ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا وایي روس په اوکراین کې د انسانیت ضد جرایم ترسره کړي دي

امریکا په رسمي ډول اعلان کړی چې اوکراین کې روس د انسانیت ضد جرایم ترسره کړي دي. د میونخ امنیتي کانفرنس ته خپله تاریخي وینا کې د امریکا نایب صدرې کماله هیرېس چې وکیله هم پاتې شوې، په اوکراین کې د عام اولس پرضد د روس لخوا ترسره شوو جرایمو باندې پوره تفصیل وړاندې کړو. هغې هغه شواهدو ته اشاره وکړه چې په کې تېر کال فرورۍ میاشت کې د روس لخوا یرغل نه څه موده وروستو د اوکراین په بوچا سیمه کې موندل شوي متاثرین، په میري پل کې هغه روغتون چې په کې ماشومان زېږول کیږي، د مارچ په میاشت کې په هغې بمباري چرته چې درې تنان سره د یو ماشوم وژل شوي وو، او په څلور کلنې ماشومه د روس یوه عسکر لخوا جنسي تیری شامل وو کوم چې ملګرو ملتونو یې هم تصدیق کړی دی. میرمن هیرېس د دې جرایمو غندنه وکړه او دا اعمال يې غیر انساني او د جبر نه ډک وبلل. دې زیاته کړه امریکا به د اوکراین سره د دغه ډول جرایمو په پلټنو کې مرستې جاري ساتي. دې ویل، "زه هغه ټولو ته وایم چې دا جرایم يې ترسره کړي او د هغوی باداران چې ورسره دې جرایمو کې شریک دي تاسو نه اختنه پوښتنه کیږي." امریکايي سینیټر لینډسی ګراهم چې دغه کانفرنس کې ګډون لري، د کماله هیرېس خبرې تایید کړې. په میونخ کې د خبریالانو سره خبرو کې نوموړي وویل د نایب صدرې نننۍ وینا د میونخ امنیتي غونډې په تاریخ کې د انتهايي مهمو ویناګانو څخه یوه وه. ښاغلی ګراهم وايي په اوکراین کې د جګړې په اړه چې  چینایانو څه اویل دغه ډیر مهم دي، هغوي دا خبره رد کړه چې ګنې په دغه جګړه کې جوهري وسله کارول شوې، مگر زیاتوي "کومه خبره چین کړې او کومه چې  نایب صدرې کماله هیرث کړې، دا د روس لپاره ډیره بده ورځ ده." امریکا لپاره د اوکراین سفیري اوکسانه مارکورووا د وایس اف امریکا اوکرایني څانګې خبریالې تاتیانه وروزکو سره مرکه کې د خالي په ورځ د میرمن هیرېس د وینا ستاینه کړې. دې ویلي؛ که په اوکراین کې جنګي جرایم دي، که یرغل دی، که بشر وژنه ده او که نور هغه جرمونه چې روس ترسره کړي، دا ډیره مهمه ده د اوکراین لپاره چې ددې تپوس پوښتنې د روس نه اوکړي. د اوکراین سفیره زیاتوي: "زمونږ د ټولو لپاره مهمه ده او هم دغه خبره نایب صدر کماله هیرېس هم کړې چې د دوی یعنې روس څخه دې د دې جرایمو تپوس پوښتنې اوشي او دا د هرچا لپاره مهمه ده څوک هم چې په دې اقدارو یقین لري". د شواهدو وړاندې کولو په وخت د امریکا نایب صدرې د امریکا خارجه وزارت د جګړې مشاهده کولو د یو پروګرام راپور هم وړاندې کړو چې د روس د څار او واک لاندې په زرګونو اوکرایني ماشومان د روس د حکومت د کنټرول لاندې سیمو ته اړول شوي. د