ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په ټوله بلوچستان صوبه کې د ډي اين اې معلومولو انتظام نه شته

واشنګټن ــــ د سوځېدليو مړو، جرم معلومولو، ځانمرګو بریدونو، جنسي تېریو او وراثت معلومولو لپاره ډي این اې ضروي ده، خو په بلوچستان کې یې تر اوسه پورې یوه لیبارټري هم نه شته.  ‎په بلوچستان کې دوې اوونۍ وړاندې د مسافرو بس له پل څخه د لوېدلو او پرې د اور لګېدلو له امله 40 کسان سوځېدلي وو او د پېژندګلو نه وو پاتې. بیا یې مړي کراچۍ ته د ډي این اې ټیسټ لپاره لېږلي وو چې معلومات یې وشي او خپلوانو ته حواله کړی شي. ‎د مړو شوو خلکو خپلوان وایي چې د مرګ اواز یو اړخ ته خو بیا کراچۍ ته وړل او هلته ورته انتظار کول چې د مړي پېژنګلو یې وشي، نو غم يې درې چنده سېوا وو.  ‎ډاکټرعایشه فیض چې په سېول هسپتال کوټه کې مېډيکو لیګل افسره ده وايي “په  ټول بلوچستان کې د ډي این اې معلومولو لپاره فارنزک لیبارټري نه شته ”. ‎محمد جمیل چې خېبر میډیکل کالج کې د فارنزک لېب مشر دی وایي، پنجاب فانزک ساینس ایجنسي لاهور کې ده، چې د پنجاب د کورنیو چارو د وزارت لاندې کار کوي، ډېر جدي آلات لري او د پنځوس نه زیات ساینس پوهان لري. کراچې کې هم لیبارټري شته او پېښور کې هم خو په بلوچستان کې نه شته. ‎د وي او اې ډیوه په «لویه خېبر پښتونخوا» خپرونه کې ډاکټرعایشه وویل چې په بلوچستان کې ډېر نامعلومه مړي موندل کیږي چې د پیژندګلو لپاره یې د ډي این اې کول ضروري وي خو په صوبه کې د فارنزک لیبارټرۍ د نشتوالي له کبله دا کار نور هم ګران شي او بیا زیات تره دا د عدالت په مقدمو کې پکار راځي. ‎ډاکټر عایشه زیاته کړه چې ځيني مړي سوځېدلي وي لا بیخي خراب شوي وي نو دا ضروري وي چې ډي این اې یې وشي. خو بلوچستان کې دا سهولت نشته او لاهور ته چې ولېږل شي نو پنجاب فارنزک ساینس لیبارټري د پینځو میاشتو نه مخکې خو کله نه راځي او کله خو د کاله پورې وخت واخلي. ‎ډاکټر عایشه په خؤرونه کې وویل چې که په بلوچستان کې په دې جوړې ودانۍ کې دا لیبارټري کار پيل کړي نو په شل ورځو کې به رپورټ ترلاسه کیږي. ‎محمد جمیل چې په خيبر میډیکل کالج کې د ډي اين اې د فارنزک ليب مشر دی وایي “دا په وراثت کې، په جنسي تېري کې، په هغه واقعه کې چې شناخت پکې نه کیږي، د بچي د کورنۍ او وينې په معلومولو کې پکار راځي’’. ‎ښاغلي جمیل وویل چې کله هډوکي میلاو شي یا سوځېدلی وجود وي لا کوم ځانمرګي برید کې د شناخت د پاره وي نو د ډي این ای نمونې اخیستل کیږي. ‎محمد جمیل ډيوه ته وویل چې ډي این ای د هر انسان د بل انسان نه جدا وي. ډي این اې د مور پلار نه په وراثت کې راځي. ‎ښاغلي وویل چې د ډي این اې یو خاصيت دا وي چې د ټول بدن یو شانتې وي. که د وېښتو نه واخیستل شي هډوکو، وینې، دلاړو یاو لا د وجود د کوم بل برخې نه نو دا په فورنزیک انویسټګیشن یا د جرم په شناخت یا د مجرم په معلومولو کې ډیر اهم کردار لري. ‎ډي این اې د فنګر پرنټس یا د ګوتو د نشانو نه ډېر په اسانه کار کوي. که چېرې ګوتې سوځېدلې وي لا هډوکي وموندل شي یا بل څه داسې کوم ثبوت لکه د مثال په توګه وینه، لاړې، مني، وېښتان نو دا ډیره اساني پیدا کوي او بله دا چې ډي این اې د مور او پلار او بچو سره یو شان وي، چې د ډي این اې پروفایلنګ ترې هم کېدی شي. ‎ښاغلي زیاته کړه چې دا په کورنۍ ريښه معلومولو کې هم مهم وي، هسپتال کې داسې کېسونه هم راشي چې دعوه پکې وشي چې وايي د هغوی زوی شوی وو او لور یې ورکړې نو دغه کېس کې هم ډي این اې اخیستل کیږي. ‎ښاغلي جمیل وویل چې بهر ملک کې هم چې څوک وي او خپل بچي بوتلل غواړي نو کله کله بیا داسې هم کیږي چې د ماشومانو ډي این اې ترې غوښتل کیږي چې معلوم کړي ایا واقعي ماشومان د هغو دي؟ ‎هغه وي او اې ډيوه ته وویل چې کله ماشوم ورک شوی وي او ډېره موده وروسته وموندل شي نو هم یې ډي این اې کولی شي چې وراثت کې مسلې را نه شي او داسې نور هم ډېر کیسونه وي چې لیبارټرۍ ته يې نمونې راوړل کیږي. ‎دې پوښتنې ته چې د تېروتنو ګنجایش پکې وي او کنه؟ ښاغلي جمیل وویل چې یوه تېروتنه وي او بل د قصده کار کول وي نو د غلطۍ ګنجایش پکې نه نه وي، خو وایي د جنسي تېریو په مسله کې دا وي چې نمونې واخیستل شي او خیال یې ونه نه ساتل شي نو هغه کې مایکروب یا فنګل ګروت وشي چې بیا یې څېړنه مشکله شي. ‎ښاغلي وویل چې پېښور کې فارنزیک لیب په فرورۍ 2018 کې جوړه شوې او کار یې پیل کړی. دا په خېبر میډکل کالج کې لومړنۍ لیباټري ده. معیاري او جديد آلات او مشینونه په دې لیبارټرۍ کې موجود دي. ‎محمد جمیل وویل چې شپږ نیم سوه کیسونو کې د لس زرو نه زیاتې نمونې پراسس کړي چې پکې د ځانمرګي اندامونه معلومول هم شامل دي . ‎ښاغلی جمیل وایي مسایل دا دي چې دا د خېبر میډیکل کالج د زده کوونکو لپاره ده او دا ځانله یو فارنزک لیبارټري نه ده. د کالج د فنډ نه ورته فنډ ورکول کیږي خو د عملې لا د کار کولو والا پکې کمی دی.

