ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سوریه کې د یاغي ډلو ترمنځ نښتو کې نژدې ۶۰ تنه وژل شوي- څار ډله 

په سوریه کې د جګړې د څار یوه ډله وايي چې د دغه هېواد په شمال کې د یاغي ډلو په خپل منځیو جګړو کې لږ تر لږه ۵۸ تنه وژل شوي‌ چې اکثریت یې جګړه ماران دي.

18.10.2022 امریکا غږ

په اوکراین د روس هواي بریدونه، ایران د ملګرو ملتونو د قرارداد خلاف ورزي کوي

روسي ځواکونو د نهې په ورځ د اوکراین په یو شمېر ښارونو کې د انرجۍ د یو مرکز په شمول ګډون نور مرکزونه په نخښه کړي دي. د صدر ولادیمیر زیلنسکي د دفتر مرستیال مشر کېرېلو تېموشینکو تر مخه په بریدونو کې د کیو د بجلۍ د سپلای مرکز هم په هدف شوی دی. د کیو ښار مئیر میتالي کلیټسچوکو وویل چې د ښار په شمالي سیمه کې چادونو یوې مهمې ودانۍ زیاني کړېده. تېمو شنکو وايي د نېپرو په ښار کې د انرجۍ ودانۍ ته قوي زیان رسیدلی دی. زیلنسکي ویلي روس د اوکراین د اهمو انرجۍ په مرکزونو “ترهګرېزې حملې” کوي:  “د اکتوبر د لسمې راهسې د اوکراین د بجلۍ 30 فېصدي مرکزونه هدف شوي چې د بجلۍ یو بحران یې پیدا کړی دی، د پوتین حکومت سره د خبرو هیڅ ځای ندی پاتې شوی” بلې خوا ته امرېکې د ګل په ورځ وویل روس ته د ایران لخوا ډرونز ورکول د ملګرو ملتونو د قرارداد خلاف ورزي ده. د امرېکې د خارجه وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل خبریالانو ته وویل: “نن سهار زمونږ اتحادیانو برتانیې او فرانس په ښکاره معلومات ورکړل چې د ایران بې پایلټه الوتونکي ډرونز روس ته ورکول د ملګرو ملتونو د سلامتي شورا 2231- قرارداد خلاف ورزي ده” سلامتي شورا دغه قرارداد په 2015 کې منظور کړی ؤ. په ورستیو کې اوکرایني مشرانو په تکرار سره ویلي دي چې روس چې کومې حملې کوي په هغې کې زیاتره د ایران شهید- 136 نومې ډرونز استعمالیږي. د وايټ هاوس پریس سیکترې کېرن جین د ګل په ورځ خبریالانو ته ویلي وو چې ایران په دې هکله د دروغو څخه کار اخلي او روس ته په اوکراین د حملو لپاره د وسلو ورکولو خبره ردوي. هغې ویلي وو امریکه به د روس او ایران د وسلو په تجارت پابندۍ نافذ کړي.

18.10.2022 ډیوه

دپارلیمان غړي وایي کېدای شي د ملتان روغتون په بام موندل شوي مړي د لادرکه بلوڅو اؤ پښتنو وي

