لندن کې د فلمونو فيسټيوال
د نړۍ د ځینې نورو ښارونو په شان لندن کې هم هر کال د فلمونو فيسټیوال جوړېږي
پاکستان د یوه خبریال له هېواده بهر ته پر تګ "بندیز لګولی"
د پاکستان د انګلیسي ژبې تر ټولو لويې ورځپاڼې یو خبریال سیریل الميډا وايي، د دغه هېواد واکمنو د ده پر بهر ته تلو بندیز لګولی دی او د هغه نوم يې د هغو کسانو په لست کې شامل کړی، چې له هېواده بهر تګ نشي کولی.
سامسنګ: پېرودونکي دې ګلکسي نوټ ۷ موبایل کارول ودروي
د ګلکسي نوټ ۷ رغول شویو ټېلفونو د اور اخستو تر رپوټونو وروسته د سامسنګ شرکت ددغو موبایلونو له درلودونکو غوښتي چې د څېړنو تر بشپړېدو پورې یې له کارولو ډډه وکړي.
ډان: ترهګرو سره مبارزې پرسر نوازشریف او پوځ لفظي شخړه کړې
د پاکستان ډان ورځپاڼه د خپل یو خبریال سېرېل المېډا خبر را اخلي، پر چا چې پاکستاني چارواکو تېره شپه د سفر بندیز لګولی. د المېډا په نوم دې خبریال د تېرې پنجشنبې پر ورځ ډان ورځپاڼې ته یوه ځانګړې لیکنه وکړه.
د سوات حدیقه د اسیايي نجونو استازې ټاکله شوې
د پښتونخوا د سوات سیمې ۱۵ کلنه حدیقه بشیر په تايوان کې د اسیا د نجونو سفیره نومول شوې او نوموړې د پښتونخوا او پاکستان لومړنۍ پېغله ده، چې دغه جایزه ورکړل شوې.
د شاهد اپریدی او جاوید میاداد تر منځ لفظي شخړه ښايي محکمې ته ورسېږي
شاهد اپریدي ته نژدې سرچینې وايي، نوموړي دغه پرېکړه د جاوید میاداد له هغو څرګندونو وروسته کړې، چې د ادعا له مخې یې پر شاهد اپریدي د درغلي کولو او لوبو لپاره د پایلو ټاکلو تور پورې کړی و.
هند کې یوه نجلۍ له ډېرو روژو نیولو وروسته مړه شوې
هندي پوليس د هغې ۱۳ کلنه نجلۍ د مړينې پېښه څېړي چې له ۶۸ ورځو روژې نيولو وروسته مړه شوې ده. پوليسو بي بي سي ته ويلي غواړي وپلټي چې ايا اردانا سمدريا د روژې نيولو ته اړ ايستل شوې او که په خپله خوښه يې نيوله.
د افغانستان روغتیا وزارت پر رواني ناروغیو د اخته کسانو سروې کوي
نن د اکتوبر ۱۰ د رواني روغتیا نړیواله ورځ ده؛ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې ۷۰ سلنه ښځې او ۶۰ سلنه نارینه له خپګان او رواني اختلالاتو رنځېږي.
سیمه ییزې سرچینې: پر لښکرګاه د طالبانو برید پر شا تمبول شوی
د افغانستان په سوېل هلمند ولایت کې سیمه ییزو سرچینو بي بي سي ته وویل، طالبان بریالي شول چې د لښکرګاه ښار دویمې حوزې ته ننوزي، خو د کومانډو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې په شا وتمبول شول.
د جرمني پولیسو یو سوري وګړی د بمي برید په شک نیولی
پولیسو دغه ۲۲ کلن هلک چې جابر البکر نومېږي له دوه ورځې څارنې وروسته د یکشنبې په شپه د لایپزیګ ښار کې ونیوه. پولیسو د شنبې په ورځ لایپزیک ته څېرمه د کمنیتس ښار کې د هغه پر کور ورغلل او نژدې ۴۰۰ ګرامه چاودېدونکي توکي یې ترلاسه کړل.
سامسنګ د ګلکسي نوټ ۷ موبایل تولید "دروي"
امریکا کې د ټېلفوني خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو بټرۍ کې د ستونزې له امله د ګلکسي نوټ ۷ ځیرکو ټېلفونونو وړاندې کول درولي. د سوېلي کوریا رسنیو ویلي؛ سامسنګ د خپلو دغو موبایل ټېلفونونو تولید بند کړی. خو دغه شرکت بي بي سي ته دا خبره تایید نه کړه.
دویمه مناظره؛ پرهېلیري کلېنټن او بېل کلېنټن د ټرمپ لفظي ګوزارونه
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو دواړو کاندیدانو هیلېري کلېنټن او ډونلډ ټرمپ د مناظرې صحنې ته په ننوتلو یو بل ته لاس ورنکړ او د مناظرې په اوږدو کې یې په وار وار په کلکه یو پر بل توندې نیوکې وکړې.
ټریبیون: دوو میاشتو کې له هزاره سیمې ۳۶۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوي
د پاکستان اېکسپرس ټریبیون ورځپاڼه وایي، د پاکستان له هزاره سیمې څخه یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د افغان کډوالو کابو۳۶۰۰ کورنۍ بېرته خپل هېواد ته ستنې شوي دي.
"د وروستيو ناامنيو لوی لامل پر پوځي دندو د غير مسلکي کسانو ګومارل دي"
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي په هېواد کې د وروستیو نا امنیو لوی لامل پر پوځي دندو د غير مسلکي کسانو ګومارل دي. ښاغلي غني په یوه ټلویزیوني وینا کې ټینګار وکړ چې د هغو کړیو پر وړاندې به ټینګ ودرېږي چې په حکومت کې د سمونونو پر وړاندې خنډ جوړوي.
د کندهار انار
انار د لمریز کال د وري په میاشت کې ګلونه غوړوي او بیا د تلې په میاشت کې يې د فصل راټولولو وخت پیلېږي. د انارو باغ لرونکي او سوداګر د دغې مېوې د صادراتو له لارې ميليونونه ډالر ګټه ترلاسه کوي. زموږ همکار مامون دراني له کندهاره د انارو عکسونه رالېږلي دي.