شعرونه
نظم
خواست لکه خوب کې چې خپسې يم نیولی زما چغې زما ستونې کې وچيږي زه د درد کوم یو تصویر په زړه کې پټ کړم زړه مې وچاودېد ساګانې مې ډوبيږي سمندر چې په ظاهر خاموش ښکاري خو سينه کې يې ساتلي طوفانونه کوم زخمي دیوال په لپه کې راَټول کړم سړی پورې کړي دکوم کوم کور ورونه کومه ماته آيېنه س
ستړې سپوږمۍ!
ستړې سپوږمۍ! دجون دمیاشتې پوره څوارلس شپې ما په شوګېرې تېرې کړې دهغې میاشت چې هره ورځ يې يو په دوه اوږده وه او له سهاره تر ماښامه پورې زه دسوچونو ، تلوسو ، دارزوګانو تصور کې ومه ما دښکلا په زخم زخم وجود دملهمونو دپټۍ دلګېدو په خاطر مانه ستړتیا هېره وه او نن دجون
نوې غزل
غزل نن دښار هره کوڅه ده نابلده زه به نه یم تر ابده نابلده خدای خبرکه په وجودکې بیاراټول شي روح مې وواته له حده نابلده نیمه شپه کې له اسمانه راته کيږي اوازونه بې سرحده نا بلده دا دکومې پيړۍ خلکو کې شریک شوم پکې ښکارم نابلده نابلده ستاپه سترګوکې طایره خپل خوب ويني! آيېنه له خپله قده نا بلده
نوې غزل
غزل ښه پوهیږمه چې ځان به تماشه کړم که دنیا ته تنهايي خپله ښکاره کړم لږ راوګوره! چې نوې تجربه کړ م خاموشي که څه شېبه، زړه کې ویده کړم زه هینداره، خو په شا يې ستا تصویر دی زه نظر وم، خو تا خپله آيېنه کړ م په ماښام کې چې لمرونه چرته لويږي ټوله شپه به زه هم هغه لور قبله کړم بیا طایره ! انتظار دی راپه غاړه وربه پورې کړم، روښانه به ډيوه کړم
طرحي مشاعره
طرحي مشاعره (طایرځلاند)۲۳ـ۳ـ۲۰۱۲ ننګرهار رودات قدرځی د فی البديه یا طرحي مشاعرو دود په پښتنو کې کوم نوی دود نه دی بلکې له پخوا راهيسي چې چرته هم څو شاعران سره راټول شوي دي نو ددغه دود دژوندي ساتلو هڅه یې کړې ده تېره شپه (دمارچ ۲۳د۲۰۱۲)چې همداسې يوه موقعه په لاس راغله هڅه مو وکړله چې دخپلو اسلافو راپاتې شوي دا دود وساتلی شو له کوزه پښتونخوا نه ځوان شاعر
ویلنټاین ډی
ويلنټاین ډی : طایرځلاند
غزل/ ازروال سالار احمدزی
غزل ازروال سالار احمدزی راځه ځانونه ګورو د ضمير په اېنه کې
دطایرځلاند نوی غزل
په اوږو يې اخیستلی لکه خس دی هوس ژونددی او که ژوند خپله هوس دی توراوربل دې دمخ لمر دی مړاوی کړی ؟ که پرېشان له نوي غم زما اولس دی محبت دې حوصلې کړې زما لوړې
دخالد ریحان غزل
غزل : خالدريحاند سپېڅلي ضمير تـــول کـــې را ايســـــار يمســـمنـدر يم په کـــــچکول کې را ايسار يمرا نـــــه تاو دې شي شـهيـــد شــهيد يادونهبس دحـــورو په کهول کـې را ايســــار يــمد آواز لښــتې مې مـاتـــــې ډنګ مې نشتهاوس د خپل جـــود په ډول کې را ايسار يمدر نه ورک نه شـــم په اوښــــکو کې جانانه!ستا دســترګو پـه کـــنډول کې را ايسار يمد شــهيدې کـــوچۍ خــال يـــمه لوېـــــــــدلیچــــې په لپــو د غاټـــو
نوی غزل/ طايرځلاند