 مرکزي حکومت کې شامل د سياسي ګوندونو د قامي اسمبلۍ غړو په دې وروستیو کې د پنجاب ملتان ښار د نشتر روغتون په بام د رابرڅېره شوو جسدونو د ډي اېن ای ازموېنې کولو غوښتنه کړې او ویره یې څرګنده کړې ده چې دا مړي د سیند او هېواد د قبایلي ضلعو څخه د لا درکه تنانو کېدای شي. په واکمن اتحادي حکومت کې شامل د پيپلز ګوند، متحده قامي موومنټ، جمعیت علما اسلام ف او نیشنل ډېموکرېټک غورځنګ غړو د ملتان په نشتر روغتون کې د ګڼ شمېر جسدونو د موندل کيډو دا معامله له هغې وروسته راپورته کړې چې د پنجاب صوبې اعلا وزیر پروېز الهي د یاد روغتون د دریوؤ ډاکټرانو په ګډون د اړونده پوليس تاڼو دوه افسران معطل کړي دي. د تېرې شورو په ورځ د ملتان د نشتر مېډيکل روغتون په بام ګڼ شمېر جسدونه رابرڅېره شوې وو چې وروسته په ټولنيزو رسنيو هم خلکو دا عمل غندلی و. د پنجاب په ملتان ښار کې د نشتر مېډيکل روغتون په بام د ګڼ شمېر جسدونو د موندل کېدو دا معامله وړومبی په قامي اسمبلۍ کې د متحده قومي موومنټ ښځينه غړې کشور ذهره راپورته کړه چي وروسته ورسره د پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي عبدالقادر مندوخېل او د نېشنل ډېموکرېټک غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ هم ملاتر اعلان کړو. دغو غړو د ملتان په نشتر هسپتال کې د رابرسېره شوو جسدونو د ډي اېن اې ازموینې غوښتنه وکړه. شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز په خپل يو رپورټ کې ویلي چي د پنجاب د اعلا وزير پروېز الهي لخوا ددې معاملې د ابتدايي پلټنو په ترڅ کې د روغتون د اناټومي څانګې د دوؤ ډاکټرانو، دریوؤ ملازمينو په ګډون د اړونده دوو پوليس تاڼو دوه ایس ایچ او ګان معطل کړی شوي دي. پدې اړه د ډيوه سره د نهې په ورځ خبرو کې د پيپلز ګوند سره تړاو لرونکي د قامي اسمبلۍ غړي عبدالقادر مندوخېل وویل دا مالومېدل اړين شوي دي چې دا جسدونه  چرته تع راغلل، د چا دي او وارثان یې څوک دي؟ هغه وايي ما د قامي اسمبلۍ د سپيکر څخه غوښتنه کړې چې ددې معاملې د پلټنو لپاره دې يوه پارليماني کمېټي جوړه کړی شي، په دې معامله کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړل شي او بيا دې جسدونه خپلو وارثانو ته وسپارل شي. وايي دا هرڅه ځکه کول پکار دي چې په پاکستان کې زیات خلک لا درکه دي. د راپورونو ترمخه د تېرې شورو په ورځ په ټولنيزو رسنيو داسې يو شمېر وېډيوګانې خپرې شوې وې چې په کې د نشتر روغتون په چت  بام ګڼ شمېر کې د جسدونه ليدل کېدل. له دې ورستو په ټولڼيزو رسنیو د جسدونو د هسپتال په بام د موندل کيدو په معامله ټکونه شوي وو او ددې مړو د پېژندګلو کولو غوښتنې شوې وې. دا نامالومه جسدونه په داسې حال کې موندل شوي چې په پاکستان کې په لويه شمېره کې خلک لادرکه دي او د بشري حقونو، بلوڅانو او پښتنو د حقونو مبارزين په جبري توګه د خلکو د تري تم کولو تورونه د پاکستان د پوځ په طاقتوره خفيه شبکو پورې کوي خو پوځ دا تورونه تل ردوي او درېځ ورکوي چې کېدای شي لا درکه کسان د بېلتون غوښتونکو بلوڅ وسله والو په ليکو کې ورګډ شوي وي، امنیتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي او یا کوم بهر هېواد ته تښتېدلې وي. که څه هم د لا درکو تنانو د قضيو څېړونکی سرکاري کمېشن په جبري توګه د لادرکه تنانو شمير شاوخوا 5000 ښایي خو د بلوڅانو، پښتنو