شاته

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې له ښځو سره د طالبانو په تعامل انتقادونه شوي

طالبان د بشري حقونو په مسئلې او ښځو سره د تعامل په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې له انتقاد سره مخامخ دي او واشنګتن تورن کړي دي چې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له خپلو حقونو څخه محروموي.

دا غونډه نن د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۹ (غوايي لسمه) په ژینوا کې کېږي. د بشري حقونو شورا طالبان په رسمیت نه پېژني، په غونډه کې به د طالبانو استازی نه وي او د افغانستان د مخکني حکومت کوم سفیر به یې نمایندګي کوي.

د ملګرو ملتونو په سند کې د بشري حقونو سره د طالبانو د تعامل په اړه ګڼې پوښتنې شوې او متحدو ایالتونو پوښتلي چې طالب مقامات څنګه کولای شي د ولسي خلکو او «په خاص ډول له ښځو او نجونو سره، چې په سیتسماتیک ډول له خپلو بشري حقونو څخه محروم کړل کېږي،» د بد چلند کوونکو سره حساب او کتاب وکړي؟

په دغه سند کې همدغه راز په افغانستان کې د LGBTQ (لیزبین، همجنسباز، دوه جنسیت لرونکي او ټرانسجنډر) د حقونو د خوندیتوب یادونه هم شوې ده، چې وايي د طالبانو له راتګ وروسته د هغوی په مقابل کې «ګواښونه او تحقیر» زیات شوي دي.

په امریکا سربېره، بریتانیا او بلجیم هم له ښځو سره د طالبانو د کردار او تعامل په اړه پوښتنې کړي دي. د بشري حقونو د شورا په غونډه کې په عمومي ډول ۷۶ هېوادونه ګډون او خبرې کوي.

طالبان وايي چې د خپل تعبیر په اساس د اسلامي قانون له مخې بشري حقونو ته درناوی لري. طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته ښځې او نجونې له کار او زده کړو بندې کړې او نور بندیزونه یې هم پرې ولګول.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې ملګرو ملتونو د سیستم له مخې، په ژینوا کې د بشري حقونو شورا په عمومي غونډو کې د دولتونو او هېوادونو د بشري حقونو سابقه ارزول کېږي او په اړه یې وړاندیزونه او پېشنهادونه کېږي. د امنیت شورا پرېکړې او وړاندیزونه الزامي نه دی، خو تګلارې ارزولای شي او د اصلاحاتو راوستو لپاره فشار راوړلای شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا یوازینی بین الحکومتي بنسټ دی چې په نړۍ کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره جوړ شوی دی، دا شورا همدغه راز کولای شي هغه پلټنې او تحقیقات،‌ چې کله ناکله په ملي او نړیوالو محکمو د ثبوت په توګه کارول کېږي، الزامي کړي.

فورم \ دبحث خونه