ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


چین او ایران په افغان طالبانو غږ کړی چې په ښځو قدغنونه دې لرې کړي

ای پي وايي دواړو ملکونو په خپل مشترکه بیان کې وویل دواړو طرفینو... په افغان حکمرانانو غږ وکړو چې ټول شموله حکومت دې جوړ کړي چې ټول قومونه او ټولې سیاسي ډلې پکې په حقیقي ډول برخه لري او د ښځو، د نسلي اقلیتونو او د نورو مذهبونو خلاف دې امتیازي اقدامات منسوخ کړي

16.02.2023 ډیوه

په پاکستان کې کاروباريان وايي د دوايانو قيمتونه ورځ تر بله سېوا کيږي

پېښور ــ په پاکستان کې کاروباريان وايي د دوايانو قيمتونه ورځ تر بله سېوا کيږي او د خلکو د دوايانو د اخستو مالي توان کم شوی دی. په پېښور کې دوکانداران وايي د ژوند بچ کولو دوايانې تر ټولو زياتې ګرانې شوې دي. رحمت خان د خپل مريض د پاره دوايي اخستو ته راغلی وايي، دی دهاړي مزدوري کوي او اکثر د ډاکټر له خوا ليکل شوي ټولې دوايانې نه شي اخیستی. رحمت خان وي او اې ډیوه ته وویل: "مونږ د ورځې په حساب شپږ سوه روپۍ مزدوري کوو۔ پيسې چې نه وي بيا په قرض پيسې را اخلو۔ په کلي کې ګرځو، د چا نه زر چا نه پینځه سوه روپۍ راواخلو، ځکه چې مجبوري مو ده"۔ د پېښور نمک منډۍ کې د دوايانو مارکيټ کې اکثر دوکانونو کې اخستونکي نه ليدل کيږي، کاروباريان وايي د ګرانۍ له وجې د اخستونکو کچه کمه شوې ده. يو دوکاندار فېض محمد وايي د خلکو د اخستو مالي توان کم شوی دی: "روزګار مو اتيا فيصده کم شوی دی۔ د خلکو مالي حالت ډېرخراب دی صرف هغه وخت د ضرورت دوايي اخلي چې تر اخري حده ورسيږي، خلکو د ځان عام علاج پرېښی دی ځکه چې مالي توان نه لري"۔ دوکانداران وايي د دوايانو قيمتونه د روزانه په حساب سره سېوا کيږي، د شوګر، بلډ پريشر، د تبې، د زړه د بيماريو او نورې ژوند بچ کوونکو دوايانو قيمتونه په تېرو څو مياشتو کې څو چنده سېوا شوي دي. د پېښور د دوايانو د دوکاندارانو د اتحاديې جنرل سيکرټري اسلم پروېز وايي پاکستان ته د دوايانو خام مال د بهر هېوادونو نه درامد کيږي، چې د روپۍ د قدر کمي سره يې قيمتونه سېوا کيږي: "د ژوند بچ کولو دوايانې لکه د بلډ پرېشر دوايي، شوګر دوايي او دغسې نورې داويانې هره هفته ګرانيږي. که يوه هفته د يو ډبي قيمت اته سوه روپۍ وي نو بله هفته هغه نهه نيم سوه او بيا زرو ته ورسيږي".  د پاکستان سټېټ بېنک او حکومتي چارواکو په دې وروستيو کې ويلي دوی به کاروباريانو ته اسانتياوې ورکوي او په بندر ګاه چې د اېل سيز د وجې کوم مالونه ولاړ دي د هغې د حل لار به راوباسي.

