BBC
 شاته

'د پاکستان قبایلي سیمې ځوانانو لپاره دې پالیسي جوړه شي'

د پاکستان د قبایلو سياسې څېرو او د ځوانانو د ټولنو مشرانو له حکومت نه غوښتي چې ددوی په سیمه کې ځوانانو ته پام وګرځوي او د هغوی د ژوند حالت ښه کولو لپاره یوه پالیسي جوړه کړي. دوی وایي؛ له تعلیمي پلوه وروسته پاتې والي او بیکارۍ له امله د قبایلي سیمو ځوانان تل د توندلارو ډلو ښکار شوي.