د طالبانو یو چارواکي کابل کې د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل نیول تائید کړل
د طالبانو د حکومت یو چارواکی وايي، چې د پوهنتون یو استاد اسماعیل مشعل، چې د طالبانو له خوا په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز په غبرګون کې یې یو مدني اعتراض پیل کړی و د طالبانو د امنیتي ساتوونکو له خوا نیول شوی او بندي شوی دی.
د ګوانتانامو زندان پاکستانی بندي بلیز ته واستول شو
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنټاګان ویلي چې د ګوانتانامو د زندان څخه یې د مجید خان په نامه پاکستانی زنداني خوشې کړی او د مرکزي امریکا هیواد، بلیز ته یې لیږدولی دی.
خیبر پښتونخواه کې د بس – لارۍ په ټکر کې ۱۷ تنه وژل شوي
د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په ولسوالۍ کې د یو مسافر وړونکي بس او لارۍ تر منځ په مخامخ ټکر کې لږ تر لږه ۱۷ تنه مسافر وژل شویدي.
ملګري ملتونه وایي د طالبانو د محدودیتونو سره سره، افغانستان نه ترک کوي
د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال وایي چې د طالبانو لخوا په افغانستان کې په غیر دولتي ملي او نړیوالو مؤسسو کې د میرمنو په کار کولو د بندیزونو او محدودیتونو سره سره به د دې نړیوالې ادارې بشري مرسته کوونکي افغانستان پرې نږدي.
کوهاټ: ټرېفکي پېښه کې 18 تنه مړه شوي
د خېبر پښتونخوا په کوهاټ ضلع کې د مسافرو د یو ګاډي (کوچ) او ټرالر په ټکر کېدو له امله 18 کسان مړه شوي دي چې پکې دوه زنانه او دوه ماشومان هم شامل دي.
د افغان نجونو د زدهکړو په اړه د منير اکرم څرګندونې له پښتني کلتور سره تړاو لري؟
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي له پښتنو سره د طالبانو د افراطي اعمالو د تړلو ادعا ردوي. نوموړی په عین حال کې وايي، پاکستان، چې د ستراتیژیک عمق لپاره د طالبانو ملاتړ کاوه، اوس په خپله د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو په ستراتیژیک عمق بدل شوی دی. ښاغلي جلالي دا خبرې له عصمت څاروان سره په مرکه کې وکړې. په په پیل کې د دې پوښتنې په اړه چې په ملګروملتو کې د پاکستان د سفیر منیر اکرم د دې خبرې په اړه څه وايي چې د طالبانو له لوري د ښځو د تعلیم او کار مخنیوی د پښتنو له کلتور سره تړاو لري؟ د ښاغلي جلالي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د پاکستان وزيراعظم د مهمو چېلنجونو په موضوع ټول ګونديز کانفرنس بللی
د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف په اوومه فرورۍ د مهمو چېلنجونو په موضوع ټول ګونديز کانفرنس بللی او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان په ګډون یې ټولو سياسي ګوندونو ته په کانفرنس کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د افغان نجونو د زدهکړو په تړاو د منير اکرم څرګندونو ته د افغان او پاکستاني ساستوالو غبرګونونه
په ملګروملتو کې د پاکستان د استازي څرګندونې د یو شمېر افغان او پاکستاني سیاستوالو او فعالانو له تُندو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي. په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي چې، د طالبانو له لوري د نجونو د زدهکړو مخنیوی د پښتنو له کلتور سره تړاو لري. د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، افراسیاب خټک، د پاکستان د ملي جرګې د بهرنیو اړیکو رئيس محسن داوړ، د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح د سولې د نوبل جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار او د تعلیم د حقونو مدافع ضیاالدین یوسفزي او ګڼو نورو د پاکستان د استازي څرګندونې مغرضانه بللې دي. د پاکستان د ملي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د دې موضوع د سپیناوي لپاره منیر اکرم خپلې راتلونکې غونډې ته احضار کړی دی. په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازي مُنیر