د بشري حقونو څار سازمان: ټرمپ دې ټاکنیز شعارونه پرېږدي
په داسې حال کې چې د امریکا ځینو ښارونو کې د ډونلډ ټرمپ پرضد لاریونونه شوي، د بشري حقونو یوه ملاتړي نړیوال سازمان د ښځو او لږکیو په اړه د هغه د ټاکنیز کمپاین مهال ځینو شعارونو په یادولو له هغه غوښتي چې د کرکې خبرې بس کړي.
د عکسونو البوم: امریکا کې د ټرمپ په مخالفت کې لاریون
په امریکا کې د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ تر ټاکل کېدو وروسته، ددغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د هغه په مخالفت کې لاریونونه وشول.
د امریکا ۴۵ ولسمشر پر ټاکلو د نړیوالو مشرانو غبرګونونه
د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه د لانجمنې څېرې ډونلډ ټرمپ د ټاکل کېدو په غبرګون کې د هېوادونو مشرانو د ملاتړ او اندېښڼې بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.
ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ځي؛ د امریکا څو ښارونو کې لاریون شوی
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سه شنبې ورځې ټاکنو کې د جمهوریپال نوماند ډونلډ ټرمپ بریالیتوب په غبرګون کې د واک د لېږد ژمنه کړې او د ټاکنو بایلونکې هېلیري کلنټن هم له منتخب ولسمشر نه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
فایننشل ټایمز: "ټرمپ د نړیوال نظم لپاره ګواښ دی"
د بریتانیا فایننشل ټایمز لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ د نړیوال نظم لپاره یو ګواښ دی. ورځپاڼه زیاتوي که ښاغلی ټرمپ خپلې کړې ژمنې عملي کړي نو په اقتصادي برخه کې به یې اغیز له شک پرته د امریکا او د ځینو نورو هېوادونو پر اقتصاد جوت وي.
د موصل عملیات: 'عراقي ځواکونو' کلیوال وربړول او ویې وژل
د بخښنې نړیوال سازمان وایي؛ داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د عراق فدرال پولیسو په یونیفورم کې ځینو کسانو د موصل ښار په سوېل کې د پرتو کلیو اوسېدونکي ربړولي او وژلي دي.
هېلیري کلنټن: ټاکنو کې ماتې ډېره ځورونکې ده
هېلري کلنټن د ټاکنو نه ګټلو له کبله له خپلو پلویانو بښنه غوښتې. هغې ویلې، ټاکنې یې و نه ګټلې، دا یو ځورونکی احساس دی، چې وايي تر ډېره به دوام وکړي.
ډونالډ ټرمپ: اوس د یو موټی کېدو وخت دی
د امریکا متحدو ایالتونو کې د جمهوریتپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ له یوه اوږده ټاکنیز کمپاین وروسته د خپل هېواد ۴۵ ولسمشر ټاکل شوی دی. ډونالډ ټرمپ ویلي د ټولو امریکایانو خدمت به وکړي. نوموړي د ملي یووالي غوښتنه کړې.
ټرمپ ته د نړیوالو مشرانو مبارکۍ
د نړۍ یو شمېر هېوادونو مشرانو د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکۍ ویلې
ولسي جرګې د ښځو او ماشومانو د ځورونې او ازار د منع قانون طرحه تصویب کړه
د افغانستان پارلمان د رایو په اکثریت د ښځو او ماشومانو د ځورونې او ازار د منع قانون طرحه تصویب کړه. ددغه قانون له مخې، د ښځو او ماشومانو ځوروونکي له ۵ زرو تر ۲۰ زرو افغانیو نقدي سزا او په ځینو مواردو کې له درېیو تر شپږو میاشتو حبس محکومېږي.
د امریکا د ۲۰۱۶ کال ټاکنې په انځورونو کې
د امریکا د مختلفو سیمو انځورونه چې خلک پکې د نوي ولسمشر ټاکلو ته رایه ور کوي او په پایله کې یې جمهوریپال نوماند ډونلډ ټرمپ ولسمشر شو.
پاکستان د شپې شربت ګله په تورخم کې افغان لوري ته وسپارله
د پاکستان سیاسي او امنیتي چارواکو د چهارشنبې په شپه شربت ګله په تورخم کې افغان لوري ته وسپارله. ټاکل شوې چې نوموړې په کابل کې له افغان ولسمشر سره وګوري.
ولسمشر غني ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې
د افغانستان ولسمشر د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې بریالي شوي جمهوریپال ډونلډ ټرمپ او د امریکا خلکو ته ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.
د پاریس او بروکسل بریدونو 'همغږی کوونکی' وپېژندل شو
یوې باخبره استخباراتي سرچینې ویلي؛ یوه مراکشي الاصله بلجیمي جهادي چې سوریه کې فعالیت کوي په پاریس او بروکسل کې د خونړیو بریدونو عامل بلل کېږي.
ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې
امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند ډونلډ ټرمپ د بریالیتوب لپاره د ۲۷۵ ټاکنیزو رایو په خپلولو سره د دغه هېواد ټاکنې وګټلې او د متحده ایالتونو ۴۵ ولسمشر به شي.