09.02.2023 ډیوه

روسیه: د نارد سټریم پایپلاین د الوځولو عاملین دې باید مجازات شي

روسیه وايي چې نړۍ باید د ناردستریم پایپلاین د چاودنې په اړه له حقیقت څخه خبره شي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.

09.02.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

09.02.2023 امریکا غږ

د اوکراین ولسمشر د اروپا پارلمان ته په خبرو کې د نورو وسلو غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ فبروري نهمه (سلواغې ۲۰) د اروپايي ټولنې پارلمان ته د وینا پر مهال ددغې ټولنې پر مشرانو غږ وکړ چې مخکې له دې چې روسیه د تازه بریدونو دپاره خپل ځواکونه چمتو کړي، اروپا باید اوکراین ته د وسلو په ورکولو کې بیړه وکړي.

09.02.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

09.02.2023 امریکا غږ

جمیل اپریدی: زما په ورور ډاکټر شکیل اپریدي باندې په ساهیوال جېل کې تشدد شوی دی

واشنګټن ــــ د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د کور په معلومولو کې له امریکې او له ترهګر تنظیم سره د ممکنه مرستې په تور د بندي ډاکټر شکیل اپریدي کورنۍ وایي په هغه باندې په جېل کې تشدد شوی دی. د پنجاب د جېل چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. د شکیل اپریدي ورور جمیل اپریدی تور پورې کوي چې د ده په ورور باندې د پنجاب د ساهیوال په جېل کې تشدد شوی دی. جمیل اپریدي وي او اې ته وویل، د قبایلي سیمو د چارواکو د فیصلو خلاف د شکیل اپریدي درخواست له څو کلونو په پېښور هایکورټ کې پروت دی او لا جواب نه دی ورکړل شوی. له پښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمو تر ګډېدو مخکې د 2018 په مې میاشت کې د ډاکټر شکیل وکیلانو د قبایلي سیمو د انتظامیې خلاف پېښور هایکورټ ته درخواست ورکړی وو. په دې درخواست باندې وروستی ځل د تېر 2022م کال د دسمبر پر دویمه د پېښور هایکورټ یوه درې کسیز بینچ اورېدنه کړې وه، په هغه کې دا پرېکړه محفوظه کړل شوې وه چې آیا دا درخواست د اورېدنې وړ دی که نه. جمیل اپریدی وایي ده د جنورۍ پر 28مه د پنجاب په ساهیوال جېل کې له ډاکټر شکیل اپریدي سره ولیدل او هغه ورته وویل چې د دسمبر پر 27مه ماښام د جېل د ډپټي سپرنټنډنټ او مرستیال سپرنټنډنټ په مخکې اوو تنو وارډنانو په بارک کې دننه پر ده تشدد وکړ او له ناوړه چلند یې ورسره وکړ. د ده په وینا دغو کسانو تر تشدد وروسته له ده بړستنه، ګنجۍ او نورې د ژمي تودې جامې واخیستې او دی یې یواځې په یوه څادر کې پرېښوو او بیا یې 24 ګنټې وروسته دغه شیان بیرته ور وسپارل. د پنجاب د جېل چارواکو له خوا پر ډاکټر شکیل اپریدي د ممکنه تشدد په اړه کوم دریځ مخې ته نه دی راغلی. د ساهیوال جېل ټیلیفون ته ناست یوه ملازم وي او اې