16.02.2023 ډیوه

څېړونکي وایي پاکستان ته د امریکې د پلاوي راتګ به د دواړو هېوادونو خرابې اړیکې بیرته ښې کړې

پېښور ـــــ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړې ډله د پاکستان سفر کوي او د اعلي چارواکو سره به د دواړو هيوادونو ترمنځ په وروستيو کې اغېزمن شوو اړيکو د بيا بحالۍ تر څنګ په نورو مهمو چارو خبرې اترې کوي. څېړونکي وايي د عمران خان په تېر شوي حکومت کې د امريکې سره د پاکستان اړيکې د بد اعتمادۍ ښکار شوې وې خو پاکستان او امريکا يو بل ته ډېر ضرورتونه لري او اوس مهال د دواړو هيوادونو د اعلی چارواکو ترمنځ کېدونکی ملاقات به د پاکستان او امريکې د اړيکو په بيرته بحالۍ کې مهم کردار ولوبوي. د امريکې د خارجه محکمې قونصلر ډيريک شولي په مشرۍ لوړپوړی پلاوی به د اسلام اباد سفر کوي. په پېښور پوهنتون کې استاد پروفيسر دروېش اپريدی وايي پاکستان تل د خپلې سېوا ابادۍ، سيمه یيزو حالاتو او خراب معاشي حالت له کبله د غربي نړۍ نه ګټه پورته کړې ده خو بل لوري ته امريکا او پاکستان يو بل ته اړتيا لري نو ځکه د اړيکو بيرته بحالي به د دواړو په ګټه وي: "زه فکر دا کوم چې د پاکستان امريکي ته ضرورت او د امريکي پاکستان ته ضرورت دي هغه د يو بل د ضرورتونو د لاندي يو بل ته رانزدي کيږي او يوي نتیجې ته به د رسېدو کوشش کوي چې په مفاداتو کې تضاد راځي هغه کم کړي او همکارۍ ته خبره يوسي". مطبوعاتو د امريکي د خارجه وزارت په حواله ليکلي دي چې د روانې مياشتې د فرورۍ د 14 نه تر 18 نېټې پورې به دغه وفد د بنګله دېش او پاکستان په سفر وي او په دې مهال به د سرکاري چارواکو، د مدني ټولنې غړو او سوداګرو سره ویني. نن د امريکا د خارجه وزارت وياند نيډ پرايس مطبوعاتو ته ويلي چې پاکستان سره مرستو ته درناوی لري او وایي یو سوکاله او جهموري پاکستان د امريکا په ګټه دی. نوموړي ويلي پروپیګنډې، د دروغو او بې بنياده الزامات به په دوه اړخيزه اړيکو کې خنډ جوړ نه شي. ياده دې وي چې د پې ټي ایي مشر عمران خان تېر کال د خپل حکومت ختمېدو وروسته په امريکه تور پورې کړی وو چې د هغه حکومت لرې کولو په شا د امريکا لاس وو، خو د امريکې حکومت دغه تورونه وار په وار رد کړي دي. عمران خان هم څو ورځې وړاندې وي او اې سره په يوه مرکه کې له دغه دريځ نه بیرته په شا شوی دی. د پېښور پوهنتون د سياسياتو استاد پروفېسر محمد زبېر بيا وايي د پاکستان او امريکې اړيکې د تاريخ په اوږدو کې په دې لاندې باندې پاتې شوې دي او تېر پې ټي ایي په حکومت کې چې دوه اړخيزه تعلقاتو ته څومره زيان رسېدلی له دې دومره کله هم په تاريخي توګه نه دي ليدل شوي: "دا اوس يو ښه موقع ده چې پاکستان پخپله بهرنۍ پالیسي نظرثاني وکړي چې تعلقات دي زمونږ د نورو ملکو او خاص کر د امريکې سره څومره په ښه کېدو باندې څومره کار کېدلی شي هغه وکړي". ډاکټر محمد زبېر هيله من دی چې راتلونکي وفد به د سيکیورټي په برخه کې خبرې اترې کوي ځکه چې په تاريخي توګه د امريکې او پاکستان د سيکیورټي او معيشت په اړه ژورې اړيکې پاتې شوې دي. بل لور ته ډاکټر دروېش اپريدی زياتوي د امريکا او د غربي نړۍ نه بغير پاکستان ته وړاندې تګ به ډېر ګران وي: "زه فکر کوم په راتلونکي کې هم د غرب نه بغير د پاکستان ګزاره نه کيږي، د چين د کيمپ سره د ده تلل په ګټه باندې به نه وي پاکستان به دا کوشش کوي چې نان الاينډ [بې طرفه] پاتې شي". څېړونکي وايي په تېرو څلور کالو کې دوو مهمو نکتو د پاکستان او امريکې تر منځ اړيکو ته ډېر نقصان رسولی دی، چې يو د پخواني وزيراعظم عمران خان له خوا د خپل حکومت ختمولو په امريکي بې بنياده الزام پورې کول او بل په افغانستان کې د اشرف غني په مشري د جمهوري حکومت ختمېدو وروسته د طالبانو د واکمنۍ تود هرکلی کول دي.

