ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ اشنا د یکشنبې ورځې په خبري خپرونه کې، د طالبانو لخوا په بهر کې د افغانستان د ډیرو ډیپلوماتیکو استازولیو د کنټرول غوښتنه، د پاکستان اقتصادي ناورین او پر افغان سوداګرو يي اغیزې، او په فرانسه کې د یو افغان عکاس نور الله شیرزاده د انځورونو د نندارتون پرانستل.

26.03.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

ولې طالبان د شپږم ټولګې پورته د نجونو تعلیم لپاره حل لاره نشي موندلای؟ ولې د نړیوالو غوښتنې جدي نه نیول کېږي او پایلې به یې د طالبانو لپاره څه وي؟ د پلوشه حسن او پوهنتون د یوه استاد سره بحث کوو. ددې موضوع سربېره، په شارجه کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ شل اوریزو سیالیو په هکله د کرکټ د یوه مبصر بشیر غروال ارزونه.

26.03.2023 امریکا غږ

هند د سیکانو د مظاهرې په غبرګون کې د کاناډا لوړپوړی دپلومات احضار کړ 

د هند د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه مارچ ۲۶ (حمل پنځمه) وویل چې په کاناډا کې د هند د دپلوماتیک ماموریت د ودانۍ مخې ته یې د سیکانو د مظاهرې له کبله د کاناډا لوړ پوړی دپلومات احضار کړی دی. 

26.03.2023 امریکا غږ

تهران په سوریه کې په ایران پلوه ځواکونو د امریکا برید وغانده 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د ایران سره په تړلو ځواکونو باندې د متحده ایالاتو هوایی برید وغانده چې د رپوټونو له مخې په کې ۱۹ کسان وژل شوي دي.

26.03.2023 امریکا غږ

صدر بایډن د مېسي سي پي ریاست په څلورو ضلعو کې د آفت اعلان کړ

واشنګټن  -   د امریکا په مېسي سي پي ریاست کې د طاقتوره بوړبوکیو یا څرخ بادونو نه پس، د امریکا صدر جو بایډن د اتوار/یکشنبې ورځې په سهار، د هغه ایالت په څلورو ضلعو کې د آفت اعلان وکړ. دا ټورنېډوز یا څرخ بادونه د جمعې په ورځ ولګېدل چې ودانۍ یې چپه کړلې او لږ تر لږه شپږويشت (۲۶) تنان یې مړه کړل. د مېسي سي پي ریاست څلورې ضلعې چې په کې آفت اعلان شوی، هغه کارول، هېمفریز، مونرو، او شارکي دي. په دې قدرتي پېښو کې د رولېنګ فورک او سېلور سېټي ښارونه په خاص ډول زیات ځپلی شوي دي. د صدر بایډن له اړخه په هغو سیمو کې د آفت په اعلان سره، اوس زیانمن شوو خلکو ته د نغده مرستو او همدا شان قرضو دپاره د وفاقي حکومت پیسې مېلاوېدلی شي. ټاکلی شوې ده چې نن د اتوار/یکشنبې په ورځ د امریکا د داخلي امنیت وزیر الیهاندرو مایورکاس او د بیړنیو حالاتو د انتظام وفاقي ادارې مشره ډیان کرېس وېل مېسي سي پي ته سفر ورکړي. د نجات ډلو پرون د خالي/شنبې په ورځ هم د ملبو لاندې ګېر پاته شوو کسانو پسې لټون کولو او سلګونه تنانو سره یې چې کورونه یې تباه شوي و، مرسته وکړه. د مېسي سي پي ګورنر، ټېټ ريوز د بېړني حالت اعلان کړی او وعده یې کړې ده چې تباه شوې سیمې به بېرته ودانې کړي.

26.03.2023 ډیوه

د نجونو په زده کړو د بندیز په غبرګون کې لاریون؛ 'طالبانو یو شمیر اعتراض کوونکې نیولي'

په کابل کې یو شمېر ښځو د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بندېدو په غبرګون کې لاریون کړی دی، خو ویل کیږي چې طالبانو د دغه لاریون مخه نیولې او ځیني معترضې ښځې یې نیولي دي.

