ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا کې د اتو کسانو په وژلو تورن اوزبیک د مرګ له سزا سره مخامخ دی

سره لدې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن ژمنه کړې چې په ټول هیواد کې په فدرالي جرمونو کې د مرګ سزا پای ته ورسوي خو حکومت ښایي د ازبکستان د یو اوسیدونکي لپاره د مرګ سزا لپاره په محکمې کې دلایل ووایي چې نږدې نیمه لسیزه وړاندې یې په نیویارک کې ۸ تنه وژلي و.

12.02.2023 امریکا غږ

عمران خان : پاکستان کې ترهګري د امنیتي ځواکونو د بې پروایۍ له کبله ډیره شوې

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان په هیواد کې د پاکستاني طالبانو بریدونو ډیروالي ته په اشارې وایي چې د امنیتي ځواکونو بې پروایي د دې سبب شوې چې دا ډله بیرته منظمه او فعالیت یې ډیر شي.

12.02.2023 امریکا غږ

خلک: د ترینکوټ ښار د شپې له ۹ بجو وروسته په بشپړه توګه بندېږي

د ترینکوټ ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د شپې نهه بجې لا نه وي چې ښار په بشپړه توګه وتړل شي. دوی دا کار د ښاري اصولو خلاف بولي او وايي، زیات خلک د شپې لخوا یو څه اخیستلو ته اړتیا لري. بلخوا د ترینکوټ ښاروال هم د خلکو ستونزې مني. دی وايي، پلان لري چې ژر تر ژره د ترینکوټ ښار د برښنا سیستم بېرته فعاله کړي. په دې اړه نور حال د شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

12.02.2023 ازادي راډیو

د افغانستان لپاره د برتانیې تلونکی سفیر: له طالبانو سره بې له خبرو اترو کولو بله لار نه شته