16.02.2023 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

16.02.2023 امریکا غږ

ترکیه کې له ۲۴۸ ساعتونو وروسته یوه نجلۍ له کنډوالو څخه ژوندۍ واېستل شوه

په ترکیه کې مقامات وايي ژغورونکو د خونړۍ زلزلې څخه ۲۴۸ ساعتونه وروسته یوه ۱۷ کلنه نجلۍ له کنډوالو څخه ژوندۍ را وایستله.

16.02.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

16.02.2023 امریکا غږ

د اوکراین چارواکي وایي روس نن بیا په لسګونو میزایل ور ویشتلي دي

واشنګټن ــــ په اوکراین کې له څه کم یو کال راهیسې د روانې جګړې په ترڅ کې روسي ځواکونو نن بیا پر دې هېواد د لسګونو میزایلو برید کړی او په بېلابېلو سیمو کې یې خپل هدفونه په نخښه کړي چې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی دی. د اوکراین چارواکو د پنجشنې- زیارت په ورځ رسنیو ته ویلي چې د اوکراین هوايي دفاعي ځواکونو د روس له 36 میزایلو څخه چې ور ویشتلي یې وو 16 یې دوی را غورځولي دي. د روس پوځ دا هوايي بریدونه په داسې وخت کړي چې ناروې د اوکراین لپاره د اووه اربه ډالرو په ارزښت د پینځه کلنې مرستې د پېکیج منظوري ورکړې ده. د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي وایي د ناروې دا اقدام ناروې او اوکراین پیاوړي کوي او روس به د ټولو هغو کسانو په یووالي باندې قابو تر لاسه نه کړي چې ازادي یې خوښه ده. زلنسکي د وېډیو لینک له لارې د ناروې پارلمان ته وویل: "اوس تاسې یو داسې هیواد ته د اوږدې مودې د مالي ملاتړ لپاره ډېر ښه مثال وړاندې کوئ چې د خپلې ازادۍ او له نړیوالو اصولو سره سم د هر ملت د ژوند تېرولو د حق دفاع کوي". د اوکراین چارواکو خبرداری ورکړی دی چې کېدای شي روس په اوکراین باندې د خپل یرغل د کلیزې په را نیژدې کېدو سره د یو نوي طرز برید پیل کړي. صدر زلنسکي د چارشنبې- شورو په شپه پخپله وینا کې وویل دی ډاډه دی چې د اوکراین ځواکونو به د "حملو د بیا پیلولو" لپاره د روس هڅې ناکامه کړي. د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ یوه ځانګړې غونډه کې به راتلونکې اوونۍ د یو قرارداد مسودې ته رایه ورکول کېږي چې په اوکراین کې د دښمنۍ د پای ته رسولو او د داسې امن غوښتنه کوي چې د اوکراین د خودمختارۍ، ازادۍ، یووالي او مځکنۍ بشپړتیا ډاډ ورکړي. تمه کیږي چې جنرل اسمبلۍ به دغه قرارداد منظور کړي ځکه چې دا د فرورۍ په 23مه په اوکراین باندې د روس د یرغل د کال تر پوره کېدو یوه ورځ مخکې کېږي. د دې قرارداد په مسوده کې پر ملګرو ملتونو او غړو هیوادونو ږغ شوی چې د روس او اوکراین تر منځ سولې ته د رسېدو لپاره د سفارتي هڅو ملاتړ وکړي. ملګرو ملتونو په دې قرارداد کې له روسه هم په ټینګار سره غوښتي چې د اوکراین پر ملکي ودانیو بریدونه ودروي او سمدستي له اوکراین څخه خپل ټول پوځي ځواکونه وباسي. د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ تر دې مخکې هم ځینې قراردادونه منظور کړي دي چې پکې د اوکراین د ازادۍ او مځکنۍ بشپړتیا ملاتړ شوی او د روس په پوځي یرغل باندې پکې نیوکې شوې دي. د امریکې د دفاع وزیر لویډ اسټن د چارشنبې- شورو په ورځ د روسي ځواکونو خلاف په جګړې کې د اوکراین پیل کوونکي جنګي امکانات په ښه توګه انځور کړل. ښاغلي اسټن په بروکسل کې د نېټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل: "زه فکر کوم دوی به د جګړې په ډګر کې د پام وړ بدلون او نويو شروعاتو لپاره ښه موقع ولري". اسټن وویل څنګه چې د نېټو هیوادونه اوکراین ته وسله لېږي، د امریکې په مشرۍ پوځي اتحاد د دې نوې وسلې د کارولو لپاره پوځیانو ته د روزنې ورکولو اراده لري. یادونه:- د رپوټ ځینې مواد له اسوسیېټیډ پریس، اې ایف پي او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.

