د تايلند پاچا پوميپون د خپل عمر په ۸۸ کلنۍ کې مړ شوی دی
د تايلند پاچا پوميپون د خپل عمر په ۸۸ کلنۍ مړ شوی دی. دی د نړۍ تر ټولو اوږمهاله پاچا و، او اويا کاله يې د تايلنډ شاهي تاج پر سر و.
د کندوز ښار کې د جګړې له کبله د اوښتو زیانونو ارزونې کمېسیون کار پیلوي
د کندوز د زیانونو د ارزولو دولتي کمېسیون هم په کار پیل کوي. د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغو جګړو کې شاوخوا ۸۲ دوکانونه سوځیدلي او ۱۵۰ کورنه ړنګ شوي دي.
د تایلنډ پاچا د ۸۸ کلونو په عمر ومړ
د تایلنډ پاچا پوميپون داني-ادی چې نړۍ کې یې د نور ټولو پاچاهانو په پرتله د اوږدې مودې لپاره واکمني وکړه، له ۷۰ کلنې پاچاهۍ وروسته مړشو.
ولادمیر پوتین: د جنګي جرمونو تورونه سیاسي څرګندونې دي
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې د سوریې پر حلب ښار د بمباریو له کبله روسیه د جنګي جرمونو له تورونو سره مخامخیدای شي.
پاکستاني قاضي پيغمبر ته په سپکاوي د تورنې اسيې د اپيل له اورېدو انکار کړی
اسلام اباد کې د سترې محکمې یوه قاضي د اسیه بي بي د اپیل/استيناف غوښتنې له اورېدو انکار کړی چې د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي په تور د مرګ په سزا محکومه ده.
د ادبیاتو لپاره د نوبل جایزه باب دیلن وګټله
د ادبیاتو د ۲۰۱۶ کال نوبل جایزه امریکايي سندرغاړي باب دیلن ګټلې ده. نوموړي ته دغه جایزه 'امریکايي دودیزو سندرو کې د نویو شاعرانه احساساتو رامنځته کولو' له کبله ورکړل شوې ده.
واشنګټن پوسټ: اداري فساد وسله وال مخالفين پياوړي کوي
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په هلمند کې روانې نا امنۍ ته په کتو سره وایي، په افغانستان کې اداري فساد د دې لامل شوی چې د حکومت وسله وال مخالفین دومره پياوړې شي.
اسلام اباد کې یوه اسپانيوي دیپلومات "ځان وژلی"
د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د اسپانیه یو دیپلومات په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. د دغه ښار پولیسو بي بي سي ته ویلي چې له لومړنيو پلټنو داسې ښکاري چې دې دیپلومات خپله ځان وژلی دی.
تېر کال بریتانیا کې په ريکارد په کچه ۵۱ زرو کسانو د پلاستیکي جراحۍ عملیات کړی.
یو شمېر کسان د خپلو څېرو د بدلولو او لا ښکلي کولو لپاره دا ډول عملیات کوي، خو ځیني بیا یوازې د دې په خاطر دا ستونزې پر ځان مني، چې غواړي په ټولنه کې له ځورول کېدو پرته اسوده ژوند وکړي.
بریتانوۍ کلېر هالنګزاورت، لومړۍ خبریاله وه چې د دویمې نړېوالې جګړې د پېلېدو خبر یې ورکړ.
د دغې مهمې پېښه په اړه د خبر ورکولو سره سره یې د ختیځې اروپا له کډوالو سره هم مرسته کوله، چې د نازیانو له ظلم او استبداد نه وتښتي.
افغانستان د لوږې ښکار هېوادونو په کتار کې اتم ځای لري
د خوړو پالیسي نړیوال انسټیټیوټ نومې ادارې د هغو هېوادونو یو لست خپور کړی، چې اوسېدونکي یې له لوږې سره مخامخ دي. افغانستان په کې اتم ځای لري.
کندهار کې عصري روغتون جوړیږي
دغه سوداګر لا له وړاندې یو روغتون جوړ کړی چې ګڼ خلک یې نورو هیوادونو ته له تګه ور ګرځولي. خو نوی روغتون به نورې ګڼې اسانتیاوې هم ولري.
پلازمینه کابل او بلخ کې د عاشورا پر مراسمو د برید پایله کې لږترلږه ۳۲ کسان وژل شوي
پلازمینه کابل او بلخ کې د عاشورا پر مراسمو د برید پایله کې لږترلږه ۳۲ کسان وژل شوي. آریا احمدزۍ د پیښې د قربانیانو کور ته ورغلې او دا رپوټ یې پرې چمتو کړی.
بلخ کې د محرم پر ویر کوونکو بمي برید کې ۱۴ کسان وژل شوي
د افغانستان بلخ ولایت کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت بلخ ولسوالۍ کې د یوې بمي چاودنې پایله کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د عکسونو البوم: کابل کې د عاشورا ورځې ویر
د عاشورا په شپه د کابل په کارته سخي سیمه کې پر ویرجنو د بریدونو له امله چې ۱۶ کسان پکې ووژل شول او ۵۴ نور ټپیان شول، نن دغه ورځ د تېرو کلونو په پرتله کمرنګه وه. په ډېرو سیمو کې د ماتم کوونکو پخپله د خپل امنیت نیولو لپاره مټې بډوهلې وې. د بي بي سي خبریال فرهاد محمدي د کابل ښار وضعیت ته په دغو انځورونو کې کتنه کړې.