واشنګټن ـــــ د افغانستان لپاره د برتانیې شارژدافېر هیوګو شارټر د خپل کار د مودې په ختمولو سره ویلي چې له طالبانو سره له خبرو پرته بله لار نه شته، وایي ناارامي او کورنۍ شخړې به بشري ناورین لا زیات کړي او د داعش د بیا را پورته کېدو سبب به شي. هیوګو شارټر د 2022م کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د افغانستان لپاره د برتانیې سفارتکار وو، خو دفتر یې په قطر کې وو او هلته یې کار کاوه. د ده پر ځای د افغانستان لپاره بل څوک لا نه دی ټاکل شوی. ښاغلي شارټر د شنبې- خالي په ورځ په څو پرله پسې ټویټونو کې لیکلي، د ده لپاره دا ویاړ وو چې په دې مهم وخت کې یې د افغانستان لپاره کار وکړ. شارټر وایي دی تېر کال له طالبانو او افغاني ټولنې سره مسلسل په اړیکو کې وو: "ځینې به له دې خبرې سره جوړ وي یا به نه وي، خو [له طالبانو سره] بې له خبرو له کلونو جګړې وروسته پرمختګ نه شي کېدای. نور یواځیتوب له افغانانو سره مرسته نه شي کولای". دغه برتانوی سفارتکار وايي هېواد يې په دې پوهېږي چې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې نور تاوتريخوالى او جګړه د هيچا په ګټه نه دي: "ناارامي او کورنۍ جګړې به د ژور بشري بحران او د داعش د ممکنه بیا راپورته کېدو سبب شي، خبرې اترې د پرمختګ لاره ده". برتانیا هم تر اوسه په هغو هېوادونو کې ده چې لا یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د ښځو په ګډون یې په تېر شاوخوا یونیم کال کې د طالبانو پر هغو پالیسیو نیوکې کړې دي چې له بشري حقونو پکې سرغړونه شوې ده. هیوګو شارټر وایي پر ښځو او نجونو بندیزونه د افغانانو بنیادي ازاديو ته زیان رسوي او د افغانستان د اوږدمهالي پرمختګ او ارامۍ لپاره خنډ جوړوي. شارټر لیکلي چې دا یواځې د لوېدیځ تصور نه دی، بلکې دا نړیوال اصول دي چې د مسلمان اکثریت هیوادونو یې هم ملاتړ کوي: "موږ باید له ماضي زدکړه وکړو. دا په دې مانا چې پر خپلو اصولو له ټینګ پاتېدلو سره سره د خبرو اترو لاره باید پرانیستې وساتل شي، د دې مطلب دا دی چې د افغانستان ارامي د ټولنې له ټولو ډلو سره تړلې ده". د برتانیې تلونکی سفارتکار هیوګو شارټر وایي په افغانستان کې د برتانیې لومړیتوب د هغو 28 میلینه افغانانو د ژوند ژغورل دي چې مرستو ته اړتیا لري، وایي بیا به یې هم دغه کار دوام ولري: "برتانیې د 2021م کال له اپرېل میاشتې تر اوسه په افغانستان کې تر 600 میلینه ډالرو زیاتې مرستې وېشلې دي چې په میلینونو افغانانو ته رسېدلې دي او له نورو مرستو کوونکو ادارو سره یې په تېر ژمي کې د بشپړې کاختۍ مخه نیولې ده". هیوګو شارټر لیکلي چې که ښه وي که بد، برتانیه او افغانستان له یو بل سره ګډ اوږد تاریخ لري او د دواړو هېوادونو خلک ریښتینې اړیکې سره لري. "زموږ ژمنې دوامداره دي چې د افغانستان د یو ارام او سوکاله راتلونکي لپاره کار وکړو، یو ښه راتلونکی ممکن ډېر لرې وي خو موږ به پر دې لاره پاتې یو ځکه چې موږ د افغانانو پوروړي یو او دا زموږ په ګټه هم ده چې یو مستحکم او کامیابه افغانستان ووینو". د افغانستان لپاره د برتانيې تلونکي شارزدافېر هیوګو شارټر د جنورۍ پر شپږمه ویلي وو، چې طالبان په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار په بندیز لګولو سره د افغانانو له ژوند سره لوبې کوي. ده په ځینو ټویټونو کې د طالبانو دا پرېکړه ښکاره جنسي توپیر، د نړیوالو قوانینو او بشري مرستو له اصولو سرغړونه بللې وه.

12.02.2023 ډیوه

د عمران خان خان پوښتنه: ترهګر چې بیا منظم کېدل امنیتي ادارې اؤ استخباراتي شبکې چرته وې؟