26.03.2023 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو خبرداری: میانمر کې پوځي واکدارانو زیاته اندازه تشدد کړی دی

په میانمر کې یو شمېر شاهدانو او زیانمن شوو کسانو په دې وروستو کې وي او اې ته ویلي چې د هغو په کلیو باندې د پوځ د یرغلونو په مهال عسکرو د کلیوالو خلکو د مزاحمت ماتولو دپاره "سیسټماټیک ټکټیکل ځواک" استعمال کولو، په شمول د کور سوځولو، شکنجې، جنسي تیری او قتل عام.

26.03.2023 ډیوه

خېبر پښتونخوا کې د سختو بارانونو له امله شپږ کسان مړه شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل دي

د خېبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د سختو بارانونو له امله د کورونو د دیوالونو او کوټو غورځېدو په پېښو کې د دوو جينکو او يوې ښځې پشمول شپږ کسان مړه شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي. ځایي رسنۍ وایي دې بارانونو دبجلۍ نظام هم سخت سخت اغېزمن کړی اؤ ددې ترڅنګ یې ولاړو فصلونو ته هم زيان رسولی دی. په بارانونو کې د ګڼ شمیر څاروو د مړینې رپورټونه هم مخې ته راغلي دي. د پېښور ځایي رسنۍ وحدت نیوز پخپل رپورټ کې ویلي د خېبرپښتونخوا دقبايلي سيمې جنوبي وزيرستان د وانا تحصيل د بيرمل په زم چينه سیمه کې د بارانونو له امله دیو کور کوټه غورځېدلې ده چې دوه کسان ورلاندې راغلي او مړه شوي. رپورټ وایي چې دپښتونخوا په نورو بيلا بيلو پېښو کې ددوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان ژوبل شوي دي. د سيمه ييزو خلکو وينا ده په ژوبل شوو کې صفت، اعجاز، حسينه او سفرينه شامل دي،همدغه شان سيد مره بي بي او نعمان په دغو پېښو کې مړه شوي دي. د اين ډي ايم اى له لوري د جاري کړل شوي بيان له مخې په پېښور کې د چتونو او ديوالونو راپريوتو له امله يو تن مړ شوي دى اؤ په ټوله صوبه کې شپږو کورونو ته زيان رسيدلى دی. د مردان د شېرګړهـ د رب نواز بانډې د اوسيدونکي نعمت الله د کور کوټه هم په دې بارانونو کې غورځېدلې ده چې په کې د هغه دوه کلنه لور ساحره بي بي او څلور کلنه لور حفظه بي بي مړې شوي دي . په دې پېښه کې پخپله نعمت الله اؤ دهغه میرمن ژوبل شوې دي او دکور ساتلې درې بېزې یې هم مړې شوې دي. د وحدت نیوز له مخې دخېبر قبایلي سیمې دتيراه په ميدان ملک دين خيل زرکائی بوش خيل کې د باران له امله د فقير خان په نوم د يوه تن د کور کوټه غورځېدلې ده، چې له امله يې د فقير خان مېرمن تر خاورو لاندې شوې او مړه شوې ده. همدغسې د خېبر قبایلي سیمې په بر قمبر خيل همدرد کلي کې د رشيد په نوم د يوه تن کوټه راپرېوتلې خو چاته په کې زيان نه دی اوښتی. همدغه شان په سوات کې پرله پسې بارانونه دوام لري، يخنۍ د لوړو غرنيو سيمو په شمول په ميداني سيمو کې زور نيولى، د تودوخې درجه منفي ته غورځېدلې ده، د سېلګرۍ سیمو کالام او شاوخوا کې د يخنۍ له امله د ځايي خلکو فعاليتونه محدود شوي دي. د موسمياتو محکمي اټکل کړى چې په سوات کښې به د باران دغه لړۍ راتلونکې څو ورځې نوره هم دوام لري. د بارانونو دغه لړۍ د جمعې په ورځ له سهاره پيل شوې ده. پروسږ کال هم د اګست په میاشت کې خېبر پښتونخوا کې دبارانونو له امله سیلابونه راختلي وؤ چې په ګڼ شمیر کسان پکې مړه شوي ژوبل شوي او بې کوره شوي وؤ.