اکرم د چهارشنبې په ورځ په ملګروملتو کې د افغانستان په اړه په یوه ناسته کې وویل، پر افغان ښځو د طالبانو محدودیتونه له دین سرچینه نه اخلي، بلکې د پښتنو له عجیب و غریب کلتور سره تړاو لري. د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار په ملګروملتو کې د پاکستان د استازي څرګندونې ځوروونکې او شرموونکې بللي او له هغه څخه یې غوښتي چې په دې خاطر د پاکستان له پنځوس میلیونو پښتنو بښنه وغواړي. ښاغلي يوسفزي په ملګروملتو کې د پاکستان استازي ته په خطاب کې پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "تاسو لا پیدا نه وئ چې غازي امان الله خان په ۱۹۲۱ کې، د نجونو ښوونځي پرانیستل، د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې څلور میلیونه نجونې په زدهکړو بوختې وې. په خیبرپښتونخوا کې د نجونو زرګونه ښوونځي او لسګونه پوهنتونونه شته. ستا نظر مغرضانه دی. په حقیقت کې دا له دین څخه ستاسو ځانګړې ناوړه استفاده ده چې موږ یې تباه کړي یوو." د پاکستان د ملي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر محسن داوړ وايي، چې د ده تر مشرۍ لاندې کمېټې پرېکړه وکړه چې منیر اکرم د خپلو څرګندونو د سپیناوي لپاره احضار کړي. ده په ملګروملتو کې د پاکستان د استازې څرګندونې د نه منلو وړ وبللې. نوموړي ويلي: "نو موږ د بهرنیو اړیکو کمېټې راتلونکې غونډې ته یوازې د همدې موضوع لپاره راغوښتی چې باید دی د خپلو الفاظو یا څه چې ده ویلي دي د هغو وضاحت وکړي. ده په یوه دومره مهم ځای کې د ټول هېواد په استازیتوب د یوه قوم هویت په ناسم ډول بیان کړی دی. ده د یوه ملت د هویت د خراب ښودلو هڅه کړې ده." د پاکستان د سنا جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک د منیر اکرم څرګندونې پښتنو ته سپکاوی بللی او پوښتنه یې کړې چې ایا پاکستان د طالبانو استازیتوب کوي؟ د افغانستان د دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل هم د پاکستان د استازي پر څرګندونو توند غبرګون ښوولی او ویلي یې دي، چې د ډیورند کرښې دواړو خواو ته میلیونونه نجونې ښوونځیو ته ځي. ده ویلي، چې متعصبه طالبان د پښتنو د ټولنې استازي نهدي. تر دې وړاندې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان هم ادعا کړې وه چې اکثره طالبان پښتانه دي او کلیوال پښتانه نهغواړي چې نجونې یې ښوونځیو ته لاړې شي. د عمران خان پر څرګندونو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ډېرو افغانانو توند عکس العمل وښود. د پاکستان د استازي پر څرګندونو په ملګروملتو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیراحمد فایق، چې له منیر اکرم سره په غونډه کې حاضر و، عکس العمل وښود او ویې ویل، طالبان هم د کلتور په پلمې د ښځو د کار او زدهکړو مخه نیسي، خو حقیقت دا دی چې دا د افغانانو کلتور نهدی. ده د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات له اسلام، افغاني او پښتني کلتور سره بې ارتباطه وبلل. فایق وویل، له بده مرغه په تېرو شلو کلونو کې په هغو سیمو کې، چې طالبانو په کنټرول کې لرلې، ښوونځیو ته یې اور اچاوه او نه یوازې نجونې بلکې هلکان یې هم ښوونځیو ته نه پرېښودل. فایق په عین حال کې وویل، حتی په وزیرستان کې، چې ټول اوسېدونکي یې پښتانه قبایل دي، هیڅکله نهدي اورېدل شوي چې نجونې دې چا له ښوونځیو منع کړي وي. طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منع کړې خو ژمنه یې وکړه چې په پسرلي کې به ټول ښوونځي پرانیزي. خو دوی د خپلې ژمنې خلاف نه یوازې له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکړو ته پرې نه ښودې بلکې د پوهنتونونو دروازې یې هم پرې بندې کړې. طالبانو د ښځو خلاف د اقداماتو په دوام کې حتي په ناحکومتي مؤسسو کې د هغوی پر کاربندیز ولګاوه او تر ټولو په وروستي اقدام کې یې د پوهنتون لپاره د کارنکو په ازموینه کې د هغوی ګډون منع اعلان کړ.