16.02.2023 ډیوه

امریکا د ملګرو ملتونو هغه راپور تائید کړ چې د القاعده نوی مشر په ایران کې دی

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د ملګرو ملتونو هغه راپور او ارزونه تائیدوي‌ چې وايي د القاعده نوی مشر سیف العدل په ایران کې دی.

16.02.2023 امریکا غږ

پاکستان: د سيند صوبې له زندانونو تر 200 زيات خوشي شوي افغانان خپل هېواد ته لېږل شوي

په افغانستان کې  واکمنو طالبان په کراچۍ کې کونسل جنرل وايي، د سیند صوبې د زندانونو/جېلونو څخه نور د 200 پورې افغانان خوشي شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.

16.02.2023 ډیوه

د کوټې نه پېښور ته په تلونکي رېل ګاډي کې چاودنه شوې، مرګ ژوبله یې اړولې

د پاکستان د بلوچستان صوبې مرکزي ښار کوټې نه پېښور ته تلونکي اورګاډي کې چاودنه شوې د چارواکو په وینا په چاودنه کې يوه ښځه مړه او پينځه تنه نور مسافر ژوبل شوي خو ځايي ميډيا د ژوبلو شمېره نهه ياده کړې ده.

16.02.2023 ډیوه

نیډ پرایس: که طالبان د القاعده خلاف اقدام ونه کړي امریکا خپله د دې کار توان لري

واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي طالبانو ژمنه کړې چې د القاعده په ګډون به په خپله خاوره کې بهرنۍ ترهګرې ډلې د فعالیت لپاره نه پرېږدي، وایي که طالبان د القاعده خلاف اقدام ونه کړي امریکا د دې وړتیا لري چې خپله دا کار وکړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د شورو- چارشنبې په ورځ خبري غونډې ته په وینا کې وویل، طالبانو په شخصي او ولسي کچه ژمنې کړې دي چې د افغانستان خاوره به هغو کسانو ته د کارولو لپاره نه پرېږدي چې د امریکې په ضد دسیسې جوړوي. نیډ پرایس وایي د القاعده مخکیني مشر ایمن الظواهري ته په کابل کې خوندي پناه ځای ورکړل شوی وو او د تېر کال په جولای کې نړۍ ولیدل چې امریکې په ډرون برید کې و واژه. پرایس د‌ ولسمشر جوبایډن له خولې وویل امریکا به چاته د داسې ګواښونو او خطرونو د را پورته کېدو اجازه ور نه کړي چې امریکې، د امریکې د ملګرو او متحدینو ته په چېلنج بدل شي، وایي که داسې څه کېږي نو د دا ډول ګواښونو د مخنیوي لپاره به په کلکه عمل وکړي: "که طالبان [د القاعده د ځپلو لپاره] د خپلو کړو ژمنو د پوره کولو توان ونه لري یا نه غواړي چې پوره یې کړي نو موږ تیار یو او د دې توان لرو چې پخپله یې خلاف ګامونه واخلو". طالبانو لا تر اوسه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دې تازه څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی او نه یې هم په کابل کې د ایمن الظواهري وژل تایید کړي دي، خو په افغانستان کې یې د خپلې واکمنۍ په مهال د القاعده د غړو شته والی رد کړی دی. په افغانستان کې د القاعده شبکې د غړو د شته والي او فعالیت په اړه اندېښنې هغه وخت زیاتې شوې چې امریکې تېر کال په کابل کې په ډرون برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژنې خبر ورکړ، خو طالبانو- که څه هم دا برید منلی- خو د ظواهري وژنه یې په دې برید کې نه ده تایید کړې. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وایي، د امریکا ارزونه د ملګرو ملتونو له اندازې سره برابره ده چې وایي سیف العدل د القاعده شبکې نوی مشر ټاکل شوی او دا مهال په ایران کې دی. نیډ پرایس یو ځل بیا پر ایران کلکې نیوکې وکړې او تور یې پورې کړ چې امریکې مخکې هم د ترهګرو ډلو د ملاتړ په تور د ایران خلاف ګامونه اخیستي خو وایي دا نوې اشاره ده چې د القاعده نوي ممکنه مشر ته یې پناه ورکړې ده: "کله چې هلته د هغه [سیف العدل] د موجودیت خبره راځي، القاعده ته د خوندي پناه ځای ورکول د ترهګرۍ لپاره د ایران د پراخ ملاتړ، په منځني ختیځ او له هغه بهر د ناارامۍ جوړوونکو فعالیتونو یو بل مثال دی". ایران تر اوسه په رسمي‌ توګه د ملګرو ملتونو او د امریکې د بهرنیو چارو وزارت دغو دعوو ته څه جواب نه دی ویلی چې ګواکې د القاعده نوی مشر سیف العدل په ایران کې دی او نه هم القاعده ډلې هغه د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړی دی. ملګرو ملتونو پخپل یو تازه رپوټ کې ویلي وو، داسې ښکاري چې په کابل کې د امریکې په ډرون برید کې د القاعده ډلې د مخیکني مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته د دې ترهګرې ډلې مشري په خاموشۍ سره په ایران کې د هغه ځایناستي ته سیف العدل ته سپارل شوې ده. د ملګرو ملتونو په یو نوي رپوټ کې چې د دې ادارې د یو غړي هیواد د استخباراتو په بنیاد جوړ شوی او د فرورۍ پر 13مه خپور شوی، ویل شوي وو چې 62 کلن سیف العدل اوس د القاعدې مشري او د اوس لپاره دې ډلې ته د دوام ورکولو استازیتوب کوي. سیف العدل د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن د امنیت چارې سمبالولې او د هغو الوتکو تښتوونکو په روزنه کې یې هم لاس درلود چې د 2001م کال د ستمبر پر 11مه یې د امریکې پر نړیوال تجارتي مرکز او پېنټاګان ترهګریز بریدونه کړي وو. امریکې د هغه پر سر 10 میلینه ډالر اعلان کړي وو.

