ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سوات: د سکول د ماشومانو په ګاډي ډزې شوي، ډرايور پکې وژل شوی يو ماشوم ژوبل

د خېبرپښتونخوا په سوات کې د سکول د ماشومانو په ګاډي ډزې شوي، د پولیسو په وېنا په ډزو کې د ګاډي ډرايور وژل شوی او يو ماشوم ژوبل شوی دی.

10.10.2022 ډیوه

برتانیې افغانانو ته د تحصیلي بورسونو ورکولو بهیر بیا پيل کړ

د برتانیې حکومت او د دغه هیواد د تحصیلي بورسونو پروګرام چیفنینګ (Chevening) تر دوه میاشتني ځنډ وروسته د هغه یو شمېر افغانانو لپاره د خپلو تحصیلي بورسونو ورکولو بهیر بیا پیلېدو خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې نه بلکې، په دریم هیواد کې ژوند کوي.

10.10.2022 امریکا غږ

امریکايي چارواکو په قطر کې د طالبانو سره ليدلي، رپورټ

د امریکې لوړ پوړ چارواکو د خالي/ شنبې په ورځ په قطر کې د طالب چارواکو سره ليدلي دي، دا د القاعده د مشر اېمن الظواهري د وژنې وروسته د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ لومړۍ مخامخ ليدنه شوې ده. دغه خبر سي اېن اېن د دوه چارواکو له قوله خپور کړی دی.

10.10.2022 ډیوه

شمالي وزيرستان: پوځ د دوه ترهګرو وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پختونخوا په قبایلي ضلعې شمالي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې د دوو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده.

10.10.2022 ډیوه

څه باندې ۳۰۰ مهاجر چې برتانیې ته تلل د ډوبیدو څخه ژغورل شوي

د ۳۶۰ څخه ډیر مهاجر چې غوښتل یې په وړو کښتیو کې د فرانسې څخه برتانیې ته ولاړ شي یکشنبه اکټوبر ۹ (تلې۱۷) په انګلش چینل کې د ډوبیدو څخه ژغورل شویدي.

10.10.2022 امریکا غږ

نایجریا کې د کښتۍ چپه کیدو په پیښې کې ۷۶ تنه وژل شوي

د نایجیریا جمهور رئیس محمد بوهاري یکشنبه اکټوبر ۹ (تلې ۱۷) ویلي چې ددې ایالت د انامبرا په ایالت کې یوه کښتۍ په سیند کې ډوبه شوې او ټول سپاره کسان پکې وژل شویدي.

10.10.2022 امریکا غږ

د افغانستان د پولیسو یو پخوانی مشر د پاکستان په کوئټه ښار کې د وسله والو د طرفه په ډزو وژل شوی دی