دغه راپور په لوستلو سره هغې اویل د روس په کړنو مخ په زیاتیدو شواهد ښکاره کوي چې د کرملین مقصد د اوکراینیانو شناخت، تاریخ او کلتور باندې سترګې ورپټول او د خپو لاندې کول دي. دې اویل چې په اوکرایني ماشومانو د پوټين ورتپل شوې جګړه به تر نسلونو یاد ساتل کیږي. میرمن هیرېس وايي امریکا به اوکراین سره ولاړه وي او څومره چې کیداۍ شی د  روس په دې ناوړه ګام به ددوي نه د حساب کتاب اخستلو خبره کوي. نور نړېوال غبرګونونه د ملګرو ملتونو د بشر وژنو د مخنیوی دفتر ترمخه  په نړیواله لوظنامه کې د انسانیت په ضد د جرایمو خبره په رسمي توګه نه ده شامل کړی شوې،په دې له هم د جرایمو نړیوال عدالت او نور نړیوالو ادارو کې بحث روان دی. ملګري ملتونه وايي د بشر وژنې په مقابل د انسانیت په ضد جرایمو کې مهمه نه ده چې یوه مخصوص ډله په هدف شي. بلکه بغیر د کومې ډلې سره د تړاؤ یا شناخت د یوې حملې هدف عام انسان هم کیدلی شي. د جمعې په ورځ د ډیموکرټک ګوند د ویسټ ورجینیا نه سینیټر جويې منچین او یو ریپبلکن شیلي مور کپیټو په سینیټ کې د یو قرارداد د لارې په اوکراین کې د روس جګړه بشر وژنه بللې. ښاغلی منچین اوویل د اوکرایني خلکو په ضد د پیوټن نااعلانه شوی یرغل او د جګړې بوګنونکي فعالیتونه د بشر وژنې پورې رسیدلي دي. د هغه وینا وه چې، "دا د نړۍ یو قوت او جمهوري مشر په هیث زمونږ ذمه واري ده چې د خپلو ملګرو سره مرستې اوکړو او د اوکرینیانو په خونریزۍ به مونږ ارومرو د روس نه تپوس پوښتنه کوو." د اوکراین د جنګ حالات اوکرایني پوځيانو په ختیز کې په یو ورکوټي ښار بخموت باندې د روس لخوا د حملې مخه نیولې او دوۍ د نورې وسلې غوښتنه کوي. رایټرز خبري ادارې ته بخموت سره نزدې په واورو کې ولاړ د اوکراین یو پوځي دیمترو وايي مونږ ته نور جنګي الات راکړۍ، نووره وسله راکړۍ او مونږ به د روسايي قابضینو سره جنیګږو او مونږ به تباه کړو. د اوکراین سترڅارنوال ویلي د زیارت په ورځ په عام ودانیو روس میزایلې او راکټې ګوزار کړي دي چې پکې درې تنه وژل شوي دي، دغې کې دوه ښځې هم شامل وې.په یاده پیښه کې نهه کسان نور ژوبل شوي. د روس پوځ د تیرو څو میاشتو راهسې د بخموت ښار د نیولو هڅه کوي او بمبارۍ کوي چرته چې تر 70 زور پورې خلک ژوند کوي. د خالي په ورځ د میونخ غونډې ته د برطانیی وزیراعظم ریشي سوناک په نړیوال مشرانو باندې زور ورکړو چې د روس د حملو څخه اوس او په اینده کې  د اوکراین او پاتې اوروپا  د حفاظت لپاره نوره وسله او ضمانتونه ورکړي.ده زیاته کړه هم دا وخت دی چې مونږ خپل پوځي کمک دوه غبرګه کړو.  اوکراین ته په سمدستي توګه د وسله ورسولو د کیف لخوا د خبرداري ورستو اروپايي اتحاد په بیړنۍ توګه اوکراین لپاره د وسلو بندوبست ته هلې ځلې شورو کړي دي.

