ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان کي د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو تازه اندېښنې - اشنا

افغانستان کي د بشری حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو تازه اندېښنې، د منځني ختیځ وروستی حال، په هرات کې د ګلانو د فارمونو کاروبار او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.

29.04.2024 امریکا غږ

افغانستان کې د سوداګریزو بندرونو ګټه او ننګونې - اتصال

د اتصال په خپرونه کې، د افغانستان د سودګریزو بندرونو په ارزښت او ننګونو سربیره په دغه هېواد کې د ورستیو سیلابونو په زیانونو او د اروپايي ټولنې لخوا د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان سره په مرستو خبرې شوي دي.

29.04.2024 امریکا غږ

دا زما حق دی

دا زما حق دی

29.04.2024 ازادي راډیو

بلینکن: غزې ته مرستې زیاتې شوې، اسرائیل باید نوره همکاري هم وکړي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۹ (غوايي ۱۰) سعودي عربستان ته د سفر په ترڅ کې وویل چې غزې ته د بشري مرستو په رسولو کې پرمختګ شوی خو اسرائیل باید په دې برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.

29.04.2024 امریکا غږ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې له ښځو سره د طالبانو په تعامل انتقادونه شوي

طالبانو د بشري حقونو په مسئلې او ښځو سره د تعامل په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې له انتقاد سره مخامخ دي او  واشنګتن تورن کړي دي چې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو حقونو څخه محروموي.

29.04.2024 امریکا غږ

د بلوچستان په دېرشو ضلعو کې د پوليوضد کمپېن پيل شوی

کوټه — د بلوچستان په دېرشو ضلعو کې د پوليو ضد اووه ورځنی کمپېن نن د ګل یا دوشنبې په ورځ پيل شو. په کمپېن کې به تر دوه ميليونو زياتو ماشومانو ته چې عمرونه يې تر پينځو کلونو پوري وي، د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي. د کمپېن پرانيسته د بلوچستان د بېړنيوعملياتو په مرکز اي او سي کې د صوبې د صحت سيکرټري عبدالله خان وکړه. ښاغلي عبدالله خان د کمپېن د پرانيستې پرمهال له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې کيمپېن به د اپريل له نهه ويشتمې نېټې بيا د مۍ تر پينځمې نېټې پوري دوام ولري او په کيمپېن کې شاوخوا لس زره روغتيايي ټيمونه برخه اخلي، چې ماشومانو ته به ګوزڼ ناروغۍ ضد قطرې ورکوي. "د پوليو ضد اوسنی ځانګړی کيمپېن د بلوچستان په دېرش ضلعو کې ترسره کېږي، چې په کې درويشت لکه پينځه نوي زره ماشومانو ته به قطرې ورکول کېږي. موږ هڅه کوو، چې له صوبې د پوليووايرس په بشپړه توګه له مينځه يوسو. د پوليو کارکوونکو د هڅو او د ميندو په مرسته مو ماشومان له فلج کوونکې ناروغۍ د خوندي ساتلو هوډ کړی دی." د بلوچستان د پوليو مخنيوي پروګرام چارواکي وايي، اوسنی کمپېن په داسي حال کې ترسره کېږي، چې په پاکستان کې روان کال دوه د پوليو مثبت کېسونه رپوټ شوي، او دواړه کېسونه په بلوچستان کې دي. ښاغلي عبدالله خان زياتوي، چې اوسني کېسونه د درېو کلونو له ځنډ وروسته رپوټ شوي دي. "په بلوچستان کې درې کاله وروسته دوه د پوليومثبت کېسونه په چمن او ډېره بګټي کې رپوټ شوي دي. خو دوه نيم کاله وروسته د صوبې په چاپيريال کې د پوليووايرس موندل شوی دی. د پوليوضد کيمپېن ځکه زيات مهم دی، چې د وايرس د لېږد مخه ونيول شي. ميندې بايد خپل ماشومان د ويکسين له لارې له پوليو او نورو خطرناکو ناروغيو خوندي وساتي." د بلوچستان پينځه ضلعې کوټه، افغانستان ته څېرمه چمن، کلاعبدالله، پښين او بلوڅ مېشته مستونګ سيمه د پوليو وايرس له پوليو حساسه يا های رسک ضلعې دي. په تېرو وختونو کې په پاکستان او افغانستان کې په يو وخت يا سينکرونايزډ ډول د پوليو ضد کمپېنونه ترسره شوي وو.

