شاته

کندهار: یوې بهرنۍ موسسې لسګونه ځوانانو ته د حرفوي زده کړو مرکز پرانیستی

په کندهار کې د یوې بهرنۍ موسسې په مرسته لسګونو بېکاره ځوانانو ته د حرفوي زده کړو مرکز پرانیستل شوی.

په دغه مرکز کې دا مهال د یو شمېر معلولینو په ګډون شاوخوا ۱۱۰ کسانو ته د شپږو میاشتو په موده کې څلور ډوله بېلا بېل کسبونه په عملي او نظري توګه ښودل کیږي.

دا په داسي حال کې ده، چې د شاوخوا دوو کالو راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ګڼو موسسو په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه درولي چې ورسره د بېکارۍ کچه لوړه شوې ده.

په دې اړه زموږ د همکار راپور د دغه لېنک له پرانیستلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:51 0:00