د بلوچستان په سرښار کوئټه کې وسله والو د افغانستان د پولیسو یو پخوانی مشر افیسر، عبدالصمد اڅکزی وژلی دی. د کوئټې ښار د  پولیسو د یوہ لوړ‎ پوړ‎ي افیسر په خبرہ، د عبدالصمد اڅکزي په نامه تن د اتوار/یکشنبې په ورځ د ښار د مشرقي بای پاس په سيمه  پرکاني کوڅه کې وژل شوى دى.  د پوليسو لوړ‎ پوړ‎ي افیسر د نوم نه ښکارہ کولو په شرط وي او اې ډیوہ ته وویل چې عبدالصمد نومی تن  او ورور يې خپل کور ته څېرمه هغه وخت د نامعلومو کسانو له خوا هدف وګرځول شو چې دوی پر موټر سايکل سپاره وو.  دپوليسو د افسر په وينا، په ډزو کې د عبدالصمد ورور خوندي پاتې شوى خو پر موقع  موجود يو لاروی ټپي شوى دى. ویل کیږي چې برید کوونکي هم پر موټرسايکل سپاره وو، او له برید وروسته په تېښته بريالي شوي دي.  د پولیسو افیسر تاییدوي  چې وژل شوی کس د افغانستان د کندهار ولایت سره تعلق لري او په پخواني افغان حکومت کې د پولیسو کمانډر و.  د پاکستان پولیس وايي، داسې ښکاري چې د وژنې لامل په افغانستان کې دښمني وي، خو د وژل شویو کسانو د کورنۍ غړو د چا نوم نه دی اخیستی او د نامعلومو کسانو پر ضد یې د مقدمې درج کولو غوښتنه کړې ده.  افغان طالبانو ته نېږ‎دې یوہ تن هم د نوم نه ښکارہ کولو په شرط وي او اې ډیوہ ته وویل چې عبدالصمد اڅکزی په پخواني افغان حکومت کې د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ امنیه قومندان (د ضلعې د پولیسو مشر) و او په اورزګان کې یې هم دنده ترسره کړې وه. له پېښې ورستو پر ټولنیزو رسنیو یوہ لنډہ ویډیو خپرہ شوې ده. پدې ویډیو کې یو تن خبرې کوي او ځان د عبدالصمد په نامه یادوي. هغه وایي د کندهار د پنجوایي سرہ تعلق لري، او په پخواني نظام کې یې حکومتي دنده درلوده. په ويډیو کې دا کس وایي “د وطن خدمت مې کړ‎ی اوس یې هم کوم، بیا یې هم کوم، چې په بدن کې مې یو څاڅکی وینه پاته وي هم دغسې نه کښېنو." هغه څو ورځې وړاندې د افغانستان د پلازمینې کابل د جينکو په یو تعلیمي مرکز شوې بمي چاودنه هم غندلې وہ. هغه ویلي و، ”موږ‎ هیڅ کله نه کښېنو، د افغانستان پر خدمت پښېمانه نه یو.” ویل کېږ‎ي عبدالصمد د کندهار د پولیسو د پخواني مشر جنرال عبدالرزاق اڅکزي نږدې ملګری پاته شوی او  هغه په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو پر ضد په محاذ کې فعاله ونډه درلوده او په افغانستان کې د جمهوري نظام له ختمیدو وروسته د خپل ژوند د ژغورلو لپاره  کوئټې ته تللی و. د کوئټې د پوليسو د افسر په  وينا، عبدالصمد دلته د اوسېدو هيڅ قانوني اسناد نه دي ښودل شوي او له خپل ورور سره په ناقانونه توګه اوسېده. پولیس وایي د عبدالصمد  ورور د افغان مهاجر کارت لري. د پوليس چاراواکي په خبرہ د پېښې په اړه څېړنې کوي خو وایي ګمان دا دی چې د پېښې تر شا د طالبانو لاس وي. پولیس دا هم وایي چې "کوم وخت چې عبدالصمد په حکومت کې و، د دوی دښمن طالبان و.”  پدې اړ‎ہ پر کابل د واکمنو طالبانو له لوري د رپورټ د جوړ‎ولو تر وخته کوم څه ندي ویل شوي.

10.10.2022 ډیوه

امریکا کې انتخابات ؛ د رایو ورکولو مرکزونو کې محافظین او د مرمۍ ضد ښیښې ځای پر ځای کیږي

ټاکل شوې چې د همدې روان ۲۰۲۲ کال د نومبر د میاشتې په ۸ مې په متحده ایالاتو کې د سنا او استازو د مجلس د څوکیو لپاره انتخابات پداسې حال کې وشي چې جمهوري غوښتونکي هڅه کوي په دواړو خونو کې اکثریت تر لاسه کړي.

10.10.2022 امریکا غږ

هند د کشمیر مسئلې په اړه د څرګندونو په سر، په امریکا او جرمني باندې سختې نیوکې وکړې