غزل نوي څه. ځان سره رانه وړل وختونو منظرونه دي دتېرو موسمونو ستا په نوم ګلاب مې ګوتو کې نیولی باور نه کوم په کرښو دلاسونو دوخت زلفو کې تیاره اوس هم ویده ده په کنډو څه ته راخيژیه لمرونو دارمان درد په هرځای کې راسره وه يم رغلی زه تر تا په تېندکونو حرارت مې دجذبو زړه کې محسوس کړ چامې ون
نوی غزل/ طايرځلاند
غزل الحذر او الامان له دې حالاتو لاس مې بر نه دی اشنا په امکاناتو دخزان دمازیګر یخ یخ موسم دی تجربې دنوي نوي کیفیاتو چې رڼا ته ددې زمکې ضرورت دی ستوري ولې نه راځي له سماواتو پرمختګ دزمانې هرڅه بدل کړل پېرایه غواړي دنوي احساساتو
غزل /طایرځلاند
غزل له ساړه ساړه امکانه بغاوت دی شور دپاڼو له خزانه بغاوت دی خپلې سترګې يې دځان په لور نیولي زمکې کړی له اسمانه بغاوت دی ماښامونو ډيوې کېښودې په لاره ښکاري داسې له هوانه بغاوت دی ستا په لور مې چې دزړه ستنې کږې شوې داخویار نو له ځانه بغاوت دی دایرو کې ژوند طایره دمرګ لار ده
سيداکبرساېر/غزل
غزل ښکاريږي چې دا هم د پښتنې سيمې منظر دى اسمان په وينو سور دى چا وژلى مازېګر دى سور رنګ چې راڅرګند شو په رګونو د چينه کې شوم پوې چې ښکته شوى تل د ځمکې ته پرهر دى کوچۍ سره اوس مينه ستا ناشونې ده شپونکيه ستا لاس کې دى ټوپک دهغې شين منګى په سر دى ته تل وايې چې ولې راته لار کې نه درېږې؟ دا ځکه چې په دې کې ګرانه ستا د سر خطر دى
دقدرت الله درمان ښکلی غزل
غزل/قدرت الله عتیق سپني کوتري زماپيغام وطن ته ورسوه زما دزړه هم دامرام وطـن ته ورســـوه دوطن خلګوباندي وغوړه وه ښکلي وزرزمــا تحفه زما سلام وطــن تــه ورســـوه سپيني کوتري!داسي هم وکړه زمادپاره دسولي پاک سپيځلی نام وطن ته ورسوهزماسوچونه اوخیالات ټول دوطن ده پارهزمادژونـــددغه الهام وطــن ته ورســــوه زمادزړه پـــه دردخبري دهواکـــــوتري نودغه دردمي نن ماښام وطن ته ورسوه
غزل /اتل فغان
غزل په دښتونو کې د ښار سندرې وايي ليوني څومره د کار سندرې وايي يو مزدور بنګړي اخستي ډېر خوشال دی را روان دی له بازار سندرې وايي اوس د هغو بابولالو دور تېر دى اوس دې خلک د معيار سندرې وايي زه دې دواړو اورېدلو ته قايل يم ملا وعظ کړي، که فنکارسندرې وايي د ساحل په شګو ناست ليکې راکاږي سمندر
غزل /اتل فغان
غزل په دښتونو کې د ښار سندرې وايي ليوني څومره د کار سندرې وايي يو مزدور بنګړي اخستي ډېر خوشال دی را روان دی له بازار سندرې وايي اوس د هغو بابولالو دور تېر دى اوس دې خلک د معيار سندرې وايي زه دې دواړو اورېدلو ته قايل يم ملا وعظ کړي، که فنکارسندرې وايي د ساحل په شګو ناست ليکې راکاږي سمندر ته د خپل ېار سندرې وايي يو سړى بيا ګنا
غزل /اتل فغان
