دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
فراز: د کتاب ژباړه، د کتاب د لیکلو په څېر مهمه ده
نن د ژباړې پر ارزښت، لارو چارو او تخنیکي اړخ د ازادۍ مېلمه پروګرام کې له ځوان ژباړن او لیکوال جبار فراز سره خبرې شوې دي. په نوره نړۍ کې هم ژباړه یوه مهمه چاره ده، چې بېلابېلې اتحادیې یا هم خپله حکومتونه ورته کار کوي او تکړه ژباړونکو ته کتابونه د ژباړې لپاره ورکوي بیا یې په لوړ تیراژ خپروي. په افغانستان کې ګڼ کسان په خپلو شخصي هڅو کتابونه ژباړي او بیا یې په خپلو هڅو خپروي. زموږ همکار صالح محمد صالح د بحث په پيل کې له جبار فراز پوښتنه کړې، چې ژباړه ولې مهمه ده؟ دا بحث د دې لېنک له کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
زیر آسمان کبود (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
مثلث: په افغانستان او پاکستان کې سیلابونه
په وروستیو کې د افغانستان په نژدې نیمایي ولایتونو کې ورښتونه د سیلابونو سبب شول چې د سر او مال زیان یې واړاوه. په ګاونډي پاکستان کې هم سیلابونو تلفات اړولي دي. خلک له سیلونو څرنګه ځانونه ژغورلی شي او څرنګه د سیلونو له اوبو ګټه اخیستلی شي. په دې اړه د ازادي راډیو دا بحث کتلی شئ
زیر آسمان کبود
زیر آسمان کبود
افندي: د لابراتوار د معاینې پیسې هم نه لرم
په افغانستان کې تقاعد شوي کسان وايي، د ژوند ناخوالې یې کړوي او له څه باندې دوو کلونو خپل حقوق او معاشونه نه ورکول کېږي. دغه تقاعد شوي کسان وايي اوسنیو چارواکو ته هم ورغلي، خو دوی یې په یوه او بله پلمه د معاشونو ورکړه ځنډوي. ځینې تقاعد شوي کسان وايي، په بېلابېلو ناروغیو اخته دي او حتی د لابراتوار د معایناتو د پیسې د ورکړې توان هم نه لري. د ازادۍ مېلمه پروګرام کې مو نن د افغانستان د متقاعدینو عمومي انجمن مشر سنګر افندي سره خبرې کړي، په پیل کې ترې زموږ همکار صالح محمد صالح پوښتنه کړې چې متقاعد چا ته ویل کېږي. د پروګرام د اورېدو لپاره دغه لېنک کېکاږئ!
غزني او کابل کې د عاشورا مراسم له تاوتریخوالي سره مخ شول
د غزني اوسېدونکي وايي چې د طالبانو د ډزو په پایله کې د دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي خو طالبان ادعا کوي چې ډزې ماتمچیانو کړي دي. همداراز طالبانو په کابل کې د عاشورا د ماتمچیانو د خورولو لپاره هوايي ډزې کړې دي.
تر شنه اسمان لاندې
تر شنه اسمان لاندې
زیر آسمان کبود (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه
ورک شوي عزیزان - د ازادۍ مېلمه
د لوبو له میدانه؛ د هند او افغانستان کرکټ لوبډلې شل اوریزې سیالۍ کوي
د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ، چې د هندوستان کرکټ بورډ ویلي، د ۲۰۲۴ کال په پيل کې له افغانستان سره درې یو شل اوریزې سیالۍ کوي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې تر دې دمه دوه سیالۍ ګټلي. افغان کرکټ ملي لوبډله به د اسیا جام په ترڅ کې خپلې دواړه سیالۍ په لاهور کې ترسره کړي. په خپرونه کې به دا هم واورئ، په لومړي ځل یو افغان د امریکا د کرکټ اجرایوي رییس ټاکل شوی. د ښځینه فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې دا ځل ۳۲ هېوادونه ګډون لري او د اشیز لوبلړۍ ټراپي له اسټرالیا سره پاتې شوه، خو انګلستان به د وروستۍ لوبې د ګټلو ډېرې هڅې کوي. د خپرونې په دویمه برخه کې د کابل غوره لیګ مسوول عبدالطیف ایوبي د یاد لیګ په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړي دي. د لوبو له ميدانه خپرونه چې هره اوونۍ یې بختیار ساحل چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
د ازادي راډیويي مجله؛ په افغانستان کې یوه نوې چاپي خپرونه فعاله شوه
د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې به واورئ، چې په افغانستان کې یوه نوې چاپي خپرونه فعاله شوه. دغه راز اورئ، چې یوه مجله له درې کلن ځنډ وروسته چاپېږي. په دې خپرونه کې شعر، کیسه او د کیسې نقد په اړه هم مطالب اورېدلی شئ. دغه خپرونه چې احمد شیبر چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
افغانستان کې سېلابونه؛ لسګونه تنه مړه او سلګونه کورونه وران شول
د افغانستان په څه باندې ۱۰ ولایتونو کې سېلابونو لسګونه تنه مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړي دي. د هوا پېژندنې ادارې د نورو ورښتونو وړاندوېنه هم کړې ده. سېلاب ځپلي، دوی سره د مرستو غوښتنه لري.