ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا: زموږ موقف بدل شوی ندی، بیت المقدس د اسرائیل پلازمینه ده 

وروسته له هغه چې آسترالیا د اسرائیل د پلازمینې په توګه د بیت المقدس له رسمیت پيژندلو طرف نظر وکړ، متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) وویل چې د واشنګټن دریځ بدل شوی ندی.

20.10.2022 امریکا غږ

روغتیا نړیوال سازمان: یوګندا کې ایبولا ویروس له امله د وژل شویو شمیر ۴۴ ته رسیدلی

د روغتیا نړیوال سازمان د چهار شنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) وویل په یوګندا کې د ایبولا ساري ویروس له امله د وژل شویو شمیر ۴۴ کسانو ته رسیدلی دی.

20.10.2022 امریکا غږ

سقط جنین د امریکا د منځمهاله ټاکنو مهمه موضوع ګرځېدلې

په امریکا کې سقط جنین ددغه هېواد د دوو لویو ګوندونو – جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو – تر منځ په مهمې مسلې بدله شوې او د نومبر د میاشتې په اتمه د امریکا د کانګرس لپاره د منځنۍ دورې په ټاکنو کې ورباندې رایه اچونه کیږي. 

19.10.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

19.10.2022 امریکا غږ

صدر پوټن د روسي ځواکونو په قبضه کې د اوکراین په ځینو علاقو کې مارشل لا لګولې

صدر پوټن وضاحت و نه کړو چې د مارشل لا دلاندې به څه ګامونه اخیستل کېږي خو ويې وېل چې دغه انتظام به د زیارت، پنجشنبې، د نيمې شپې نه نافذ شي. د صدر پوټن په امر کې قانون نافذ کونکو ادارو ته درې ورځې وخت ورکړی شوي چې خپل تجویزونه وړاندې کړي

19.10.2022 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

19.10.2022 امریکا غږ

متحده قومونو په ایران کې د احتجاج کونکو په ضد د حکومت د اقداماتو غندنه کړې

د ایران حکومت ویلي مهسا اميني د زړه د دورې نه مړه شوي دي او د پولس په ولکه کې ورسره څه روز زیاتی نه دی شوی. د هغې کورنۍ وايي په مهسا امیني مخکې چېرته د زړه دوره نه ده راغلې او د هغې په بدن زخمونه او د وهل کېدو نشانونه وو

