غزل

ولاړ په نزاکت چې دى اساس دآيېنې
دا ځکه زخمي کيږي تل احساس د آيېنې

ورکۍ چې خپل ښائست ته  داد په لاس د آيېنې
زياتيږي ځکه ورځ په ورځ وسواس  د آيېنې

په ځان کې ورته ښکاري ټول دخلقو نظرونه
اغوستى چې اشنا کله لباس د آيېنې

چې ده زما دقد  دهرې برخې ترجمانه
خالي نه دى شعور نه انعکاس د آيېنې

ښائست ديو مړوند يې دپوره ملک ننداره ده
خلاف نه دي ديو بل نه اجناس د آيېنې

ګيله دخپل تصوير  د هېرېدو مۀ کړۀ طايره
د ورېځو په مثال دي ټول خواس د آيېنې