19.02.2023 ډیوه

پولیس وایي په کوئټه کې یې ځانمرګې بریدګره نیولې، فعالان وایي دا صرف جبري ګرفتاري ده

پوليس په کوئټه کې د بلوڅ ښځينه ځانمرګې بريدګرې د نيولو دعوه کړې، خو د ښځې کورنۍ او بلوڅ فعالان يې جبري ګرفتاري بولي. د ترهګرۍ ضد کارکونکې ادارې یا سي ټي ډي په جاري شوي بيان کې دعوه شوې چې د شنبې/خالي په ورځ يې د کوئټې په سيټلايټ ټاون سیمه کې د ماهل بلوڅ په نوم ځانمرګې بريدګره نيولې او له هغې څخه يې د چاودېدونکو توکو جېکټ تر لاسه کړی دی. د سي ټي ډي د ترجمان له لوري  په خپاره شوي بيان  کې لیکل شوي، د پټو معالوماتو پر اساس يې د کوئټې په سټلايټ ټاون کې عمليات کړي او د جاسوسي ادارو په مرسته يې د ځانمرګې برید کوونکې ښځينه (ماهل بلوڅ) په نیولو سره يې د ترهګرۍ لوی پلان ناکامه کړ. بيان کې د ماهل بلوڅ تعلق له بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل ايف  سره ښول شوی، او زیاته شوې چې، "د نيول شوې ترهګرې په اوږه ځانمرګی جیکټ و، دا کې څلور يا پينځه کلو چاودېدونکي توکي کارول شوي و، چې موخه یې په کوټه کې پر حساس ځاي برید کول و". د لادرکه بلوڅانو لپاره کارکوونکي تنظیم ، وايس فار بلوڅ مسنګ پرسنز له لوري په کوئټه او ځينې نورو سيمو کې د ماهل بلوڅ د ګرفتارۍ پر ضد احتجاجونه شوي او د هغې د خلاصولو غوښتنه يې کړې ده. د تنظيم  چېرمېن نصرالله بلوچ  د سي ټي ډي تورونه رد کړي او د سي ټي ډي له لخوا د ماهل بلوڅ نیول يې جبري ګرفتاري بللې ده. نصرالله بلوچ وایي: "په بلوچستان کې د سي ټي ډي عملیات له پخوا څخه  مشکوک دي، هغه يې له خپله کوره څخه نيولې وه او له ځانه سره يې وړې ده. د هغوی دا تورونه چې هغه ځانمرګې بريدګره ده بې ځايه دي. موږ په پاکستان کې د انساني حقوقو له تنظیم څخه غوښتنه کوو چې د مهل بلوڅ په اړه دې بشپړ تحقیقات وکړي او د بلوچستان حکومت دې د پېښې د تحقيقاتو لپاره پارليماني کمېټۍ جوړه کړي".   د نصرالله بلوچ په خبره نيول شوې ماهل بلوڅ مېړه درې يا څلور کاله وړاندې د ځواکونو له لوري په يوه مقابله کې وژل شوی دی او دوی دوې لوڼې لري. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر مير ضیا لانګو د ماهل بلوڅ د نیولو پخلی وکړ. لانګو له  ډیوه ته سره په خبرو کې  وویل دوی نه غواړي یوارې بیا د آرمي پبلک سکول پشاور، د اتم اګست 2016 د کوټې وکېلانو د مرګونې پېښې په شان يوه بله لويه پېښه رامنځ ته شي  او یا هم پر عسکري او لوړ پوړو چارواکو کوم قسم خونړۍ برید وشي، او د داسې بريدونوه مخه نيول د حکومت ذمه واري ده. د هغه په خبره  له څو ورځو راهيسي د خفیه ادارو لخوا د ځانمرګي برید په اړه رپورټونه راغلي وو او اخر يې هغه ونيوله او د هغوی پلان يې شنډ کړ. ښاغلي ضیا لانګو زیاته کړه: "په ټولنه کې ښځو نيول بد کار بلل کېږي خو دلته موږ وليدل چې تر دې وړاندې په کراچۍ کې هم بلوڅ ښځينه ځانمرګې بريد وکړ او لوی تاوان يې جوړ کړ، اوس چې کومه ښځه نيول شوې له هغې سره  ځانمرګی جیکټ نیول شوی دی، و هغې ته مو ټول قانوني حق ورکړی، و عدالت ته مو وړاندي کړې ده، قانون د نر او ښځي دواړو لپاره برابر دی، که د کوم چا اعتراض وي هغه دې عدالت له ولاړ شي او هغه (ماهل) دې بې ګناه ثابته کړي او  کوم چا چې دا عمل کړی هغه دې له عدالت څخه سزا کړي". د وايس فار بلوڅ ميسنګ پرسنز تنظيم په خبره د فرورۍ پر 3مه  د راشيده بي بي په نوم یوه بله بلوڅه او د هغې خاوند رحیم زهري لادرکه شوي وو. د ياد تنظیم او د لادرکه کسانو د کورنۍ او د بېلا بېل سیاسي ګوندونوله لوري د کوټې د مطبوعاتو د کلب و مخ ته تېره ورځ د احتجاج پر مهال راشيده بي بي خپل کورته ستنه شوې، خو خاوند يې لا هم  لادرکه دی- د لادرکه بلوڅانو د تنظیم  رپورټ دی چې په روان کال 2023 کې د جنوري او فروري په میاشت کې 37 تنه لادرکه شوي دي چې تر اوسه یواځي د 3 تنو درک لګېدلی. وايي تېر کال د یاد تنظیم له لوري حکومت ته د 770 لادرکه کسانو نوم لړ يا ليسټ  ورکړل شوی وو چې 300 تنه پکې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

