شاته

د افغان ناروغانو خپلوان: پر تورخم د درملنې لپاره دې ناروغانو سره پیسې پرېښودل شي

له افغانستان څخه پېښور ته د تلوونکو ناروغانو کورنۍ وايي، په هغه هیواد کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د بانکي نظام له ختمېدو سره یې ستونزې سل چنده زیاتې شوې دي.

دوی زیاتوي ‌چې پر تورخم د تېرېدو پر مهال د طالبانو د ګمرک چارواکي تر درو لکو زیاتۍ روپۍ نه ورپرېږدي، او چې کله یې د خپل ناروغ د درملنې لپاره زیاتې پیسې پکار وي، نو د بانکي سیسټم د نشوالي له امله دوی نه شي کولای چې نورې روپۍ له افغانستانه راوغواړي.

د لوګر شېر خان چې زوی يې د سرطان روغتون ارنم ته درملنې لپاره راوستی دی، له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې څه پیسې یې راوړې وې هغه ختمې شوې دي، اوس اړ دی چې بیرته افغانستان ته ولاړ شي چې د زوی د درملنې لپاره نورې پیسې راوړي، خو پر تورخم یې چارواکي ډېر ځوروي، او بل یې زوی هم یوازې پاته کېږي. نوموړی په خپلو خبرو کې وویل پکار ده چې د تورخم چارواکي ناروغانو ته دومره روپۍ ورپرېږدي چې هغوی خپله درملنه پرې وکولای شي.

د پغمان ګل محمد چې مور يې د زړه ناروغه ده او روپۍ ورسره ختمې شوي دي په پېښور کې پرېشانه ناست دی، نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې نوموړي وویل، د مور به یې جراحي عملیات کېږي خو د بانکي سیسټم د نشتوالي له کبله په یو دوه کې حیران دی چې څه وکړي. هغه زیاته کړه، دا خو له ناروغانو سره زیاتوب دی، ډېر ناروغان پیسو پر وخت د نه رارسېدو له لاسه له درملنې پاتې شي او ومري.

امریکا غږ ته د تورخم یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط وویل، د عامو خلکو، سېلانیانو او ناروغانو لپاره د روپیو یا افغانیو وړو راوړو لپاره قانون ټاکل شوی دی تر هغې د زیاتو کرنسیو وړولو اجازت نشته او د نړۍ پر هره پوله او هوایي ډګرونو باندې دا قانون پلی کېږي.

یاده دې وي په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هلته د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د افغانستان بانکي سیستم باندې ځینې محدودیتونه لګولي چې له امله یې دغه هیواد څخه د بانکونو له لارې د پیسو انتقال د ستونزو سره مخ شوی دی.

همداشان ددغو بندیزونو ترڅنګ د طالبانو حکومت هم له افغانستان څخه بهر ته تلوونکو مسافرو لپاره د بهرنیو اسعارو د انتقال لپاره یوه یوه اندازه ټاکلې ده.

ددې کړنلارې له مخې هر مسافر چې له افغانستان څخه د هوا له لارې بهر ته سفر کوي باید چې د ۵۰۰۰ امریکايي ډالرو او یا د هغې معادل اسعارو څخه زیاتې پیسې له ځان سره انتقال نکړي.

همداشان هغه مسافر چې له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د ځمکې له لارې سفر کوي باید له ۵۰۰ ډالرو او یا ددغو پیسو معادل اسعارو څخه زیاتې پیسې له ځان سره انتقال نکړي.

فورم \ دبحث خونه