د ټرمپ بریالیتوپ نظر پیاوړي کېدو سره د اسیا ونډو بازراونه رالوېدلي
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ د بریالیتوب نظر پیاوړي کېدو سره د اسیا د ونډو بازارونه رالوېدلي دي. امریکا او اروپا کې د چهارشنبې په ورځ د بازارونو پرانستل کېدو سره هلته هم د ونډو رالوېدو تمه کېږي.
ترکۍ مور د پلاستیکي چپلکې په ګوزار بندي کېږي
په ترکیه کې یوه ۶۲ کلنه مور له دې کبله د بند له سزا سره مخامخېدونکې ده، چې ګني خپل زوی یې د کورنۍ لفظي شخړې پرمهال په پلاستیکي چپلکه ویشتلی دی.
نقشه: چا کوم ایالتونه ګټلي دي؟
امریکا متحدو ایالتونو کې ۱۹ میاشتې روان ټاکنیز کمپاین پای ته ورسېد او ورسره د سې شنبې په سهار د دغه هېواد د ۴۵ ولسمشر ټاکلو لپاره رایې کاروونه پیل شوه. د ځینو ایالتونو پایلې هر شېبه اعلانېږي چې په دې نقشه کې د هر ایالت ګټونکی معلومولی شئ.
د امريکا ټاکنې
د امریکا په ټولو ۵۰ ایالتونو کې خلک د رایو مرکزونو ته ځي. کمپاین بېګا پای ته ورسېد. هېليري کلنټن او ډونلډ ټرمپ دواړه لګیا وو او تر وروستۍ شېبې هڅه کوله چې خلک خپلې خواته را مات کړي. نور جزییات په امریکا کې زموږ همکار جاوید کوټوال راکوي.
بنګله دېش غوره لیګ: افغان لوبغاړي محمد نبي څلور وېکټې تر لاسه کړې
د بنګله دېش غوره ليګ کرېکټ سياليو کې افغان لوبغاړی محمد نبي څلور لوبغاړي وسوځول او خپلې لوبډلې چټګانګ ته يې بريا ور په برخه کړه.
هند په یوه شپه کې د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ روپیو نوټونه له منځه وړي
هند حکومت د تورو پېسو مخنیوي لپاره د نومبر له اتمې شپې وروسته د پنځو سوو او زرو هندي روپیو بانکي نوټونو بندولو اعلان کړی.
د ښځینه خاصیتونو پیغور نارینه غښتلي کوي؟
ښځه خو نه یې چې ژاړې، لکه ښځه بنګړي واچوه، لکه ښځه ټیکری پر سر کړه، لکه ښځه په کور ناست یې، ښځه خو نه یې چې دا کار نه شې کولای، د ښځې خویونه کوې او داسې ډېرې نورې خبرې به مو په کیسو او داسې ډېرې صحنې به مو په سریالونو، فلمونو او حقیقي ژوند کې لیدلې وي، چې نارینه وو ته د ښځینتوب پیغور ورکول کېږي.
امریکا کې له اوږده ټاکنیز کمپاین وروسته رایې کاروونه پیل شوه
امریکا متحدو ایالتونو کې ۱۹ میاشتې روان ټاکنیز کمپاین پای ته ورسېد او ورسره د سې شنبې په سهار د دغه هېواد د ۴۵ ولسمشر ټاکلو لپاره رایې کاروونه پیل شوه.
تېر کال د افغانستان پر ۱۵۸ پروژو 'هېڅ پیسې نه دي لګول شوې'
د افغانستان د تفتیش عالي ادارې د شمېرو پربنسټ، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې ۶۰۶ پروژو ته انکشافي بودیجه ځانګړې شوې وه. له هغې ټولګې ۱۵۸ پروژو هېڅ پیسې نه دي لګولې او د دغو پروژو د کار لپاره د مالیې له وزارت هېڅ پیسې هم نه دي غوښتل شوي چې د ټولو مالي پروژو شپږویشت سلنه جوړوي.
تر ۲۰۲۰ کال برتانوي مالیو کې "۲۵ میلیارد پونډه کمی راځي"
یوه اغېزناک فکري مرکز خبر ور کړی چې په مارچ کې د بودیجې له وړاندې کولو وروسته به د بریتانیا عمومي مالي اسانتیاوې له ۲۵ میلیارد پونډو کمښت سره مخ شي.
د معدې باکتریا د سرطان مخنیوي کې همکاري کولی شي
د امریکا ټکساس پوهنتون کې یوې څېړنې موندلې، چې د هاضمې سیستم د ننه باکتریا د سرطان ضد پیچکاریو د فعالیت کچه لوړولی او بالاخره د سرطان مخه نیولی شي.
د وسپنیزو ځوانانو فدراسیون په هرات کې بیا پرانیستل شو
د وسپنیزو یا ځواکمنو ځوانانو فدراسیون له پنځه کاله ځنډ وروسته یوځل بیا نن ( د سې شنبې په ورځ) په هرات کې پرانیستل شو. د فدراسیون مشر وايي، په ټول افغانستان کې د دې لوبې د دودولو هوډ لري.
۷۰ کاله وروسته د جنوبي کوریا مانورو کې د بریتانیا ګډون
له ۷۰ کلونو وروسته، په لومړي ځل په جنوبي کوریا کې د بریتانیا جنګي الوتکې د امریکا - کوریا ګډو هوايي مانورو کې ګډون کوي. په دې مانورو کې د بریتانیا ټایفون ډوله جنګي الوتکو ګډون کړی.
د امریکا ټاکنې: د کلنټن او ټرمپ پلویان
د نومبر په اتمه د سې شنبې په ورځ په امریکا کې خلک د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې مرکزونو ته ځي.
رښتیا هم په۱۹۵۰ کلونو کې "ورک اتومبم" موندل شوی؟
رپوټونه وايي، د امریکا یو "اتومبم" چې د هغه د لېږېدوونکې الوتکې د غورځېدلو له امله ورک شوی و، ممکن د کاناډا سمندرغاړه کې یو لامبوزن موندلی وي.