ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بلینکن: اسرائيل له ځانه د دفاع 'حق' او 'مکلفيت' لري

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ نومبر ۳ (لړم ۱۲) یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اسرائیل حق او مکلفیت لري چې له خپل ځان څخه دفاع وکړي. دا پداسې حال کې دي چې اسرائیل د غزې په تړانګه خپلو هوايي او ځمکنیو بریدونو ته دوام ورکوي.

03.11.2023 امریکا غږ

ملا حسن اخوند پاکستان ته: که زمونږ حکومت سره ستونزه لرئ خبرې وکړئ، کډوالو څه ګناه کړې؟

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو سره د پاکستاني امنیتي منسوبینو د ناسم چلند په اړه خپرو شویو رپوټونو ته په غبرکون کې پاکستان ته خبرداری ورکړی او ویلي دي چې پاکستاني چارواکي دې د راتلوونکی په اړه فکر وکړي .

03.11.2023 امریکا غږ

ایران کې د معتادینو د درملنې یو مرکز کې د اورلګېدنې له کبله لږترلږه ۳۲ کسان مړه شوي

د ایران رسنیو د جمعې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۲) سهار وختي د دغه هېواد په شمال کې د مخدره موادو د روږدو کسانو د درملنې په یو مرکز کې د اورلګېدنې له امله د لږ تر لږه ۳۲ کسان د مړینې خبر ورکړ.

03.11.2023 امریکا غږ

متقي: پاکستان د بشري او کډوالو له مسایلو خپلو موخو لپاره د ګټې اخيستلو هڅه کوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددغه وزارت سرپرست امیرخان متقي افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر" یوناما" د مشرې روزا رزا اوتونبایوا، سره په کتنه کې ویلي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنیدلو په مسله خبرې کړي دي.

03.11.2023 امریکا غږ

له پاکستان څخه وطن ته ستنېدونکو افغانانو ته سرپناوې جوړېږي- طالبان

د طالبانو چارواکي وايي، د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې له پاکستان څخه راستنېدونکو افغانانو لپاره ۵۰۰ لنډمهاله سرپناوې جوړیږي چې د ۱۰۰ کار بشپړ شوی او د پاتې نورو کار جریان لري.

03.11.2023 امریکا غږ

اسرائیل له غزې ورغلي کارګر فلسطیني سیمو ته ستنوي

د اسرائیل حکومت وايي له غزې څخه ورغلي ټول کارګر بېرته د فلسطین محاصره شویو سیمو ته ستنوي.

03.11.2023 امریکا غږ

په لومړي ځل یوه ښځه د امریکا د سمندري ځواکونو مشره وټاکل شوه

د امریکا متحدو ایالتونو سنا د امریکا د سمندري ځواکونو د اوپراسیون د مشرې په توګه لیزا فرینکادي تائیده کړه.

