شعرونه


نوی غزل/طایرځلاند

غزل ورځه چې ستړي شي نو ژوند ته شي دشپې ضرورت دهجران لمر کې راته دی ستا دسايې ضرورت مابه ژړل زه به له درده غرو نيولی ومه ماکه خندل نو وه به دا دزمانې ضرورت څان به پېدا کړي په کې ځان به په کې وپيژني دمرګي ښار ته دی دژوند د آيېنې ضرورت داهسې نه دی شو له خپلې ناکامۍ خاموشه دی دې تصویر ته ستا دزړه داستانې ضرورت طایره نور به داحساس رڼا کې سا اخلمه ستړي مزل ته به ترڅو وي دډيوې

23.07.2011 طاېر ځلاند

نن مې زړه غواړي چې غزل ولیکم/طایرځلاند

نن مې زړه غواړي چې غزل ولیکم طایرځلاند پوره دوه میاشتې وشوې څه مې لیکلي نه دي د يو غزل په نامه څه مې ويلي نه دي هغه دردونه ، کړاوونه، څړېکې چې يې سېنه کې لرم هغه مې چالره ښودلي نه دي خو نن مې زړه غواړي غزل ولیکم

05.06.2011 طاېر ځلاند

نن مې زړه غواړي چې غزل ولیکم/ طایرځلاند

نن مې زړه غواړي چې غزل ولیکم طایرځلاند پوره دوه میاشتې وشوې څه مې لیکلي نه دي د يو غزل په نامه څه مې ويلي نه دي هغه دردونه ، کړاوونه، څړېکې چې يې سېنه کې لرم هغه مې چالره ښودلي نه دي خو نن مې زړه غواړي غزل ولیکم

16.05.2011 طاېر ځلاند

غزل:طايرځلاند

  غزل طایر ځلاند   داسې دحالاتو پیچ و تا ب کې راګیر شوی یم راشه کنه یا ره اظطرا ب کې راګیر شوی یم ژوبل مې احساس شو په تیرو تیرو ازغو دوخت پوه نه شوم خو سحر دګلا ب کې راګیر شوی یم پخو لاندې نه زمکه لرم نه په سر اسمان مې شته بیا نن دحالاتو کوم عذا ب کې راګیر شوی یم څیره دیقین راکړه تیرو ځنې مې وبا سه ژونده دوهمونو په حبا ب کې راګیر شوی

08.05.2011 طاېر ځلاند

د نن ورځې خبر / عاشق الله یعقوب

  یوه افغان پیلوټ ۸ بهرني پوځیان ووژل عاشق الله یعقوب   د افغانستان د هوايي قواوو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل : احمد ګل نومې افغان پيلوټ د هوايي قل اردو په غونډه کې پر بهرنیو پوځيانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې ۸ بهرنیان ووژل شول،  یو بهرنی او۲  افغانان ټپیان شول. په دغه وسله واله نښته کې په خپله افغان پيلوټ هم وژل شوی دی . ملي دفاع وزارت د پیښې پخلۍ کړی او په یوه خب

27.04.2011 طاېر ځلاند

دثور ۷ / عاشق الله یعقوب

 نن دغوايي اوومه دخلک دموکراتیک ګوند واک ته رسېدو له ورځې سره سمون لري. عاشق الله یعقوب     د ۱۳۵۷ کال پر همدې ورځ یو شمېر پوځي افسرانو چې دخلک دموکراتیک ګوند غړي وو دیوې کودتا له لارې دافغانستان لومړنی ولسمشر محمد داوود خان او دهغه د کورنۍ غړي ووژل او پر دولتي واک یې قبضه ولګوله.

27.04.2011 طاېر ځلاند

قلندر مومند ته/ نجیب الله منلی

قلندر مومند ته لیکوال :    نجیب منلی سپکه بڼکه چې په باد پورته شي  اوړي را اوړي په هوا کې ناڅي په دې امید چې به دلمر له کاسې ورته کوم څاڅکی درڼا وڅاڅي خو چې باد غلی شي بڼکه هم په ځمکه پرېوځي دارزو ګانو موچۍ

19.04.2011 طاېر ځلاند

هغه وخت او داوخت /

((هغه وخت او داوخت)) دا په ما څه وشول دا زه ولې بدل شوم دومره                          دا په ما څه وشول دا زه ولې بدل شوم دومره    زه خو دکلي دجرګو دمرکو سړ

