ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


احمد یما شیرزاد خاورو ته وسپارل شو

په کندوز کې د بي بي سي د خبریال احمد یما شیرزاد د جنازې او خښولو مراسم ترسره شول. ارواښاد چې په پښتو او دري برخه کې یې له بي بي سي سره د خبریال په توګه کار.

02.11.2016 BBC

غني: د سرتېرو اکمالاتي ستونزې دې ژر تر ژره اوارې شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي ځواکونو مشرانو ته امر کړی، چې د سرتېرو شکایتونو ته پام وکړي او ستونزې یې اوارې کړي که نه، وايي له دندو به یې لرې کړي.

02.11.2016 BBC

پاکستان کې د واده کالیو نندارتون

د پاکستان فېشن شورا نومي ادارې درې ورځني نندارتون کې د واده کالي او عصري کالي نندارې ته وړاندې شوو.

01.11.2016 BBC

امریکا کې سعودی محصل یوه برید کې وژل شوی

حسین سعید النهدي د وسکاسن پوهنتون محصل و او د یکشنبې په ورځ پرې د یوه پیزا پلورنځي مخکې برید وشو.

01.11.2016 BBC

بریتانیا کې مسلمانو ښځو د شریعت شوراګانو په اړه د څېړنو په تړاو اندېښنه ښوولې

بریتانیا کې له سلو ډېرو مسلمانو ښځو د شرعي قانون په تړاو د بریتانوي حکومت د دوو حکومتي څېړنو له کبله شکایت کړی، چې دوه ګونی چلند ورسره کېږي.

01.11.2016 BBC

د بي بي سي خبريال احمد يما ژوند

د بي بي سي خبریال احمد یما شېرزاد کندوز کې د جنازې له مراسمو وروسته خاوروته وسپارل شو.

01.11.2016 BBC

له بريتانيا د يوه افغان پناه غوښتونکي د ايستلو مخنيوی وشو

د بريتانيا له کارډېفه افغانستان ته د یوه افغان ځوان د استولو مخه هغه مهال ونيول شوه کله چې یوه قاضي له الوتنې څو ساعته وړاندې دا پرېکړه وکړه.

01.11.2016 BBC

پر موصل حکومتي ځواکونو کړۍ تنګه کړې

په داسې حال کې چې د عراق حکومتي ځواکونه د موصل چاپېر خپله ولکه ټينګوي، د دغه هېواد لومړي وزير حيدر العبادي د داعش وسله والو ته ويلي "يا دې تسليم شي او يا دې ومري". د نوموړي په وينا، اورپکي د تېښتې هېڅ لار نه لري.

01.11.2016 BBC

د سېلاب مخنيوی

د نيپال پوځ له اوېرېسټ غره سره يو خطرناک ډنډ تش کړی دی. چارواکي وايي دا نړۍ کې د خپل ډول يوه ډند تشولو او وچولو کې د مځکې له مخې تر ټولو لوړه پروژه ده.

01.11.2016 BBC

ايټاليا له زلزلې وروسته

د ايـټاليا زلزلې، چې له ۱۹۸۰ کال راهيسې تر ټولو ځواکمنه وه، له ۱۵ زرو زيات خلک بې کوره کړي دي.

01.11.2016 BBC

هند کې پرده

د هند شمالي هريانا ايالت کې د ښځو يوې ډلې د پړوني د نه تړلو يا نه پر سرکولو هلې ځلې پیل کړې دي.

01.11.2016 BBC

عمران خان د حکومت ضد لاريون لغوه کړی

پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د حکومت ضد لوی لاريون پلان لغوه کړی دی. نوموړي دا خبره د سترې محکمې له هغې پرېکړې وروسته کړې چې وايي د فساد موضوع به څېړي.

01.11.2016 BBC

حیدري عبادي: ځواکونه له هرې خوا د ښار لور ته پرمختګ کوي

عراقي ځواکونه چې له موصل د اسلامي دولت د اېستلو هڅه کوي د سې شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د دغه ښار ختیزې لمنې ته ننوتل. د ۲۰۱۴ په جون کې اسلامي دولت ډلې دا ښار نیولی دی.

01.11.2016 BBC

د احمد الهام مړینه؛ د کندوز د جګړې د خبریال غږ ورک شو

د ژورنالېزم په ډګر کې مې تر ټولو ډېر دردوونکی واورېد، د خپل یوه خواږه همکار مړینه. وړمه ورځ مې د رسمي کار ختمېدا په درشل کې په خندانه څېره کې ولید، ترې ومې پوښتل، ته چې کابل ته راشې کندوز کې حتمي یوه پېښه وي، بیا خو د کندوز ښار کې جګړه نه ده نښتې؟ ځواب یې و "دلته هرڅه امکان لري."

01.11.2016 BBC

د اف بي آي رییس پر 'دوه ګوني معیار' د کلنټن کمپاین توندې نیوکې

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نوماندې د ټاکنیز کمپاین دفتر د امریکا جنایي څېړنو فدرالې ادارې (اف بي آی) پر رییس د "څرګند دوه ګوني معیار" له امله توندې نیوکې کړې دي.

01.11.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more