عطا محمد نور: د عبدالله د سیاسي پرېکړو کولو پر وړتیا باور نه لرم
د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نور وایي؛ دی نور په سیاسي پرېکړو کې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله پر وړتیا باور نه لري او له همدې امله یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره مستقیمې خبرې پیل کړې دي.
د نوي کال په درشل کې بریتانیا کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي
د لندن پولیسو یوه چارواکي ویلي؛ مراسمو کې د ګډون لپاره خلکو ته د ډاډ ورکولو په موخه، پولیس له بېلابېلو لارو هڅه کوي د هغوی امنیت وساتي.
بغداد کې دوو چاودنو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د عراق په پلازمېنه بغداد کې په یوه له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې دوو بمي چاودنو لږ ترلږه ۲۸ کسان وژلي او له ۵۰ ډېر یې ټپیان کړي دي. داعش ددغو بریدونو مسوولیت منلی دی.
۲۰۱۶ کال کې د بالیووډ جنجالونه
په اسیایي هېوادونو په تېره بیا افغانستان او ایران کې د هندي فلمونو محبوبیت اوږده مخینه لري، خو د بالیووډ ورځ تربلې ډېرېدونکی محبوبیت او هالیووډ ته د هغې د ستورو لار موندنه دې کچې ته رسېدلې چې اړوند خبرونه یې په اروپایي ا امریکایي هېوادونه کې جنجالونه راوپاروي.
نیویارک ټایمز: سربیا کې د کډوالو ټول مرکزونه ډک شوي
د امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼې په سربستان کې د کډوالو حالت په تړاو د رويټرز يو رپوټ را اخيستى چې وايي؛ په دغه هېواد کې د کډوالو مرکزونه ټول ډک شوي او نويو کډوالو لپاره کټونه نه دي پاتې.
میرکل: اسلامپالې ترهګري جرمني ته ترټولو لویه ننګونه ده
جرمني لومړۍ وزیره انګېلا میرکل د نوي میلادي کال په پیغام کې ویلي؛ اسلامپالې ترهګري ترټولو لویه ننګونه ده چې جرمني ورسره مخ ده. هغي وویل؛ ۲۰۱۶ کال "سخت ازمایښت و" خو هغې زیاته کړه چې ډاډمنه ده جرمني به پر ستونزو برلاسې شي.
راډون ، زمونږ په کورونو کې پټ قاتل
مخکې له دې چې له افغانستان څخه بهر سفر وکړم، د هغو خلکو په ټولنیز شعور به له غوسې خندا راتله چې لېونیان او پیریانیان او په شکر، فشار او ریماتزم اخته ناروغان به یې زیارتونو ته ځغلول.
'له انوشکا شرما سره کوژده نه کوم'
مشهور لوبغاړی ویرات کوهلې وايي، د رسنیو هغه رپوټونه دروغ دي، چې ګواکې دی او وتلې فلمې هنرمنده انوشکا شرما د نوي کال له راتګ سره سم کوژده کوي.
چین د ترهرګرو په نوملړ کې د مسعود اظهر نوم شاملېدو مخنیوی وکړ
هند د جمعې پر ورځ ویلي چین د هند له لوري د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې د مولانا مسعود اظهر د نوم شاملولو مخنیوی کړی.
د هندي بانک نوټونو بدلون وروستۍ شېبې
ه هند کې خلک د جمعې ورځې تر پایه وخت لري، چې ناچله اعلان شوي بانکي نوټونه په بانکونو او پوسته خانو کې بدل کړي او که داسې و نه کړي، ښايي ورسره شته پېسې بې اهمیته شي.
'د پاکستان قبایلي سیمې ځوانانو لپاره دې پالیسي جوړه شي'
د پاکستان د قبایلو سياسې څېرو او د ځوانانو د ټولنو مشرانو له حکومت نه غوښتي چې ددوی په سیمه کې ځوانانو ته پام وګرځوي او د هغوی د ژوند حالت ښه کولو لپاره یوه پالیسي جوړه کړي. دوی وایي؛ له تعلیمي پلوه وروسته پاتې والي او بیکارۍ له امله د قبایلي سیمو ځوانان تل د توندلارو ډلو ښکار شوي.
خوست کې د کرکټ لوبغالی پرانستل شو
د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو نن په سوېل ختیځ ولایت خوست کې د کرکت یو نړیوال لوبغالی پرانیست. ددغه لوبغالي د پرانستل کېدو مراسمو ته د کرکټ بورډ چارواکو او د ملي شورا د یو شمېر غړو سربېره ولایتي چارواکي او د خوست لسګونه زره اوسېدونکي ورغلي وو.
د کابل هوا ککړتیا د انځور په ژبه
د کابل هوا په وروستیو میاشتو او په ځانګړې توګه وروستیو اونیو کې ډېره ککړه شوې او ددې ښار ډېرو اوسېدونکو غږ یې پورته کړی. د ژمي موسم پیلېدو او د برېښنا پرې کېدو ډېروالي سره، د ډبرو سکرو، لرګیو او تېلو په څېر سون توکو کارول ډېرېږي.
روسیې د امریکا بندیزونو ته د غبرګون ژمنه وکړه
مسکو وایي؛ د امریکا بندیزونو او له خپلې خاورې د روسیې دیپلوماتانو ویستلو ته به غبرګون وښيي او واشګنټن ته به "جدي سرخوږی" جوړ کړي.
ایکسپرس ټریبیون: طالبان د روسيې په ملاتړ توانېدل يوۀ کال کې دوه ځله کندز ونيسي
پاکستان چاپې ایکسپرس ټريبيون ورځپاڼې د اې اف پي خبرې آژانس يو رپوټ راخيستى چې وايي له طالبانو سره د ايران او روسيې نژدې کېدو ادعاوو له امله په افغانستان کې نيابتي جگړې سره تړلې د يوې نوې سترې لوبې په تړاو اندېښنې را پارېدلي دي.