19.10.2022 ډیوه

جرمني‌ ته د افغانانو انتقال ستونزمن دی- برګر

د جرمني‌ د بهرنیو چارو وزارت ویاند کرستوفر برګر وايي چې هېواد یې ژمنه کړې ده چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به په هره میاشت کې ۱۰۰۰ هغه افغانان، چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، جرمني ته انتقالوي،‌ خو وايي چې دا کار ستونزمن دی.   نوموړي‌ امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې د دې پروګرام لویه ستونزه دا ده چې په جرمني کې د افغانستان سفارت فعال نه دی او اکثریت هغه افغانان چې له خطر سره مخامخ دي، پاسپورټونه نلري او له هېواد څخه یې اېستل نا ممکن دي.    نوموړي زیاته کړه: «غواړو دې خلکو ته د اینده امید او د خپلې ارادې هیله ورکړو. ځکه چې د افغانستان په اړه د مسئولیت احساس لرو. د افغانانو د منلو دا بشري پروګرام مو د هغو خلکو سره د مرستې لپاره پيل کړی چي د خپلې کاري سابقې، د ښځو د حقونو لپاره د ژمنتیا، د بشري حقونو، په عدلي او قضايي بنسټونو کې د کار کولو، سیاست،‌ رسنیو، پوهنې، فرهنګ او یا هم د خپل جنسیت او مذهب له کبله له مجازاتو او خطر سره مخامخ دي.»   د جرمني‌ د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ وویل چې په دغه پروګرام کې به لومړیتوب هغو افغانانو ته ورکول کېږي‌ چې د طالبانو له راتګ وروسته له خطر سره مخامخ دي.   د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، هېواد به یې ونشي کولای چې له خطر سره مخامخ ټول خلک له افغانستان څخه وباسي او همدغه راز په یوه میاشت کې د ۱۰۰۰ کسانو اېستل به هم ټولو ته کافي نه وي.   هغه دا پروګرام «ډېر ډېر ستونزمن» یاد کړ او وې ویل: «موږ اوس په افغانستان کې فعال سفارت نلرو او د خلکو د وضعیت ارزولو لپاره زموږ ظرفیت ډېر محدود دی او له دې پلوه باید په جرمني کې دننه په بېلا بېلو بنسټونو او مدني ټولنو باندې تکیه وکړو. هغوی په افغانستان کې د خپلو شبکو او فعالیتونو له لارې د دغو خلکو په اړه لومړي لاس معلومات لري.»   هغه وویل چې یو شمېر خلک په افغانستان کې دننه د دغه پروګرام لپاره وړ دي، خو پاسپورټونه نلري‌، اېستل یې سخت دي او طالبان هم ورته د وتلو اجازه نه ورکوي. هغه وویل: «کوم خلک چې پاسپورت نلري، د یوې لویې ستونزې په توګه به پاتې شي.»   هغه زیاته کړه: «ضرورت ډېر دی. ډېر خلک به غوښتنلیکونه وسپاري. هغه  څه چې مې تشریح کړل، هڅه به وکړو هغه موارد چې عاجل وي، په ګوته کړو. دا پروګرام د هغو افغانانو لپاره ځانګړی دی چې اوس په هغه هېواد کې اوسېږي، موږ احساس کوو چې هغوی له ډېر خطر سره مخامخ دي.»   کرستوفر برګر وویل چې په دغه پروګرام کې به نوې قضیې نه ثبتېږي بلکې هغو پېښو ته به رسیدګي کې کېږي چې د جرمني دولتي‌ ادارو او بنسټونو د خپلو مخکینیو معلوماتو په اساس د بهرنیو چارو وزرات ته سپارلې دي.    خو هغه زیاته کړه چې ممکن په اینده کې نوې قضیې هم ثبتې او ومنل شي.   هغه وویل: «دا مهال په افغانستان کې نژدې ۱۲۰۰۰ هغه افغانان چې د جرمني سره قراردادیان وو، پاتې دي، جرمني هغوی رسمآ منلي دي، خو د هغو ستونزو له کبله چې یادې مې کړې،‌ لا انتقال شوي نه دي... په دې سربېره یوه بله لویه ډله خلک هم شته چې له جرمني سره یې کار کړی او هلته پاتې دي او کارونه یې روان دي چې د جرمني د پخوانیو قراردادیانو په توګه وپېژندل شي.»   د رویټرز خبري اژانس وايي چې د جرمني حکومت له څه باندې یو کال راهېسې شاوخوا ۲۶۰۰۰ هغه افغانان جرمني ته انتقال کړي چې ژوند یې په خطر کې و. 

19.10.2022 امریکا غږ

د اشنا د چهارشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

19.10.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

19.10.2022 امریکا غږ

ځانګړې مرکه

د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.

