ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


متحده عربي امارات په غزه کې ۱۵۰ بستریز روغتون پرانیزي

متحده عربي امارات د غزې په تړانګه کې ۱۵۰ بستریز ګرځنده روغتون په داسې حال کې پرانیزي چې د رسمي سرچینې وايي، د اسرائیل په په بمباریو کې د وژل شویو کسانو شمیر له ۱۰ زرو اوښتی او په لسګونو زره نور زخمي شوي دي.

07.11.2023 امریکا غږ

پنټاګان: په عراق او سوریه کې په امریکایي ځواکونو ۳۸ بریدونه شوي

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت دوشنبه نومبر ۶ (لړم۱۵) ویلي د تیرې اکټوبر میاشتې ۷ مې نیټې راهیسې په عراق او سوریه کې په امریکایي ځواکونو د ډرون الوتکو او توغندیو ۳۸ حملې شویدي.

07.11.2023 امریکا غږ

نیتن یاهو: تر جګړې وروسته د غزې ټول امنیت اسرائیل په غاړه اخلي

د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو دوشنبه نومبر ۶ (لړم۱۵) وویل چې په غزې کې د حماس ډلې سره د جګړې پای ته رسیدو وروسته به ددې تړانګې د ټول امنیت مسؤلیت تر "نا محدودې" نیټې پورې د اسرائیل په غاړه وي.

07.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

07.11.2023 امریکا غږ

ګوتریش: غزه د فلسطیني ماشومانو لپاره هدیره ده

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریش دوشنبه نومبر ۶ (لړم۱۵) په غزې کې په سمدستي توګه د بشري اوربند غوښتنه وکړله او وې ویل چې دا تړانګه هره ورځ د سلګونو فلسطیني ماشومانو لپاره په هدیرې بدلیږي.

07.11.2023 امریکا غږ

ایټالیا پناه غوښتونکي د پروسس دپاره البانیا ته لیږي

د ایټالیا حکومت د دوشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم ۱۶) اعلان وکړ چې په مدیترانه کې ژغورل شوي لسګونه زره کډوال په البانیا کې د کډوالو دپاره ځانګړو شویو مرکزونو ته لیږي، ترڅو روم د دوی د پناه غوښتنې قضیې وڅیړي.

06.11.2023 امریکا غږ

سپینه ماڼۍ: غزه کې د امریکا د اوربند غوښتنې په اړه د ایران ادعا 'په بشپړ ډول ناسمه' ده

د امریکا متحده ایالاتو حکومت د ایران هغه ادعا "په بشپړ ډول ناسمه" بللې چې ګنې په تیرو دریو ورځو کې امریکا د ایران اسلامي جمهوريت ته پیغامونه لیږلي او په غزه کې یې د اوربند غوښتنه ورڅخه کړې ده.

06.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

06.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

06.11.2023 امریکا غږ

د افغانستان اقتصاد څنګه ښه کیدلی شي؟ - سپینې خبرې

په افغانستان کې خراب اقتصادي وضعیت، د مرستو کمښت او له پاکستان څخه په ډله ییز ډول د کډوالو ستنېدو په دغه هېواد کې د بشري بحران د رامنځته کېدو اندېښنې راولاړې کړي دي. روان وضعیت ته په کتو، د افغانستان اقتصاد څنګه ښه کیدلی شي؟ د سپینې خبرې د نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

06.11.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

06.11.2023 امریکا غږ

امریکا د بشري مرستو رسولو دپاره د غزې په جګړه کې لنډ ځنډ غوښتی - د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د بشري مرستو د رسولو دپاره د امریکا له لورې په غزې کې د جګړې د لنډ ځنډ غوښتنه، پاکستان څخه د ایستل شویو افغان کډوالو وضعیت او په اړه یې د طالب چارواکو تازه غبرګونونه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په نننۍ خپرونه کې وګورئ.

06.11.2023 امریکا غږ

بلینکن ترکیې ته د سفر پر مهال، غزې ته د لا زیاتو مرستو رسېدو ژمنه وکړه

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم ۱۵) وویل چې واشنګټن په غزه کې بند پاتې ملکي وګړو ته د مرستې رسولو د پراختیا لپاره "جدي هلې ځلې " کوي.

06.11.2023 امریکا غږ

افغانستان کې د کوکنارو د کښت کمښت او پر کرنیز اقتصاد یې اغېز - اتصال

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی خو کروندګر وايي په بدل کې یې مرستې نه دي ورسره شوي. د اتصال په نننۍ خپرونه کې ددې موضوع برسېره د اسرائیل او حماس تر منځ په غزه کې جګړې ته پر نړیوالو غبرګونونو بحث شوی دی.

06.11.2023 امریکا غږ

شي جینپینګ: چین او استرالیا کیدای شي 'پیاوړي' همکاران شي

د چین ولسمشر شي جینپینګ د دوشنبې په ورځ نومبر شپږمه (لړم ۱۵) د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز ته وویل چې دواړه هیوادونه د یو بل د "پیاوړي شریکانو" کیدو دپاره "د ښو اړیکو د پراخولو په لړ کې په سم مسیر روان" دي.

06.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more