واشنګټن  - هندوستان د کشمیر د مسئلې په سر د امریکا او جرمني په وروستیو پرله پسې ګامونو باندې، تېز تنقیدونه کړي دي. لانجه هغه وخت راپورته شوه چې په اسلام آباد کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د پاکستان د ادارې لاندې کشمیر ته په درې ورځې سفر ولاړ. پاکستان د خپلې ولقې لاندې کشمیر ته د (آزاد جمو و کشمیر AJK) ټکی استعمالوي. د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د پاکستان د ولقې لاندې کشمیر ته د تګ او هلته کې د تاریخي ځایونو د لیدو وروسته پخپل ټویټر ولیکل چې، "AJK (آزاد جمو و کشمیر) ته د خپل اول سفر په راتګ باندې فخر کوم." د پاکستان ولقې لاندې کشمیر کې د امریکا سفیر د یو شمېر جګپوړو ځایي چارواکو، او همدا راز اکډېمیکو شخصیتونو، تاجرانو، او د ثقافتي او مدني چارو نمایندګانو سره کتلي دي. اسلام آباد کې د امریکا سفارت وروسته بیا په یو رسمي بیان کې وویل چې د ښاغلي بلوم د دې سفر مقصد، د "امریکا-پاکستان شراکت ته فروغ ورکول، او د دواړو ملکونو ترمنځ د ژورو اقتصادي، ثقافتي، او اولسي تعلقاتو رابرسېره کول" و. دا یو امریکایي سفیر دپاره ډېره غیرمعمول خبره ده چې د پاکستان د ولقې لاندې کشمیر دوره وکړي. هندوستان دعوه لري چې کشمیر یې د ملک برخه ده او هغه ته د پاکستان مقبوضه کشمیر وایي. اسلام آباد د هندوستان دا دعوه ردوي او وایي چې په عالمي کچه دا یوه متنازعه سیمه ده. د هند د خارجه وزارت نماینده ارېندم باګچي د جمعې په ورځ یو خبري کنفرنس ته وویل: «د پاکستان د قبضې لاندې جمو و کشمیر ته د امریکا د سفیر تګ او هلته کې د ملاقاتونو په اړه مونږ خپل احتجاج امریکا ته څرګند کړی دی.» وروسته بیا د همدې جمعې په ورځ د جرمني خارجه وزیرې انالېنا بېئرباک وویل چې برلېن د کشمیر د مسئلې په اړه یو «کردار او ذمه واري» لري. مېرمن بېئرباک چې د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري سره په یو مشترک کنفرنس کې خبرې کولې، د هند او پاکستان ترمنځ یې د ۲۰۲۱ کال د فرورۍ میاشت د ډزبندۍ لوظنامه وستایله او د دواړو اړخونو یې وغوښتل چې په هماغه بنیاد دې سره مخ ته ولاړ شي. د جرمني خارجه وزیرې ټینګار وکړ چې ملک یې د کشمیر لانجې د پرامنه هوارۍ دپاره د ملګرو ملتونو د مداخلت کلک ملاتړ کوي. د خالي/شنبې په ورځ د هند حکومت د کشمیر په اړه د جرمني خارجه وزیرې په خبرو کلک تنقید وکړ. د هند د خارجه وزارت نماینده، ارېندم باګچي وویل: «د عالمي برادرۍ ټول سنجیده او باضمیره غړي یو کردار او ذمه واري لري چې نړېواله ترهګري، په خاص ډول د سرحدونو تېرېدونکې ترهګري، وغندي.» هند له ډېرې مودې راهیسي په پاکستان دا الزام لګوي چې ګني د هغو تندلارو مسلمانو ډلو ملاتړ کوي کوم چې د پاکستان نه کشمیر ته ځي او هلته په هندي عسکرو حملې کوي. د پاکستان خارجه وزارت د اتوار/یکشنبې په ورځ د بلاول بهټو زرداري او د جرمني د خارجه وزیرې د خبرو په وړاندې د هند غبرګون رد کړ، هغه یې د خندا وړ وباله او یو ځل بیا یې په هندي چارواکو تور پورې کړ چې ګني د خپل ولقې لاندې کشمیر کې د کشمیري مسلمانانو حق پایمال کوي. پاکستان کې ځیني څېړونکي وایي چې د روس د تېلو اخیستو په سر د هند او امریکا ترمنځ چې کوم تناو راغلی دی، د هغې د وجې شاید اوس مغربي ملکونه په هند سفارتکاري فشارونه اچوي. په روس باندې د مغربي ملکونو د پابندیو باوجود، هند د هغه ملک نه زیاته اندازه تېل اخیستي دي.  

