قبايلو کې د مېرمنو ستونزې
ډيورنډ کرښې ته نژدې د بېلا بېلو قبايلي سيمو سلګونواوسېدونکو په پلازمېنه اسلام اباد کې د قبايلي سيمو د اصلاحاتو په تړاو احتجاجي لاريون وکړ. يو شمېر قبايلي مشرانو بي بي سې ته وويل چې ۹۵ سلنه قبايل غواړي چې قبايلي سيمې دې په خيبر پښتونخوا کې شاملې شي.
نجونې د هلکانو پر تله د کور چارو ته ۴۰ سلنه ډېر وخت ورکوي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان اداره یونیسیف په یوه رپوټ کې وايي، چې نجونې د هلکانو پرتله بې مزده د کور چارو ته ۴۰ سلنه ډېر وخت ورکوي. رپوټ وايي دغه توپیر په نړۍ کې هره ورځ ۱۶۰ میلیونه اضافي کاري ساعتونو ته رسېږي.
متیو توپان له کارایب وروسته امریکا ته رسېدلی
متیو توپان چې په کارایب سیمه کې یې تر ۳۰۰ پورې کسانو ژوند واخیست، دا مهال د امریکا د فلوریډا ایالت ته رسېدلی او پر دغه سیمه سربېره په دریو نورو ایالتونو کې هم بېړنی حالت اعلان شوی دی.
پاکستان: که امریکا مو نه اوري، چین او روس ته به مخ واړوو
د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی استازی وايي، که امریکا د کشمیر په مسله کې اسلام اباد ته غوږ ونه نیسي روسیې او چین ته به مخ واړوي. نوموړی زیاتوي، د کشمیر کشالې له اورېدلو پرته افغانستان کې سوله نشي ټینګېدلی.
ناشناس: ژوندی او روغ جوړ یم
د افغانستان وتلي هنرمند او سندرغاړي استاد صادق فطرت ناشناس بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته په خندا وويل د خدای په فضل جوړ يم، دوستان دې ډاډه وي. نن سهار په ټولنیزو رسنیو کې ګونګوسې خپرې شوې وې چې ګواکې نوموړی مړ شوی دی.
د سولې نوبل جایزه د کولمبیا ولسمشر ته ور کړل شوه
د ۲۰۱۶ کال د سولې نوبل جایزه د کولمبیا ولسمشر جان سنتوس ته ور کړل شوه، چې په دې وروستیو کې یې له پارک ډلې سره د سولې تړون لاسلیک کړی دی.
پاکستان د "ناموسي" وژنو سره د سخت چلند قانون تصویب کړ
د پاکستان پارلمان د اسلامپالو له مخالفت سره سره د "ناموسي" وژنو او د جنسي تېري په مقابل کې د سخت چلند لپاره نوی قانون تصویب کړ. د ښځو د حقونو فعالانو له کلونو راهیسې د دې مصوبې د منلو لپاره هڅې کولې.
د متیو توپان له امله د امریکا ۳ ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شو
د متیو په نوم سمندري توپان چې په کارایب کې یې له ۳۰۰ ډېر کسان ووژل، د امریکا جنوب ختیځو سیمو په تېره فلوریډا یالت ته نږدې کیږي. له دو میلیونو ډېر کسان له سمندرغاړې سیمو څخه خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
"پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې پاتې راتلو سره ګوښه شوی"
بریتانیا چاپ ټېلېګراف ورځپاڼې خبر ورکړی د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف خپل پوځي مشران ګرم بللي چې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې پاتې راغلي دي او له امله یي پاکستان په ډیپلوماټیک ډګر کې ګوښی شوی.
له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدو کې زياتوالی راغلی
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې يا يو اېن اېچ سي ار چارواکي وايي چې تراوسه له ۲۰۰ زره زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. په دغو کې ډېری ننګرهار او کابل ته تلل دي
ستاسو غږ: له افغانستان سره شوې مرستې بايد څنګه ولګول شي؟
د بروکسل په غونډه کې د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې لپاره تر ۲۰۲۰ کال پورې د څه باندې ۱۵ ميلیاردو ډالرو مرستو ژمنې وشوې. تر دې وړاندې په تېرو ۱۵ کلونو کې نړیوالو له افغانستان سره د ملیاردونو ډالرو مرستې کړې دي.
اسونه کولای شي له موږ سره "خبرې وکړي"
د یوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې اسونه له هغو حیواناتو دي چې ځینو علامو ته په اشارې کولو سره انسانانو ته خپله موخه څرګندولی شي پوهانو وکولی شول اسونو ته د انعام په توګه د ګازرو په ورکولو هغوی داسې وروزي چې که هر وخت يې بړستنې ته اړتیا وه پوزه پر یوې صفحې ووهي
"پاکستان د ترهګرۍ پر ضد کار لږ، ادعاوې زیاتې کوي"
د پاکستان د انګلیسي ژبې لويې او معتبرې ورځپاڼې ډان نن په یوه راپور کې ویلي، د پاکستان سیاسي واکمنو د دغه هېواد پوځ ته په ښکاره ویلي، چې یا د ترهګرو ملاتړ پرېږدئ او یا بیا په نړیواله کچه ځان یواځيتوب ته تیار کړئ.
کندوز کې څلورمه ورځ هم جګړه دوام لري
د افغانستان کندوز ولایت کې سیمه ییز سرچینې او چارواکي وايي، له ښاره د طالبانو د ایستلو عملیات دوام لري. د کورنیو چارو د وزیر پښې هم د کندوز جګړې ته وڅکول شوې. له تخاره رپوټونه وايي، زرګونه خلک د جګړې له کبله بې ځایه شوي.
خوست کې د وزیرو یو قومي مشر وژل شوی
د افغانستان سوېل ختیځ ولایت خوست سیمه ییز چارواکي وايي، ددې ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د وزیرستاني کډوالو یو قومي مشر ملک عمر خان وزیر پخپل کور کې وژل شوی دی.