ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبان: افغانان به خپل نظام پخپله ټاکي؛ بهرنیان دې مداخله نه کوي

وسله والو طالبانو ویلي، افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي، خو د راتلونکي نظام په اړه به خپله افغانان د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې پرېکړه کوي. طالبانو دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې اروپايي ټولنې ویلي، افغانستان کې سیاسي روغه جوړه کې باید د ولسوالۍ د ارزښتونو خوندي کولو شرط وساتل شي.

30.05.2020 BBC

عبدالله: د اختر اوربند د سولې خبرو لپاره ښه پیلامه ده

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر په توګه، عبدالله عبدالله خبریالانو ته وویل، د تېر کوچني اختر درې ورځنی اوربند د تاوتریخوالي د کمښت یا اورکم ورځې د سولې خبرو لپاره ښه پیلامه او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هوارولی شي.

30.05.2020 BBC

مېرکل د امریکا سرمشریزه کې د ګډون لپاره د ټرمپ بلنه رد کړه

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل د جون میاشتې په پای کې د اوو صنعتي هېوادونو 'جي اوه' غونډې لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ بلنه رد کړه. د اغلې مېرکل ویاند د ولسمشر ټرمپ له بلنې مننه وکړه، خو ویې ویل د جرمني صدراعظمه نشي کولی د کورونا وبا له امله دغه سفر وکړي.

30.05.2020 BBC

ډیجیټلي پیسې: هکرانو په کمپیوټري وېروس زما لاس وسوځاوه

عبدالرحمن بدر د ډیجیټلي پیسو له کبله تر ټپي کېدو وروسته له کوچنیو ټپونو ځورېږي. پر نوموړي یوه هکر په ناقانونه توګه د کمپیوټر له لارې برید وکړ، چې بیټ‌کاین او نورې ډیجیټلي پیسې راغونډې کړي.

30.05.2020 BBC

د امریکا میناپولیس کې لاریوني اخ و ډب

لاریون کوونکي د تورپوستي د وژلو له امله د امریکا بېلابېلو ښارونو کې له پولیسو سره کېوتل.

30.05.2020 BBC

ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د امریکا همکاري ودروله

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د خپل هېواد اړیکې پرې کړې دي. دی وايي پر دې ادارې "د چین بشپړ نفوذ" دی. امریکا د روغتیا نړیوال سازمان لویه مالي ملاتړې وه، خو اوس وايي خپله مالي مرسته به د روغتیا برخه کې نورو نړیوالو فعالو سازمانونو ته ورکړي.

30.05.2020 BBC

کورونا وېروس: پاکستان نورو هېوادونو ته الوتنې پیلوي

په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د کورونا وېروس ناروغانو شمېر له پنځه اعشاریه اته میلیونو کسانو اوښتی، د دغې ناروغۍ له کبله ۳۶۱۲۰۰ کسان مړه شوي دي، د پاکستان ملکي هوايی چلند اداره وايي، په هېواد کې دننه د الوتنو شمېر زیاتوي او بهر ته تلونکي یو لوریزې الوتنې نن شپه پیلوي.

29.05.2020 BBC

پاکستان: پر یوې ممثلې د نورو ښځو برید، ویډیو یې لاس پر لاس کېږي

ممثله عظمیٰ خان وايي، دریو شتمنو ښځو وهلې ټکولې، خو ډېری پاکستاني رسنۍ یې په تړاو ولې پټه خوله دي؟

29.05.2020 BBC

له کورونا وبا سره موږکان ولې خطرناک شوي؟

د کورونا وېروس مخنیوي له قرنطین سره د نړۍ په ډېری ښارونو کې د نورو کاروبارونو تر څنګ رستورانونه هم تړل شوي او یوه بله ستونزه ورسره دا ده چې موږکان د خوړو لپاره نوې لارې چارې لټوي او رویه یې بدله شوې.

29.05.2020 BBC

افغانستان، د بندیانو خوشي کېدو لپاره خبرې بیا پیل او د حزب اسلامي بندیان خوشي شوي

نن درېیمه ورځ ده چې د طالبانو یو پلاوی په کابل کې دی او له افغان حکومت سره یې د بندیانو د خوشي کېدو پر سر خبرې بیا پیل کړې دي. بل پلو حکومت له حزب اسلامي ګوند سره ۲۰۱۶ کال د شوې هوکړې له مخې د دغه ګوند ۱۶۴ بندیان له څرخي پله او بګرام زندانونو خوشي کړي دي.

29.05.2020 BBC

پښتو ورځ،"د مبارکۍ تر څنګ نور باید څه وشي؟"

نن د مې ۲۹ مه ده چې "د پښتو ورځ" په توګه هم یادېږي او لمانځل کېږي. د تېرو کلونو پرتله اوس په پښتو ژبه کتابونه ډېر شوي، د انټرنېټ او ټېکنالوژۍ په برخه کې هم پښتو په ښه کېدو ده، که څه هم په حکومتي برخو کې که کافي نه بلل کېږي، خو پام ورته ډېر شوی ښکاري.

29.05.2020 BBC

پکتیا کې د ۱۴ افغان سرتېرو وژل کېدل

د افغانستان دفاع وزارت وايي، وسلوالو طالبانو بېګا پکتیا ولایت کې د افغان پوځ پر پوسته برید کړی چې له امله یې ۱۴ سرتېري وژل شوي دي. د دې وزارت بیان کې دا هم ویل شوي چې دې برید کې درې سرتېري ټپیان شوي هم دي، خو د طالبانو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویل شوي.

29.05.2020 BBC

کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۶۲۳ نوې مثبتې پېښې

د افغانستان روغتیا وزارت د جمعې په ورځ وویل، په دغه هېواد کې په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۶۲۳ کسان په کورونا اخته شوي او ۱۱ ترې مړه شوي دي. افغانستان کې تر اوسه ۱۳ زره شپږ سوه ۵۹ کسان په کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.

29.05.2020 BBC

ډونلډ ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیک سره خواله رسنۍ په نښه کړې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د هغه پراخ قانوني خوندیتابه د محدودولو لپاره یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ، چې خواله رسنۍ یې کاروي. هغه تردې د مخه د هغو خواله رسنیو د بندولو خبرداری هم ورکړی چې د محافظه کارو د غږ پر خاموشولو یې تورنوي.

29.05.2020 BBC

د نړۍ تر ټولو هسکه څوکه څومره لوړه ده؟

یوه ډله چینایان د همالیا غرونو کې د نړۍ تر ټولو هسکې څوکې ایورېسټ ته روان شوي او دې سره دوی یوازني کسان دي چې د کورونا وبا پر مهال دا څوکه اندازه کوي.

29.05.2020 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more