ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان کې شاوخوا "۴۰۰ زره" خلک له ليد بې برخې دي

د ځينو شمېرو له مخې افغانستان کې شاوخوا ۴ سوه زره داسې کسان دي چې له لید بې برخې دي. دغه کسان ژوند کې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ وي.

15.10.2016 BBC

افغانستان کې د بې اسنادو موټرو ستونزه

له کندهاره د ځانګړو رپوټونو لړۍ کې سید عبدالله نظامي دې لومړۍ افغان پلازمېنه کې د دې پوښتنې ځواب لټوي چې بې اسناده موټرو سوداګري څه ډول او له کومه ځایه کېږي.

15.10.2016 BBC

کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه

امازون امریکا کې یو داسې پروګرام پیل کړی چې له لارې يې یو له بله سره موسيقي شریکېدلی شي.

15.10.2016 BBC

د افغانستان کرنې وزارت د ۳۰ کانالونو د جوړلو تړون لاسليک کړ

د افغانستان د کرنې وزارت چارواکو په وينا دغه پروژې په پنځو ولایتونو بلخ، جوزجان، سمنګان، پروان او هرات کې پلې کېدونکې دي چې په شپږو مياشتو کې به ګټې اخيستنې ته چمتو شي. په پام کې ده چې دا پروژې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې هم پلې شي.

15.10.2016 BBC

جنرال دوستم: داعش د افغانستان په شمال کې د ځای پر ځای کېدو پلان لري

د افغان ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ويلي، د ځينو اطلاعاتي راپورونو پر بنسټ "اسلامي دولت" نومي ډله (داعش) چې اوس په عراق او سوريه کې جنګېږي پلان لري چې د افغانستان شمال کي ځای پرځای شي.

15.10.2016 BBC

پاکستان د ګلابي توپونو جوړول پیل کړي

د کرکټ په ډې نایټ ټسټ لوبو کې د ګلابي توبونو کارېدلو سره په پاکستان هم د لوبو سامانونو په صنعتي کارخانونو کې ددغو بالونو جوړول پیل شوي دي.

15.10.2016 BBC

امریکا کې پر درېیو کسانو پر جومات د برید تور پورې شوی

د امریکا په کنساس ایالت کې درې کسان د سومالیایي کډوالو پر کور او جومات د برید پلان جوړولو تور پورې شوی دی. په دغه کور کې نژدې ۱۲۰ سومالیایي کډوال ژوند کوي.

15.10.2016 BBC

د غزني والي ویاند: غزني کې د طالبانو له زندانه ۵۰ کسان خوشي شود

د افغانستان په سوېل کې د غزني د والي ویاند جاوېد سالنګي ویلي؛ نژدې ۵۰ کسان په دغه ولایت کې د طالبانو له زندان نه ازاد شوي دي. سالنګي وویل؛ دا کسان له یوه کال راهیسې په دغه زندان کې و او طالبانو له بېلابېلو سیمو نیولي او زنداني کړي و.

15.10.2016 BBC

اسټرالیايي زدکوونکو ته د "نارینه حقونو" زدکړې پروګرام له نیوکو سره مخ دی

د اسټرالیا په یوه ایالت کې داسې ښوونیز پروګرام پیل شوی چې موخه یې د جنسیتي کلیشو او د کورني تاوتریخوالي د رېښو له منځه وړل دي. پر دغه پروګرام ۱۶،۵ میلیون ډالره لګښت شوی دی.

15.10.2016 BBC

د دوبۍ ټېسټ لوبو کې د پاکستان اظهرعلي ۳۰۰ منډې؛ پر وسټ انډیز سخت فشار دی

د کرکټ په ټسټ لوبې کې د وسټ انډیز پرخلاف د اظهر علي درېیو سلیزو د پاکستان دریځ پیاوړی کړی. علي څلورم پاکستانی لوبغاړی دی چې ټېسټ لوبو کې ۳۰۰ منډې جوړوي. ترده وړاندې حنیف محمد، انضمام الحق او یونس خان دومره منډې کړي.

15.10.2016 BBC

انډېپنډنټ: فرانسوي پولیس د کالای پنډغالي کډوالو بوټان اخلي

انډېپنډنټ ورځپاڼې په فرانسه کې د کډوالو د یوه مشهور پنډغالي کالې په اړه په یوه تحقیقي راپور کې لیکلي چې د فرانسې پولیس په دغه پنډغالي کې له میشتو کډوالو بوټان اخلي، دا ددې لپاره چې د ورځپاڼې په وینا دغه کډوال له پنډغالي بهر ته وتلو ته زړه ښه نه کړي.

15.10.2016 BBC

ډونلډ ټرمپ: د جنسي ځورونو تورونه زما د تخریبولو لپاره د پروګرام یوه برخه ده

د امریکا د ولسمشرۍ تاکنو جمهوريپال نوماند ډونلډ ټرمپ وايي، د متحده ایالتونو په تاریخ کې د تر ټولو ستر سیاسي تخریب قرباني دی. ښاغلي ټرمپ د جنسي ځورونو په تړاو پر نوموړي لګېدلي تورونه رد کړل او ویې ویل، دا تورونه "سل په سله" درواغ دي.

15.10.2016 BBC

د ښځو پر ضد منفي ذهنیت کې د ولسي ادبیاتو ونډه

معمولاً دلته ځینې خلک هغه ښځې ښې بولي چې په کور وي. کمزورې وې، دوی ته اړې وي. نالوستې وي. ښځه هغه ښه بولي چې له یوې دوه ورسره ونه کړي. د شفیقه خپلواک لیکنه

15.10.2016 BBC

افغانستان کې نښه ويشتنه

کابل کې په لومړي ځل د غشې او نښې ویشتنې سیالیو په لړ کې ۳ نښه ویشتونکي غوره شوي دي.

14.10.2016 BBC

د يوې افغانې پيلوټې کيسه

کندهار کې د افغان هوايي ځواکونو يوه پخوانۍ پيلوټه وايي، نه پاملرنې يې ژوند تر بېوزلۍ رسولی

14.10.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more