ننګرهار: د پچیراګام قومي مخورو غونډه کې ځانمرګي برید ۴ کسان وژلي
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت ویاند وایي؛ په جلال اباد ښار کې د یوه قومي مخور په کور کې ځانمرګي برید کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو پلاوی پاکستان ته ولې تللی و؟
تېره اونۍ چې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، اسلام اباد ته ددوی د قطر سیاسي دفتر درېیو مشرانو د ورتګ هدف پاکستاني چارواکو سره د "افغان کډوالو" په تړاو خبرې اترې وې، نو ګرانه وه چې باور پرې وشي، ځکه دوحه کې د طالبانو دفتر بنسټیز رول د سیاسي خبرو مخته وړل دي.
ترکي چارواکو د 'جمهوریت' ورځپاڼې چلوونکی نیولي
له ترکیې نه رپوټونه وايي، پولیسو د 'جمهوریت' په نامه د ورځپاڼې چلوونکی مراد سبنجو نیولی دی. تېرې څو میاشتې ترکیه کې زرګونه کسان نیول شوي یا له هېواده ایستل شوي.
عراقي پوځ د موصل نیولو لپاره بیا عملیات پیل کړل
د عراق پوځ له ''اسلامي دولت'' ډلې نه د موصل ښار بېرته نیولو لپاره له ختیځې جبهې بیا عملیات پیل کړي. پوځ وايي غواړي د دجله سیند ختیځه برخه ونیسي.
د عکسونو البوم: جرمني د هتلر ځمکلاندې پټنځي بله نمونه جوړوي
جرمني د نازیانو د مشر اډولف هتلر تر ځمکې لاندې ټینګ ځای په څېر د یوې بلې نمونې جوړولو هوډ کړی. هتلر هلته د دویمې نړیوالې جګړې په وروستیو ورځو کې پټ و. دا نوی ځای پلازمېنه برلین کې جوړېږي.
د کلنټن ایمیلونه: د اف بي آی رییس ښایي قانون نقض کړی وي
د امریکا په سنا مجلس کې د دیموکراتانو مشر ویلي؛ د امریکا د جنایي څېړنو فدرال ادارې مشر د کانګرس د یوه پخواني غړي د ایمیلونو د پلټنې علني کولو سره چې ښایي د هېلیري کلنټن ایمیلونه ترې وموندل شي، ممکن قانون نقض کړی وي.
سعودي وايي د فوټبال سیالیو پرمهال یې د چاودنې پلان شنډ کړی
سعودي عربستان ویلي، په لوېدیځ جده ښار کې یې د فوټبال نړیوالو سیالیو پرمهال د بمي چاودنې یو پلان شنډ کړی، چې په تور یې سعودیان او پاکستانیان نیول شوي.
ډان: د نواز شریف ضد لاریونونه له کنټروله وتونکي دي
پاکستانۍ انګلیسې ژبې ورځپاڼې ډان د دغه هېواد د لومړي وزیر نواز شریف پرضد د عمران خان د ګوند له خوا د پراخیدونکو لاریونونو په اړه لیکلي چې دغه وضعیت خطرناک دی او ښايي داسې پړاو ته ورسیږي چې له کنټروله ووځي او په دغه هېواد کې د لا ډیر تاوتریخوالي لامل شي.
د افغانستان سړکونه د خرابېدو په حال کې دي
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، په دې هېواد کې له ۸۵۰۰ کیلومتره جوړو شویو سړکونو ۴۰ سلنه یې د د ماینونو او ډېر بار وړونکو موټرو له کبله د خرابېدو په حال کې دي.
'شربت ګله به په ضمانت خوشې شي'
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار وايي، د شربت ګلې په نامه د هغې افغانې مېرمنې په ضمانت د خوشې کولو امر یې کړی، چې په ۱۹۸۰ مو کلونو کې یې د کډوالۍ پر مهال اخیستل شوي انځور نړېوال شهرت خپل کړ. نوموړې د جعلي پاکستانۍ پېژندپاڼې د درلودو په تور په پېښور کې نیول شوې وه.
د هېلاري کلنټن ژوند
د امریکا د متحده ایالتونو د دیموکرات ګوند نومانده هېلاري کلنټن له لسیزو راهیسې د دغه هېواد سیاست کې ښکېله مېرمن ده. تر ټولو وروستی مقام یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ؤ. مېړه یې بل کلنټن د دوو دورو لپاره د امریکا ولسمشري کړې. بل او هېلاري کلنټن یوه لور لري چې چلسي نومېږي.
ډونالډ ټرمپ: له شتمن سوداګره د ولسمشرۍ تر مخکښ نوماند
ډېره موده مخکې له دې چې د ولسمشرۍ نوماند په توګه راوړاندې شي، ډونالډ ټرمپ د امریکا تر ټولو نامتو او جالب میلیاردر وو.
د دارالامان ماڼۍ بيارغونه
د افغانستان په کابل کې د دارامان ماڼۍ په جوړېدو ده. کار یې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوی دی، شاوخوا شل میلیونه ډالر به پرې ولګېږي.
ګوادر کې د روغتيايي اسانتياوو ستونزه
د بلوچستان په سمندري ښار ګوادر کې په دې وروستیو کې ډېره پانګونه شوې نوي سړکونه او ودانۍ په کې جوړې شوي.
افريقا کې د کب نيوونکو ننګونې
د افريقا په وېکټوریا جهیل کې زرګونه کب نیوونکي د اقلیمي بدلون له امله له تندر توپانونو سره مخامخ دي.