بریتانیا: سږکال ۶۰۰۰ کډوال روانډو ته لیږو
د بریتانیا د روغتیا وزیرې د سه شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوايي ۱۱) وویل، دغه هېواد پلان لري چې د روان کال ترپایه شاوخوا ۶۰۰۰ کډوال روانډا ته واستوي.
نیوزیلنډ د افغانستان سره د کرکټ یوه ټسټ لوبه اعلان کړه
نیوزیلنډ د سه شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوايي ۱۱) اعلان وکړ چې د افغانستان سره د سپتمبر په میاشت کې د کرکټ یوه ټسټ لوبه کوي. له دې یوه میاشت وړاندې، استرالیا له افغانستان سره د ۲۰ اوریزو سیالیو یوه لړۍ ځنډولې وه.
امریکا کې په سرطان اخته کډوال د ۱.۳ میلیارد ډالرو لاټري ګټلې
د متحده ایالاتو په اوریګن ایالت کې یو ۴۶ کلن کډوال د روانې میاشتې د ۱.۳ میلیارد ډالرو لاتري ګټلې ده.
د ترکیې هوايي شرکت افغانستان ته بیرته الوتنې پیلوي
د ترکیې هوايي شرکت (Turkish Airlines) اعلان کړی چې د روان ۲۰۲۴ کال د مې د میاشتې له ۲۱ څخه وروسته بیرته افغانستان ته الوتنې پیلوي.
هرات کې د شیعه ګانو په یو جومات په برید کې شپږ لمونځ کوونکي وژل شوي
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې یو ناپيژانده وسله وال د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په یو جومات کې د ماسختن لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو باندې ډزې کړي چې له امله یې شپږتنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
امریکا کې د قانون پلي کولو درې مامورین په ډزو کې وژل شویدي
د متحده ایالاتو د قانون پلي کولو درې مامورین دوشنبه اپریل ۲۹ (غوایي لسمه) د شمالي کاریلونا په ایالت کې په ډزو کې وژل شویدي.
د هسپانیې یوې ټاپو سره نږدې د کښتۍ چپه کیدو پیښه کې ۵۰ کډوال ورک شوي
په هسپانیې کې مطبوعاتو ویلي چې د کډوالو یوه کښتۍ د اتلانتیک په سمندر کې چپه شوې چې له کبله یې ۵۰ کډوال په اوبو کې تري تم شوي او چارواکو لږ تر لږه نهه تنه ژوندي ژغورلي دي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
بلینکن: حماس باید د اسرائیل د اوربند ‘ فوق العاده سخي’ وړاندیز ومني
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر دوشنبه اپریل ۲۹ ( غوایي لسمه) په غزې کې د اوربند په بدل کې د حماس ډلې لخوا د برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره د اسرائیل وړاندیز "فوق العاده سخاوتمند" وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د حماس ډله به یې ومني.
ناټو: اوکراین نورو وسلو ته ضرورت لري، روسیې ته ماتې ورکولای شي
د ناټو مشر ینس سټولټبرګ په اوکراین کې و چې روسیې د اوکراین د دوو نورو کلیو د نیولو خبر ورکړ.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت - سپینې خبرې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د طالبانو لخوا د ښځو، مذهبي اقلیتونو او نورو لږکیو د حقونو محدود کېدو په اړه راپور خپور کړی. ددغه ډول راپورونو خپرېدل څه اغېز لري؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې پر دې مسئلې بحث شوی.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه