ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ځانګړې مرکه: په پاکستان کې د پوځ رول او نفوذ

د پاکستان په کورني سياست او بهرنۍ تګلاره کې د پوځ رول او نفوذ د نوموړې هېواد له جوړېدو راهيسې د بحث توده موضوع پاته شوې ده.

12.11.2016 BBC

بلوچستان: د شاه نوراني زيارت چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي

پاکستان کې د بلوچستان خضدار سيمې چارواکي وايي د شاه نوراني په زيارت کې چاودنه شوې چې له امله يې لږ ترلږه ۲۵ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

12.11.2016 BBC

د کابينې درې غړي ولې بې واکه شول؟

د افغانستان د ولسي جرګې غړۍ هيلۍ ارشاد وايي دغه درې وزيران د بوديجې د نه لګولو له امله بې واکه شوي دي.

12.11.2016 BBC

د افغانستان ولسي جرګې د کابینې درې وزیران سلب صلاحیت کړل

د افغانستان ولسي جرګې نن (عقرب/لړم ۲۲مه) د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د کار ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو وزیره نسرین اوریاخېل او د فواید عامې وزیر محمود بلیغ استیضاح کړي و. درېواړو ونشوای کولی له وکیلانو د باور رایه واخلي.

12.11.2016 BBC

د عکسونو البوم: اندېښمنه فضا کې د اوباما او ټرمپ لیدنه

په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پرمهال د امریکا ولسمشر بارک اوباما او ډونلډ ټرمپ یو بل ته د خپلې دوه اړخیزې کرکې په پټولو کې پاتې راغلل. دواړو د خبریالانو پروړاندې د خپل تېر اختلاف د پټولو هڅه وکړه او په سوله ییز ډول یې د واک پر لېږد او یووالي خبرې وکړي . خو د خبریالانو کامرو یې له صمیمي فضا پرته انځورونه واخیستل.

12.11.2016 BBC

پاکستان: پنجاب کې مو د داعش دوه اورپکي نیولي

پاکستاني پولیس وايي، د پنجاب ایالت ترهګرۍ ضد څانګې یې له "اسلامي دولت" نومې اورپکې ډلې سره د تړاو لرلو په تور دوه مشکوک کسان نیولي دي دي.

12.11.2016 BBC

د مونیخ پر ایراني الاصله بریدګر وسله پلورونکی 'تر پوښتنو لاندې دی'

جرمني کې د وسلو له هغه پلورونکي پوښتنې ګروېږنې روانې دي چې پر یوه ایراني الاصله ۱۸ کلن هلک یې وسله پلورلې وه او هغه پرې په مونیخ ښار کې ۹ کسان په ډزو ووژل.

12.11.2016 BBC

نړیوال وجهي صندوق مصر ته ۱۲ میلیارد ډالر پور ورکوي

په پام کې ده چې د مصر مرکزي بانک ته د پیسو د نړیوال وجهي صندوق له خوا د منل شوي ۱۲ میلیارد ډالر پور ۲٫۷۵ میلیارد ډالر ورکړل شي.

12.11.2016 BBC

د فیسبوک تېروتنه د ګڼو کسانو د "مړینې" د اعلان لامل شوه

د خواله رسنیو فیسبوک وېبپاڼه کې غیر قصدي تېروتنې او نیمګړتیا د ګڼو ژوندیو فیسبوک کاروونکو د مړینې د اعلان لامل شوې ده.

12.11.2016 BBC

نیویارک ټایمز: ټرمپ افغانستان کې د سرتېرو ساتنې ته لېوال ښکاري

نيويارک ټايمز په افغانستان کې د شته امريکايي سرتېرو په اړه د امريکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ احتمالي پرېکړې ته کتنه کړې.

12.11.2016 BBC

بګرام هوايي اډه کې 'ځانمرګی' برید شوی

د افغانستان پلازمېنې کابل په شمال بګرام هوايي اډه کې چاودنه شوې چې د ځايي چارواکو په وینا لږترلږه څلور کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د وژل شویو او ټپیانو هویت لا نه دی څرګند شوی.

12.11.2016 BBC

"اسلامي دولت" موصل کې '۴۰ کسان پر یوه پله ځړولي'

په تېرو څو ورځو کې داسې رپوټونه مخې ته راغلي چې "اسلامي دولت" نومې ډلې ظاهراً په موصل کې د ولسي وګړو وژنو ته دوام ورکړى او وروستي رپوټونه وايي چې تېره سه شنبه ٤٠ وگړي په دغه ښار کې د دغې ډلې له لوري وژل شوي دي.

12.11.2016 BBC

فېسبوک ټرمپ بریالی کړ؟

سره له دې چې فېسبوک د ډونلډ ټرمپ بریالي کېدو کې لویه ونډه درلوده، خو د فېسبوک خاوند مارک زکربرګ نغواړي پر دغو ادعاو غوږ وګروي.

11.11.2016 BBC

د اروپایي کمیسیون مشر وايي 'د ټرمپ غوراوی د اروپا او امریکا پر اړیکو ناوړه اغېزه کولی شي'

د اروپایي کمیسیون مشر جېن کلود یونکر وایي د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ غوراوي کې، د دې خطر شته چې د اروپا او امریکا ترمنځ اړیکې خرابې شي.

11.11.2016 BBC

د ډونلډ ټرمپ بهرنۍ تګلارې

ټاکل شوې د امريکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته داسې يوه نړۍ په میراث پاتې ده چې له خطرونو او ګواښونو ډکه ده. داسې نړۍ چې د امريکا ځواک ننګوي.

11.11.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more