برتانیا کې لومړنۍ محجبه قاضۍ
رافیا ارشد د برتانیا یوه محکمه کې لومړنۍ محجبه مېرمن ده چې مرستیاله قاضۍ شوه. مېرمن ارشد به د انګلنډ په میډلنډ قضايي حوزه کې د ګرځند محکمې د مرستیال قاضۍ په توګه چارې پر مخ بیايي.
کورونا وېروس: ملګرو ملتونو له بیوزله هېوادونو سره د مرستو غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترڅ له بیوزله هېوادونو سره د کورونا وېروس د مبارزې لړ کې د پور مرستو غوښتنه کړې.
۱۱ وژنې چې د امریکا پولیسو ظلمونو خلاف یې احتجاجونه راوپارول
په امریکا کې د یوه تور پوټکي سړي وژنې چې پولیسو نیولی و او ویل کېږي، پولیس افسر یې پر غاړه ګونډه ورایښې وه، له لږکیو سره د پولیسو ناوړه چلند پر ضد بیا احتجاونه پارولي دي. ۴۶ کلن جارج فلوایډ چې یوه رستوران کې یې د ساتونکي دنده درلوده، د مې پر ۲۵ پولیسو د جعل یوې مشکوکې پېښې پر مهال نیولی و.
هندۍ کورنۍ په ټېک ټاک ویډیو کې خپل ورک شوی پلار وموند
په هند کې یوې کورنۍ خپل پلار، چې دوه کاله مخکې لادرکه شوی و، د ټېک ټاک یوې ویډیو په مرسته بیا وموند. د وېنکاتېش وارلو په نامه دغه کس، چې سمې خبرې نشي کولی، د ۲۰۱۸ کال په اپرېل میاشت کې د کار موندلو په نیت په تېلېنګانا ایالت کې له خپل کوره په یوه لارۍ کې روان شوی و.
"د شپې په تیاره کې یې مړي له کښتۍ وغورځول"
خدیجه بیګم وايي''هیڅوک نه پوهېږي څومره کسان به مړه شوي وي، ۵۰ یا ښايي له دې هم ډېر.'' دغه پنځوس کلنه ښځه د هغو ۳۹۶ روهېنګیا مسلمانانو له ډلې یوه ده، چې د سپرلۍ کښتۍ یۍ تر دوو میاشتو پورې په سمندر کې ایساره وه او وروسته بنګله دېشي ساحلي ساتونکو وژغورله.
کرېکټ: افغانستان او اسټرالیا په نومبر کې ټېسټ لوبه کوي
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې افغان ملي لوبډله به د روان ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې د اسټرالیا له کرېکټ ملي لوبډلې سره یوه ټېسټ لوبه کوي. د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي چې دا لوبه د نومبر پر ۲۱مه نېټه د اسټرالیا په پېرت ښار کې پیلېږي.
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستان د پوځ اېستل "پیاوړی غوراوی" نه دی
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، د امریکا له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل یو غوراوی دی، خو "پیاوړی غوراوی" نه دی. وروستیو ورځو کې امریکايي رسنیو رپوټ ور کړ چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان د روان کال نومبر کې د دغه هېواد له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې له افغانستان اته زره سرتېري باسي.
د بندیانو خلاصون: د طالبانو تخنیکي پلاوی یو ځل بیا کابل ته تللی
په قطر کې د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین د پنجشنبې په ورځ وویل، د دې ډلې یو پنځه کسیز تخنیکي ټیم د بندیانو د خلاصون لپاره کابل ته تللی دی. له بلې خوا وسلوال طالبان وایي، د پام وړ حکومتي بندیانو پر خوشي کولو کار کوي.
ننګرهار کې د کورونا یا محرقې مالومولو ته پلاوی استول
د افغانستان د عامې ورغتیا وزات وايي په ننګرهار ولایت کې د تره ټکې یا محرقې ناروغۍ د احتمالي خپرېدو د ارزونې لپاره یې یوه لوړ پوړی پلاوی هغه ولایت ته لېږلی چې معلومه کړي رښتیا هم هلته وضعیت څه ډول دی.
هغه نرسه چې د یوې قبیلې لپاره له کورونا سره مقابله کوي
برازیل کې د کورونا وېروس خپرېدو سره ځايي خلک خورا سخت اغېزمن شول.
اسراييلى جاسوس چې د سوريې واکمنو کړيو ته رسېدلى و
د ١٩٦٥ م کال د مې مياشتې اتلسمه نېټه وه چې د پلازمېنې دمشق اوسېدونکي له خوبه پاڅېدو سره سم، يوې ډېرې نامعمولې صحنې هک حيران کړل. د ښار په زړه کې د يوه سړي ځړول شوى مړى، دا مړى د اېلي کوهېن و.
کورونا وېروس: ایبټ اباد کې ۲۸ روغتیا پالان پر کورونا اخته شوي
د خیبر پښتونخوا ایالت په ایبټ اباد سیمه کې د ډسټرکټ یا ولسوالۍ مرکزي روغتون ۲۸ روغتیا پالان پر کوویډ - ۱۹ اخته شوي دي. بل لور ته په نړۍ کې د کورونا وېروس ناروغانو شمېر له پنځه میلیونه پنځه لکه او ۸۹ زره کسانو اوښتی دی.
افغانستان کې د اوربند غځېدو تمه؛ خو زابل کې هوایي برید مرګژوبله اړولې
په افغانستان کې د درې ورځني اوربند له ختمېدو سره سره د افغانستان دفاع وزارت کې سرچينې وايي، طالبانو نن چارشنبه کوم ستر عملیات یا پر افغان ځواکونو بریدونه نه دي کړي. خو طالبان وایي چې افغان حکومت په زابل ولایت کې په یوه هوایي برید کې ملکي کسان وژل دي.
"له قرنطین وروسته ماشومانو کې ذهني نارامي عادي خبره ده"
کورونا وېروس هغه هر څه ګډوډ کړي، چې د ماشومانو ټولنیزې او ذهني ودې لپاره اړین بلل کېږي. ماهرین وايي له قرنطین وروسته چې ښوونځي پرانیستل شي، عادي حالت ته ګرځېدل به اسان نه وي.
ټوېټر د ولسمشر ټرمپ ټویټونو کې "رښتیا او درواغ" مالوموي
ټوېټر په لومړي ځل د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د "فکټ چېک" یا د رښتیا او درواغو د مالومولو نښان لګولی دی. ټوېټر عموماً دا ډول نښان له هغو پوسټونو یا ټویټونو سره لګوي چې بې بنسټه او له حقیقته لېرې ادعاوې پکې شوې وي