات وایي د پاکستان مرکزي حکومت د تعزیرات پاکستان اؤ کوډ آف کریمینل پروسیجر کې په ترمیم کولو د پوځ اؤ عدلیې بدناموونکو لپاره د پینځوؤ کالو د بند د سزا قانوني مسوده تیاره کړې ده. مسوده کې ویل‌شوي څوک چې عدلیه، پوځ یا ددې د کوم غړي د سپکاوي او بدنامولو په غرض څه رقم بیان ورکړي یا معلومات خپاره کړي نو هغه به دبند دسزا وړ ګرځي. پاکستاني سیاستمدارانو دا قانوني مسوده د جمهوریت په زیان بللې ده او وایي دا د رایې د اظهار په ازادۍ دبندیز یوه ناوړه هڅه ده. پاکستان کې دپوځ اؤ عدلیې بدنامولو په سر د بند اؤ جرمانې دا نوې قانوني مسوده وروسته له هغې تیاره کړل شوې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو دپوځ په کړنو سختې نیوکې شوي اؤ عدلیه هم دپوځ داثر لاندې ښودل شوې ده. د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې لیکلي چې دا مسوده دقانون وزارت تیاره کړې ده چې ډیر زر به دکورنیو چارو د وزارت له لارې وزیراعظم اؤ مرکزي کابینې ته وړاندې کړل شي. ډان ورځپاڼه وایي دغه قانوني مسوده په لاس ورغلې ده اؤ په هغې کې وړاندیز شوی چې دپوځ اؤ عدلیې په بدنامولو به یو تن ته دپینځه کاله بند ترڅنګ دلسو لکو روپو دجرمانې سزا هم ورکول کیدای شي. کابینې ته په لیږل کیدونکې سپارښتنه کې ویل شوي چې هیواد کې په دې وروستیو کې د ریاست دځانګړو ادارو دبدنامولو اؤ سپکولو په خاظر په دې بې ځایه تورونه لګول کیږي چې په دې ادارو کې عدلیه اؤ پوځ شامل دي. دقانوني مسودې له مخې د ذاتي ګټو لپاره سایبر مهم پیل کړل شوی چې مقصد یې دځانګړو ادارو اؤ دهغې دچارواکو پرضد کرکه اؤ تاوتریخوالی خورول دي. دپاکستان تحریک انصاف په تېر حکومت کې دبشري حقونو پخوانۍ مرکزي وزیرې شیري مزاري ددې قانوني مسودې سره مخالفت ښودلی اؤ په ټویټر یې لیکلي دا دجمهوریت لپاره نقصاني ده. هغې لیکلي د ارویلین ریاست په جوړولو مونږ سیاستدانانو ته دا یاد ساتل پکار دي داسې رقم ګامونه مونږ ټولو ټولو ته زیان رسوي دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند مهم مشر شاهد خاقان عباسي هم ددې قانوني مسودې سره مخالفت ښودلی اؤ ډاڼ ورځپاڼې ته یې ویلي چې دداسې وحشیانه قانون سازۍ ملاتړ نه شي کیدای. تر دې وړاندې داسې یوه قانوني مسوده په اپریل کال2021 کې هم دقامي اسمبلۍ څخه منظور کړل شوې وه چې پکې په پوځ د تورونو لګوونکو لپاره د دوؤ کالو دبند اؤ جرمانې سزا تجویز کړل شوې وه خو ددغه قانوني مسودې سره ګڼو خلکو اؤ دبشري حقونو فعالینو سخت اختلاف ښودلی ؤ اؤ دایې د رایې څرګندولو دمخې نیولو یوه ناوړه هڅه بللې وه. په پاکستان کې دپوځ عدلیې بدنامولو پسر دبند اؤ جرمانې دا نوې قانوني مسوده وروسته له هغې تیاره کړل شوې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو دپوځ په کړنو سختې نیوکې شوي اؤ عدلیه هم دپوځ داثر لاندې ښودل شوې ده. په پوځ که وخت په وخت د ترهګرو اؤ تندلارو ډلو دپاللو تورونه دسوشل میډیا دلارې مخې ته راغلي دي نو هلته د لوړ پوړو پوځي چارواکو په پنګو اؤ جایدادونو کې داضافې رپورټونه تر سترګو شوي دي خو پوځ مدام دغسې تورونه رد کړي دي

05.02.2023 ډیوه

پاکستاني پولیس وایي د طالبانو ۲ قوماندانان یې وژلي دي

په پاکستان کې پولیس وایي د هیواد په شمال لویدیځ کې په ډزو کې د پاکستاني طالبانو دوه قوماندانان وژل شویدي.

05.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more