16.02.2023 ډیوه

د ائ ایم ایف اؤ پاکستان انلاین خبرې نن بیا پیل کیږي

ټاکل شوې دپاکستان اؤ نړیوالې مالیاتي ادارې ائ ایم ایف ترمنځ دنهمې ارزونې ورچویل خبرې اترې نن د زیات په ورځ یو وارې بیا کیږي. دپاکستان دخزانې وزارت هیله ښودلې ده چې تر راتلونکې اوونۍ به دپور دپاتې پیسو ترلاسه کیدو لپاره دپاکستان اؤ ائ ایم ایف ترمنځ د مامورینو په کچه تړون ترسره شي. خو دپاکستان دخزانې پخوانی وزیر حفیظ پاشا وایي که دپاکستان اؤ ائ ایم ایف تړون وشي نو بیا به هم پاکستان له اقتصادي ستونزو ونه اوځي. دائ ایم ایف اؤ پاکستان ترمنځ دشپږ بیلینه ډالرو دپور دپاتې پیسو لپاره دنهمې ارزونې ورچول نني مذاکرات په داسې حال کې کیږي چې پاکستان دائ ایم ایف دشرطونو په اساس دتېلو بیعې لوړې کړي اؤ هم یې د170 اربو روپو د نوؤ تیکسونو لپاره وړوکی بجټ یوه ورځ وړاندې پارلیمان ته وړاندې کړی دی. پاکستان دائ ایم ایف دشرطونو منل کیدو په اړوند مسوده په تېرو ورچویل خبرو کې دائ ایم ایف چارواکو ته وړاندې کړې وه خو ائ ایم ایف ددې مسودې دجاج اخستو لپاره تر ننۍ (زیارت/پنجشنبه) ورڅې مهلت غوښتی ؤ. دپاکستان د خزانې وزارت سرچینو هیله ښودلې ده چې په ننیو خبرو اترو کې به معامله راجوړه شي اؤ دائ ایم ایف سره به د مامورینو په کچه تړون راتلونکې اوونۍ پورې ترسره شي. پاکستان او ائ ایم ایف په 2019م کال کې پر شپږ اربه ډالرو پور سره جوړ شوي وو، خو پر مالیاتي پالیسۍ  د اختلاف له کبله یې اسلام اباد ته پر یو ځای تر یو ارب ډالر د زیاتو پیسو له ورکولو ډډه کړې وه. دا مهال پاکستان هڅه کوي چې د ورپېښو اقتصادي جنجالونو نه د ځان ویستلو لپاره دائ ایم ایف نه ورپاتې 1.3 اربه ډالر ترلاسه کړي خو ائ ایم ایف ورته ددغو پیسو ورکولو لپاره یو شمیر شرطونو ایښي دي چې هغې کې دتوانایۍ په څانګه کې رعایتونه ختمول اؤ د ټیکسونه لمنه پراخول شامل دي. دپاکستان دخزانې پخوانی وزیر وایي دی فکر نه کوي چې ائ ایم ایف سره په تړون کیدو به پاکستان داقتصادي جنجالونو څخه اوځي. دپاکستاني‌ ټيلي ويژن جیو نیوز په یو پروګرام کې دخبرو په مهال حفیظ‌ پاشا ویلي دي پاکستان درې،څلور ګامونه په یو ځای اخستي دي ،افراط زر به په څرګند ډول سیوا کیږي. هغه وویل کومې برخې یا سیکټرونه چې ټیکس نه ورکوي ،حکومت باید په هغوی ټیکسونه لګولي وؤ خو دا چې په ټولو یې یو شان ټیکسونه سیوا کړل، دې ګام سره به ګراني په بیړه سیوا شي اؤ دګرانۍ کچه به لږ تر لږه 35 فیصدو ته ورسیږي. نوموړي زیاته کړې ده چې که حکومت داکتوبر دمیاشتې نه ګامونه اخستي وؤ نو دای ایم ایف پروګرام به پځای پاتې شوی ؤ. دحفیظ پاشا په وینا تر ستمبر میاشتې پورې پاکستان د ای ایف ایف په پروګرام کې ؤ خو تر دغه وخته باور سیوا نه شو اؤ دباور نه سیوا کیدو علت د بهرنیو اسعارو د ذخیرو غورځیدل دي.