19.10.2022 امریکا غږ

د خبریالانو نړېوال فېډرېشن: طالبان دې د خبریالانو ځورول او ډارول بند کړي

واشنګټن  - د خبریالانو نړېوال فېډرېشن، په افغانستان کې د خبریالانو ځورول کېدل او ېرول کېدل غندلي دي او د طالبانو یې غوښتي چې د آزادي رای خیال دې وساتي. د خبریالانو نړېوال فېډرېشن یا آی اېف جې، یو تازه بیان جاري کړی او هغه کې یې ویلي چې بهرنۍ خبریالې سټېفاني ګلېنسکي ته طالبانو د افغانستان د سفر اجازت ندی ورکړی. آی اېف جې زیاته کړې چې مخکې تر دې، طالبان په سټېفاني باندې په دې غوسه شوي و چې ګني تنقیدي رپوټونه یې جوړول. د خبریالانو نړېوال فېډرېشن د مېرمن ګلېنسکي ځورونه او ېرونه غندلې ده، او په طالبانو یې غږ کړی دی چې د بیان آزادۍ ته دې ژمن پاته شي او د افغان خبریالانو ځورول دې هم ختم کړي. سټېفاني ګلېنسکي څلور کاله په افغانستان کې صحافت او فوټوګرافي کړې او په مختلفو موضوعاتو یې رپوټونه برابر کړي دي. هغې د ګارډین اخبار، فارېن پالیسي مجلې، او نورو نړېوالو مطبوعاتو ته کار کړې دی. سټېفاني شاوخوا لس ورځې مخکې ویلي و چې طالبانو ورنه پوښتنې ګروېږنې کړي، هغه یې د دوی د حکومت خلاف په پروپګېنډه تورنه کړې، او ورباندې یې فشار اچولی و چې د هغو خلکو نومونه او پتې ورته ښکاره کړي کوم چې ورسره یې په رپوټونو کې مرکې کړي وې.  سټېفاني ویلي چې هغې طالبانو ته د خپلو ذرائعو د ښکاره کولو نه انکار کړی، ځکه دې کار، د هغو کسانو ژوند په خطر کې اچولو کوم چې د سټېفاني سره یې افغانستان کې مرکې کړې وې. د طالبانو له خوا د ځورونې او ېرونې وروسته، سټېفاني په جولائي میاشت کې د افغانستان نه ووتله. د هغې یو رپوټ چې طالبان یې په غوسه کړي و، دا و چې طالبان په شمال کې د کوېله درنګونو په سر خپل منځ کې شخړې کړي دي، او دا هغه کوېله ده چې د افغانستان نه پاکستان ته برامد کیږي. سټېفاني ګلېنسکي وایي، هغې پخوا په افغانستان کې د امریکا د موجودیت او د جمهوري نظام او همدا راز د طالبانو په اړه تنقیدي رپوټونه جوړ کړي دي، مګر دا اول ځل دی چې طالبان په عمل کې کوشش کوي افغانستان کې د هغې د رپوټ جوړولو مخه ونیسي. د آی اېف جې په بیان کې ویل شوي چې په وروستیو میاشتو کې، طالبانو هم افغان او هم بهرني خبریالان د هغو د طریقه کار په خاطر په نښه کړي دي. په اګسټ میاشت کې د وایون نیوز خبریال انس مالک د طالبانو له خوا اغوا کړی شو او ورسره تشدد وشو. په جولائی میاشت کې اسټرالیایۍ خبریاله لېن اوډونېل هم وېرول شوه او مجبوره کړی شوه چې د طالبانو په اړه خپل تنقیدي رپوټونه واپس واخلي. د بشري حقونو د څار ډلې، هیومن رایټس واچ یوې چارواکې هېدر بار پخپل ټوېټر لیکلي چې ورځ تر بلې په واضحه توګه معلومیږي چې طالبانو د افغان خبریالانو دپاره د مېډیا د آزادۍ محدوده کولو پس، اوس د بهرنیو خبریالانو په چوپ کولو هم شروع کړې ده. یاده دې وي چې ګڼ شمېر افغان خبریالان د طالبانو نه بهر ته تښتېدلي او په دې وروستیو کې د طلوع نیوز د خبري څانګې مشر خپلواک صافی هم افغانستان پرېښود او ویې ویل چې نور هلته ورته د کار کولو شرایط ندي برابر. طالبانو تر اوسه د خبریالانو د نړېوال فېډرېشن بیان ته څه غبرګون نه دی ښودلی.

19.10.2022 ډیوه

فنانشل ټایمز:دسیلابي زیان له امله به پاکستان نزدیو کې نړیوالو ادارو څخه د اربونو ډالرو پورونه وغواړي

په هیواد کې د قدرتې افتونو په مهال دنظم ساتنې ادارې این ډي ایم ای پر ویب پاڼه د روانې میاشتې په ۱۷ مه نیټه دخپرو شوؤ شمیرو ترمخه د جون د میاشتې راهسې دبارانو او سیلابونو له امله ۱۷۱۹ کسان مړه شوې اؤ ۱۲۸۰۰ څخه زیات ټپیان شوي دې-

19.10.2022 ډیوه

د متحده قومونو مشر په ممبۍ کې د کال ۲۰۰۸ په حمله کې وژل شویو کسان ته احترامات وړاندې کړي

د امریکې د ريوارډز فار جسټس پروګرام وايي په 2020 کې د ترهګرۍ ضد د پاکستان عدالت  حافظ سعید په ګڼو جرمونو محکوم کړو او د قېدا سزا یې ورکړه.  پروګرام وویل "متحده ایالات د سعید په اړه د معلوماتو لټون ته دوام ورکوي ځکه چې د پاکستان قضايي سیسټم په تیرو وختونو کې د لشکر طیبه مشران او فعالان خوشې کړي دي."

19.10.2022 ډیوه

پارلیمان کې بحث:دافغان طالبانو وسله پورته کول بغاوت ؤ خو پاکستاني طالبان اقتدار لپاره جګړه کوي

پارلیمان کې حکومتي وزیرانو په سوات اؤ دهیواد په قبایلي ضلعو کې دلاقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان مخ په سیوا کېدونکو فعالیتونو باندې سختې اندېښنې ښکاره کړي اؤ غوښتنه یې کړې ده چې مخکې تر دې چې سوات کې د لګيدلي اور لمبې د هېواد نورو سيمو ته وغځېږي باید ددې مخه ونيول شي

19.10.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more