او بشري حقونو فعالين د لادرکه تنانو شمېر له دې هم زيات يادوي. د لادرکه بلوڅانو د حقونو تنظیم وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز مرستيال مشر قدير بلوچ ډيوه سره خبرو کې د ملتان نشتر روغتون کې د برڅېره شوو جسدونو د ډي اېن ای ټېسټونو د غوښتنې ملاتړ کوي. ښاغلی قدير بلوڅ وايي کال 2014م کې د لادرکه تنانو په قضیه کې سپريم کورټ لازم ګرځولې ده چې د هر نامالوم مړي ډي اېن اې ټېسټ کول پکار دی. دی وايي د بلوچستان ،خېبرپښتونخوا او سیند څخه په زرګونو خلک ورک دي. او دا اوس چې په ملتان نشر روغتون کې کوم جسدونه ښکاره شوي د هغوي لباس ېا جامو څخه وېره پېدا شوې هڅې نه دامړي د هغو بلوڅانو او پښتنو نه وي څوک چې په جبري توګه ورک کړل شوې دي. تېره میاشت هم د سیند صوبې په دننو سيمو سانګهړ، خېر پور او عمر کوټ کې څلور مړي ترلاسه شوي وو چې د متحده قومي موومنټ د کارکنانو بلل کېږي. د پښتنو د حقونو تنظیم پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب مسيد چې د لادرکه پښتنو د شمېرې راټولوي ډيوه ته وېلي چي د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې د قېد تنانو مړي اکثر موندل کېږي. نوموړي وويل کال 2014 کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګرو د خونړي برید وروسته دداسې کسانو په ډزو ويشتل شوي مړي په هنګو کې موندل شوي چې غاړو ته یې ګردنۍ او خواته ټوپکې پرتې وي چې پوځ د ارمي پبلک سکول د ترهګرۍ په پېښه کې د ککړو کسانو يادول. نوموړی وايي دغه کسان د حراستي مرکزونو څخه وړل شوي وو او د هغوي رېکارډ هم موجود وو. "مونږ ځکه اندېښنه لرو چې داسې عمل مخکې هم شوی دی" په ورځپاڼه ډان کې خپور شوي رپورټ کې ویل شوي چې په دې معامله د جمعيت علما اسلام ف ډلې يو غړي چې نامه ېې نه ده ښودلې هم خبرې کړي دي. رپورټ وايي د جمعيت علما اسلام ف د قامي اسمبلۍ غړي د ملتان په نشتر روغتون کې ډ لا وارثه جسدونو موندل کیدو په معامله ژوره اندېښنه ښودلې او وېره یې څرګنده کړې چې دا مړي د قبایلي ضلعو څخه د لا درکه شوو کسانو کېدای شي. هغه ویلي ددې تاثر د ختمولو لپاره باید چې ددې معاملې پلټنې وشي. کرنل ر انعام الرحيم په اسلام اباد کې په جبري توګه د لادرکه تنانو د قضيو پېروي او وکالت کوي،هغه ډيوه ته وايي قانون کې ليکلي شوي دي چې کله داسې نامالوم مړې ترلاسه شي نو وړومبی د هغه مړي تصوير وويستل شي او د پېژندګلو لپاره یې په مطبوعاتو کې خپور کړي. ښاغلي انعام الرحيم وویل دا خطرناکه او حساسه معامله ده ځکه چې لا اوس هم د 5000 زرو څخه زيات کسان ورک دي. دی وايي که د ډي اېن ای ټېسټونو ښکاره شوه چې دا جسدونه د لادرکو تنانو دي نو بيا به کارواي د هغه چا پرضد کېږي د چا خلاف چې د لا درکه تن د لا درکې مقدمه درج شوي وي. نوموړې وايي د هر تري تم شوي تن اېف اې ار له مخکې درج وي او ددې حساب کتاب د لا درکو تنانو د قضيو د حکومتي کمېشن سره هم ثبت شوی وي. که څه هم په قامي اسمبلۍ کې زياترو حکومتي غړو د ملتان په نشتر روغتون کې د برسېره شو جسدونو د ډي اېن ای د ازموينې او په دې اړه د پلټڼو غوښتنه کړې خو ورځپاڼه ډان په خپل راپور کې وايي د قامي اسمبلۍ د پرونۍ غونډه د صدارت ذمه واري چې د جمعيت علما اسلام ف ډلې ښځينه غړې عاليه کامران ترسره کوله په دې معامله د رولنګ ورکولو څخه ډډه کړې ده.

