جمهوریت غوښتونکي د استازو خونې د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه الهان عمر شړي
د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو په خونه کې اکثریت لرونکي جمهوریت غوښتونکي هڅه کوي چې د بهرنیو اړیکو له کمېټې څخه یوازینۍ مسلمانه دموکراته غړې الهان عمر وباسي.
"یہ جو نامعلوم ہے" د ولسي پاڅونونو شعارونه په وړومبي ځل دپښتونخوا پولیسو په احتجاج کې پورته شوي
د پیښور پریس کلب مخې ته د ایلیټ فورس پولیس ځوانانو احتجاجي مظاهرې کې دخپل تحفظ غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې ترهګر په عصري وسلو سمبال دي خو پولیسو سره هغه عصري وسلې نه شته چې دترهګرو مقابله پرې وکړي
ځانګړې مرکه
د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.
جنرل عاصم منير: د پېښور په برید کې ککړو مجرمانو ته به مثالي سزا ورکوو
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د نهې يا سه شنبې په ورځ وويل چې د پېښور په جمات ځانمرګى بريد چې 100 تنه پکې وژل شوي، دا د ترهګرۍ په وړاندې د ملت د نه زغملو تګ لاره نشى کمزورې کولی.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په خپله پوښته راپورته کړې چې "ترهګر بيرته چا راوستل؟"
څيړونکي وايي وزیراعظم شهباز شريف سياسي بيان ورکړی، اصل خبره نه د پېسو ده او نه د ترهګرو بیرته راوستو، اصل خبره د پاکستان رياست له به د طالبانو او افغانستان باره کې پاليسي بدلول وي کومه چې نه د عمران خان په لاس کې وه او نه یې شهباز شریف جوړولی شي.
سپينې ماڼۍ په پېښور کې ترهګر بريد په کلکه غندلی
امریکې په پېښور کې په جومات کې دننه ترهګر برید په کلکه غندلی، او ويلي یې دي امریکا تیاره ده چې د بيا رغونې په هڅو کې د پاکستان مرسته وکړي.
متقي پاکستان ته: د پېښور چاودنې په اړه دقیقه پلټنه وکړئ، د خپل بام واورې د بل په بام مه اچوئ
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، پاکستان دې د پېښور وروستۍ چاودنې په اړه دقیقه څېړنه وکړي او افغانستان ته دې د ملامتۍ ګوته نه نیسي.
دپېښور برید کې د وژل شوؤ شمیره101 ته رسېدلې اؤ 49 زخمیان اوس هم دعلاج لاندې دي
د پېښور له چاودنې وروسته د عام اولس لخوا په ټولنيزو رسنيو باندې د امنيت په اړه په حکومتي چارواکو نيوکې روانې دي
شمالي وزیرستان:د وسله والو برید کې یو پولیس اؤ عملیاتو کې ترهګر وژل شوی
د شمالي وزیرستان میر علي سیمه کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پرضد عملياتو کې د يو مشکوک ترهګر د وژلو دعوه کړي اؤ ویلي یې دي وژل شوی ترهګر په وروستیو کې په سیمه کې هدفي وژنو او د ناامنۍ په نورو پېښو کې ککړ پاتې شوی دی
امیري: د ښځو او نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز له دین او فرهنګ سره تړوا نلري
د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې د طالبانو حکومت لخوا د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینو کې د ښځینه محصلینو پر ګډون بندیز ته په غبرګون کې ویلي، چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه له دین او فرهنګ سره تړاو نلري.