غزل په دښتونو کې د ښار سندرې وايي ليوني څومره د کار سندرې وايي يو مزدور بنګړي اخستي ډېر خوشال دی را روان دی له بازار سندرې وايي اوس د هغو بابولالو دور تېر دى اوس دې خلک د معيار سندرې وايي زه دې دواړو اورېدلو ته قايل يم ملا وعظ کړي، که فنکارسندرې وايي د ساحل په شګو ناست ليکې راکاږي سمندر ته د خپل ېار سندرې وايي يو سړى بيا ګناه
اختر مو مبارک شه
دا ستا په خوا کې هر ماښام هر یو سحر ښکلی دی اختر دی هروختی راځي یاره اختر ښکلی دی ځلاند
ځه دظلم توري شپي دي انصاف نسته
غزل/قدرت الله عتيقځه دظلم توري شپي دي انصاف نستهپرمظلوم باندي چاپي دي انصاف نستههرمـظــــــلوم بانــــدي بمــونه راوريږیپه مــوږډکي هــدیري دي انصاف نستهدصلیب په لاس یي ټولــــه شهيدان کړوبس دلیــــری تـــماشي دي انصاف نستهپه چوکي کي درته کښیني چي باچاه یمددخپله هــــــــــم ګیلي دي انصاف نسته
غزل / شاهنواز باقر
غزل شاهنواز باقر سـاده پـه مـخ ورځـي او شــاتــه حســرتـونـه پـرېـږ دي د يــــو ســــړي لـــپــاره خپل روايــتـونـه پـرېـږ دي بـېګـا مې خوب لــيـده چې زه هـم پـه خـېـرت كې ومـه سـتـوري دې مځكې تـه راتـلل او اسـمانـونـه پـرېـږ دي د فــــطـــرت دغــــه كــيــفــيــت ولاړ پــه كـــومــه ادا ګل چې شي مړاوى نووږموكې خپل رنګونه پـرېـږ دي زه د ه
غزل / شېرالرحمان بېتاب
غزل شېرالرحمان بېتاب شکر ماتم خو يې له مرګه پس پر ما وکړو چې ساه مې ووته قاتل بريد په ژاړه وکړو نور مې د ژوند په دې خونخوار ښار کې څه نه کړي د يو ظالم مخکې اقرار مې په رښتيا وکړو ما چې تورتم کې خپل بې وسه شان څراغ روښان کړو بغاوت څنګه په سپيڅلي نوم هوا وکړو دومره د فکر له زندانه تښتېدلى ومه ما انتها کې سوچ په خپلې ابتدا وکړو
غزل / منګل خيوه وال
غزل خپل سر مې د حق لاره کې څو ځل کېښود اولاړم منصوره ستا پر پل باندې مې پل کېښود اولاړم زما په مرګ به نه شي د ژوندون په خوږو پوى دښمن ته مې پر لاره کې اجل کېښود او لاړم پرواه نشته که ما ترېنه پرهر پرهر زړه يوړو په چم کې د ا غزيو خو مې ګل کېښود اولاړم د ژوند سخت پړاوونه به اسان کړمه نږدې وخت په زړه کې مې دا ستا د نوم توکل کېښود اولاړم منګله! تر دې دمه س
غزل /طاېرځلاند
غزل دادنیا په کومې لورې ده روانه څه خو وایه خاموش ولې یې اسمانه؟ غبرګ لاسونه دخپل ځان ځنې چاپیرکړم تنهايۍ باندې مين شومه ارمانه دا هنداره خو انسان راته راښايي پکې ولې زه ویرېږمه له ځانه دکاروان ملګري ولې ستړي ښکاري دشپې شمع تر سهاره وي روښانه دسپرلي په اهمیت باندې دې پوی کړم
نوی غزل
دګل په پاڼه چې قطره پاتې شي نن دې دلمر سترګه ویده پاتې شي دورځې کار کوو دنیا دپاره زمونږ په خپله برخه شپه پاتې ژونده تکمیل ته به دې څوک راځي نور؟ نیمګړې ستا که تماشه پاتې شي دنظرلمر به مې ویده شي په کې پر انګو يې که خوله پاتې شي مونږ دې اسمان سره خبرې کوو مونږ نه دې وروسته زمانه