18.10.2022 ډیوه

د پاکستان پوځي مشرتابه د هیواد د ایټمي پروګرام د خوندیتوب اؤ څار په نظام بشپړه تسلي ښودلې ده

دامریکې دصدر جوبایډن له لوري دپاکستان دایټمي وسلو په خوندیتوب له اندېښنې ښودل کیدو نه وروسته دپاکستان دپوځ مشرتابه دهیواد دایټمي پروګرام دڅارنې اؤ خوندیتوب په نظام بشپړه تسلي ښودلي ده اؤ وایي پاکستان دایټمي وسلو لرونکی یو ذمه وار هیواد دی.  دپينډۍ ښار په پوځي مرکز یا جي ایچ کیو کې  د غونډې په مهال  دپوځ دسرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه په مشرۍ  252م د کورکمانډرانو کانفرنس ترسره شوی دى چې دپوځ دمطبوعاتي څانګې له مخې په دغه غونډه کې کورکمانډرانو دهيواد دموجوده داخلي او خارجي  امنيتي وضعيت اود پوځ  دمسلکي تياریو بشپړه جاج اخستی دی. دپوځي مشرانو دکانفرنس وروسته له هغې راجوړ شوی چې په ۱۵ اکتوبر دامریکې صدر جوبایډن  په ډیموکرټيک کانګریشنل کمپین کمیټۍ کې د وینا په مهال ویلي وؤ‌ دهغه په اند پاکستان دنړۍ د خطرناک ترینو هیوادونو څخه یو دی چې ایټمي پروګرام یې هم بې ربطه یا بې قاعدې دی. پاکستان دصدربایډن په دې څرګندونو امریکې ته سخت احتجاج کړی ؤ اؤ اسلام اباد کې امریکایي سفیر دانلډ بلوم خارجه دفتر ته رابلل شوی اؤ احتجاجي مراسله ورته سپارل شوې ده . دصدر بایډن دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف  ویلي وؤ تېرې څو لسیزې دا ثبوت ورکوي چې پاکستان بې کچه ذمه وار جوهري ریاست دی اؤ دجوهري پروګرام دخوندیتوب نظام یې دکوټلي کنټرول اؤ څار لاندې دی. خو دامریکې دسپینې ماڼۍ ویاندې کیرین ژان پیئر ویلي وؤ چې امریکایي صدر هیڅ نوې خبره نه ده کړې اؤ صدر بایډن خوندي اؤ خوشحاله پاکستان غواړي ځکه چې خوندي اؤ خوشحاله پاکستان دامریکایي ګټو لپاره مهم دی. د ایي ایس پي ار دبیان له مخې دکورکمانډرانو کانفرنس کې دهيواد دموجوده داخلي او خارجي  امنيتي وضعيت او پوځ  دپېشه وارانه تياریو  جاج اخستل شوی اؤ هغوي  په مسلکي تياريو داطمينان څرګندونه کړې ده،  کورکمانډرانو ويلي پاکستان دخپلې جوهري سلامتۍ  دنظام مضبوطولو لپاره ټول ضروري اقدامات کړي دي او ويلي يې دي" زمونږ نظام دبين المللي غوره اقداماتو برابر دى" دپوځ سرلښکر  هیواد کې د راغلي سيلاب په مهال دفارميشنز  دپېشه وارانه تيارۍ او پرله پسې هڅو ستاينه هم کړې ده. دبیان له مخې دې غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه دټولو خطرو په ضد دوطن ددفاع لپاره  دپاکستاني پوځ عزم تکرار کړيدى  کورکمانډرانو دپاکستان دمضبوط جوهري کمانډ اينډ کنټرول دځاندرې  او دملک دسټريټجک اثاثو په اړه  په امنيتي انتظاماتو دمکمل اعتماد څرګندونه کړې او ويلي يې دي چې پاکستان  دجوهري وسلو لرونکى يو ذمه وار ملک دى. د صدر بایډن لخوا دپاکستان د ایټمي وسلو په اړه ددې وروستي بیان  نه دوه کاله وړاندې د ډانلډ ترمپ په تېره انتظامیه کې دامریکې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو هم ویلي وؤ چې دپاکستان ایټمي پروګرام امریکا دپاره ستر ګواښ دی. پاکستان کې د تندروه مذهبي ډلو فعالیتونو ته په کتلو دنړۍ زیاتره هیوادونو اکثره وخت دپاکستان دایټمي وسلو دخوندیتوب په اړه اندېښنې ښودلي خو پاکستان تل دا اندېښنې بې ځایه بللي اؤ وایي ایټمي پروګرام یې په بشپړ ډول خوندي اؤ محفوظو لاسونو کې دی