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان دا تورونه رد کړي چې ګنې هیواد کې د ترهګرو د بیا منظم کېدو ذمه وار دده تېر حکومت دی اؤ پوښتنه یې کړې ده چې هرکله ترهګر دلته بیا منظم کېدل نو د پاکستان امنیتي ادارې اؤ استخباراتي شبکې چرته وې چې دغه ترهګر یې نه لیدل؟ هغه وایي که دترهګرو په بیا منظم کیدو کې غفلت دامنیتي ادارو اؤ استخباراتي شبکو ؤ نو بیا یې دی څنګه ذمه وار ګرځول کیږي. د وي او ای انګریزي برخې خبریالې ساره زمان سره په یوه ځانګړې مرکه کې عمران خان ویلي په افغانستان کې چې هر حکومت وي باید پاکستان ورسره ښې اړیکې ولري . هغه وایي پاکستان د افغانستان سره 2500 کیلو میټره اوږده پوله لري اؤ که دافغان حکومت سره دپاکستان اړیکې ښې وي نو که په دغه پوله دترهګرۍ څه رقم ستونزه پیدا کیږي،افغان حکومت به دپاکستان سره مرسته کوي. نوموړي ویلي هغه دخپلې واکمنۍ په موده کې د اشرف غني دحکومت سره هم (داړیکو ښه کولو) پوره هڅه کړې وه. کله چې دعمران خان نه پوښتنه وشوه چې تر اوسه حتی د پاکستان حکومت هم وايي چې له افغان طالبانو څخه یې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې هغه ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې څنګه چې پاکستان غواړي نو هغه وویل: " تاسو پوهېږئ، د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې زمومږ د بهرنيو چارو وزير تقريباً ټول وخت له پاکستانه بهر تېروي، خو افغانستان ته يې يو سفر هم نه دى کړى" دهغه په وینا "زه دا نه وایم چې دا به اسانه وي، خو ایا مونږ غواړو چې په پاکستان کې هغه څه تکرار شي چې د افغانستان د پولې په اوږدو کې دکال 2005 څخه نیولی ترکال 2015 پورې د تروریزم تر نامه روان ؤو؟" ښاغلي خان وویل "مونږ په داسې موقف کې نه یو چې د ترهګرۍ پر وړاندې بله جګړه وکړو. او یوازینۍ لار دا ده چې کابل مونږ سره یو څه کار وکړي ترڅو مونږ په ګډه دا مسله حل کړو" هغه وویل ده پخپله واکمنۍ کې غوښتل دافغانستان نه د30زرو څخه نیولي تر40زرو کسان بیرته راستانه اؤ دلته یې اباد کړي خو واضحه یې کړه چې دغه ټول کسان ترهګر نه ؤ بلکې کورنۍ پکې شاملې وې هغه پوښتنه وکړه چې ایا مونږ ته دغه ټول کسان په یوه لیکه کې ودرول اؤ په ګولیو ویشتل پکار ؤ که نه دلته بیا راستنول اؤ بحالول پکار وؤ؟ نوموړي وویل دده حکومت غوښتل چې دافغانستان نه ددغو کسانو دبیا راستنولو په لړ کې دپولې په اوږدو کې دټولو سیاستمدارانو ،دفاټا دمشرانو اؤ امنیتي ځواکونو ترڅنګ دټي‌ ټي پي سره هم همغږي وي خو وایي داسې ونه شول. ځکه چې بیا زمونږ حکومت ختم شو او کله چې زمونږ حکومت ړنګ شو، نو نوي حکومت دغه لوري ته خپل پام ونه ګرځولو. عمران خان په وینا "دنوي حکومت له لوري دنه پاملرنې له امله دا (دترهګرو دمنظم کیدو)ګواښ زیات شو او شونې ده چې دوی بیا منظم شي، خو بیا د پاکستان امنیتي ځواکونه چیرته وو؟ استخباراتي ادارې چیرته وې؟ ایا دوی نه شي لیدلی چې دوی [بیا] رایوځائ کیږي؟ نو، ستونزه دا ده، چې مونږ څنګه د دوی د غفلت لپاره ذمه وار شو؟" دعمران خان ددعوې برعکس دپاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري تېره میاشت عمران خان دترهګرو خواخوږی بللی ؤ اؤ تور یې لګولی ؤ چې هغه پخپله واکمنۍ کې ترهګرو ته پیسې ورکولې اؤ دهغوي مشران یې دجیلونو نه خوشې کړي وؤ ځکه نن یو وارې بیا په پاکستان کې دترهګرۍ لړۍ چټک شوې ده. دعمران خان په تیر حکومت کې دافغان طالبانو په ملاتړ کابل کې دپاکستاني طالبانو سره دپاکستان له لوري دخبرو لړۍ پیل کړل شوې وه خو په دغو مذاکراتو ټکونه کیدل چې پوځ پخپل سر طالبانو سره خبرې کوي اؤ پارلیمان یې له نظره غورځولی دی. دمذاکراتو نتیجه کې دواړو خواؤ( پاکستان اؤ ټي ټي‌‌ پي) داوربند اعلان هم کړی ؤ خو دغه اوربند بیا ډير زر مات شو اؤ دهغې راپدیخوا ټي ټي پي پاکستان کې خپل ترهګریز بریدونه چټک کړي چې پکې په سوونو امنیتي عسکر اؤ عام خلک وژل شوي دي. څېړونکي وایي ټي ټي پي سره دمذاکراتو په مهال هغوئ ځانونه یو وارې بیا منظم کړي اؤ اندېښنې ښایي چې په راتلونکي کې دپاکستان دننه دترهګرۍ لمنه نوره هم پراخه کیدای شي.