16.02.2023 ډیوه

امریکا: که طالبان د القاعده په وړاندې په خپلو ژمنو عمل ونکړي، موږ به اقدام وکړو

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهار شنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۶) وویل که طالبان په افغانستان کې د القاعده په وړاندې په خپلو ژمنو عمل ونکړي، امریکا ددې وړتیا لري چې خپله لاس په کار شي.

16.02.2023 امریکا غږ

د ټیکسونو لوړېدو سره به پاکستان کې د کومو شیانو بیې لوړې شي؟

په پاکستان کې مرکزي حکومت دبجټ نه وړاندې د350 څخه په زیاتو شیانو د سیلز ټیکس کچه د17 فیصدو څخه 18 فیصدو ته سیوا کړې ده  اؤ په سګریټو لګیدلې مالیا یې هم دنیمایي نه زیاته سېوا کړې ده چې ورسره به د ورځنۍ اړتیا دګڼ شمیر شیانو بیې په بره لاړې شي. دامدنۍ مرکزي بورډ یا ایف بي ار د اضافه شوي سیلز ټیکس اؤ ایف ای ډي‌ وصولي هم پیل کړې ده اؤ په دې اړه یې بیلابیلې اعلامیې خپرې کړې دي. دپاکستاني مطبوعاتو له مخې په ډبو کې بندو په ټولو شیانو دخرڅون ټیکس د17 نه 18 فیصدي ته لوړه کړل شوی چې له مخې به یې خوراکي تیل، بسکټ،دمیک اپ سامانونه،صابونونه،شیمپوان،ټوټ پیسټ،دماشومانو دلوبو شیان،چاکلیټونه ،نوډلز اؤ کریم ګرانیږي. ددې سیلز ټیکس سیوا کیدو له وجې به د ویښتانو د رنګ،لیپ ټاپونو،موبایل فونونو،ټي وي ګانو،ایل ائ ډیز،جوسرو،دحجامت دسامان اؤ سوونو نورو الیکټرونکس شیانو بیې په بره ځي. همدا شان د پرفیوم اؤ برانډډ عطرو ، دګاډو د شیمپوانو اؤ د ګاډو ځلولو د کریمو بیې به هم د سیلز ټیکس لوړولو سره سیوا کیږي. دپاکستان دخزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار د چهارشنبې په ورځ پارلیمان ته دنوؤ د170 اربو روپو دنوؤ ټیکسونو لګولو مني یا وړوکی بجټ وړاندې کړی دی. دعام بجټ نه وړاندې دا وړوکی بجټ وروسته له هغې حکومت مخې ته راوړی چې دپاکستاني روپۍ نرخ زیات وغورځېدو اؤ دپاکستان مرکزي بینک سره دبهرنیو اسعارو پرته ذخیره هم د دریوؤ اربو ډالرو نه په ښکته لاړه . په نهمه فرورۍ دپاکستان مرکزي بینک ویلي وؤ ددغه هیواد داسعارو ذخیره دتېرو نهو کالو اؤ دریوؤ میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته راغلې اؤ دا مهال پاکستان یوازې د دوؤ اربو،96 کروړو اؤ 30لکو ډالرو ذخیره په لاس کې لري. څېړونکي وایي پاکستان ته به راتلونکو پینځوؤ میاشتو کې د نهو ته تر لسو اربو ډالرو پورې بهرنۍ قرضې ستنول وي چې په ظاهره یې پاکستان د ستنولو توان نه لري. پاکستان د سقوط  ګواښونو سره دمخ خپل اقتصاد سمبالولو په غرض نړیوالې مالیاتي ادارې ائ ایم ایف نه دپور دپاتې پیسو ترلاسه کولو هڅې کوي اؤ ایي ایم ایف ورته دشپږ بیلینه ډالرو د پور دپاتې پیسو ورکولو لپاره دټیکسونو دلمنې پراخولو اؤ په یو شمیر شیانو د رعایتونو ختمولو شرطونه ایښودي دي. تر دې دمخه حکومت دګیس ،بجلۍ اؤ پټرولو نرخونه هم سیوا کړي دي اؤ څېړونکي وایي چې ددې په نتیجه کې به دپاکستان دننه ګراني په راتلونکي وخت کې نوره هم زیاته شي