11.04.2011 طاېر ځلاند

نظم/ طايرځلاند

ورکه ماضي (يو داسې چاته چې اوس رانه ډيره موده وشوه چې ورک دی ) طايرځلاند ژوند لکه سيند په مخ روان دى په شا  نه راګوري وخت دهوا په اوږو سور دى چاته وار نه کوي څومره کلونه څومره ورځې څوم

30.03.2011 طاېر ځلاند

غزل/شېرمحمد حیدر

غزل ستړی مزل، دمينې مل، دعشق انداز مې خوښ دی پښتو غزل، دزلفو ول، دښکلو ناز مې خوښ دی درباب ترنګ، دپانزېب شرنګ، دپیالو

28.03.2011 طاېر ځلاند

پښتو نوی غزل او انځور/طایرځلاند

  پښتو نوی غزل او انځور)) )) طایرځلاند   شاعر چې څه محسوسوي او دڅه په اړه چې سوچ کوي، هر کله  چې هغه ته د لفظونو جامه ورپه غاړه کړي او د تخيل پر مرسته د تخليقی عمل په بڼه د اظهار وجود ورکړي او شعري ځانګړتياوې په کې مراعت کړي نو ادب پوهان ورته د شعر نوم ورکړي، هرانسان فکر کوي چې په ورځني ژوند کې له ډير څه نه اغیزمن کېږي،  امکان لري هغه د دې اغیزې په غبرګون کې له نورو لارو ه

08.03.2011 طاېر ځلاند

غزل؟ نور يه وهاب

 غزل :  نوریه وهاب  دشپی راپاڅم د سپوږ مي په مخ داغونه شما رمپه سبا یی کی می د خپل زړه پرهارونه شمارم عمرونه تیر شول لامی صبرترینه نه دی سویپه تصورکی دشهید پلارجان کلونه شمارم زما دمورپه شانی ټولی ارمان جنی ښکاریپه هره لارکی چی دکونډوکتارونه شمارم په خواروسترګو کی یی هره

26.02.2011 طاېر ځلاند

د اميد څراغ/ طایرځلاند

د اميد څراغ طایرځلاند زۀ د ژوندون دلارې داسې لاروى يمه اوسچې هره لاره او کوڅه راته پردۍ پردۍ دهپه هر ګوډ پير کې زه د ځان په تماشه راځمهپه هر قدم د خپل احساس دقتل چغې اورمزۀ اوس مزل کوم د ژوند په داسې لارو باندېچې د ازغو  او مار کونډونه بل څه نشته پکېپه داسې لاره چې مزل پکې کم نه دى له مرګهر څهره نا پېژندلې هر نظر اجنبيپولۍ پولۍ پښې يم د خلقو په هجوم

22.02.2011 طاېر ځلاند

غزل/بختيار ځدران

وو رانه پاتې لکه ګل غوندې یوګل وجـــــــــــودچې چېرته لاړم بېرته راغلمـه ترخپل وجـــــــــود چې مې هرڅومره له خپل ځـان سره حساب وکړهسې ورغاړه دی ژوندون ته، تراجل وجـــــــــود لکه ایوب غوندې صابردی په خوله نه وایي څهخالقه ښه کړې دزخمي ،زخمي کابل وجـــــــــــود په عجیبه رنګه فــــــکرونومبتــــــــــلا کړم مینېتریاره لاړشم مګر نه وي راسره مـل وجــــــــــــود بختیاریې ځار شه له خوږوسترګــــوغزل وجـودګل هم ر

19.02.2011 طاېر ځلاند

غزل:طايرځلاند

غزل: طایرځلاند زخم زخم دی، پرهر،  لکير  لکير دی داپه لاس کې مې دنن ورځې تصويردی

14.02.2011 طاېر ځلاند

نوریه وهاب

راليږونکی : نوریه وهاب وختونه  وختونه تیر شول ښه ډیر کلونه تیرشولسپرلی می وبایلل ټول خزانونه تیرشولستا په دیدن پسی می اینظا رونه تیرشولتا خپله لاربیله کړه په ما مزلونه تیر شولته په لوګی هم نشویپه ما اورونه تیر شولتاته یو درد نه رسی په ما رنځونه تیرشولله تا می صبر نشی څمره عمرونه تیرشولنوریه په سیندلاهوشوهډیر پری موجونه تیرشول

26.01.2011 طاېر ځلاند

غزل / طایرځلاند

غزل ولاړ په نزاکت چې دى اساس دآيېنېدا ځکه زخمي کيږي تل احساس د آيېنې ورکۍ چې خپل ښائست ته  داد په لاس د آيېنېزياتيږي ځکه ورځ په ورځ وسواس  د آيېنې په ځان کې ورته ښکاري ټول دخلقو نظرونهاغوستى چې اشنا کله لباس د آيېنې