12.02.2023 ډیوه

طالبانو تخار کې د بشري حقونو فعاله پریسا مبارز اؤ د هغې ورور نیولي دي

د افغانستان په شمال ختیځ ولایت تخار کې طالبانو د ښځو د حقونو یوه فعاله پریسا مبارز او دهغې ورور نیولي دي. طالبانو لا د هغوی د نیولو تایید یا تردید نه دی کړی. دمیډیا رپورټونو له مخې په تخار ولایت کې د ښځو د حقونو د ژغورنې غورځنګ بنسټ ایښودونکې پریسا مبارز او دهغې ورور د شنبې په ورځ له خپل کور څخه نیول شوي دي. افغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي استازي رچرډ بینیټ اؤ دښځو دحقونو لپاره په مبارزه بوختو ګڼو نورو شخصیاتو دپریسا مبارز اؤ دهغې د ورور نیول کیده په کلکه غندلي اؤ په سمدستي توګه یې دهغوئ دخوشې کولو غوښتنه کړې ده دنیول شوې پریسا مبارز خور مونسه مبارز رسنیو ته په لیږل شوي یو آډیو پیغام کې د خپلې خور اؤ ورور د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده. د ښځو اعتراضیه غورځنګ څه دباندې له یو کال راهیسې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو پر ضد مظاهرې کوي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچرډ بینیټ دغه نیونې په کلکه غندلي او په ټویټر یې خپل یو بیان کې د هغوی د سمدستي او په غیر مشروط ډول دخوشې کیدو غوښتنه کړې ده. دبشري حقونو فعالې اؤ سیاسي څېړونکې شبنم نسیمي هم د پریسا مبارز اؤ دهغې د ورور نیول کیدل غندلي اؤ په ټویټر یې لیکلي پریسا مبارز افغانستان کې دنجونو پر زده کړو دبندیز خلاف دطالبانو پرضد لاریون وکړو چې له هغې وروسته طالبانو تخار کې دهغې په کور چاپه ووهله اؤ پریسا مبارز اؤ دهغې ورور یې ونیول. هغې له خلکو غوښتنه کړې ده چې ددې نیونو پرضد غږ پورته کړي. طالبانو لا په سمدستي توګه په دې اړوند څه نه دي نیولي اؤ نه یې هم دملګرو ملتونو داستازي څرګندونو ته څه غبرګون ښودلی دی. په دویم ځل واک ته له رسیدو وروسته طالبان په افغان ښځو یو شمیر بندیزونه لګولي ،دنجونو ښوونځي اؤ پوهنتونونه یې تړلي دي ،ښځې یې پارکونو،حجامونو او جمونو ته تګ منعې کړي اؤ هم یې داین جي او ګانو کې دمیرمنو په کار کولو بندیز لګولی دی. طالبانو دخپلو دغو اقداماتو پرضد دمیرمنو لخوا دتېرکال راهسې دکیدونکو احتجاجونو مخه هم په زوره نیولې ده.