26.03.2023 ډیوه

شهباز شریف د هیواد صدر ته ویلي"ستا خط د پي‌ ټي ایي مطبوعاتي بیان ښکاري"

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د هیواد صدر عارف علوي ته د هغه د لیک ځواب ورکړی او پخپل ځوابي لیک یې ویلي چې دهغه لیک دپاکستان تحریک انصاف ګوند پریس ریلیز یا مطبوعاتي بیان ښکاري. پخپل ځوابي لیک کې وزیراعظم صدر ته په مخاطبه لیکلي چې ستا خط یو اړخیز او په حکومت مخالفه خیالاتو اډاڼه دی چې دصدر داییني منصب سره نه ښایي. تر دې وړاندې صدر عارف علوي په 24م مارچ وزیراعظم ته په استول شوي یو لیک کې ویلي وؤ چې د مرکزي او صوبایي حکومتونو ټولو اړونده انتظامیي چارواکو ته باید دانساني حقونو دپایمالو نه د ډډې کولو هدایت وکړي. پخپل دغه لیک کې صدر علوي لیکلي وؤ چې په نزدې وختونو کې په میډيا او ټولنیزو رسنیو دبنیادي او انساني حقونو دخلاف ورزیو یو شمیر پېښې مخې ته راغلي دي او وزیراعظم باید خپل پام ددغسې پېښو مخنیوي ته وګرځوي. د اتوار/یکشنبې په ورځ پاکستاني رسنیو ته ویلي چې وزیراعظم شهباز شریف د صدر علوي ددې خط ځواب په پینځوؤ پاڼو او اووه نکتو کې ورکړی دی او هغه ته یې لیګلي دي چې ستا خط دصدر داییني منصب سره سمون نه خوري. وزیراعظم صدر ته لیکلي چې ته پرله پسې همدغسې کوې،تېرکال دې په دریم اپریل دپخواني وزیراعظم (عمران خان)په غیراییني هدایاتو عمل وکړو او قامي اسمبلي دې ماته کړه چې بیا سپریم کورټ پخپله پرېکړه کې ستا دغه اقدام غیراییني وبللو. هغه صدر ته په مخاطبه لیکلي دایین د 91مادې د5مې دفعې په اساس د وزیراعظم په توګه زما دلوړې یا سوګند په معامله کې تا خپلې اییني ذمه وارۍ نه وې ترسره کړې او په څو موقعو دې دمنتخب اییني حکومت پرضد په فعال انداز کې کردار ترسره کړی دی. وزیراعظم صدر ته په لیکلي لیک کې زیاته کړې ده چې دانساني حقونو دسرغړونو په اړه تا کومه حواله ورکړې ده هغه دیو ګوند دسیاستمدارانو او فعالینو سره تړاو لري او دایین د10ای مادې د4مې دفعې لاندې داین او قانونو اړونده تحفظ دغو ټولو کسانو ته ورکړل شوی دی. شهباز شریف صدر علوي ته لیکلي چې یو ګوند سره دتړون له امله تا په قانون نافذونکو ادارو شوي بریدونو بیخي له نظره غورځولي دي او هم دې شخصي او سرکاري ودانیو کې دورانکارۍ او اړي ګړي هڅې په پام کې نه دي نیولي. وزیراعظم زیاته کړې ده چې دایین،انساني حقونو او جمهوریت دمستقبل په اړه دپاکستان نړیوال وقار ته زیان رسیدلی دی او تا دصدر په توګه یو ځل هم دعمران خان له لوري دعدالت دحکمونو ماتولو غندنه ونه کړه او نه دې دعدالتي حکمونو پر ځای کوونکو باندې د شوؤ بریدونو غندنه کړې ده. تېره اوونۍ د یوې مقدمه کې محکمې ته په نه وړاندې کیدو د پنجاب پولیسو لاهور کې دتحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د نیولو هڅه کړې وه او په دغه مهال د تحریک انصاف د فعالینو او پولیسو ترمنځ نښتو کې په لسګونو پولیس او سیاسي فعالین ژوبل شوي وؤ. د تحریک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان تور لګوي چې پولیس د نیولو نه وروسته د ده د وژلو پلان لري خو دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله بیا دعمران خان دغه دریځ یوه ډرامه بللې ده او وایي هغه او دګوند پلویان یې لکه دترهګرو قانون نافذ کوونکو ادارو ته رابرند شوي دي.

