ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اوکراین ولسمشر د اروپا پارلمان ته په خبرو کې د نورو وسلو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ فبروري نهمه (سلواغې ۲۰) د اروپايي ټولنې پارلمان ته د وینا پر مهال ددغې ټولنې پر مشرانو غږ وکړ چې مخکې له دې چې روسیه د تازه بریدونو دپاره خپل ځواکونه چمتو کړي، اروپا باید اوکراین ته د وسلو په ورکولو کې بیړه وکړي.

09.02.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

09.02.2023 امریکا غږ

جمیل اپریدی: زما په ورور ډاکټر شکیل اپریدي باندې په ساهیوال جېل کې تشدد شوی دی

واشنګټن ــــ د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د کور په معلومولو کې له امریکې او له ترهګر تنظیم سره د ممکنه مرستې په تور د بندي ډاکټر شکیل اپریدي کورنۍ وایي په هغه باندې په جېل کې تشدد شوی دی. د پنجاب د جېل چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. د شکیل اپریدي ورور جمیل اپریدی تور پورې کوي چې د ده په ورور باندې د پنجاب د ساهیوال په جېل کې تشدد شوی دی. جمیل اپریدي وي او اې ته وویل، د قبایلي سیمو د چارواکو د فیصلو خلاف د شکیل اپریدي درخواست له څو کلونو په پېښور هایکورټ کې پروت دی او لا جواب نه دی ورکړل شوی. له پښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمو تر ګډېدو مخکې د 2018 په مې میاشت کې د ډاکټر شکیل وکیلانو د قبایلي سیمو د انتظامیې خلاف پېښور هایکورټ ته درخواست ورکړی وو. په دې درخواست باندې وروستی ځل د تېر 2022م کال د دسمبر پر دویمه د پېښور هایکورټ یوه درې کسیز بینچ اورېدنه کړې وه، په هغه کې دا پرېکړه محفوظه کړل شوې وه چې آیا دا درخواست د اورېدنې وړ دی که نه. جمیل اپریدی وایي ده د جنورۍ پر 28مه د پنجاب په ساهیوال جېل کې له ډاکټر شکیل اپریدي سره ولیدل او هغه ورته وویل چې د دسمبر پر 27مه ماښام د جېل د ډپټي سپرنټنډنټ او مرستیال سپرنټنډنټ په مخکې اوو تنو وارډنانو په بارک کې دننه پر ده تشدد وکړ او له ناوړه چلند یې ورسره وکړ. د ده په وینا دغو کسانو تر تشدد وروسته له ده بړستنه، ګنجۍ او نورې د ژمي تودې جامې واخیستې او دی یې یواځې په یوه څادر کې پرېښوو او بیا یې 24 ګنټې وروسته دغه شیان بیرته ور وسپارل. د پنجاب د جېل چارواکو له خوا پر ډاکټر شکیل اپریدي د ممکنه تشدد په اړه کوم دریځ مخې ته نه دی راغلی. د ساهیوال جېل ټیلیفون ته ناست یوه ملازم وي او اې ته وویل، چې هغه د ډاکټر شکیل اپریدي په اړه هیڅ یوې پوښتنې ته هم جواب نه شي‌ ویلای. چارواکو د شکیل اپریدي د کورنۍ تورونه مخکې هم رد کړي دي. د شکیل اپریدي ورور جمیل اپریدی وایي، خپل وکیل یې خبر کړی او پر ډاکټر شکیل باندې د شوي ممکنه تشدد په اړه یې د پېښور هایکورټ هم درخواست ورکړی دی. د شکیل اپریدي د وکیلانو په پېنل کې شامل وکیل عارف خان ایډوکېټ وي او اې ته وویل، چې پر شکیل اپریدي د تشدد په اړه د پلټنو لپاره یې درخواست په عدالت کې جمع کړی دی. جمیل اپریدی وایي پېښور هایکورټ تر اوسه دا پرېکړه هم لا نه ده کړې چې د پخوانیو قبایلي سیمو د انتظامیې د فیصلې خلاف د ډاکټر شکیل درخواست د اورېدنې وړ دی که نه. هغه وایي د ورور د مخکیني وکیل تر وژل کېدو وروسته د یو مناسب وکیل په لټه کې دي خو وایي تر اوسه یې نه دی موندلی. د شکیل اپریدي مقدمه د سپریم کورټ بار مخکیني مشر لطیف اپریدي کوله چې تېره میاشت په پېښور هایکورټ کې و وژل شو. جمیل اپریدی وایي تر لطیف اپریدي مخکې یو بل وکیل سمیع الله اپریدي د ده د ورور مقدمه چلوله، خو وایي هغه هم چې په 2015م کال کې و وژل شو نو د مقدمې چلول او اورېدنه اغېزمن شوي وو. وایي د سمیع الله اپریدي تر وژل کېدو وروسته لطیف اپریدي او قمر ندیم ایډوکېټ دا مقدمه په ښه توګه چلوله، خو وایي قمر ندیم امریکې ته کډه شو او د لطیف اپریدي تر وژل کېدو وروسته حالات خراب شوي دي. شکیل اپریدی د 2011م کال د مې په 23مه د پاکستان استخباراتي ادارو د اټک ضلعې په حدودو کې نیولی وو، چې بیا يو کال وروسته د خيبر قبايلي سيمې د تحصيل باړې د مرستیال پوليټيکل ايجنټ دفتر ته وړاندې کړل شو او د ترهګر تنظيم «لشکرِ اسلام» د ملاتړ په تور د 33 کاله بند او درې لکه روپۍ جرمانې سزا ورته واورول شوه. د پيښور د هغه وخت کمیشنر صاحبزاده محمد انيس د شکيل اپريدي سزا لس کاله کمه کړې وه او صاحبزاده انيس د 2013م کال په اکتوبر کې په اسلام اباد کې په مرموز ډول د اور لګېدو په پيښه کې مړ شو.