ملګري ملتونه: د افغان نجونو او مېرمنو پر وړاندې روان وضعيت ته د حللارې موندنې هڅه کوو
د افغان نجونو او مېرمنو د وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو د اندېښنو دوام. په داسې حال کې چې په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د طالبانو له لوري په افغان مېرمنو لا هم د کار محدودیت نهدی لرې شوی، ملګري ملتونه وايي هڅه کوي شته وضعیت ته حل لاره ومومي، چې افغان نجونې او ښځې د رامنځته شویو محدودیتونو په لومه کې بندې پاتې نهشي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، افغانستان ته يې د خپل وروستي سفر په لړ کې په کندهار کې د حاکم نظام له چارواکو او د علماو شورا له غړو سره ولیدل، تر څو له فرصته په ګټنې صحنې ته د ښځو او نجونو د بېرته راګرځولو لپاره له هغوی سره ډیالوګ وکړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله نږدې دوه اوونۍ وړاندې افغانستان ته تللې وه، چې په افغان ښځو د زدهکړو او د کار د محدودیتونو د پای ته رسېدو په اړه له کندهار سربېره په کابل کې هم له طالب چارواکو سره خبرې کړې وې. په ورته وخت کې د بشري مرستې رسونې په برخه کې د ملګرو ملتونو څلورو چارواکو په نیویارک کې خبریالانو سر په خبرو کې هیله ښودلې، چې طالبان به بېرته ښځو ته اجازه ورکړي چې په نا دولتي مؤسسو کې کار وکړي. په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیټس دې خبري کنفرانس ته وویل، طالبانو ته یې پیغام روښانه و. نوموړي وويل: "دا چې د ښځو لپاره تګلاره جوړیږي او کنه معلومه نهده، زه نهغواړم اټکلونه وکړم هر څوک خپل نظر لري، زموږ نظر دا دی چې موږ طالبانو ته خپل روښانه پیغام رسولی او هغه دا چې ښځې د نورو د حقونو درلودولو ترڅنګ د بشري چارو په ترسره کولو کې بنسټیز رول لري، موږ اړتیا لرو چې دوی بېرته کارونو ته ستنې شي." تېره اوونۍ د مارټین ګریفیټس په مشري یو پلاوي کابل ته له سفر وروسته وویل، چې لوړو پوړو طالب چارواکو ورسره کار ته د ښځو د بېرته راګرځېدو په برخه کې د یوې تګلارې د جوړېدو ژمنه کړې ده خو تر دې دمه د دغه تګلارې په اړه طالبانو هیڅ نهدي ویلي. له دې وړاندې د ناروې د کډوالو د شورا د مشر هم کابل ته له سفر ورسته ویلي وو، چې طالب چارواکو ورسره ژمنه کړې چې د ښځو د کار لپاره د طالبانو مشر په بل فرمان کار کوي، خو د نږدې یوې میاشتې په تېرېدو د دغه فرمان کوم څرک نهدی لګېدلی. د طالبانو حکومت د تېر میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په ټولو نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو په کار کلک بندیز ولګاوه. که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه، ان تر دې چې یو شمېر نړیوالو مرستندویه مؤسسو په افغانستان کې خپل بشري فعالیتونه ودرول خو طالبانو لا هم خپله دا پرېکړه بېرته نهده اخیستې. په ورته وخت کې د افغان ښځو د حقونو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې د ښځو او نجونو د زدهکړو په اړه د طالبانو بېرحمانه اقدامات د اسلامي همکاریو سازمان، د ډېری مسلمان مېشته هېوادونو په ګډون او په خپله د افغانانو په ګډون، د نړۍ لهخوا رد شوي دي. اغلې امیري پر خپله ټویټر لیکلي، چې د طالبانو دا اقدامات کومه مذهبي او فرهنګي ریښه نهلري او په خبره یې، دوی یوازې د افغانستان ستر ظرفیتونه خاموشه کوي. د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د واک له ترلاسه کولو وروسته سملاسي د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو دروازې وتړلې او په په تېره دسمبر میاشت کې یې دوی له پوهنتونونو هم راوګرځولې.
ازادي راډيويي مجله؛ پر شعر څنګه نقد کېږي؟
د نورستان پر طبيعي سيمه راپور، د نورمحمد لاهو شعر، د شعر نقد او ميرخان مقری د خپلې نوې سندرې د شعر په اړه راته خبرې کوي. دغه راز په نننۍ خپرونه کې کيسه او پر کيسه نقد هم اورېدلی شئ. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:
د طالبانو حکومت د کراچۍ له زندانه د لسګونو نورو افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړ
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو د حکومت استازي یې چارې مخې ته وړي، د سيند ايالت د کراچۍ له يوه زندان څخه د ۱۲۰ افغانانو د خوشي کېدو خبر ورکړى دى.
امریکا په جنوبي کوریا کې خپلې پرمختللې وسلې زیاتوي
د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن د سه شنبې په ورځ جنوري ۳۱ (سلواغې ۱۱) وویل چې واشنګټن به د شمالي کوریا له تهدیداتو سره د مقابلې په هدف د کوریا په وچه کې د جنګي جیت او بم غورځونکو الوتکو په ګډون د خپلو پرمختللو وسلو کچه زیاته کړي.
نور عالم: د پېښور په حساسه ځای کې ترهګري څنګه شوې؟ پارلیمان دې خبر کړی شي
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د پبلک اکاونټ کمېټۍ مشر نور عالم خان پوښتنې راولاړې کړي چې د پېښور په حساسه ځای کې ترهګر بريد څنګه شوی؟ د پوځ مشر دې پارلیمان ته حال وړاندې کړي چې ولې ترهګري کيږي او څوک یې زمه وار دي؟.