26.03.2023 ډیوه

د افغانستان اؤ پاکستان تر منځ د ټي20 نړیوال کرکټ د لوبو د لړۍ دویمه سیالي نن کیږي

د افغانستان اؤ پاکستان ترمنڅ د ټي 20 نړیوال کرکټ دسیالیو دلړۍ دویمه لوبه نن یکشنبه - اتوار د متحده عرب امارات په شارجه سټېډيم کې کیږي. د افغانستان دکرکټ دملي لوبډلې مشر یا کپتان ښاغلي راشد خان ویلي دوي دپاکستان پرضد وړومبۍ سیالۍ کې په بریا زیات خوښ دي اؤ هڅه به وکړي چې ددې لړۍ ټولې سیالۍ وګټي. د جمعې په ورځ شارجه سټیډيم کې دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دترسره شوي ټي20 نړیوال کرکټ دسیالیو د لړۍ وړومبۍ لوبه کې افغانستان دیوې سختې مقابلې نه وروسته پاکستان ته په وړومبي ځل نړیوال کرکټ کې ماتې ورکړې وه. په دغه لوبه کې دپاکستان ټوله لوبډله د نهو لوبغاړو په تاوان په 92منډو جوړولو توانېدلې وه اؤ افغانستان ته یې د 93 منډو هدف ورکړی ؤ. افغان لوبډلې دڅلورو لوبغاړو په تاوان په 18م اوور کې دغه هدف ترلاسه کړی ؤ اؤ پاکستان ته یې یوه تاریخي ماتې ورکړې وه. دپاکستان پرضد له بریا ترلاسه کولو وروسته دافغان لوبډلې کپتان راشد خان پخپلو څرګندونو کې ویلي په دې سیالۍ ګټلو ځکه ډیر خوشحاله دی چې تر دې وړاندې به زیاتره کله د دواړو هیوادونو سیالۍ کې افغان لوبډله ګټې ته نزدې شوه نو پاکستان ته به ګټه ترلاسه شوه. راشد خان ویلي خو دا چې دنړیوال ټي20 کرکټ دسیالیو دې لړ کې وړومبۍ لوبه افغانستان وګټله ، په دې هغه ډير خوښ دی اؤ اوس به دوي هڅه وکړي چې ددې لړۍ پاتې دوه لوبې هم وګټي. هغه ویلي افغان لوبډلې ته به اکتوبر اؤ نومبر کې کیدونکو دیو ورځني نړیوال کپ په سیالیو کې هم دبریا ترلاسه کولو لپاره سخت محنت کول وي. دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دنړیوال ټي20 کرکټ دسیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه به هم په27م مارچ د شارجه په کرکټ سټيدیم کې تر سره کیږي. په دې لوبو کې دپاکستان له خوا زیاتره نوي لوبغاړي لوبیږي اؤ دپاکستاني لوبډلې کپتان شاداب خان د وړومبۍ سیالۍ دبایللو یو علت دا ښودلی چې دلوبډلې نوي لوبغاړي یې زړه ور نه وؤ.

26.03.2023 ډیوه

عمران خان: په انتخاباتو کې د پوځ لاس وهنه پاکستان اقتصادي ناورین ته ټیل وهي

د پاکستان مخکني صدراعظم عمران خان یو ځل بیا د وخت څخه وړاندې عمومي انتخاباتو غوښتنه کړې او ادعا یې کړې چې په انتخاباتو کې د پوځ لاس وهنې دا هیواد د اقتصادي بحران ژۍ ته ورټیل وهلی.