29.04.2024 ډیوه

شهباز شريف له بل ګېټس سره ليدلي، پاکستان کې د پوليو ضد کمپاين پيل شوی

کراچۍ ‏ — د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د بل اېنډ ملنډا ګېټس د مشر بل ګېټس سره لیدلي، شريف د پاکستان او ګېټس فاونډېشن ترمنځ د کلکې همکارۍ ‏یقيني کولو دپاره د بل ګېټس سره په ګډه د کار کولو ژمنه کړې ده.‏ پاکستان کې نن د ګل/دوشنبې د ورځې نه د پوليو ضد کمپاين پيل شوی په ‏‎91‎‏ ضلعو کې چرته د پوليو خطره موجوده ده، د پينځو کالو نه کم عمر ‏ماشومانو ته به د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.‏ د پاکستان د وزيراعظم دفتر ويلي، شهباز شریف نن د سعودي عرب پلازمېنه رياض کې د نړيوالې اقتصادي غونډه په څنډه کې ليدلي، او له دغې وړاندې ‏یې "د نړیوال صحت د ايجنډې د نوې پېژندګلو" په يو پېنل بحث کې ګډون کړی دی.‏ د پاکستان وزیراعظم ویلي، د ملک څخه د پولیو د خاتمې دپاره پوره هڅې کوي، او د پوليو د خاتمې په لړ کې یې د اوږدې مودې په مرسته د بل اېنډ ‏ملنډا ګېټس مننه کړې او زياته کړې یې ده، د پوليو نه د پاک پاکستان د حتمي هدف ترلاسه کېدو دپاره د ټولو همکارانو لخوا د پرله پسې هڅو ضرورت ‏دی.‏ ویل شوي، بل ګېټس د پوليو د خاتمې په لړ کې د پاکستان هڅې ستايلي او ويلي يې دي د پوليو خاتمه د راتلونکو نسلونو د دې خطرناکې ناروغۍ څخه ‏بچ کولو ډېر ضرورت دی.‏  بل لور ته د پاکستان د پوليو د مخنيوي د پروګرام مشر (کوارډينېټر قومي اېمرجنسي اپرېشن) ډاکټر شهزاد بېګ ویلي، له نن څخه په ټول هېواد کې د پوليو ضد ‏څاڅکو کمپاين پيل کيږي، د دوه لکو نه زيات پوليو کار کوونکي به د پاکستان په هغو ‏‎91‎‏ ضلعو کې کور په کور ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي ‏چرته چې د پوليو وايرس خطره موجوده ده.‏ په خېبرپښتونخوا کې د صحت چارواکو ويلي، له نن څخه به د صوبې په مخصوصو ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پيل کولی شي او دا کمپاين به په ‏دوو برخو کې ترسره کیږي.‏ د پوليو د مخنيوي چارواکو په میاندو پلارانو غږ کړی، ماشومانو ته دې د پوليو د مخنيوي څاڅکي ضرور ورکړي ځکه د پوليو وايرس د تلعمرۍ دپاره ‏ماشومان معذوره کوي او دا وايرس چې دا وخت يواځې په پاکستان او افغانستان کې دي، که يو ځل د دې سيمې نه ختم شو د ګردې نړۍ نه د تل دپاره ‏ختمېدی شي.‏ پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو دوه مثبتې پېښې معلومې شوي او د ملک په بېلابيلو برخو کې د پوليو وایرس ګڼې مثبتې نمونې هم رپورټ ‏شوي دي.‏

29.04.2024 ډیوه

د افغان ناروغانو خپلوان: پر تورخم د درملنې لپاره دې ناروغانو سره پیسې پرېښودل شي

له افغانستان څخه پېښور ته د تلونکیو ناروغانو کورنۍ وايي، په هغه هیواد کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د بانکي نظام له ختمېدو سره یې ستونزې سل چنده زیاتې شوې دي.

29.04.2024 امریکا غږ

ډېره اسماعیل خان، ټانک: چاودنه کې د پاکستان د پوځ دوه عسکر ژوبل شوي، پوځ د څلورو "ترهګرو" وژلو دعوه کړې