12.02.2023 ډیوه

ټانک: د پولیسو په تاڼه د ترهګرو د برید هڅه شنډه کړل شوې ده

پولیس وایي د خالي اؤ اتوار په منځ شپه کې یې د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې په ګومل پولیس تاڼه باندې د ترهګرو د برید هڅه شنډه کړې ده. د پښتونخوا د پولیس محکمې لخوا د خپور شوي بیان له مخې د خالي- شنبې په شپه د 10 نه تر15 ترهګرو په ګومل تاڼه د برید په غرض پرمختګ کولو چې په دغه مهال پولیس دجدیدې ټیکنالوجۍ په مرسته دهغوي په خوڅښت خبر شول اؤ دهغوي دبرید مخه یې ونیوله. په بیان کې ویل شوي چې دپولیسو اؤ ترهګرو ترمنځ تر15 منټو یا دقیقو سختې ډزې شوي اؤ ترهګر دې ته نه دي پرېښودل شوي چې په تاڼه یرغل وکړي. په بیان کې دعوه شوې ده چې دپولیسو دسخت مقاومت په نتیجه کې ترهګر پشا شوي اؤ به دې نښته کې پولیسو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی. له دې برید وروسته د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډاپور دګومل تاڼې دپولیسو سره تماس نیولی اؤ دهغوي مړانه یې ستایلې ده. په نزدې ورځو کې خیبر پښتونخوا صوبه کې په پولیسو یو شمیر ترهګریز بریدونه شوي چې هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده. په30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین کې دجومات دننه په پولیسو یو خونړی ځانمرګي برید ترسره شوی ؤ چې پکې 84کسان وژل شوي اؤ تر 200 زیات نور ژوبل شوي وؤ. د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې وېلي چي د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018م د جولایي د مياشتې را په دې خوا تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې ده . په دغه راپور کې راغلي چې تېره میاشت په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده. د پېکس رپورټ وايي د جنورۍ په میاشت کې دوه ځانمرګي بريدونه شوي چې په يو کې د پېښور پوليس لاېن په نخښه کړی شوی دی او دويمه ځانمرګي حمله په خېبر ضلعه کې تر سره شوې ده. رپورټ زياتوي چې د جنورۍ میاشت کې د ترهګرو ضد د امنیتي ادارو په عملياتو کې 52 وسله وال نيول شوي او نزدې 40 وسله وال وژل شوي دي. د رپورټ ترمخه زياتره وسله وال په پنجاب صوبه کې ګرفتار شوي خو په ترهګریزو بریدونو کې زياته مرګ ژوبله په خېبر پښتونخوا ايالت کې رامنځ ته شوې ده.