16.02.2023 ډیوه

جرمني په افغانستان کې 'له ښځو سره د ښځو لپاره' د مرستې رسونې پروژه پيلوي

جرمني غواړي چې په افغانستان کې یو شمېر ځانګړې پراختیایي پروژې له سره پيل کړي. د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له‌مخې برلین دغه اقدام له‌دې سره سره کوي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او تعلیم د طالبانو د حکومت بندیزونه هماغسې پر خپل ځای دي. د جرمني د اقتصادي او پراختیایي همکاریو وزیرې اسفنیا شولزه (Svenja Schulze) ویلي، د دغو پروژو په عملي کولو کې "له ښځو سره او د ښځو لپاره" معیار په نظر کې نیول کېږي. د جرمني زوددویچه سایتونگ ( Süddeutsche Zeitung) ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ دغه خبر خپور کړ او په‌کې راغلي، جرمني کولای شي افغانستان کې له ښځو سره مرسته وکړي. د جرمني حکومت وایي، تر هغو چې افغان ښځې په پروژو کې کار کولای شي، د هغوی لومړنیو خدماتو ته ژمن دي، ځکه د دوی په ټکو افغانستان کې دا چارې له ښځو د ملاتړ په برخه کې ګټورې دي. د جرمني د اقتصادي او پراختیایي چارو وزیرې په افغانستان کې د خپلو ځانګړو پروژو کار په تېره دسمبر میاشت کې وروسته تر هغې وځنډوه چې طالبانو په کورنیو او بهرنیو مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. دغو بندیزونو د نړیوالو بنسټونو غوسه وپارله او لسګونه هغو په افغانستان کې خپلې چارې یا بشپړې او یا هم قسمي ډول و درولې. تر دغو بندیزونو وروسته د ملګرو ملتونو دوه لوړپوړي پلاوي کابل ته ولاړل، خو په ظاهره ونه توانېدل چې طالبان د دغو بندیزونو لرې کولو ته اړ کړي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارټین ګریفیټس که څه هم تېره جنوري میاشت کې افغانستان ته له سفر وروسته وویل، له طالبانو یې د ښځو د کار په برخه کې ښې ژمنې ترلاسه کړي دي. ګریفیټس ویلي، تر هغو چې دغه ژمنې عملي نه‌شي، دوی باور نه‌شي پرې کولای. اوس د جرمني د اقتصادي همکاریو وزیرې اسفنیا شولزې د خپلو پروژو د کار د بیا پیل له اعلان سره هم‌مهاله یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د ښځو حقونو ته ژمن پاتې شي. نوموړې وویل، په افغانستان کې ناوړه بشري ناورین ته په کتو، جرمني باید د افغانانو ملاتړ ته ژمن پاتې شي. د جرمنې دغې چارواکې ویلي، که هېواد یې د افغانستان هغو سیمو کې خپلې پروژې ودروي چې ښځې په‌کې کار کولای شي، په حقیقت کې دا د افغان ښځو کمزوري کول او هغوی ته سزا ورکول دي. خبر کې دا نه‌دي راغلي چې، د جرمني دا پراختیایي پروژې په کومو برخو تمرکز لري، خو تېر کال دغه هېواد دغو پروژو ته چې تر ډېره د خېر ښیګنې وې، دوه سوه میلیونه ډالره ځانګړي کړي وو.

16.02.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more