ډېره اسماعيل خان/ کراچۍ — د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ضلع کې د پاکستان د پوځ په ګاډي چاودنه کې د يو افسر په ګډون دوه عسکر ژوبل شوي او د پاکستان پوځ ویلي، ‏د ډېره اسماعيل خان سره څنګ ته پرتې جنوبي ضلعې ټانک کې یې د "ترهګرو د موجودګۍ" په خبر عملیات کړي او د څلورو "ترهګرو" وژلو دعوه یې کړې ‏ده.‏ پوځ نن د ګل/ دوشنبې په ورځ خپور کړي خبر کې ویلي، تېره شپه د ‏‎28‎م او ‏‎29‎م اپرېل په منځنۍ شپه کې یې په ټانک ضلع کې د "استخباراتو په اساس د ‏ترهګرو ضد عمليات کړي دي".‏ ‎خو پوځ دا نه دي ویلي چې د وسله والو ضد عملياتو کې امنیتي ځواکونو ته هم کوم زيان رسېدلی دی.‏ يوځ د وژل شويو کسانو پېژندګلو نه ده کړې خو دعوه یې کړې چې وژل شوي کسان په امنیتي ځواکونو بریدونو او د ترهګرۍ په نورو پېښو کې ککړ پاتې ‏شوي دي.‏ د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي او د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې ‏اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.‏ پرون د ډېره اسماعيل خان او ټانک ضلعې ترمنځ غټه لار باندې د جنوبي وزيرستان جج/ قاضي شاکرالله مروت نامعلومو وسله والو تښتولی، وروسته د ‏هغه يوه ويډيو خپره شوې او ويلي يې وو، طالبانو تښتولی وو، خو د دغه پېښې زمه واري چا نه وه منلې، او د شپې بيا چارواکو وي او اې ډيوه ته تاييد ‏کړې چې جج راخوشی کړل شوی او نور تفصيل یې نه وو ويلی.‏ ‎د پاکستان پوځ په ټانک ضلع کې د وسله والو د وژلو خبر په داسې حال کې ورکړی چې پرون هم چارواکو ويلي، د بیټني سرکل په مغزي سیمه کې وسله ‏والو د امنیتي ځواکونو په یو پوسته برید کړی وو خو د امنیتي ځواکونو د چټکتیا له امله کوم زيان نه وو اوښتی.‏ ‎چارواکي وايي امنیتي ځواکونه چمتو وو او برید ته یې سمدستي درنو او سپکو وسلو سره ځواب ورکړی او په شاه یې تمبولی وو. ‏ ‎د سیمې خلک وايي د دوی ترمینځ د ډزو تباله تر څو ساعتو روانه وه چې پکې پوځ توپې هم کارولې وې.‏ ‎يو تن بین یامین وویل یو مارټر ګوله د دوی په کور غورځېدل چې پکې د کور ودانۍ زیانمنه شوې او څلور غواګانې مړې شوې دي. ‏ په ټانک ضلع کې ځایي خلک وخت په احتجاجي مظاهرې کوي او وايي علاقه یې د ناامنۍ سره مخ ده او د ناامنۍ د مخنيوي غوښتنې کوي.‏ دوی په منتخب استازو هم نیوکې کوي او وایي د دوی د امنیت په ستونزه غلي دي. ‏ چارواکي وايي د ډېره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د پوځ ګاډي ته نیزدې چاوده شوې چې پکې د پوځ یو افسر لیفټېننټ په ګډون دوه عسکر ژوبل ‏شوي دي.‏ د دوی په وینا بارودي توکې د سړک په غاړه ښخ کړل شوي او چاودنه کې یې د پوځ استمال لاندې بم پروف ګاډی په بشپړه توګه زیانمن شوی دی.‏ په پېښه کې ژوبل عسکر ډیره اسماعیل خان سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي دي.‏ تر دې مهال دې پېښو زمه داري چا نه ده منلې خو په وروستيو کې د خېبرپښتونخوا په جنوبي سیمو کې د تشدد یو شمېر پېښې شوې چې ځینې په کې ‏تحریک طالبان پاکستان منلې هم دي.‏

29.04.2024 ډیوه

طالبانو خوست کې درې سیمه ییز خبریالان بیرته خوشې کړي

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خوست په ولایت کې د طالبانو له خوا د هغو دریو سیمه ییزو خبریالانو د خوشې کیدو خبر ورکړی چې شپږ ورځې دمخه ددغه ولایت د امربالمعروف نهی عن المنکر ریاست له خوا نیول شوي وو.

29.04.2024 امریکا غږ

کابل ـ جلال اباد پرلارد غره ښوېیدلو له امله د ترافیکو جریان ځنډ سره مخ شوی

د طالبانو د حکومت د ننګرهار ولایتي مسوولین وايي چې د کابل – جلال اباد لویه لار د ماهیپر په سیمه کې د غره د یوې برخې د ښوېیدلو له امله په موقتي ډول د لویو موټرو او لاریو پرمخ تړل شوې، خو کوچني موتري په متبادله لار تګ راتګ کولی شي.

29.04.2024 امریکا غږ

بایډن او نیتنیاهو د اسرائیل – حماس جګړې په هکله په ټیلیفون کې خبرې کړي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه اپریل ۲۸ (غوایي نهه) د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نیتنیاهو سره په ټیلیفون کې په غزې کې د حماس پر ضد جګړې په هکله خبرې کړي چې نږدې اوومه میاشت یې پیلیږي.

29.04.2024 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more