19.02.2023 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

19.02.2023 امریکا غږ

اوکراین د ګانګرس په غړو فشار راوړی چې اف-۱۶ جټ الوتکې ورکړي- قانون جوړوونکي  

د اوکراین مقاماتو د متحدو ایالتونو د ګانکرس په غړو باندې تاکید کړی دی چې د ولسمشر جوبایډن په ادارې باندې فشار راوړي چې کیف ته اف-۱۶ جنګي جټ الوتکي ورکړي.  

19.02.2023 امریکا غږ

په اوکراین د روسیې د یرغل کالیزه؛ بایډن په پولنډ کې وینا کوي

سپینه ماڼۍ وايي، د ولسمشر جو بایډن هغې وینا ته تیاری نیسي چې د سې شنبې په ورځ فبروری ۲۱ (سلواغې ۳۰) پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل د یو کال د پوره کېدو په مناسبت به یې په پولنډ کې وکړي او په ترڅ کې به یې د کیف د دفاع دپاره د متحده ایالاتو ژمنې بیا تکرار کړي.

19.02.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

19.02.2023 امریکا غږ

د مونیخ امنیتي غونډه او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان

د مونیخ درې ورځنۍ امنیتي غونډه کې د افغان ښځو او مېرمنو له حقونو ملاتړ وشو. که څه هم پر اوکرایین د روسیې یرغل د غونډې اصلي بحثونه جوړول خو ځینو ګډونوالو د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو په زیاتیدونکو محدودیتونو او امنیتي ګواښونو هم خبرې وکړې. صفي الله ستانکزی او نور جزییات

19.02.2023 ازادي راډیو

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

19.02.2023 امریکا غږ

په ارزګان کې د کرکټ سيالۍ پيل شوي

په ارزګان کې د کرکټ ۳۰ ورځنۍ سیالۍ پیل شوي دي. سيمه ييز مسوولان وايي، په دغو سیالیو کې ۱۱ لوبډلو برخه اخیستې چې هدف د ځوانانو ترمنځ یووالی دی. د کرکټ لوبغاړي د يوه معياري لوبغالي د جوړېدو غوښتنه کوي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