26.03.2023 امریکا غږ

ایي ایم ایف پاکستان نه په معاشي اصلاحاتو د عمل کولو غوښتنه کړې ده

د نړیوالې مالیاتي ادارې (ایي ایم ایف ) د کمیونیکېشن د څانګې مشرې یا ډایریکټرې جولیا کوزک ویلي چې یادې مالیاتي ادارې پاکستان سره د مامورینو په کچه د تړون لپاره خبرې اترې کړې دي اؤ پاکستان نه په معاشي اصلاحاتو عملدرامد غواړي. تېره ورځ خبریالانو سره د خبرو په مهال د پاکستان په اړوند د یوې پوښتنې ځواب کې اغلې جولیا کوزک وویل پاکستان لپاره اړینه ده چې په معاشي اصلاحاتو دعمل کولو له لارې باور پرځائ کړي اؤ دنورو مرستندویه ادارو نه هم دپنګو ترلاسه کولو لپاره په اصلاحاتو عمل وکړي. هغې وویل دا مهال دپاکستان معیشت دګڼ شمیر چیلنجونو سره مخ دی چې په هغې کې ګراني،دنمو کچه کې کمی اؤ بهرنیو اسعارو کموت شامل دي. دنوموړې وینا وه چې په پاکستان کې وروستیو سیلابونو ددغه هیواد معاشي ستونزې نورې هم کړکیچنې کړي دي. میرمن کوزک وویل چې ایي ایم ایف پاکستان کې دبې نظیر انکم سپورټ پروګرام دلارې وروسته پاتې اؤ دکمزورې طبقې خلکو ته دهدفي رعایتونو ورکولو ملاتړ کوي. دنوموړې وینا وه چې دایي ایم ایف دمامورینو اؤ پاکستاني چارواکو ترمنځ دپراختیایي پنګو داسانتیا دنهمې ارزونې سرته رسولو لپاره په تګلارو خبرې اترې روانې دي اؤ چارواکي دضروري اصلاحاتو نفاذ ته هوډمن دي. د روانې میاشتې میاشتې په دویمه اوونۍ کې دپاکستان دخزانې د وزارت چارواکو ویلي وؤ پاکستان اوس دمذاکراتو له سخټ پړاؤ راتېر شوی اؤ د 1.3 اربو ډالرو دقسط ترلاسه کولو لپاره یې دایي ایم ایف ټول شرطونه پوره کړي دي. دایي ایم ایف دشرطونو په اساس پاکستان دبجلۍ نرخونو کې داضافې منظوري ورکړې ده،د ډالر مقابله کې دپاکستاني روپۍ نرخ غورځولی،دسود کچه یې هم 20فیصدي ته لوړه کړې اؤ د کرونده ګرو اؤ برامدي څانګې لپاره یې په بجلۍ ورکړل کېدونکي رعایتونه هم ختم کړي دي. پاکستان او ایي ایم ایف په 2019م کال کې د شپږ اربو ډالرو په پور سلا شوي وؤ، خو ایي ایم ایف پر مالیاتي پالیسۍ د اختلاف له کبله اسلام اباد ته پر یو ځای تر یو ارب ډالرو له زیاتو پیسو ورکولو ډډه کړې وه. دا مهال چې په اقتصادي توګه د پاکستان د دیوالیه کیدو ګنګوسې کیږي ،اسلام اباد هڅه کوي چې د ورپېښو اقتصادي جنجالونو نه د ځان ویستلو لپاره دایي ایم ایف نه ورپاتې 1.3 اربه ډالر ترلاسه کړي خو دهیواد دخزانې پخوانی وزیر مفتاح اسماعیل په دې وروستیو کې دجیو ټي وي په یو پروګرام کې ویلي وؤ که ایي ایم ایف سره تړون وشي نو هم پاکستان خپل اقتصاد له دیوالیه کیدو نه شي بچ کولی. دا په داسې حال کې ده چې اوړمه ورځ دپاکستان اسټیټ بینک ویلي دي دهیواد دبهرنیو اسعارو ذخیرې د28کروړ ډالرو داضافې نه وروسته د10 اربو ډالرو څخه اوښتي دي. په عین حال کې دپاکستان دخزانې وزارت چارواکو ویلي چین پاکستان ته دخوندي پور د دوؤ اربو ډالرو د بېرته ستنولو موده غځولې ده اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې روانه میاشت کې به د چین نه پاکستان ته نور30 کروړه ډالر هم ترلاسه شي. دخزانې وزارت چارواکي هیله من دي چې له چین وروسته به دسعودي عرب اؤ متحده عرب اماراتو نه هم پاکستان سره زر مالیاتي کمکونه وشي.

