ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بې چلوونکي ټراکټور

د بې چلوونکي ګادي خبرې مو ډېرې اورېدلې، خو اوس دلته بريتانيا کې يوه شرکت لومړی بې چلونکی ټراکټور اختراع کړی، چې د بريتانيا هره برخه کې د کار توان لري. د وګړو شمېر په زياتېدو سره پام ډېر د توليد غوړاوي ته هم وراوښتی.

09.10.2016 BBC

د مسلمانانو او مسيحيانو ګډ ملا

مصر کې په تېرو څو مياشتو کې د مسلمانانو او مسيحيانو ترمنځ د فرقه يي تاوتريخوالي لسګونه پېښې شوې. ډېرې دا پېښې په المنيا ولايت کې کېږي، چې د مصر مرکزي سيمو کې دی. خو دې سيمه کې يوه ښوونځي بيا داسې هڅه پيل کړې چې د دغو دوو دينونو زده کوونکي سره يو موټی کړي

09.10.2016 BBC

د سرطان درملنه

د سرطان ناروغۍ يوه نوې درملنه چې د دفاعي ځواک جوړلو درمل په کې کارېږي، د شوني بدلوونکي پړاو هيله بلل شوې ده. د دغه درمل کارولو د سر او غاړې سرطان ناروغيو درملنه کې له هيلو ډکې پايلې ورکړې دي.

09.10.2016 BBC

د کندهار امنیت په کومه بیه؟

د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې چارواکي وايي، دغلته د ټیکاو راز د وسله والو ډلو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو پرېکند دریځ دی. د دغه ولایت امنیتي چارواکو بي بي سي ته ویلي، هغه پولیس نیول شوي چې له تورنو کسانو سره یې نا انساني چلند کړی و.

09.10.2016 BBC

د کندهار امنيتي حالت

په کندهار ولایت کې بيا چارواکي وايي هلته د يو څه ارامۍ راز د وسله والو ډلو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو پرېکنده دریځ دی. د دغه ولایت پولیسو بي بي سي ته ویلي هغه سرتېري نیول شوي چې له تورنو کسانو سره یې نا انساني چلند کړی و.

09.10.2016 BBC

پر پاکستاني ټرګونو لګول شوې ماليه بېرته لرې کړل شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي بي بي سي ته وويل، ولسمشر ډاکټر اشرف غني یکشنبه (۹ اکټوبر) د پاکستانيو ټرکونو پر وړاندې مالیه ختم کړې او د تورخم او بولدک چارواکو ته يې امر کړی چې له پاکستانیو ټرکونو د دغې مالیې اخيستل ودرول شي.

09.10.2016 BBC

هلمند والي: وسله وال به ډېر ژر په شا وتمبوو

په دې وروستیو کې د هلمند په ځینو برخو کې امنیتي حالت خراب شوی دی. سپين تڼي د یوې مرکې په پیل کې د هلمند له والي حیات الله حیات پوښتلي، چې ولې په هلمند او ځانګړې توګه لښکرګاه کې حالت دومره کړکېچن شو؟

09.10.2016 BBC

په یوه اونۍ کې راحیل شریف پاکستاني کشمیر ته بیا لاړ

د پاکستان د ځمکني پوځ مشر جنرال راحیل شریف د یکشنبې په ورځ د کشمیر په کنټرول کرښه کې د لومړۍ کرښې سنګرونو ته لاړ او د پوځ عملیاتي تیاری یې وارزاوه.

09.10.2016 BBC

د چورلکې غورځېدو په تړاو ضد او نقیض څرګندونې کیږي

د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې د افغان ملي اردو چورلکه غورځېدلې، خو په تړاو یې چارواکي او وسلوال طالبان ضد او نقیض څرګندونې لري. په دې پېښه کې ۷ کسان وژل شوي دي.

09.10.2016 BBC

کندهار پر پاکستاني ټرکونو ۵۰۰۰ افغانۍ کارګو مالیه ولګوله

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مرستیال مشر وايي، په کندهار ولایت کې افغان چارواکو پر پاکستاني ټرکونو د کارګو ټېکس په ډول پنځه زره افغانۍ مالیه لګولې ده.

09.10.2016 BBC

یمن کې پر جنازه د هوایي برید قربانیان له ۱۴۰ ډېر شول

ملګري ملتونه وایي، د یمن پلازمېنه صنعا کې د جنازې پر مراسمو په هوايي برید کې له ۱۴۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۵۰۰ ډېر ټپیان دي.په برید کې د حوثي یاغیانو یو شمېر پوځي او امنیتي چارواکي هم وژل شوي دي.

09.10.2016 BBC

"امریکا له عربي ایتلاف سره پر اړیکو له سره غور کول غواړي"

نیویارک ټایمز وروسته له دې چې یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د نړیوال ایتلاف برید کې تر ۱۴۰ کسانو ډېر ووژل شول، د امریکا دچارواکو له قوله لیکي چې واشنګټن به له دغه ایتلاف سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي.

09.10.2016 BBC

په هېتي کې توپان

د متيو په نامه توپان د امريکا جنوب ختيځ سمندرغاړي سيمو کې لا زورور بادونه زېږوي، او دنګې څپې جوړوي. له يو ميليون زيات کورونه او کاروبارونه برېښنا نه لري. له فلورېډا، جورجيا، شمالي او جنوبي کرولاينا څه د پاسه درې ميليونه وګړي ايستل شوي دي.

08.10.2016 BBC

د هند د سوداګرۍ اغېز

په داسې حال کې چې هند د موټرو او ګاډو جوړولو په يو لوی صنعتځي اوړي، له دغه هېواده ورسره د ګاډو صادرات هم په پرله پسې ډول لوړ شوي دي. اوس په کې د موټر جوړولو يو شمېر بهرني شرکتونه هم خپلې فابريکي پرانيزي.

08.10.2016 BBC

فکرلارې: شریعت او افغاني ټولنه د همجنس خوښوونکو په اړه څه نظر لري؟

د فکرلارې په دې خپرونه کې پر دې موضوع بحث شوی چې په اسلامي شریعت او افغاني ټولنه کې د همجنس خوښوونکو، دو جنسو او دوه جنس خوښوونکو په اړه څه نظر لري؟

08.10.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more