03.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

03.11.2023 امریکا غږ

اسرائیل وايي د غزې ښار یې په بشپړ ډول محاصره کړی

د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ نومبر دویمه (لړم۱۱) وویل چې ځواکونو یې د حماس تر ټولو غښتلی مرکز د غزې ښار په بشپړ ډول محاصره کړی دی. په همدې حال کې د حماس پوځي څانګې عز الدین القسام خبرداری ورکړی چې د اسرائیل یرغلګر عسکر به «په تورو کڅوړو کې بېرته» خپلو کورونو ته انتقال شي. د حماس د پوځي څانګې ویاند ابو عبیده وویل: «غزه به د اسرائیل لپاره د تاریخ لعنت وي.» حماس له هغه وروسته دا خبرداری ورکړ چې د اسرائيل د پوځ ویاند دانیال هګاري وویل له څو ورځو پراخو ځمکنیو عملیاتو وروسته د اسرائیل پوځ د غزې ښار محاصره کړ. هغه خبریالانو ته وویل: «د اسرائیل عسکرو د حماس د ترهګر سازمان مرکز د غزې ښار محاصره بشپړه کړه.» هغه زیاته کړه چې «د اوس لپاره په هېڅ ډول د اوربند خبره» مطرحه نه ده. تېره ورځ ایران او ترکیې د دغې جګړې د ختمېدو لپاره د سیمې د هېوادونو ترمنځ د غونډې جوړولو خبر ورکړ. د فرانس پرس اژانس په راپور کې ویل شوي چې د حماس-اسرائیل د جګړې د پراخېدو له اندېښنو سره سره د اسرائیل او حزب الله ډلې جنګیالیو د ډزو تبادله کړې، له لبنان څخه د اسرائیل په شمالي ښار باندې ځینې راکټونه توغول شوي. په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته په سفر وتلی. هغه وویل چې د اسرائیل-حماس د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره به کار وکړي. بلینکن زیاته کړه: «موږ د ځینو اقداماتو په اړه چې یې کوو ډېر واضح او د تاوتریخوالي د هر ډول زیاتوالي د مخنیوي په اړه هوډمن یو.» بل لوري ته په سلګونه هغه بهرني اتباع او د نورو هېوادونو تابعیت لرونکي، چې په غزې کې اېسار وو، مصر ته وتلي دي. مصر وايي چې د رفح سرحد له لارې یې د ۷۰۰۰ بهرنیانو په اېستلو کې مرسته کړې ده. د مصر د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې ۲۱ فلسطینیان او د ۷۲ ماشومانو په ګډون ۳۴۴ بهرني زخمیان هغه هېواد ته انتقال شوي دي. د سلما په نوم یوې ۱۴ کلنې نجلۍ،‌ چې د امریکا تابعیت لري، فرانس پرس ته وویل: «هلته نه اوبه وې، نه خواړه، نه ګاز او نه داسې کوم ځای چې سر په کې پټ کړي. خلک د خوب لپاره روغتونونو ته ځي، ډېر خلک شهیدان شوي،‌ انټرنټ نشته، مخابرات نشته او برېښنا هم نشته. زموږ کور بمبار شو... موږ رفح ته راغلو.» په غزې کې شاوخوا ۲.۴ میلیون خلک ژوند کوي. د حماس ډلې د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائیل باندې بریدونه وکړل،‌ چې د اسرائیل د مقاماتو په وینا ۱۴۰۰ تنه په کې وژل شوي‌ ۲۳۹ نور یرغمل نیول شوی دي. فلسطیني چارواکي وایي چې تر دې دمه د اسرائیل په بریدونو کې شاوخوا ۸۸۰۰ کسان وژل شوي، چې څه باندې ۳۶۰۰ یې ماشومان دي. همدغه راز مقامات وايي‌ چې څه باندې ۲۲ زره نور خلک ژوبل شوي دي.

03.11.2023 امریکا غږ

آیا له موبایل څخه زیاته استفاده د نارینو د شنډیدو سبب کیږي؟

د یوې نوې څیړنې موندنو ښودلي، هر څومره چې نارینه د موبایل تلیفونو سره بوخت شي په هماغه اندازه کیدای شي د هغوی د سپرم د تراکم کم شي.

02.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

02.11.2023 امریکا غږ

د بلوچستان پښتون میشتو سیمو کې د افغان کډوالو په ملاتړ لاریونونه

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د بلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې چې دوی یې جنوبي‌پښتونخوا بولي، نن د اکتوبر پر دویمه نېټه د افغان کډوالو د شړلو او په چمن کې د سوداګرو په ملاتړ لاریونونه وکړل.

02.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

02.11.2023 امریکا غږ

له پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو په اړه د مرسته رسونې ادارو اندیښنې - سپینې خبرې

نړیوالو خیریه موسسو له پاکستان څخه د ستنېدونکو افغان کډوالو وضعیت بحران بللی او په اړه یې اندیښنه ښودلې ده. د بشري بحران د مخنیوي دپاره ددغو کډوالو سره څه ډول مرسته پکار ده؟

02.11.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

02.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more