محبوبه سراج: که د سولې نوبل جايزه واخلم دا به د ټولو افغان مېرمنو د مبارزې پايله وي
د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت د افغان ښځو د حقونو د فعالې محبوبه سراج او د ایران د بشري حقونو د فعالې نرګس محمدي نومونه د نوبل د سولې د جایزې د کاندیدانو د نوملړ په سر کې راوستي دي. افغانستان په ځانګړي ډول د نړۍ یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې د کار او تعلیم له حقه پهکې محروم دي. له همدې کبله په داسې هېوادونو کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه مهمه ګڼل کېږي. په اوسلو کې د سولې د څېړنیز انستیتیوت مشر هینریک اوردل (Henrik Urdal) هم دې موضوع ته په اشارې ویلي، په افغانستان او ایران کې استبدادي حکومتونو په تېر یو کال کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، په افغانستان کې طالبانو نجونې له پوهنتوني زدهکړو منع کړي او په ایران کې د جنسیتي برابرۍ لپاره مظاهره چیانو ته د اعدام سزاوې ورکړل شوي دي. محبوبې سراج د اوسلو د سولې د څېړنیز انستیتیوت له لوري د نوبل د سولې جایزې ته د کاندیدو په اړه ازادي راډیو ته وویل، خوشاله ده چې له دې سره یوه ایرانۍ مېرمن هم کاندیده ده ځکه چې، په دواړو هېوادونو کې د ښځو د حقونو موضوع مطرح ده او د دواړو هېوادونو د ښځو د حقونو موضوع د دنیاوالو پام ځان ته اړولی دی. نوموړې وويل: "دا موضوع زما لپاره ډېره مهمه ده، که خدای وکړل او زه جایزه وګټم او موږ دواړه جایزه ترلاسه کړو، دا به زما او د افغانستان لپاره یو لوی ویاړ وي ځکه چې دا به د افغان ښځو د هغو ټولو قربانیو او زحمتونو نتیجه وي. د هغو نجونو او ښځو د مبارزو چې واټونو ته راووتې، د هغو کسانو چې غږ یې اوچت کړ، د هغو کسانو چې ژوند یې په دې لاره کې وبایله، د هغو کسانو چې بندیان شول، د هغو کسانو چې وکړول شول، د دوی ټولو د هلوځلو نتیجه به وي." د سولې د څېړنیز انستیتیوت مشر ښاغلی اوردل وايي، د محبوبې سراج نوم یې د کاندیدانو د لېست په سر کې د دې لپاره راوستی چې هغې په افغانستان کې د ښځو د کار او زدهکړو په ګډون د حقونو او د افغانستان په سیاست کې د ښځو د ګډون د حق لپاره هلې ځلې کړي دي. ۷۴ کلنه محبوبه سراج له اوږدې جلاوطنۍ وروسته په ۲۰۰۳ م کال افغانستان ته بېرته لاړه او لا هم په خپل هېواد کې اوسي. د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت پر خپله وېبپاڼه د محبوبه سراج په اړه کښلي چې، هغې له ۲۶ کلونو وروسته خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته د ماشومانو د روغتیا او زدهکړو لپاره د هلوځلو ترڅنګ د فساد پر ضد او د کورنیو ناخوالو د قربانیانو د ملاتړ لپاره هلې ځلې وکړې. دې همدا راز د افغان ښځو غیر انتفاعي مؤسسه او د سولې په جرګه کې د ښځو د ګډون لپاره یې د سولې او پیوستون څېړنیز سازمان ایجاد کړی دی.
په پېښور کې د خونړي برید د څرنګوالي په اړه شکونه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر یوه جومات له برید درې ورځې وروسته، د دغه برید د څرنګوالي په اړه شکونه په ډېرېدو دي. په دې راپور کې صفي الله ستانکزي همدې موضوع ته پام کړی او د دغه برید په اړه چې تر سلو زیات کسان په کې ووژل شول، وروستي جزییات راټول کړي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو له کمېټې د الهان عمر د اېستلو طرحه تائید کړه
د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې غړو د بهرنیو اړیکو د کمېټې څخه د دموکرات ګوند د مسلمانې غړې الهان عمر د اېستلو په طرحې رایه ورکړه او طرحه یې ومنله.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
د بریتانیا د دفاع وزیر اوکراین ته د جنګي الوتکو د ورکولو احتمال رد نه کړ
د بریتانیا د دفاع وزیر بن والاس نن پنجشنبه فبروري دویمه (سلواغې ۱۳) اوکراین ته د جنګي جټ الوتکو د ورکولو احتمال رد نکړ خو ویې ویل چې دا مرسته به له روسیې سره په جګړې کې کومه «جادويي امسا» نه وي.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.