09.02.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

09.02.2023 امریکا غږ

د امریکا دموکراتان او جمهوري غوښتونکي د بایډن د غوښتنو په اړه اختلاف لري

د امریکا ولسمشر جو بایډن کانګرس ته په خپلې کلنۍ وینا کې، پر جمهوري غوښتونکو او دموکرات ګوند غږ  وکړ چې د کډوالو، چین سره د رقابت او اوکراین کې د جګړې په ګډون د هغو کورنیو او بهرنیو ننګونو په وړاندې متحد دریځ غوره کړي چې امریکا ورسره مخامخ ده.

09.02.2023 امریکا غږ

رویا رحماني: د نړۍ ځینې سیاسي مشران د افغانستان پرځای خپلې رایې مهمې ګڼې

د افغانستان پخوانۍ دیپلوماته رویا رحماني، وایي د نړۍ یو شمېر سیاسي مشرانو ته د افغانستان د وضعیت په پرتلې، د خپلو رایو جلبول مهم دي.

09.02.2023 امریکا غږ

په ترکیه کې شاوخوا ۲۰۰ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې

په انقره کې د افغانستان سفارت تاییدوي چې ډېره مرګژوبله په هاتای او غازي عین تیپ ښارونو کې افغانانو ته رسېدلې. د ترکیې او سوریې په څو ښارونو کې تېره دوشنبه زوروره زلزله وشوه چې لسګونه زره کسانو ته یې مرګژوبله واړوله. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

09.02.2023 ازادي راډیو

بشري حقونو څار:‌ نور هېوادونه دې هم د سویډن او ډنمارک په څېر افغان مېرمنو ته پناه ورکړي  

ډنمارک او سویډن تازه اعلان کړی دی چې ټولو افغان ښځو او نجونو ته به پناه ورکوي، د بشري حقونو څار سازمان وايي چې نور هېوادونه دې هم باید د سویډن او ډنمارک په پل قدم کېږدي.