09.10.2022 ډیوه

ملګرو ملتونو کې د روس د وروستیو ګامونو په اړه ځانګړی بحث او رایه اخېستنه کيږي - روس ویلي ووټونه دې پټ وي

واشنګټن  - د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلې به د ګل/دوشنبې په ورځ یوه ځانګړې ناسته جوړوي چې په هغې کې د روس له اړخه د اوکراین د څلورو مقبوضه سیمو ځان سره یوځای کولو هڅې باندې بحث کیږي. د ناستې نه به معلومه شي چې په اوکراین کې د جګړې د غځېدو په لړ کې، په نړېواله کچه روس څومره علیحده شوی دی. یوه ورځې مخکې تر دې چې د روس سره د اوکراین مقبوضه سیمو د یوځای کېدو په اړه کرملېن کې نمایشي دستوره جوړه شي، د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري، انټونیو ګوتېرش د سپټمبر په ۲۹مه وویل: «د ملګرو ملتونو منشور (چارټر) واضحه دی: ځان سره د یو بل ریاست د علاقې الحاق، چې د دړکې او یا زور د استعمال په نتیجه کې شوی وي، د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړېوالو قوانینو بنیادي خلاف ورزي ده.» ګوټېرش وویل چې د روس له خوا د ډونېټسک، لوهانسک، خرسون، او زاپوریژیا سیمې الحاق یا ځان سره یوځای کول به «هېڅ قانوني ارزښت ونلري» او بل دا چې دا کار به په حالاتو کې «ډېره خطرناکه اضافه» راولي. د ګوټېرش د دې خبرې نه یوه ورځ پس، روس د ملګرو ملتونو په امنیت شورا یا سیکوریټي کونسل کې د خپل وېټو حق په استعمال سره د هغه قرارداد د منظوره کېدو مخه ونیوله کوم چې د روس هغه هڅه یې غندلې وه. د روس د وېټو نه پس، خبره د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلې ته وغځېده، چېرته چې هېڅ څوک د وېټو حق نلري. د روس سفیر واسیلي نېبینزیا د اکټوبر په ۴مه د ملګرو ملتونو غړو ملکونو ته یو خط وویشه کوم کې چې جنرل اسمبلې ته د دې بحث غځول، «واضحه سیاسي او اشتعال انګیز» عمل ګڼل شوی دی. ملګرو ملتونو کې د یورپی اتحاد سفیر، اولوف سکوګ خبریالانو ته د تیار شوي قرارداد په هکله وویل چې دا قرار داد په بنیادي توګه په دې ترکیز لري چې هغه څه روس یې کوي، هغه قانوني حیثیت لري او که نه. سفارتکاران وایي چې ممکن د ملګرو ملتونو دا ځانګړې ناسته د ګل/دوشنبې ورځې نه هم اوږده شي او داسې نه انګېرل کیږي چې تر شورو/چهارشنبې ورځې دې ورباندې ووټ اخیستنه وشي. د قرارداد د منظورۍ دپاره په کار ده چې د ملګرو ملتونو دوه په درېیمه برخه ملکونه په ووټنګ کې حاضر وي او هغه تایید کړي. په معمول ډول داسې ووټ اخیستنه برالا ترسره کیږي، مګر روس په یو غیرمعمول ګام سره دا تقاضا کړې ده چې ووټونه دې برالا نه، بلکې پټ واچول شي چې چا ته دا ښکاره نشي چې کوم ملک څنګه رایه ورکړې ده. روس دعوه کوي چې په دې مسایلو کې په ملکونو باندې غټ فشار وي چې باید د چا طرف ونیسي، او که ووټنګ پټ وي، نو ملکونو ته به کار آسانه وي.

09.10.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

09.10.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

09.10.2022 امریکا غږ

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله د اسیا جام سیالیو ته ووتله 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د دغه هېواد د ۱۷ کلنو د فوټبال ملي لوبډله د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته لاره وکړه. 

09.10.2022 امریکا غږ

د ۱۳ میلیارد ډالرو ستره امریکايي بیړۍ د خپل لومړني ماموریت په لور وخوځېده

د دیارلس میلیارد ډالرو په ارزښت د امریکا د الوتکو لېږدونکې سترې بیړۍ "یو ایس ایس جیرالډ فورډ" تېره اونۍ خپل نوی ماموریت پیل کړ.  

09.10.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

09.10.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more