26.03.2023 ډیوه

صدر پوټین وایي په ګاونډي هېواد بېلاروس کې به ټېکټیکي جوهري وسلې ځای پر ځای کړي

واشنګټن ــــ د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین د شنبې- خالي په ورځ په خپل ګاونډي هېواد بېلاروس کې د ټېکټیکي جوهري وسلو د ځای پر ځای کولو تړون اعلان کړ او دعوه یې وکړه چې امریکا له لسیزو راهیسې د خپلو متحدینو په خاوره کې دا ډول وسلې پر ځای کوي. د صدر پوټین تر دې اعلان وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د شنبې- خالي په ماښام په خپله ورځنۍ وینا کې وویل، روس باید د جګړې، اقتصاد، نړیوالو اړیکو په ډګر او په استعماري افسانو د تاریخي حقیقيت د بدلولو په هڅه کې ماتې وخوري: "دا د روس بشپړ ماتې ده او دا به د نویو یرغلونو او بحرانونو خلاف د باور وړ ضمانت وي". صدر زلنسکي «دي جاپان نیوز» ته ویلي، چې اوکراین د چین له خوا له روس سره د سولې د منځګړتوب لپاره یا د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره د لیدو کوم وړاندیز نه دی ترلاسه کړی. د رویټرز په وینا دا لومړی ځل دی چې ماسکو خپلې جوهري وسلې له خپلو پولو بهر ځای پر ځای کوي او وايي پر دغو وسلو به کنټرول ساتي. صدر پوټین دا ونه ویل چې بېلاروس ته به څومره او کله خپلې ټېکټیکي جوهري وسلې لېږي خو یواځې یې دومره وویل چې هلته به د وسلو د ذخیره کولو ځای د جولای تر لومړۍ نېټې بشپړ شي. رویټرز د صدر پوټین هغه مرکه ژباړلې چې د روس سرکاري ټیلیویژن ورسره کړې او په هغه کې یې ویلي، په بېلاروس کې د جوهري وسلو د ځای پر ځای کولو د اعلان سبب یې د برتانیې د دفاع وزیر هغه څرګندونې دي چې ویلي یې وو اوکراین ته د یورېنیمو ختم شوي ګوله بارود ورکوي. د امریکې د څېړنیزې ادارې «رېنډ» کارپورېشن د جوهري چارو ماهر او د پالیسۍ څېړونکی ایډورډ ګایسټ وایي، ختم شوي یورېنیم د یورېنیمو د غني کولو د عمل یو ضمني پیداوار دی چې وایي د جوهري وسلو د جوړولو لپاره مهم دی. د رویټرز د رپوټ له مخې ټېکټیکي جوهري وسلې د هغو ایټمي وسلو په نسبت لنډ واټن او کمه لاسته راوړنه لري چې د اوږده واټن میزایلو لپاره نصب کېږي او ډېر زور لري. امریکا دا مهال تقریباً 200 ټېکټیکي جوهري وسلې لري. 4 میټره B61 ایټمي بمونه له 0.3 تر 170 کیلوټن پورې نتیجه ورکوي، چې تقریباً نیمایي یې د ایټلي، جرمني، ترکي، بیلجیم او هالېنډ په هوايي اډو کې ځای پر ځای شوي دي. امریکا وایي باور لري روس شاوخوا 2,000 داسې ټېکټیکي وسلې لري چې دا مهال کار ترې اخیستل کېدای شي. د ایټمي وسلو د ختمولو نړیوال کمپېن د ماسکو له خوا په بېلاروس کې د ټېکټیکي وسلو د ځای پر ځای کولو اعلان غندلی او دا یې یوه ډېره خطرناکه اضافه بللې ده. ای سي اې این پر ټویټر لیکلي: "په اوکراین کې د جګړې په تناظر کې د غلط حساب لګولو یا غلط تفسیر امکان ډېر زیات دی. د جوهري وسلو شریکول حالات لا نور خرابوي او له تباهۍ د ډکو بشري نتیجو خطر پېښوي." د امریکې د دفاع وزارت د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې ویلي، د حالاتو څارنې ته به دوام ورکړي، وایي "د خپل سټرېټیجیک جوهري پوزیشن د پر ځای کولو لپاره څه دلیل نه وینو او نه داسې نخښې وینو چې روس د ایټومي وسلو کارولو ته تیار دی." د رویټرز د رپوټ له مخې د ملګرو ملتونو د ایټمي انرجۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي به راتلونکې اوونۍ د اوکراین په ختیځ کې د زاپورېژیا د جوهري پاور پلانټ لیدنه کوي چې هلته د سنګینو امنیتي حالاتو جایزه واخلي.