18.10.2022 ډیوه

جنوبي وزیرستان: د افغانستان سره د انګوره اډې پوله په درېمه ورځ د احتجاج له امله تړلې پرته ده

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا جنګ ځپلې قبایلي ضلعې کوزې جنوبي وزیرستان انګور اډه سیمه کې نن په درېمه ورځ احتجاج روان دی چې له امله يې د افغانستان سره د انګورې اډې پوله په درېمه ورځ د هر ډول تګ راتګ دپاره تړلې ده، احتجاج کوونکي وايي د حکومت او د دوی ترمنځ خبرې روانې دي.

18.10.2022 ډیوه

ځايي اوسېدونکو افغانستان سره د جنوبي وزیرستان د انګوره اډې په لار احتجاج ختم کړو

ملک محمد جمیل په یو وډیو پېغام کې چې د خبریالانو سره شریک کړی شوی و، وویل د حکومتي چارواکو سره مذاکراتو کې مامورینو د احتجاج کونکو غوښتنې ومنلې

18.10.2022 ډیوه

په لورالايي کې د 17 کلن ځوان د مرموزې وژنې ضد سياسي ګوندونو احتجاجاً ښار تړلی

د پاکستان د بلوچستان صوبې د لورالايي ضلعې د پوليس چارواکو  په خبره د تېر اتوار/ يکشنبې په ورځ د بوري د سېلګرۍ په کوهار ډيم سيمه کې په يوه پېښه کې 17 کلن ځوان اسرار خان وژل شوی او د هغه درې نور ملګري ټپي کړل شوي دي. د پېښې په ضد نن سياسي ګوندونو او پي ټي اېم احتجاج کړی او ښار یې احتجاجاً تړلی دی.

18.10.2022 ډیوه

امریکا د پاکستان په ژمنه او توان باوري ده چې خپلې ايټمې اثاثې به خوندي وساتي

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، امریکې تل خوندي او سوکاله پاکستان د امریکې د ګټو دپاره مهم بللی او امریکا د پاکستان سره د اوږدې مودې همکارۍ ته ارزښت ورکوي.