09.02.2023 امریکا غږ

د هند حکومت خلکو ته ويلي د ويلنټاينز په ورځ غواګانو ته غاړې ورکړئ

واشنګټن ــــ د هند حکومت د څارویو د خسمانې محکمې خلکو ته اپيل کړی چې دا کال دې ويلنټاينز ډې یا د مینانو ورځ غواګانو ته په غاړه ورکولو ولمانځي چې هندي اقدار راژوندي شي. د هند د ځناورو د خيرښېګړې بورډ ويلي غواګانو له غاړې ورکول به جذباتي شتمني راوړي او د خلکو شريکې خوشحالۍ به زياتې کړي. هندو مذهب پاله څوک چې د غوا عبادت کوي په دې باور لري چې د غرب د ويلنټاينز ورځ د هندوپاله قدرونو خلاف ده. په تېرو کلونو کې سخت دريځه هندوانو د کارډونو د خرڅ په دوکانونو حملې کړې وې او کارډونه او تحفې يې سوځولي وو. هغه جوړې چې لاس په لاس کې د خوراک ځايونو لا پارکونو ته تلل يې له دې کبله منع کړې وې چې ويلنټاينز ورځ لمانځل جنسي ازادي زياتوي. توندلارې ډلې لکه شېو سېنا او بجرنګ دل وايي داسې ګامونه د هندو مذهب پېژندګلو بيرته راوړي. ځوان او تعليم يافته هندوان د مذهب نه پرته په دې ورځ په ګڼ شمېر کې پارکونو ته ځي، يو بل ته تحفې ورکوي او پارټيانې کوي چې ويلنټاينز ولمانځي. دا ورځ لکه د نورو هندي روايتي ورځو د 1990 د لسيزې نه په دې خوا لمانځي په کومه لسيزه کې چې هند د اقتصاد د ازادۍ عمل شروع کړی وو. د وزیراعظم نرېندرا مودي په مشرۍ د هند قامپاله حکومت هندو ايجنډا په مخ وړي چې د روايتي سيکولر ټولنې په ځای مذهب ته لاسبری ورکړي. د هند په نیزدې 1.4 اربه ابادۍ کې نیزدې 80 فیصده خلک هندو مذهب منونکي دي، مسلمانان 14 فیصده حسابيږي او عيسايان، سکھان، بدهايان او جين مت په ټوله شپږ فيصده شمارل کيږي. غوا د هندوانو په نفسياتو کې سمه اخښل شوې ده او ځينې مذهب پالان يې د ډېر احترام نه مور هم بلي. ډېرو ايالتونو د غواګانو په حلالولو بندېز لګولی. د ځناورو د خسمانې بورډ خلکو ته ويلي په څوارلسمه فرورۍ بهر ته ووځئ او په عملي توګه غواګانو له غاړې ورکړئ. يو سياسي څېړنکار نېلنجن موخوياډيي دې پيغام ته لېونتوب او د عقل خلاف کار ويلی.هغه وايي: “د دې بدمرغه اړخ دا دی چې په دې اوس سرکاري مهر ولګېدو. دې د مذهب او رياست ترمنځ يوه بله کرښه ورانه کړه. دا ډېر د زړه ماتي عمل دی. اوس رياست هغه څه کوي کوم چې سياسي او مذهبي ډلو غوښتل”.

09.02.2023 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

09.02.2023 امریکا غږ

څيړونکي: د سختدريځۍ او ترهګرۍ د مخنيوي دپاره په تعلیمي نصاب کې بدلون پکار دی

څيړونکي او د تعليمي چارو پوهان وايي په ټولنه کې د سختدريځۍ او ترهګرۍ مخنيوي لپاره بايد د قامي پاليسۍ ترڅنګ د عصري او غېر عصري علومو په نصاب کې بدلون راوستلی  شي او بايد په نصاب کې هغه مواد شامل کړی شي چې په خلکو کې د امن او زغم سوچ پېدا کړي.

09.02.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

09.02.2023 امریکا غږ

زلنسکي د يورپي اتحاد پارلمان ته ويلي اوکراين به فتح مومي او د يورپ سره به يو ځای کيږي

واشنګټن ـــ د يورپي اتحاد مشرانو د اوکراين د ولسمشر ولاډيمير زلنسکي د يورپ په سفر کې تود هرکلی کړی. زلنسکي د نورو وسلو غوښتنه کړې چې د روس د يرغل مقابله پرې وکړي او د اتحاد د غړيتوب د پاره يې خبرې اترې پيل کړي. په برسلز کې يورپين پارلمان ته په خپله وينا کې زلنسکي د يونين د مشرانو مننه وکړه چې د هغه د هېواد مرسته يې روانه ساتلې او ويلي يې دي چې د روس سره په جنګ کې به اوکراين فتح مومي او ملک به يې د يورپين يونين برخه جوړيږي. د يورپين پارلمان مشرې روبرټا مېټسوله په خپله وينا کې وويل هغه د زلنسکي د نورو مرستو غوښتلو ملاتړ کوي. هغې وويل: “مونږ ته معلومه ده ستا خلکو د يورپ د پاره قربانۍ ورکړې او مونږ بايد دې ته احترام تش په الفاظو کې نه بلکې په عملي توګه ورکړو”. هغې وويل کومې جنګي الوتکې چې زلنسکي د خپلې ازادۍ ساتلو د پاره غوښتي هغه ډېرو يوه عامه خبره ګڼلې او په يورپين يونين يې غږ وکړو چې عملي ګامونه پورته کړي. اغلې مېټسوله وويل: “ته بايد جنګ وګټې او د يونين غړو هېوادونو له پکار دي چې زر تر زره دې لرې ويشتونکې نظامونه او جنګي الوتکې درکړي چې خپله ازادي پرې وساتې”. زلنسکي وويل د ملګرو په مرستو د اوکراين خلک د دې دور د ټولو غټ ضد يورپ قوت نه خپله دفاع کوي. د یورپي اتحاد د خارجه چارو مشر جورف بورل هم دا تايید کړه چې يورپين يونين پلان لري اوکراين ته نورې پوځي مرستې ورکړي. زلنسکي د پارلمان وينا ته د فرانس د ولسمشر ايمونويل ميکران په ملګرتيا کې تللی وو او که چرې امنيت اجازت ورکړه نو ممکن ده چې هغه د 27 هېوادونو د بلاک غونډې ته وينا وکړي او د ټېنکونو، جنګي جهازونو او ميزايلو غوښتنه وکړي. د اوکراين مشر د يورپ د درېو هېوادونو په سفر دی. اوکرايني چارواکي وايي امکان لري چې دوی د روس د يرغل د کال په پوره کېدو په 24 فرورۍ خوا و شا د اوکراين په ختيځ کې نوې حملې وکړي. زلنسکي لندن ته هم سفر وکړو چې د برتانيا د خلکو د مرستو مننه وکړي او پيش ګويي يې وکړه چې اوکراين به د روس خلاف جنګ ګټي.