12.02.2023 ډیوه

د ترکي او شام په زوروره زلزله کې د مړو شمېر تر 28,000 زیات شو

واشنګټن ـــــ په ترکي او شام کې پینځه ورځې وړاندې په زوروره زلزله کې په زرګونو ودانۍ د سترګو په رپ کې له خاوروو سره خاورې شوې، چې تر اوسه پورې تر 28,000 زیات مړي را ایستل شوي. دغې زلزلې په میلینونو خلک بې کوره کړي دي. د ترکي صدر رجب طیب اردوان د شنبې- خالي په ورځ خبري غونډې ته وویل، چې په ترکي کې د مړیو شمېر 24,617 ته رسېدلی دی او د ټپي شویو کسانو شمېر تر 80 زره زیات شوی دی. د «وایټ هیلمټس سېول ډیفینس» په نوم ډله وایي، په شام کې د تایید شویو مړیو شمېر 3,575 تنو ته رسېدلی دی، چې وایي په هغوی کې یواځې 2,167 تنه د شام په شمال ختیځ کې د یاغیانو تر ولکه لاندې سیمه کې دي. د شام د سرکاري رسنیو د رپوټ له مخې په هغو سیمو کې هم د 1,408 اضافي مړیو تر لاسه کېدل رپوټ شوي دي چې د حکومت تر واک لاندې دي. د ترکیې صدر اردوان د شنبې- خالي په ورځ ځینو زلزله ځپلو ښارونو ته د سفر په وخت وویل چې دا ډول ناورین ډېر لږ مخې ته راغلی دی او دا زلزله یې "د پېړۍ ناورین" بللی دی. ښاغلی اردوان وایي تر زلزلې وروسته د ژغورونکو ډلو لومړنی غبرګون د سړکونو او نورو ودانیو ته د پراخ زیانونو له امله له خنډ سره مخ وو او ځینو ځایونو ته رسېدل ستونځمن وو. د اسوسیېټیټ پریس د خبر له مخې د شنبې- خالي په ورځ د ژغورنې د ډلې کارکوونکو د اسلاحیه په نوم ښار کې د یوې کورنۍ پینځه تنه ژوندي له خاورو را ایستلي دي. وایي ژغورونکو کسانو لومړی مور او لور د ودانۍ له خاورو خځلو را ایستلي او وروسته د کورنۍ مشر ته ورغلل چې هغه راوباسي، خو وایي هغه ټینګار وکړ چې لومړی د ده لور او زوی باید را وایستل شي. د شام په جبله ښار کې د موبایل ټلیفونونو د دوکان 23 کلن کارکوونکی د خرابو اوبو په په څاڅکو تر ملبې لاندې ژوندی پاته شوی وو، خو وایي اخر یې دا هیله نه وه چې ژوندی به وژغورل شي. ذکریا چې د جمعې په شپه ژغورل شوی وو د شنبې- خالي په ورځ په ساحلي ښار لتاکیا کې د روغتون پر بستر پروت وو او اسوسیېټیډ پریس ته یې وویل: "ما وویل چې زه مړ یم او دا به زما لپاره ممکنه نه وي چې بیا ژوندی شم". په ترکي کې د خلکو د ژغورنې لپاره د پاکستان، هند او امریکې په ګډون له نورو هېوادونو هم ګڼ شمېر ټیمونه ورغلي دي چې په هغوی کې پوځیان او ډاکټران هم شامل دي. د روغتیا نړیواله اداره دې مرګونې زورورې زلزلې په ترکیه او شام کې تقریباً 26 میلینه کسان اغېزمن کړي دي، وایي د لومړیو دوو زلزلو او وروستیو ټکانونو له کبله په لسګونو روغتونونه هم زیانمن شوي دي. د روغتیا نړیوالې ادارې د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې له زلزله ځپلو سره د بیړنیو روغتیایي مرستې لپاره د 42.8 میلینه ډالرو غوښتنه کړې ده. ملګري ملتونه وایي په ترکي او شام دواړو هیوادونو کې لږ تر لږه اته لکه 70 زره کسان سمدستي خوراکي موادو ته اړتیا لري.

12.02.2023 ډیوه

پاکستان د بجلۍ د پروژو لپاره د اخستل شوو پورونو د سود پیسې ولس نه د بودولو پرېکړه کړې ده

د پاکستان اقتصادي رابطه کمیټۍ د تبې د ګولیو د نرخونو لوړولو اؤ د بجلۍ د پروژو لپاره د اخستل شوؤ پورونو د سود د پیسو ولس نه د بودولو منظوري ورکړې ده. دخالي په ورځ د خزانې د مرکزي وزیر اسحاق ډار په مشرۍ د اقتصادي رابطه کمیټۍ په ترسره شوې غونډه کې دتبې دګولیو پیراسټامول 500ملي ګرامه دنرخ2.6 روپۍ اؤ دپیراسټامول ایکسټرا 500 ملي 3.3 ټاکلو فیصله وکړل شوه اؤ ددې ترڅنګ د20 نورو درملو دنرخونو راکمولو منظوري هم ورکړل شوې ده. له غونډې وروسته د ای سي سي په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دبجلۍ دپروژو لپاره داخستل شوؤ پورونو دسود پیسې به هم د ولس نه بودولی شي. غونډه کې دبجلۍ دیو یونټ پسر د یوې روپۍ دسرچارچ لګولو منظوري ورکړل شوې اؤ خو ویل شوي چې داپیسې به یوازې دهغه چا دبجلۍ بلونو کې راځی چې په کورنو کې تر300 یونټو زیاته بجلي مصرفوي. داعلامې له مخې غونډه کې پرېکړه شوې چې د دمالیاتي سرچارج یا مالیې دلارې به دبجلۍ صارفینو نه 76 اربه روپۍ راټولولی شي. اعلامیه زیاتوي چې چې دبجلۍ په بلونو به فنانس یا مالیاتي سرچارج سږکال دمارج نه تر جون میاشتې پورې پځای وي اؤ دا پیسې به دبجلۍ د ویش دټولو کارخانو له صارفینو اخستل کیږي. اقتصادي رابطه کمیټۍ دبجلۍ پروژو دپاره داخستل شوؤ پورونو دسود دپیسو ولس نه داخستو داپرېکړه په داسې حال کې کړې ده چې پاکستان کې دبرېښنا یا بجلۍ د ویش کمپنیو هم دصارفینو څخه د17اربو،19 کروړو اؤ 80لکو روپو دترلاسه کولو اجازه دبجلۍ دڅار دولتي ادارې نیپرا نه غوښتې ده. دبجلۍ د ویش کمپنیو نیپرا ته دا خواست صارفینو نه ددې پیسو اصولولو خواست د روان مالي کال د دویمې سه ماهۍ دایډجسټمنټ په مد کې کړی اؤ ټاکل شوې ده چې نیپرا به په 22فرورۍ ددې خواست اوریدنه کوي.

