عمردان خان: د لاریوانولو په ضد د پولیسو چلند ایالتي تعصب پاروي
د پاکستان تحریک انصاف پلویانو د اسلام اباد د سترې محکمې د دې پرېکړې په ضد شکایت کړی چې د حکومت په خلاف د دې ګوند لاریون په محدوده سیمه پاتې شي.
د کالې "ځنګل" پنډغالي وروستۍ سرپناه هم ورانه شوه
د فرانسې چارواکو د کالې کډوالو پنډغالي "ځنګل" په نامه وروستۍ سرپناه هم ویجاړه کړې ده. د کمپ له ړنګولو وړااندې تر تېرې پنجشنبې هلته اوه زره کډوال اوسېدل.
ډیپلوماټ: هند ته د دې چورلکو ترمیم او ساتل ګران تمامېږي
ډيپلومات انګلیسي ژبې مجلې د هند د هوايي ځواکونو په اړه یوه مطلب کې ویلي، ښايي هند له روسي چورلکو لاس په سر شي، ځکه ترمیم او ساتنه یې په لوړه بیه ورته تمامیږي
ډنمارک: یخچال کې د کډوالو مړي موندل شوي
د ډنمارک پولیسو ویلي، د هېواد جنوب کې د یوه کور په یخچال کې یې د سوریې د یوې کډوالې او د هغې د دوو ماشومانو جسدونه موندلې دي.
د ایټالیا زلزله: ۱۵ زره کسان سرپناه نه لري
د ایټالیا د ملکي ساتنې سازمان وايي، له ۱۹۸۰ کال راپدېخوا له ټولو قوي زلزلې وروسته، په هېواد کې ۱۵ زره کسان بې کوره شوي. وروستۍ زلزله کې څوک نه دي وژل شوي، خو ۲۰ کسان ټپیان شوي.
د موصل عملیات: العبادي د داعشیانو تسلیمېدل غواړي
د عراق لومړي وزیر موصل کې پر "اسلامي دولت" ډلې غږ کړی، چې یا دې تسلیم شي او یا دې مرګ ته ځانونه چمتو کړي. حیدر عبادي دا څرګندونې موصل ته د عراقي ځواکونو د نژدې کېدو پرمهال کړې.
د بي بي سي خبریال احمد یما ترافیکي پېښه کې مړ شوی
د بي بي سي خبریال احمد یما په یوې ترافیکي پېښې کې له نړۍ سترګې پټې کړې. ښاغلی یما له کابله د کندز پر لور په خپل موټر کې روان ؤ چې پلخمري ته نژدې دغه پېښه رامنځ ته شوه.
د هېليري کلنټن برېښناليکونه
امریکا کې فډرالي څاروونکو اجازه لیک تر لاسه کړی چې د هېليري کلنټن د یوه مرستیال زرګونه برېښناليکونه ولټوي.
د لندن مشهور ساعت به ډېر ژر غلی شي
د بېګ بېن نوم به مو ډېر اورېدلی وي او خامخا به ورسره اشنا یاست. خو د لندن دا مشهور ساعت به ډېر ژر غلی شي.
امريکا کې د اسلامي کتابونو نندارتون
امریکا کې په لومړي ځل داسې یو نندارتون جوړ شوی چې د اسلام د سپېڅلي کتاب قران شریف او اسلامي توکي په کې نندارې ته ایښودل شوي دي.
تانزانيا کې کارموندنه
افریقا کې ډېری محصلین په ګرانه کار مومي. په نایجیریا کې له پوهنتونه د فارغو شويو کسانو څلومره برخه بېکاره دي.
عراقي ځواکونه موصل ښار ته نژدې شوي
عراقي امنيتی ځواکونو له "اسلامي دولت" نومې ډلې د موصل ښار د بېرته نيولو عملياتو کې پرمختګ کړی او اوس له دغه ښاره د ۱.۵ کيلومتره په واټن کې دي. موصل په ۲۰۱۴ کال کې د داعش لاس ته لوېدلی و.
دویم ځل د هېلیري کلنټن بخت؟
هېلیري کلنټن د امریکا د متحدو ایالتونو په بېلابېلو سیاسي مقامونو کار کړی - لومړۍ مېرمن، سناتوره، د بهرنیو چاور وزیره. اوس، د دویم ځل لپاره هڅه کوي چې د ولسمشرۍ مقام ته ځان ورسوي.
اشرف غني: که قانون مې ترپښو لاندې کړ محاکمه مې کړئ
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي؛ نه خپله او نه به هم بل چاته اجازه ورکوي چې د قضایي ارګان او په ځانګړې توګه لوی څارنوال په چارو کې لاسوهنه وکړي. هغه د افغانستان له سیاستوالو هم وغوښتل چې د هېواد په لویې څارنوالۍ او قضایي دستګاه کې له "اصلاحاتو" ملاتړ وکړي.
د افغانستان ولسي جرګې د چابهار هوکړه لیک تایید کړ
د افغانستان ولسي جرګې د ایران په سوېل ختیځ کې د چابهار بندر پراختیا اقتصادي هوکړه لیک تایید کړ. افغانستان هیله من دی د چابهار بندر پرانستل کېدو سره د منځنۍ اسیا په وچه چاپېرو هېوادونو ته د سوداګریزو توکو ترانزیتي لاره وګرځي او ترې هرکال میلیونونه ډالر عاید ترلاسه کړي.