19.02.2023 ازادي راډیو

د کرونا وبا په مهال پاکستان کې ۱۶ لکه ځوانان بې روزګاره شوي و - رپورټ

نړېوال يا ورلډ بېنک په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي د کرونا وبا د بدو اغېزو په نتيجه کې په پاکستان کې ۶۔۱ ملينه يعني ۱۶ لکه ځوانان بې روزګاره شوي و. دغه رپورټ زياتوي د ۲۰۲۱ کال په پای کې، د وخت نه مخکې په سکولونو يا ښوونځو کې د داخلې کچه هم ۱۵ فيصده راکمه شوې وه.   د کرونا وبا په مهال د دندې نه ايستلی شوی د خېبر سيمې طاهر شاه وي او اې ډيوه ته وايي هغه يو نيم کال په کور کېناست او روزګار ترلاسه کولو د پاره يې ډيرې هڅې کړې وې. نوموړی وايي د هغه په شمول اته نور کسان هم د خپلو دندو نه لرې شوي وو چې په کې ځينې کسانو اوس روزګار نه دی ترلاسه کړی. طاهر شاه زياته کړه: "کومې پيسې مونږ د خپل کار نه خوندي ساتلې وې نو هغه ټولې مو د کرونا وبا په وخت وخوړې". د نړېوال بېنک له خوا دغه راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د پاکستان اقتصادي وضعيت په دې ورځو کې د سخت کړاوونو سره مخ دی او د حکومتي شمېرو ترمخه، په کال ۲۰۲۲ کې څه لږ تر لږه اته لکه خلک چې په کې ۱۶۵،۰۰۰ هنر لرونکي تنان هم شامل دي، پاکستان نه بهر هېوادونو ته د کار موندلو د پاره تللي دي. د نړېوال بېنک له خوا د کرونا وبا په ځوانانو د بدو اغېزو په حقله په دغه راپور کې ويلی شوي د سکولونو بيا پرانستلو په وخت د شپږو نه تر ۱۴ کالو پورې د ماشومانو په داخلو کې شپږ فيصده کمی راغلی و. په ډان ورځپانۀ کې خپور شوی دغه راپور زياتوي چې په پاکستان کې ۶۔۷ ملينه يعني ۷۶ لکه ماشومان د ښوونځو يا سکولونو نه د کرونا وبا نه پس ويستلی شوي و. د خېبرپښتونخوا د تاجرانو د اتحاديې مرستيال مشر شاهد حسين وي او اې ډيوه ته وايي د کرونا وبا تاثير شته او هغه دا ګڼي چې د نړيوال بېنک د راپور کې ورکړی شوؤ شمېرو نه زيات ځوانان د روزګارونو نه ويستلئ شوي وو. مشاهد حسین وايي د کرونا په وخت نه يوازې خلک د خپلو دندو نه لړې کړئ شوي وو ولې خلک د ډېرو سختو تاوانونو سره هم مخ شوي وو. هغه زياتوي ځوانان د بد اقتصادي وضعيت د لاسه اوس پاکستان پرېږدي او بهر هېوادونو کې ځان کارونه ګوري". د دغه رپورټ په اړه مو د حکومتي چارواکو سره د خبرو کولو هڅې وکړې خو بريالي نه شو چې ورنه څه جواب واخلو.

19.02.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

19.02.2023 امریکا غږ

طالبان وايي ‌د بهرنیو ځواکونو پوځي اډې په تجارتي مرکزونو بدلوي 

د طالبانو حکومت وایي چې پلان یې جوړ کړی دی چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخواني پوځي مرکزونه په تجارتي سیمو بدل کړي. 

19.02.2023 امریکا غږ

د امریکایي جنرال خبرداری: چین په ستر فضایي ګواښ بدل شوی

د متحده ایالاتو د فضايي عملياتو مشر وايي، د څو کلونو په ترڅ کې د وسلو د زياتېدونکي سيالۍ له امله فضا په بنسټيزه توګه بدله شوې او چين «تر ټولو ننګونکی ګواښ» شوی دی.

19.02.2023 امریکا غږ

امریکا روسیه په جنګي جرایمو تورنه کړه؛ د اوکراین د جګړې تازه پرمختګونه 

په داسې حال کې چې را روانه جمعه (فبروري۲۴) په اوکراین باندې د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي، د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت روسیه په اوکراین کې په جنګي جرمونو تورنه کړې ده. 

19.02.2023 امریکا غږ

د اسرائیل په هوایي برید کې په دمشق ۱۵تنه وژل شوي – د څار ډله 

د سوریې په پلازمینه دمشق کې د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۹ (سلواغې ۳۰) سهار وختي د اسرائیل په هوايي برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او ددې ښار په یوه ناحیه کې چې څو دولتي امنیتي ادارې په کې دي، یوې ودانۍ ته سخت زیان اوښتی دی. 

19.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more