26.03.2023 ډیوه

عمران خان وایي د پاکستان اسټېبلشمنټ ټاکلې ده چې دی به اقتدار ته نه پرېږدي

دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي هغه پوهیږي چې اسټیبلشمنټ دا ټاکلې ده چې اوس به واکمنۍ ته د عمران خان د رسېدو مخه نیسي. خو هغه وایي که اسټیبلشمنټ خپله منصوبه مخې ته راوړي چې هیواد به د تباهۍ نه څنګه وباسي نو دی به په شا شي ځکه چې وایي سیاست د ولس د ګټو لپاره کوي. د خالي- شنبې اؤ اتوار- یکشنبې په منځ شپه کې د لاهور په مینار پاکستان میدان کې دخپلو پلویانو یوې جلسې ته وینا کې ښاغلي خان ویلي: "زه نن دخپل اسټیبلشمنټ نه پوښتنه کوم چې تاسو دعمران خان مخې ته کرښه راښکلې ده چې په هیڅ صورت به یې اقتدار ته نه پریږدئ،نو بیا دې اسټیبلشمنټ ووایي چې دوي سره ددې ملګ تباهۍ نه د ویستلو څه پروګرام دی ؟ " داسټیلمشنټ نه دپاکستان سیاست کې مراد ددغه هیواد طاقتور پوځ اؤ استخباراتي شبکې اخستل کیږي اؤ دپاکستان پوځ وخت په وخت دعمران خان دا تورونه رد کړي دي چې ګنې پوځ یا ایجنسۍ سیاست کې مداخلت کوي. د امریکا غږ اردو د خبریال ضیاء الرحمان له مخې دغې جلسې ته د وینا په مهال دعمران خان لپاره په اسټیج په ځانګړي ډول مرمۍ ضد کنټينر لګول شوی ؤ اؤ هغه له دغه کنټینره دخپل ګوند پلویانو ته وینا وکړه. هغه پنجاب کې تر اتم اکتوبر دانتخاباتو دځنډولو په اړوند د الیکشن کمیشن په پرېکړه نیوکې وکړې اؤ وئ ویل ایا اکتوبر کې به الیکشن کمیشن سره پیسې وي چې الیکشن پرې وکړي؟ دعمران خان په خبره "ماته دې څوک دا ووایي چې په اکتوبر کې دالیکشن په کولو به دهیواد ستونزې هوارې شي؟ دوي یوازې د ویرې له امله الیکشن نه کول غواړي" پخواني وزیراعظم وویل موجوده حکومت انتخاباتو کې دځنډ پړه په ایي ایم ایف ور اړولې ده خو ایي ایم ایف یې تردید کړی دی. عمران خان وویل "د دوي هڅه داده چې دالیکشن مخنیوي لپاره ایین هم مات کړي،دوي یوازې د یوې نکتې ایجنډا لري چې څنګه باید اقتدار ته دعمران خان د رسیدلو مخه ونیسي ، مونږ سپریم کورټ ته رجوع کړې ده،که چرې نن مونږ راولاړ نه شو نو بیا ملک کې دایین سرلوړي هیره کړئ" دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان الیکشن کمیشن پنجاب صوبه کې په 30م اپریل داعلان کړل شوؤ ټاکنو 8م اکتوبر ته دغځولو اعلان کړی اؤ‌ تحریک انصاف ددې اعلان پرضد دعدالت دروازه ټکولې ده. عمران خان وویل دپاکستان عدلیې ته ویل غواړي چې ټول قام مو ترشا ولاړ دی اؤ هم تاسو به هیواد کې دقانون بالا دستي باوري کوئ. ښاغلي خان وویل دهغه پرضد تر سلو زیاتې مقدمې جوړې کړل شوي دي اؤ اوس ددې مقدمو شمیره 150 ته رسیدونکې ده "دا خو شکر دی چې زه اؤ زما ګوند وکیلان لرو خو هغه غریب سړی به څه کوي چې پرضد یې د دروغو مقدمې درج کیږي" هغه دې جلسې ته په وینا کې خپله اقتدار ته د رسیدو صورت کې د لسو نکتو تګلاره هم روښانه کړه اؤ وي ویل چې که واکمنۍ ته ورسیږي نو دټیکسونو نظام کې به اصلاحات راولي. هغه وویل امریکه کې میشت 18 زره پاکستاني ډاکټران په مجموعي توګه 200 اربه ډالر په لاس کې لري اؤ همدا شان په امریکه کې میشت پاکستاني تاجرانو سره هم 25 اربه ډالر شته خو پاکستان بیا هم یوازې دشپږو اربو ډالرو لپاره ایي ایم ایف ته په ټيټيدو مجبوره دی. عمران خان وویل که واکمنۍ ته ورسیږي نو دبهرمیشتو پاکستانیانو باور به پځائ کوي اؤ دبهر نه به ډالر پاکستان ته راوړي چې دا شان هیواد دموجوده اقتصادي بحران څخه وباسي. نوموړي وویل ددې ترڅنګ به برامداتو د انفارمیشن ټیکنالوجۍ صنعت ته وده ورکوي اؤ هم به دسېلګرۍ څانګه لا پسې پیاوړې کوي. هغه دمعدنیاتو نه دامدن،د وړو اؤ درمیانه صعنتونو د ودې ،په قانونه توګه بهر ته دپیسو دلیږد دمخنیوي،اؤ دبې وزله خلکو لپاره دصحت کارډ ورکولو اؤ زلمو ته د وړو قرضو ورکولو هوډ هم څرګند کړو. دپاکستان دمرکزي پارلیمان پخواني غړي ندیم افضل چن په ټویټر دعمران خان ددې تګلارې په اړه پوښتنې راپورته کړي دي اؤ لیکلي یې دي چې دعمران خان ایجنډا ښه ده خو په تېرو څلور کالو کې هغه په دې پروګرام څومره کار کړی ؤ؟ ښاغلي چن پوښتنې کړې دي چې که عمران خان واک ته ورسیږي نو بلوچستان کې به امن څنګه پځاي کوي،دقضايي اصلاحاتو نمونه به یې څه وي اؤ دسیمه ییزو حکومتونو کوم نظام به مخې ته راوړي ؟

26.03.2023 ډیوه

ټرمپ د جمهوري ریاست لومړنۍ انتخاباتي غونډې کې : هیڅ جرم مې ندی کړی

د متحده ایالاتو مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي هیڅ جرم یې ند ی کړی او د نیویارک ایالت د یو څارنوال تحقیقات یې رد کړل.

26.03.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more