ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د کوانټم فزیکس درې پوهان د فزیکس په برخه کې د سږکال د نوبل جایزې ګټونکي اعلان شول

د سویډن د ساینس شاهي اکاډمۍ د فزیکس په برخه کې د سږکال نوبل جایزې، درې ساینس پوهانو لپاره اعلان کړي دي. اکاډمۍ ویلي د فرانس ایلن ایسپیکټ، د امریکا جان کلاؤزر او د اسټریا انټن زیلنګر د کوانټم فزیکس په برخه کې ډېر ارزښتمن تحقیقات کړي او په مشترکه توګه د نوبل جایزې مستحق ګڼل کیږي. دغو دریو ساینس پوهانو په کوانټم فزیکس کې داسې اساسي تجربې کړي چې په کې د اېټم نه هم د وړوکو ذراتو ترمنځ اړیکه څرګندوي. ددوی د مطالعي په بنیاد، دوه وړوکي ذرات که د اېټم نه جدا هم شي، نو خپل ترمنځ د یو یونټ په شان کار کوي. اکاډمي زیاتوي د دوی دغه کار د نوې ټکنالوجۍ پرمختګ ته لاره ممکن کړې ده او په دې سره به ډېر پرمختللي کمپیوټرونه جوړ کړی شي. د نوبل جایزه کمیټۍ غړې ایوه اولسن ویلي د کوانټم معلوماتو ساینس یو پراخه او په تیزۍ سره پرمختلونکې څانګه ده. نوموړی زیاتوي دا د معلوماتو په محفوظه توګه لیږلو یا ټرانسفر کولو، د کوانټم حساب او پیژنګلو کولو ټکنالوجۍ په برخو کې یو پراخه او پکار راتلونکې څانګه ده.  درې واړه ساینس پوهان به نهه لکه ډالره انعام درې ځایه تقسیموي. د طب په برخه کې د نوبل جایزې اعلان د تیر ګل په ورځ شوی وو. د کیمیا په مد کې د نوبل جایزې اعلان به د شورو په ورځ ،د ادب لپاره د زیارت په ورځ او د نوبل جایزې اعلان به د جمعې په ورځ اعلانیږي.

04.10.2022 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

04.10.2022 امریکا غږ

د کریمیه د ښکلا ملکه د اوکراین د ملتپالنې د سندرې په ویلو جریمه شوې 

له اوکراین څخه په جلا کړې شوې ټاپوزمه کریمیه کې دوې ښځې، چې یوه یې د کریمیه د ښکلا ملکه ده، د اوکراین د ملتپالنې سندرې په ویلو او د روسیې ځواکونو په بدنامولو تورنې او جریمه شوې دي. 

04.10.2022 امریکا غږ

د اوکراین صدر وايي صدر پوټن سره يې مذاکرات امکان نه لري

اوکراین ویلي په دونېڅک، لوهانسک، ژاپوريژا او کېرسون سیمو کې چې روس ضم کړي، په رېفرېنډم کې د خلکو نه په زور په روس کې د شاملېدو په حق کې رای اخیستل شوي دي

04.10.2022 ډیوه

په برازیل کې د ولسمشرۍ ټاکنې دوهم پړاو ته تللي

کیڼ اړخی سیاستوال او د برازیل پخوانی ولسمشر لویز انسایو لولا دېسلوا او ښي اړخی سیاستوال جایر بولسنارو، د برازیل د ولسمشرۍ هغه دوه مخکښه کاندیدان دي چې یو یې هم د تیرې یکشنبې په ورځ د ټاکنو په لومړي پړاو کې بریالی نشو.