12.02.2023 ډیوه

د روغتیا نړیوال سازمان: زلزلې په ترکیه او سوریه کې کابو ۲۶ میلیونه کسان متاثره کړي

د روغتیا نړیوال سازمان د شنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۲) وویل چې مرګونې او ویجاړونکې زلزلې په ترکیه او سوریه کې کابو ۲۶ میلیونه کسان متاثره کړي دي.

11.02.2023 امریکا غږ

حقاني: اوسنی حالت د زغم ندی 'انحصار او د نظام بدنامه کول زموږ د فکر په اساس بدل شوی'

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په هغه ویدیو کې چې د شنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۲)  په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې په خپله تازه وینا کې چې ظاهرا اشاره یې خپل حکومت ته ده د 'قدرت په انحصار او د نظام په ننګولو' انتقاد وکړ.

11.02.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

11.02.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

11.02.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

11.02.2023 امریکا غږ

د شمالي وزیرستان په چاودنه کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او اوه نور ژوبل شوي

 د شمالي وزیرستان تحصیل میرعلي سیمه کې د امنیتي ځواکونو په ګاډي ځانمرګی برید شوی چې پکې درې پاکستاني سرتیري وژل شوي او 22 نور ژوبل شوي. پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې. پولیس دا ځانمرګی برید تایید وي او وایي دا پیښه د میرعلي کجوري سیمه کې د امنیتي عسکرو چیک پوسټې سره شوې. د میر علي تاڼې چارواکو وویل نن ماښام  یو ځانمرګي برید کونکي له چاودېدونکو توکو بار یوه رکشه د امنیتي عسکرو یو ګاډي سره جنګولې او له پېښې وروسته امنیتي سرتېرو ټوله سیمه په ګیره کې اخېستې او د لټون عملیات یې پېل کړي. امنیتي سرچینو وي او ای ډیوې سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي، چې امنیتي عسکر په سیمه کې د تیلو او ګیس موندلو کمپني ماړي پیټرولیم کمپني لمیټډ کارکونکو په ساتنه بوخت وو چې پرې چاودنه وشوه. د دوی په خبره دې برید کې درې عسکر وژل شوي او 22 نور ژوبل شوي سرچینو ویلي په ټپیانو کې اووه د ملیشه ځواک عسکر او 15 د تیلو د کمپنۍ کارکونکي شامل دي. ویل شوي ژوبل او مړه کسان میرعلي سیمه کې پوځ روغتون ته وړل شوي او د روغتون سرچینې د دریو حالت مرګونۍ یادوي په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې د ځانمرګو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټکه شوې ده او سږ کال پکې تر دې مهال څلور ځانمرګي بریدونه شوي په 30مه جنورۍ تر ټولو خونړی برید د پېښور د پولیس لاین په جومات کې شوی ؤ چې پکې د حکومتي شمیرو له مخې84 کسان وژل شوي اؤ د 200 نه زیات نور ژوبل شوي وو.

11.02.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more