د سوریې – ترکیې پر پوله چاودنې '۲۰ کسان وژلي'
رپوټونه وايي، د ترکیې او سوریې ترمنځ پر پوله چاودنې لږترلږه ۲۰ کسان وژلي چې ډېری یې اورپکي جنګیالي دي.
ماریا شرپووا ژر د ټینس نړۍ ته بېرته ستنېږي
د ټینس پر یوې وتلې لوبغاړې ماریا شرپووا به راتلونکی پسرلی لوبو کې بندیز لیرې کېږي او نړیوالو سیالیو ته به بېرته ستنېږي.
سوریه کې پر مرستندویه کاروان برید د 'هوا' له لارې شوی
د ملګرو ملتونو یوه کارپوه ویلي، د مصنوعي سپوږمکیو له انځورونو ښکاري، چې تېره میاشت د سوریې شمال کې د مرستو پر کاروان شوی خونړی برید د الوتکې له لوري ترسره شوی دی.
الوتکه کې سامسنګ تیلېفون اور اخیستی
رپوټونه وايي، یوه سامسنګ ګلکسي نوټ ۷ تیلېفون د امریکا ساټ وېسټ هوايي چلند په یوه الوتکه کې اور اخیستی دی.
'جګړه د افغان کډوالو په انتظار ده'
امریکا کې چاپېدونکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې بروکسل کې د افغانستان په تړاو غونډې کې د افغان کډوالو پر سر د اروپا، د دوی په وینا ''معاملې'' ته اشاره کړې، او لیکي، افغان کډوال به بېرته هغه ځای ته استول کېږي چې جګړه ورته منتظره ده.
په مزارشریف کې د ښځو مزدوري
په افغانستان کې تر ډېره نارینه د ورځې مزدوري کوي، خو په دي وروستیو کې په مزار شریف کې ښځې هم د کار پیدا کولو په موخه واټ ته راوتي چې مزدوري وکړي.
پاکستان او هند
له هند سره د کشمير په تړاو وروستيو پېښو ته په کتو د پاکستان د پارلمان دواړه جرگې په اسلام اباد کې گډه غونډه لري. د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف دفتر یوه خپرپاڼه خپره کړې. په کې وايي ولس او پارلمان له خپل هوډه خبروي.
د سوريې کړکېچ
ملګرو ملتونو د سوریې د حلب په ختیځ کې د روسیې ځواکونو د بمباریو سم لاسي درول غوښتي دي. وروستۍ شمېرې ښيي چې لږ تر لږه ۱۰۰ ماشومان تېره یوه اوونۍ کې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې وژل شوي دي.
بروکسل: له افغانستان سره مرستې
د اروپايي شورا مشر ډونلډ ټوسک وايي اروپايي ټولنه تمه لري افغانستان د هغو کډوالو په بېرته ستنولو کې ورسره همکاري وکړي چې د سياسي پناه غوښتنليکونه يې نه دي منل شوي.
بروکسل: افغانستان سره د ۱۵ میلیارده ډالره مرسته اعلان شوه
بروکسل کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په غونډه کې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ټولټال ۱۵ اعشاریه ۲ میلیارده ډالره مرسته اعلان شوه.
له مشهورو شخصیتونو غلا شوي الماس څنګه پلورل کېږي؟
درې ورځې مخکې د پاریس په یوه ګران بیه مېشت ځای کې د مشهورې امریکايي ماډل کیم کارډېشین ګاڼه دوو نامعلومو وسله والو لوټ کړه. هغه ګاڼه چې له مېرمن کارډېشین نه لوټ شوې ویل کېږي، چې ارزښت یې نژدې ۱۰ میلیونو ډالره اټکل شوی دی.
هند کې لسګونه زره کسانو پټه خوله لاریون کړی
تېرې یوې نیمې میاشتې مودې کې د هند مهاراشټر ایالت کې زرګونه پټه خوله لاریونیان لیدل کېږي، چې کله هېڅ مشر نه لري او کله یې ښځې مشري کوي، خو مسلکي کسان او بزګران په کې څنګ په څنګ نه لیدل کېږي. دغو لاریونونو کې سیاستوالو ته ځای نه ورکول کېږي.
کابل کې پر بس ګاډي برید شوی دی
د افغانستان پلازمېنې کابل په دارلامان سیمه کې د کانونو او صنایعو وزارت کارکوونکو پر یوه لېږدونکي بس ګاډي د نښلېدونکي بم چاودنه شوې چې پایله کې یې څلور کارکونکي ټپیان شوي دي.
کوټه کې پر بس برید څلور شیعه مېرمنې وژلې
د پاکستان د بلوچستان ایالت په ستر ښار کوټه کې د سه شنبې په ماښام پر یوه بس ډوله موټر برید شوی چې پکې څلور مېرمنې پکې وژل شوې دي.
د افغان کډوالو مسله د بروکسل ناستې اجنډا کې نه شته
يا د ولسمشر غني وياند هغه را پورونه رد کړل چې په بروکسل کې د افغان کډوالو پر سر به معامله کېږي. هارون چخانسوري وویل، د بروکسل ناسته کې د افغان کډوالو مسله هېڅ نه مطرح کېږي.