04.10.2022 امریکا غږ

د اشنا تلویزیون د سه شنبې خپرونه

د اشنا تلویزیون په خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

04.10.2022 امریکا غږ

قانون پوهان دپنجاب اؤ وړو صوبو د وګړو مقدمو کې دعدلیې په توپیري چلند پوښتنې راولاړوي

د سپريم کوټ بار پخوانى صدر لطيف اپريدى ايډوکيټ وايي دا خبره په ډاکه ده جې د پاکستان عدليه د طبقاتي ويش ښکار ده د زورورو مرستې کوي خو د علي وزير او ادريس خټک په څېر تنان د انصاف نه محرومه ساتي

04.10.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

04.10.2022 امریکا غږ

امریکې د مظاهره کونکو په ضد دایران د ګامونو غندنه کړې

په ناروی کې مېشته ایرن هیومن رایټس نومې تنظیم ویلي په احتجاجونو کې تر اوسه پورې ۱۳۳ کسان وژل شوي چې پکې د ۴۰ نه زیات هغه کسان هم شامل دي چې د سیستا بلوچستان صوبې په مرکزي ښار زاهدان کې په نښتو کې وژأل شوي دي

04.10.2022 ډیوه

د نا امنیو او بشري حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنې؛ د یوناما پلاوی پنجشیر ته تللی و 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر «یوناما» وايي چې په پنجشیر کې د نا امنیو د بشري حقونو څخه د سرغړونو د اندېښنو او ادعاو له راپورونو وروسته یې یو پلاوی دې ولایت ته تللی و. 

04.10.2022 امریکا غږ

په تروريستي حملو کې ولې په ځانګړي ډول د نجونو ټولګي په نښه کېږي؟

د تېرې جمعې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونیز مرکز د خونړۍ حملې د غندنې لپاره پر ټولنیزو شبکو لوی کمپاین پیل شوی. پر ټویټر او فېسبوک د دې کمپاین په ترڅ کې عامو خلکو او یو شمېر مخکښو شخصیتونو پر افغان هزاره ګانو د دې حملو د بندیدو غوښتنه کړې. احمد تکل په دې اړه له افغان سیاستوالې شکریې بارکزۍ سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي دي چې په دې تروریستي حمله کې ولې په ځانګړي ډول د نجونو ټولګی په نښه شو؟ د اغلې بارکزۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

04.10.2022 ازادي راډیو

مسکو وایي ۲۰۰زره احتیاطي سرتیري یې پوځ ته جذب شوي دي 

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د سه شنبې په ورځ اکتوبر څلورمه (تلې ۱۱) وویل، له هغه وخت راهیسې چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپټمبر په ۲۱مه د روسیې د پوځ د احتیاط ځواکونو د جلبولو امر کړی، څه باندې ۲۰۰ زره کسان د روسیې په پوځ کې شامل شوي دي.

04.10.2022 امریکا غږ

اقتصاد پوهان د پاکستان د خزانې وزیر سره اتفاق نه کوي چې د ډالر اصل قيمت د 200 روپو نه کم دی

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ويلي، د روپۍ په مقابله کې د ډالر اصل قيمت د 200 روپو نه کم دی او دعوه يې کړې چې په راتلونکي وخت کې به د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه د 200 روپو نه هم راکمه کړي. خو اقتصاد پوهان د نوموړي د دعوې سره اتفاق نه کوي او وايي د ډالر اصل قيمت د 215 نه تر 225 روپو پورې دی.

04.10.2022 ډیوه

د امریکې د دفاع وزیر به په پېنتګان کې د پاکستان د پوځي مشر هرکلی کوي

د امریکې دفاع وزارت ته د جنرل باجوه د ورتګ په اړه پېنټګان خبریالانو ته په یو بیان کې وویل چې لواېډ اسټن به په خصوصي دستوره کې د پاکستاني پوځي مشر هرکلی کوي او بیا به د هغه سره د ملاقات کوربتوب کوي

04.10.2022 ډیوه

بایډن د مظاهرو د ځپلو له کبله په ایران د فشارونو د زیاتولو خبرداری ورکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن  ایراني‌ مقاماتو ته خبرداری ورکړ چې د مظاهره کوونکو د ځپلو او له هغوی په وړاندې د تاوتریخوالي له کبله به پرې «نور فشارونه» هم زیات کړي. 

04.10.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more