کندهار: یوې بهرنۍ موسسې لسګونه ځوانانو ته د حرفوي زده کړو مرکز پرانیستی
په کندهار کې د یوې بهرنۍ موسسې په مرسته لسګونو بېکاره ځوانانو ته د حرفوي زده کړو مرکز پرانیستل شوی. په دغه مرکز کې دا مهال د یو شمېر معلولینو په ګډون شاوخوا ۱۱۰ کسانو ته د شپږو میاشتو په موده کې څلور ډوله بېلا بېل کسبونه په عملي او نظري توګه ښودل کیږي. دا په داسي حال کې ده، چې د شاوخوا دوو کالو راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ګڼو موسسو په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه درولي چې ورسره د بېکارۍ کچه لوړه شوې ده. په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له پرانیستلو سره اوریدلی شئ:
د انلاین زده کړو پر وخت د کومو خبرو په پام کې نیول ضرور دي ؟
د ازادي راډیو اونیزه نیمه نړۍ خپرونه د ښځو له پاره انلاین زده کړې ته ځانکړی شوې ده ، پیل کې به واورئ چې: په اوسنیو شرایطوکې چې ښوونځي او پوهنتونونه د ښځو پر مخ بند دي ، انلاین زده کړې څومره ګټورې تمامیدلی شي ؟ د انلاین زده کړو پر وخت د کومو خبرو په پام کې نیول ضرور دي ؟ دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي،چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
ګدایۍ ته د تازه اړ شویو کسانو مرسته د چا مسوولیت دی؟
د ازادي راډیو اونیز د اساسي او بشري حقونو پروګرام د بې وزلو کسانو لاس نیوي ته ځانګړی شوې ده. پیل کې به واورئ چې: له هغو کسانو سره مرسته، چې په دې وروستیوکې د بې وزلۍ له وجې ان ګدایۍ ته اړ شوي دي د چا مسولیت دی ؟ که چیرې د بې وزلو کسانو لاس نیوی ونه شي کومې بدې پایلې لري ؟ دا پروګرام د ازادي راډیوخبریاله فرشته مرسل جوړوي ، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)
خبرهای کوتاه - میز گرد (تکرار)
خبرها و گزارشهای
خبرها و گزارشهای
این حق من است
این حق من است
دا زما حق دی
دا زما حق دی
ارزګان: د دوو کورنیو دښمني په دوستۍ بدله شوه
د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د چارواکو، علماوو او قومي مخورو په منځګړیتوب، د دوو کورنیو ترمنځ خونړۍ دښمني پای ته ورسېده. د یادوکورنیو د روغې جوړې لپاره دا مراسم تېره شپه ناوخته د مرکز ترینکوټ ښار څلورمه ناحیه کې جوړ شوي وو. په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له کېکاږلو سره اوریدلی شئ:
هغه کورنۍ، چې د ورځې یونیم سل افغانۍ عاید او ۵ معلول غړي لري
د دې کورنۍ نفقه یوه سبزي پلورونکي ته ور غاړې ده. دا کورنۍ د میلیونونو هغو افغان کورنیو له ډلې ده، چې ورځ تر بلې زیاتیدونکی بشري ناورین او کمیدونکې نړیوالې ورځې یې نور هم د ژوند ستونزې ور زیاتوي. د دوی کیسه په دې راپور کې ووینئ:
زهرو کاروان؛ ملګرو ملتونو له کیمیاوي نشه یي موادو سره د مبارزې نړیوال ایتلاف جوړ کړی
د زهرو کاروان په دې خپرونه کې د ملګرو ملتونو لخوا له کیمیاوي نشه یي موادو سره د مبارزې لپاره د نړیوال ایتلاف د جوړولو په اړه جزیات درکوو. په یوه راپور کې اورئ، چې په نورستان ولایت کې د معتادینو شمیر ډېر شوی. په یوه مرکه کې مو له متخصص ډاکټره پوښتلي، چې ولې معتادین د بواسیر په ناروغۍ اخته کیږي؟ د خپرونې په دوام په زړه پورې ډرامه اوریدلی شئ. د خپرونې د اوریدو لپاره دا لېنک کېکاږئ:
این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
زیر آسمان کبود (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
تر شنه اسمان لاندې (تکرار)
اسیایي سیالۍ؛ افغانې لوبغاړې خپل ملي بیرغ پکې ورپاوه
د چین په کوربه توب، د اسیا ورزشي سیالیو ته ورغلې یوې افغانې لوبغاړې خپل ملي بیرغ ورسره ولېږادوه. په دې سیالیو کې ۸۰ تنه افغان لوبغاړي ګډون لري. طالبان ښځو ته د ورزش اجازه نه ورکوي، خو ورغلې ښځینه لوبغاړې بهر مېشتې دي. له افغانستان څخه نارینه لوبغاړي دغو سیالیو ته ورغلي.