18.10.2022 ډیوه

طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځينه کارکوونکې له دندو ځواب کړي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن د دې وزارت ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې له دې وروسته، دې ادارې ته د کار کولو لپاره ور نه‌شي. يو شمېر ښځينه کار کوونکې چې د دې ادارې چارواکو نن په یاد وزارت کې د کار کولو منع کړي دي وايي، د طالبانو په رژیم کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس مدیر احمدي نن ورته ویلي، له دې وروسته، دغه وزارت ته د کار کولو لپاره ور نه‌شي. د دغو ښځو له قوله، دوی د خپلو کورنیو سرپرستې دي او بې له دې چې کار وکړي، بله هیڅ لار نه‌‌لري. د دې وزارت یوې کارکوونکې چې نه‌غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، دوی ته یې ویلي باید ولاړې شي او په کور کېني. دا کارکوونکې وايي: "وايي، هیڅ کار مه کوئ، دروازه درته پرانيستې ده، ولاړې شئ او په کور کېنئ. زموږ غږ باید نړیوالو ته ورسېږي. موږ څه وخورو. موږ به یا نن دوی وژني او یا هم به هم خپل کار ته ځو." معترضو مېرمنو ازادي راډیو ته څو ویډیوګانې هم را استولي چې په‌کې لیدل کېږي، د کډوالو او بېرته راستېندونکو چارو وزارت نه د لسګونو ښځو د ویستلو هڅه کېږي او ورته ویل کېږي چې خپلو کورونو ته ولاړې شي. هاخوا ازادي راډیو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو د رئیس مدیر احمدي هغه وینا هم تر لاسه کړې ده چې د دې وزارت د ښځینه کارکوونکو د شړلو پر مهال یې کړې. هغه په خپلو خبرو کې وايي، د دوی د قانون له مخې، نارینه او ښځینه په یوه اداره کې ګډ کار نه‌شي کولای. نوموړی وايي: "که تاسې په دې فکر کوئ چې موږ راځو، کار مو کوو، ستاسې دا کار کول په هغه تېر نظام چې د جمهوریت نظام و، په هغې کې یې تاسې ته جواز در کاوه چې ښځې کولای شي کار وکړي. دا یو اسلامي نظام دی، اساس بدل شوی، قانون هم بدل شوی او نظام هم بدل شوی. د دې نظام د قانون په مادو کې داسې لیکل شوي چې ښځې نه‌شي کولای له سړو سره یوه اداره کې یو ځای کار وکړي." مدیر احمدي د دې وزارت له ښځینه کارکوونکو غواړي چې د ځان پر ځای یو بل څوک ور معرفي کړي، څو د دوی پر ځای دې اداره کې کار وکړي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس مدیر احمدي په خپلو خبرو کې ښځو ته د ناقص‌العقل او ناقص دین خطاب هم کوي او وايي، که دوی یې د پرېکړې په خلاف اعتراض وکړي، دا به د دې وزارت لپاره بدنامي وي. اعتراض کوونکې ښځې وايي، چې نوموړي له یوې غرفې خبرې کولې او دوی ته مخامخ نه و. د طالبانو د کډوالو چارو وزارت مو د دې پرېکړې په اړه وپوښت، خو هیڅ مسؤل چارواکی یې خبرو ته حاضر نه‌شو. له دې وړاندې د طالبانو رژیم د مالیې وزارت هم ښځینه کارکوونکې په کور کړې وې او ترې یې غوښتي وو چې د ځان پر ځای کوم نارینه ور معرفي کړي. طالبان داسې مهال ورځ تر بلې په افغان نجونو او ښځو محدودیتونه زیاتوي چې تېره اوونۍ متحده‌ایالاتو د دوی په یو شمېر چارواکو د ښځو د حقونو د نقض له امله د ویزې بندیز ولګاوه. تر څنګ یې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دوو نورو طالب چارواکو د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له امله د سفرونو بندیز لګولی و.

18.10.2022 ازادي راډیو

د کابل پوهنتون د نجونو له لیلیې څخه د ښځینه محصلینو ایستلو په غبرګون کې د ښځو لاریون

د کابل پوهنتون د نجونو له لیلیې څخه د یو شمېر ښځینه محصلینو د ایستلو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، په کابل ښار کې یو شمېر معترضو مېرمنو لاریون کړی او وايي چې «تحصیل د افغانستان د نجونو سره کرښه» ده.