ته وویل، چې هغه د ډاکټر شکیل اپریدي په اړه هیڅ یوې پوښتنې ته هم جواب نه شي‌ ویلای. چارواکو د شکیل اپریدي د کورنۍ تورونه مخکې هم رد کړي دي. د شکیل اپریدي ورور جمیل اپریدی وایي، خپل وکیل یې خبر کړی او پر ډاکټر شکیل باندې د شوي ممکنه تشدد په اړه یې د پېښور هایکورټ هم درخواست ورکړی دی. د شکیل اپریدي د وکیلانو په پېنل کې شامل وکیل عارف خان ایډوکېټ وي او اې ته وویل، چې پر شکیل اپریدي د تشدد په اړه د پلټنو لپاره یې درخواست په عدالت کې جمع کړی دی. جمیل اپریدی وایي پېښور هایکورټ تر اوسه دا پرېکړه هم لا نه ده کړې چې د پخوانیو قبایلي سیمو د انتظامیې د فیصلې خلاف د ډاکټر شکیل درخواست د اورېدنې وړ دی که نه. هغه وایي د ورور د مخکیني وکیل تر وژل کېدو وروسته د یو مناسب وکیل په لټه کې دي خو وایي تر اوسه یې نه دی موندلی. د شکیل اپریدي مقدمه د سپریم کورټ بار مخکیني مشر لطیف اپریدي کوله چې تېره میاشت په پېښور هایکورټ کې و وژل شو. جمیل اپریدی وایي تر لطیف اپریدي مخکې یو بل وکیل سمیع الله اپریدي د ده د ورور مقدمه چلوله، خو وایي هغه هم چې په 2015م کال کې و وژل شو نو د مقدمې چلول او اورېدنه اغېزمن شوي وو. وایي د سمیع الله اپریدي تر وژل کېدو وروسته لطیف اپریدي او قمر ندیم ایډوکېټ دا مقدمه په ښه توګه چلوله، خو وایي قمر ندیم امریکې ته کډه شو او د لطیف اپریدي تر وژل کېدو وروسته حالات خراب شوي دي. شکیل اپریدی د 2011م کال د مې په 23مه د پاکستان استخباراتي ادارو د اټک ضلعې په حدودو کې نیولی وو، چې بیا يو کال وروسته د خيبر قبايلي سيمې د تحصيل باړې د مرستیال پوليټيکل ايجنټ دفتر ته وړاندې کړل شو او د ترهګر تنظيم «لشکرِ اسلام» د ملاتړ په تور د 33 کاله بند او درې لکه روپۍ جرمانې سزا ورته واورول شوه. د پيښور د هغه وخت کمیشنر صاحبزاده محمد انيس د شکيل اپريدي سزا لس کاله کمه کړې وه او صاحبزاده انيس د 2013م کال په اکتوبر کې په اسلام اباد کې په مرموز ډول د اور لګېدو په پيښه کې مړ شو.

09.02.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

09.02.2023 امریکا غږ

د امریکا دموکراتان او جمهوري غوښتونکي د بایډن د غوښتنو په اړه اختلاف لري

د امریکا ولسمشر جو بایډن کانګرس ته په خپلې کلنۍ وینا کې، پر جمهوري غوښتونکو او دموکرات ګوند غږ  وکړ چې د کډوالو، چین سره د رقابت او اوکراین کې د جګړې په ګډون د هغو کورنیو او بهرنیو ننګونو په وړاندې متحد دریځ غوره کړي چې امریکا ورسره مخامخ ده.

09.02.2023 امریکا غږ

رویا رحماني: د نړۍ ځینې سیاسي مشران د افغانستان پرځای خپلې رایې مهمې ګڼې

د افغانستان پخوانۍ دیپلوماته رویا رحماني، وایي د نړۍ یو شمېر سیاسي مشرانو ته د افغانستان د وضعیت په پرتلې، د خپلو رایو جلبول مهم دي.