17.01.2011 طاېر ځلاند

يخې شونډې/ طایرځلاند

يخې شونډې لیکوال: سید تفسيراحمد ژباړه : طایرځلاند زه سټوري هوټل ته دچای څکلو په نیت دننه شوم، دکیناستلو له پاره مې دځای پېدا کولو هڅه وکړه خو یوه چوکۍ هم ت

11.01.2011 طاېر ځلاند

غزل/ ماښام خټک کراچۍ

غزل ماښام خټک (کراچۍ) فیصلې دی چې ماتیږی فاصلې دی چې اوږدیږی دلته داسې سړے نشته چې پرې زړونه راټولیږی د نظر تر حده ګورم ېو سړے هم لیدے نه شی په غوږونو کښې مې شور دے دا ېو زړه مې دے درزیږی دغه خلق چې خاموش دی دغه خلق ګونګېان نه دی که خبره د خلې ووباسی په خبره سر غوڅیږی هر ېو خاڅکے ې تېره دے د وجود نه پورې ووځی دا د کوم موسم باران دے دا په ما چې راوریږی زما زمکه

04.01.2011 طاېر ځلاند

غزل/ ننگیال یوسفزی

غزل ننګیال یوسفزی (کراچۍ) په سپرلي کې کیفیت دخزانونواعتبار څه دی دښار په موسمونو نه یې ور نه یې دیوال نه یې چنه شتهڅه وجود شته ددې کلي دکورونو ؟

01.01.2011 طاېر ځلاند

غزل / طایرځلاند

غزل طایرځلاند داچې ژوند ماښام ماښام دی تورې شپې دي دتهذیب په منار ټولې  ډیوې  مړې  دي سياهي دزلفو نور دڅېرې  زیات کړ غلافونه تور زاځوړند په کعبې دي بیا په زړه نوی غذاب راتلل یقین دی بیا مې ماتې دنظر ستړې توبې دي ما دلمر په لورې وړي خو عجیبه ده چې مې شاته په سایې پسې سایې دي تصور دې دښکلا دملک امير کړم په خیالونو کې مې ټولې رنګينې دي هرسړی ځان سره خپل خپل نظر واخلۍ

29.12.2010 طاېر ځلاند

غزل/طايرځلاند

غزل طايرځلاند مجرم ګڼلم خلکو دلته نور په څه طايره خو بس ملګری درڼا به ومه زه طايره حادثه څه وه دبېلتون خو دقسمت پېښه وه پوهېدم نه خو بس وختونه تېريده طايره خپلو درنو روايتونو سره څومره خوند کړي ښکته شي څومره چې بدل شي پښتانه طايره دتغزل موسم مې ځکه و پېکه غزل کې دالهامونو سره اور هم ورېده طايره چرته و هغه وخت ښکلاباندې مين وګړي چې په رڼا ورځې ګلونه قتلېده طايره داچې اوس کاڼی دی سينه کې شور دژوند نه

27.12.2010 طاېر ځلاند

غزل/کاظم خان شېدا

    غزل کاظم خان شېدا چې همت مې نه کا وير په هسکولولکه موج نه کړم بيم له پرېوتلو سوامې خوي له درافشانه ابره نه دی صدف وزانه خپله خوله کړه په غوښتلو دافتاب په کممند نه خیژم اسمان ته نه ږدم بار لکه شبنم په دوش دګلو په کمال دجمعیت کې پرېشان یم په مثال یوه دسته یم دسنبلو

23.12.2010 طاېر ځلاند

هایکو/ډاکتر اظهار الله اظهار

هایکو ګانې ډاکتر اظهار الله اظهار 1 یوه لحظه چې هم هوا بنده شيدزړونو شور دغوږ پردې وشلويمادځنګل طوفان کې مه ګېروه 2 دطوفانونو زور په شا تمبويدمحبت یوه نازکه خندادتاترې له سره هم پورته دهدزړه د درد منزل یې سرڅنګه شیمینه روانه داوبو غوندې ویژوند خو دواورې چم دی زر

20.12.2010 طاېر ځلاند

پلاره ما له یو بینمار سره شاګرد کړه/طایرځلاند

پلاره ما له یو بینمار سره شاګرد کړه ما ل خلکو اوریدلی چې ماران او ښاماران ټول                       

17.12.2010 طاېر ځلاند

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more