09.02.2023 ډیوه

د روغتیا نړیواله اداره: سږ کال په افغانستان کې 28.3 میلینه کسان بشري او روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

واشنګټن ـــــ د روغتیا نړیواله اداره وایي په روان کال کې به د افغانستان د ابادۍ په درو کې دوې برخې خلک بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري، بل لور ته ملګري ملتونه وایي په دې کال کې 13.8 میلینه افغانې ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري. په 2022م کال کې ملګرو ملتونو د هغو خلکو شمېر 24.3 میلینه ګڼلی وو چې مرستو ته یې اړتیا لرله، خو سږ کال دا شمېر 16 فیصده زیات شوی دی او وایي 28.3 میلینه خلکو ته باید بیړنۍ مرستې ور رسول شي. ډبلیو ایچ او د 2023م کال لپاره په خپل کالني رپوټ کې ویلي، چې سږ کال به په افغانستان کې 17.6  میلینه کسان د روغتیا په برخه کې مرستو ته اړتیا ولري چې وایي په هغوی کې 53 فیصده ماشومان دي. وایي په دغو کسانو کې چې باید بیړنۍ روغتیایي مرستې ورسره وشي پینځه میلینه په ښاري سیمو کې اوسېږي او 12.6 میلینه کسان په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي: "په کلیوالو سیمو کې د روغتیا خدمتونو ته د لاسرسي په لاره کې لوی خنډونه دي، ورسره د خلکو د بې ځایه کېدو او ښارونو ته د کډه کېدو زیاتوالي هم پر موجوده روغتیایي خدماتو فشار زیات کړی دی". د روغتیا نړیواله اداره وایي په افغانستان کې به له پېچلي انساني حالت سره سره جې د خلکو روغتیایي خطرونه یې دوه چنده کړي دي د خپلو روغتیایي‌ همکارانو په مرسته به په دې هېواد کې بشري خدمتونه روان وساتي. بل لور ته د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وایي په روان 2023م کال کې به په افغانستان کې 13.8 میلینه یعنې یو کروړ 38 لکه ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا ولري. دې ادارې د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې په غیرسرکاري ادارو کې له کاره د ښځو منع کول د بنیادي بشري حقونو او د انساندوستۍ د لومړنیو اصولو خلاف کار دی: "دا کار دوی [افغانې ښځې او نجونې] د خوړو، اوسېدنې او ژغورنې د نشتوالي له خطر سره مخ کوي". طالبان چې د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان بیا د وسلو په زور واکمن شوي پر ښځو یې تر ټولو زیات بندیزونه لګولي دي چې له کبله یې د بشري حقونو د تنظیمونو په وینا د هغوی ولسي ژوند زیات له محدود شوی او له ستونځو سره مخ شوی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي‌ د ښځو د حرکت، کار او تعلیم حقونه محدودول د بشردوستانه مرستو د کارکوونکو او فعالینو پر وړتیا ناوړه اغېزه کوي او هغوی نه شي کولای په اسانۍ ښځو او نجونو ته ورسیږي. دا اداره وایي په افغانستان کې د 10 فیصده کورنیو مشري د ښځو پر غاړه ده، وایي د ښځو په مشرۍ کورنۍ د ژوند ژغورنې د مرستو د نه تر لاسه کولو له خطر سره مخ دي.

09.02.2023 ډیوه

څېړونکي: که د سعودي عرب وروسته نور خارجي سفارتکاران هم د کابل نه وځي نو نړۍ سره به د طالبانو تعلقات پېچلې شي

څيړونکې وايي له کابل څخه د سعودي عربستان د ډيپلوماتانو وتلو وروسته دا ويره څرګنديږي چې ځينې نور هېوادونه هم په افغانستان کې د خپلو سفارتونو د تړلو پرېکړه وکړي. خو واکمن طالب چارواکې دا ډول پورټونه ردوي او وايي د سعودي عربستان سفارتي عملې د تربيي دپاره کابل پرېښودی او بيا به بيرته راځي.

09.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more