18.10.2022 امریکا غږ

فايق: امنيت شورا د افغان مېرمنو پر وضعيت او د بشري حقونو په اړه بحث کوي

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، افغانستان به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې غونډې برخه وي چې د ښځو، سولې او امنیت په اړه جوړېږي. دا غونډه چې د اکټوبر په ۲۰مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا جوړېږي، بنسټیز موضوعات يې ښځې، سوله او امنیت دی. افغانستان چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، نږدې هره ورځ د نجونو او ښځو د حقونو د نقض په برخه کې د خبرونو سرټکی وي، د دې غونډې د ګډون‌والو د بحث یوه خورا مهمه موضوع ده. په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام سرپرست دایمي استازي نصیراحمد فایق نن ازادي راډیو ته وویل، د غونډې ګډونوال به په افغانستان کې د نجونو او ښځو اوسنی وضعیت وڅېړي او د دوی پر وړاندې به د اوسنیو ستونزو د حل په لارو چارو بحثونه وکړي. نوموړی وايي: "دې غونډې ته به د ښځو، امنیت او سولې په اړه د عمومي منشي کلنی راپور وړاندې شي. په دې راپور کې به چې په لومړي ځل وړاندې کېږي، عمومي منشي به په خپلو سپارښتنو چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په ځانګړي ډول د هغو چې د نورو ښځو د حقونو ملاتړي دي، تمرکز وشي." د امنیت شورا دې مهمه غونډه کې، د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد، د دې سازمان د ښځو چارو اجرايوي مشره سیما باهوس او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار د بحثونو اصلي ویناوالې دي. واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته، دې درې واړو مېرمنو په ځلونو په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وضعیت جدي اندېښنې ښودلې او ان له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د نقض له امله په طالبانو فشار راولي او بندیزونه پرې ولګوي. د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا داسې مهال د ښځو، سولې او امنیت په اړه ګډه غونډه را غواړي چې په سیمه کې د افغانستان په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو او غوښتنې هم ورځ تر بلې جدي کېږي. تازه د هند د بهرنیو چارو وزیر جی‌ایس شنکر په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره "د افغانانو په مشرۍ، د افغانانو په مالکیت او د افغانانو تر کنټرول لاندې" د پخلاینې د بهیر پر دریځ ټینګار کړی. ښاغلي شنکر د دوشنبې په ورځ سورات کې یوې غونډې ته وویل: "افغانستان کې غمجنې پېښې کېږي، خو هند دا نه‌شي ټاکلی چې په افغانستان کې څه کېږي، افغانان باید وټاکي چې په افغانستان کې څه کېږي." د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، د افغانستان په اړه هغه څه چې د هند حکومت کولای شي دا دي چې په سخت وخت کې له افغانانو سره مرسته وکړي. جی‌ایس شنکر په افغانستان کې د نجونو، ښځو او لږکیو حقونو ته په اشارې د سیاسي ډګر پر ټولو برخو غږ کړی چې د یوه سوکاله او خوندي راتلونکي لپاره د لږکیو په ګډون، د افغانستان د ټولو خلکو د هیلو د پوره کولو لپاره په ګډه کار وکړي.

18.10.2022 ازادي راډیو

د تخلیې پروګرام؛ جرمني هره میاشت له خطر سره 'مخامخ ۱۰۰۰ افغانان راوباسي'

د جرمني حکومت له افغانستان څخه له ګواښ سره مخ افغانانو د ایستلو په برخه کې د نوي پروګرام پیلېدو خبر ورکړی دی.

18.10.2022 امریکا غږ

څيړونکي: بايد پاکستان کې د ترهګرۍ ضد ادارې فعاله وساتل شي او کوټلي ګامونه پورته شي

څيړونکي وايي په پاکستان کي د ترهګرۍ ضد نظام (نېکټا) بيا فعالولو پريکړه به عام ولس ته د بد امنۍ  دمخنيوي په اړه ډاډ ورکړي خو د سيمي خلک وايي نېکټا وړاندې هم موجود وه، ترهګري کيده او د امنيتي ادارو لخوا خلک هم ځورول کېدل، بايد حکومت د بدامنۍ ضد کلک ګامونه پورته کړي.

18.10.2022 ډیوه

د جمهوریت د وروستي قاضي القضات مړینې ته غبرګونونه

د افغانستان د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د جمهوري نظام وروستی قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس قانون پوه سید یوسف حلیم د هیواد څخه بهر مړ شوی.

18.10.2022 امریکا غږ

پي ډي اېم: انتخابات به کله کيږي دا فېصله به حکومتي اتحاد کوي

پاکستان کې واکمنه حکومتي اتحاد [پاکستان ډېموکرېټک مومنټ] ويلي، اتحاد د عمران خان دغه غوښتنه په کلکه رد کړې چې په ملک کې دې زر تر زره انتخابات وشي.

18.10.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more