09.02.2023 امریکا غږ

په ترکیه کې شاوخوا ۲۰۰ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې

په انقره کې د افغانستان سفارت تاییدوي چې ډېره مرګژوبله په هاتای او غازي عین تیپ ښارونو کې افغانانو ته رسېدلې. د ترکیې او سوریې په څو ښارونو کې تېره دوشنبه زوروره زلزله وشوه چې لسګونه زره کسانو ته یې مرګژوبله واړوله. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

09.02.2023 ازادي راډیو

بشري حقونو څار:‌ نور هېوادونه دې هم د سویډن او ډنمارک په څېر افغان مېرمنو ته پناه ورکړي  

ډنمارک او سویډن تازه اعلان کړی دی چې ټولو افغان ښځو او نجونو ته به پناه ورکوي، د بشري حقونو څار سازمان وايي چې نور هېوادونه دې هم باید د سویډن او ډنمارک په پل قدم کېږدي.

09.02.2023 امریکا غږ

د هند حکومت خلکو ته ويلي د ويلنټاينز په ورځ غواګانو ته غاړې ورکړئ

واشنګټن ــــ د هند حکومت د څارویو د خسمانې محکمې خلکو ته اپيل کړی چې دا کال دې ويلنټاينز ډې یا د مینانو ورځ غواګانو ته په غاړه ورکولو ولمانځي چې هندي اقدار راژوندي شي. د هند د ځناورو د خيرښېګړې بورډ ويلي غواګانو له غاړې ورکول به جذباتي شتمني راوړي او د خلکو شريکې خوشحالۍ به زياتې کړي. هندو مذهب پاله څوک چې د غوا عبادت کوي په دې باور لري چې د غرب د ويلنټاينز ورځ د هندوپاله قدرونو خلاف ده. په تېرو کلونو کې سخت دريځه هندوانو د کارډونو د خرڅ په دوکانونو حملې کړې وې او کارډونه او تحفې يې سوځولي وو. هغه جوړې چې لاس په لاس کې د خوراک ځايونو لا پارکونو ته تلل يې له دې کبله منع کړې وې چې ويلنټاينز ورځ لمانځل جنسي ازادي زياتوي. توندلارې ډلې لکه شېو سېنا او بجرنګ دل وايي داسې ګامونه د هندو مذهب پېژندګلو بيرته راوړي. ځوان او تعليم يافته هندوان د مذهب نه پرته په دې ورځ په ګڼ شمېر کې پارکونو ته ځي، يو بل ته تحفې ورکوي او پارټيانې کوي چې ويلنټاينز ولمانځي. دا ورځ لکه د نورو هندي روايتي ورځو د 1990 د لسيزې نه په دې خوا لمانځي په کومه لسيزه کې چې هند د اقتصاد د ازادۍ عمل شروع کړی وو. د وزیراعظم نرېندرا مودي په مشرۍ د هند قامپاله حکومت هندو ايجنډا په مخ وړي چې د روايتي سيکولر ټولنې په ځای مذهب ته لاسبری ورکړي. د هند په نیزدې 1.4 اربه ابادۍ کې نیزدې 80 فیصده خلک هندو مذهب منونکي دي، مسلمانان 14 فیصده حسابيږي او عيسايان، سکھان، بدهايان او جين مت په ټوله شپږ فيصده شمارل کيږي. غوا د هندوانو په نفسياتو کې سمه اخښل شوې ده او ځينې مذهب پالان يې د ډېر احترام نه مور هم بلي. ډېرو ايالتونو د غواګانو په حلالولو بندېز لګولی. د ځناورو د خسمانې بورډ خلکو ته ويلي په څوارلسمه فرورۍ بهر ته ووځئ او په عملي توګه غواګانو له غاړې ورکړئ. يو سياسي څېړنکار نېلنجن موخوياډيي دې پيغام ته لېونتوب او د عقل خلاف کار ويلی.هغه وايي: “د دې بدمرغه اړخ دا دی چې په دې اوس سرکاري مهر ولګېدو. دې د مذهب او رياست ترمنځ يوه بله کرښه ورانه کړه. دا ډېر د زړه ماتي عمل دی. اوس رياست هغه څه کوي کوم چې سياسي او مذهبي ډلو غوښتل”.

09.02.2023 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

09.02.2023 امریکا غږ

څيړونکي: د سختدريځۍ او ترهګرۍ د مخنيوي دپاره په تعلیمي نصاب کې بدلون پکار دی

څيړونکي او د تعليمي چارو پوهان وايي په ټولنه کې د سختدريځۍ او ترهګرۍ مخنيوي لپاره بايد د قامي پاليسۍ ترڅنګ د عصري او غېر عصري علومو په نصاب کې بدلون راوستلی  شي او بايد په نصاب کې هغه مواد شامل کړی شي چې په خلکو کې د امن او زغم سوچ پېدا کړي.

09.02.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

09.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more